د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکورنیو چارو وزارت دنفو سو داحوال ثبتولوریاستونو نه ځواب غواړم

ښایسته خان 13.07.2008 16:57

دملګرو ملتونو د یو سروی پربنسټ دافغانستان نفوس د ۳۰ میلیونه نه زیات اټکل شویدی چه به هغو کی به شاید د ۱۵ میلیونه نه هم کم خلک دتابیعیت تذکری ولری چه په دی کی به په میلیونو خلک هیڅ اساس هم ونه لری په خاصه توګه دلسوالیو او کلیو اوسیدونکی ، دافغانستان دنوی اساسی قانون مطابق هیڅ یو افغان به له خپل افغانی طابیعت نشی محرومیدی خو اوس ډیری افغانان سته چه هغوی دخپل افغانی تابیعت نه محروم دی چه دمثال په ډول یو له هغو میلیونو افغانانو له ډلی نه زما دکورنی غړی دی هغه داسی چه زما نیکه یو بزګر وو او هغه خپله ځمکه نه لرل او هغه دکندهار ولایت د ډنډ په ولسوالی کی استوګن وو چه هغه به دبل ځمکی په بزګری کرلی او هغه سواد هم نه لری نو ځکه ورته دتذکری اهمیت هم نه وو معلوم او هیڅ تذکره یی نده اخیستی زما دنیکه دمرګ نه پس زما پلار هم یو بی سواده بزګر وو او هغه لا سم زلمی شوی هم نه وو چه سرو لښکر پر افغانستان یرغل وکړ نو زما پلار هم دمیلیونو افغانانو په څیر دی ته اړ سو چه باید دافغانستان نه هجرت وکړی نو زمونږ کورنی هم وګاونډی پاکستان ته مهاجر شول او هلته دپاکستان دبلوچستان په صوبه کی د پنجپایی په نامه د مهاجرو په یو کمپ کی استوګن شول او کله چه مونږ مهاجر کیدو نو زما عمر یوازی ۳ کاله وو چه هلته بیا دافغانستان دجهادی تنظیمونو له خوا دافغان ماشومانو له پاره ښونځی جوړ شوی وه چه ما هم هلته تر نهم ټولګی زده کړی وکړی او بیا دکویټی ښار ته راغلو چه هلته بیا ما ۱۲ ټولګی بشپړ کړ،

په افغانستان کی دطالبانو دحکومت دړنګیدو وروسته دنوی حکومت په راتلو سره زه خپل هیواد ته راستون شوم چه ما لومړی خپل ځان ته تذکره واخیسته دخپل تره پر اساس باندی کوم چه هم دلته پاته وو او دطالبانو په حکومت کی یی خپلی کورنی ته تذکری جوړی کړی وی او دا تذکره ماته کوم بل چا نه بلکه دافغانستان اوسنی دولت راکړی ده او پرهغه تذکره ما پاسپورټ هم جوړکړی دی او پرهغه پاسپورټ ما ۱۰ یا ۱۲ هیوادونو ته سفرونه هم کړی دی،
څه موده وړاندی ماغوښتل چه خپل دکورنی غړو ته لکه وروڼو او خویندو ته تذکری جوړی کړم خو کله دتذکرو دفتر ته ورغلم نو هغوی راته ویل چه ستاسو (اساس) د ۱۳۵۶ نه وروسته دی او ټول هغه کسان چه د۱۳۵۶ نه مخکی اساس ونه لری نو هغو ته تذکری نه ورکوو ما ورته وویل چه زما تذکره خو دهمدی اوسنی دولت ده نو تاسو بیا ماته ولی تذکره راکړه نو هغوی ویل چه په هغه وخت کی مونږ ته داسی امر نه وو شوی او اوس مونږ ته دوزارت داخلی نه مکتوب راغلی دی چه دهر چا ( اساس ) د ۱۳۵۶ نه وروسته جوړ شوی وی تذکری مه ورکوی ،

وروسته زه خپل کلی ته ولاړم او د ډیرو خلکو نه پوښتنه وکړه چه تاسو تذکری لری چه ډیری خلکو خو بیخی تذکری نه لرلی او کوم چه چا تذکری درلودی نو هغوی هم د ۱۳۵۶ نه وروسته جوړی کړی وی او اساس یی د ۱۳۵۶ نه وروسته وو ،

زما سوال دمحترم کورنیو چارو وزارت او دنفوسو داحول ثبتولو اړوند چارواکو نه دادی چه آیا دا د افغانستان داساسی قانو خلاف نه دی چه یو افغان دخپل تابیعت نه محرومیږی؟

بل داچه دا افغانان خو نه پاکستان نه ایران او نه کوم بل هیواد قبلوی ولی چه دوی اصلآ افغانان دی نو دا افغانان به اخر څه کوی ایا همداسی به بی تابیعته به ګرځی؟

دمحترم کورنیو چارو وزارت او اړوند ریاستونونه زما داهیله ده چه باید ددی ستونزی دحل لاری چاری په ډاګه کړی ولی چه دا یوازی دیوی کورنی ستونزه نه بلکه دیو غوڅ اکثریت ستونزه ده ولی چه په میلیونونو داسی کورنی شته چه هغوی دمختلفو لاملونو په وجه د ۱۳۵۶ کال نه مخکی اساس نه لری خو دوی افغانان دی باید ددوی غم وخوړل شی