د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګوربت او د سندباد بې باکي

12.07.2008 16:56

ګوربت او د سندباد  بې باکي

 

کیسه :

سندباد  

سندباد د بغداد په ښار کې د یو مشهور تاجر زوی و،

او یو ملګری یې درلود، چې نوم یې حسن و، نوموړي بېوزله ځوان به د اوبو مشکونه پلورل، خو سندباد یو شتمن او بډای ځوان و او په یو لوی کور کې یې ژوند کاوه، چې سربېره پردې دوی دواړه ډېر نېږدې ملګري وو.

سندباد به له خطر څخه ډک سفرونه کول، او د خپل ماڼوګر تره (علي) کیسې به یې اورېدلې، چې له خبرې کوونکي مرغه سره به یې کولې، چې یسمینة نومېده.

 سندباد له خپل تره سره تښتي او د بحر اوږد سفر پیلوي، خو د یو لوی نهنګ خیټې ته لوېږي، چې ددوی په اند دا یوه جزیره وه،... سندباد له خپل تره څخه جدا کېږي او له خطره ډکې لوبې له خپل ځان او خبرې کوونکي مرغه (یسمینة) ترسره کوي...

سندباد له بېلابېلو پېښو سره مخ کېږي، چې ځینې یې خوشالوونکې او ځینې نورې یې بیا ترهوونکې دي او له عجیبه مخلوقاتو سره لاس او ګرېوان کېږي، لکه یو ډېر لوی مرغه (ګوربت) او بېشانه غټ شین رنګی انسانخوړونکی (دېو).

 

سندباد له دوو نوروکسانو سره پېژندګلوی پیداکوي، چې لومړی یې (علي بابا) دی، نوموړی ځوان له ډاکه مارانو سره کار کوي، اود خنجر او پړي په کارولو کې ډېر مهارت لري، نوموړی ځوان له خپلې قطاع الطریق ډلې څخه جدا کېږي او له سندباد سره ملګرتیا غوره کوي، او دوهم یې علاء الدین کاکا، سپین ږیری سړی. نوموړی هم له سندباد سره د خطرناکو سفرونو د ترسره کولو په تکل کېږي، پدې سره دوی درې واړه بې باکان او متهورین سره یو ځای کېږي، خو، د جادوګرانو او مداریانو په وړاندې له یو لړ ستونزو سره مخامخ کېږي، چې په هر ځل په پای کې «خیر» پر «شر» باندې غلبه مومي، د سندباد ذکا، د علاء الدین کاکا د حکمت او د علي بابا د اقدام له امله دوی پر جادوګرانو غالبه کېږي، او په پای کې ددوی پر مشر (شین جني) او د هغه پر (شریره تابعه)، چې د غوا په شان سیوری لري، هم لاسبري کېږي.

 

په پای کې دوی د سِحر کړۍ پرانیزي او د (یسمینة) والِدین وخپل طبیعي بڼې ته را اړوي وروسته له دې چې ددوۍ د لور یسمینې شکل یې هم خپل طبیعي حالت ته راړولی، د یسمینة پلار په بل ځای کې والي وي او یسمینة هم امیره وي ... او سندباد هغو خلکو ته نجات ورکوي، کوم چې ددوی مشر (شنه) له دوی څخه تیږې جوړې کړې وې، چې لدې ډلې څخه دده مور وپلار او کاکا علي هم وي. لدې بریا وروسته له خطر سره په لوبو روږدی کېږي، نوموړی (سندباد)، علي بابا ا وعلاء الدین یو نوی ژوند اختیاروي، او له خطره ډکو سفرونو په لټه کې شي.

 

د ګوربت خیالي کیسه یوه ډېره ښکلې او په زړه پورې کیسه ده، د هغو غټ مرغه چې په خپلو منګولو کې فیل رانیولی شي، او یو لوی کمر راخیستلی شي، او داسې ویل کېږي چې د نوموړي مرغه ښځینه له هرو سلو کلونو وروسته هګۍ اچوي، او خپله هګۍ سل کاله نوره په خپله غېږه کې ساتي !!.

 سندباد

لکه څنګه چې داهم ویل کېږي، چې: نوموړی مرغه یو بې شانه لوی حجم او وزن لري... او په اړه یې بېلابېلې کیسې له یو نسل څخه وبل نسل ته پاتېږي، د سندباد او دده د مغرور ملګري (علي بابا) او سپین ږیري حکیم (علاءالدین کاکا)  ترمنځ ښکلې کیسه له کوچنیوالي څخه زما په یاد ده، زه تر اوسه د نوموړې سفري کیسې تفصیلات په یاد لرم، چې سرکښ یې کوچنی هلک (سندباد) و، او له بېلابېلو خطرونو سره به مخ کېده، ان تردې چې دده د تره بېړۍ له منځه ځي، او نوموړی هلک سرایله کېږي، ساحران او کاهنان د نوموړي هلک تره یو مجهول او ناڅرګند ځای ته وړي، او ماته کړای شوې بېړۍ د المغرب هېواد شاوخوا د ساحرانو یو ناڅرګند ځای ته انتقالېږي، چې هلته د هرې ماتې شوې بېړۍ د ویجاړولو ځای وي!.

 

له وېروونکو، نااشنا او اریانوونکو او له خطرونو ډکو پاڅونونو وروسته نوموړي ځیرک هلک له یوې ډلې ماڼوګانو سره یو ناڅرګند ټاپو ته رسېږي، او د هګۍ په بڼه یو کور ویني، ځینې ماڼوګان د نوموړي کور پرانیستل او ور ننوتل غواړي، خو دا هر څه بې ګټې وي!

له دوی څخه ځینې د ونې تنه راوړي او د کور دروازه ورانوي، او ناڅاپه له دروازې څخه د وینو ډېر زیات بدبویه، سرېښناکه او کرجن سیلونه راوزی...

سندباد پدې اند شي، چې دا کور استوګنځی نه دی، بلکې د یو ډېر لوی مرغه هګۍ ده!

ماڼوګانو ته امرکوي چې تر څو د هګۍ د خاوند له رارسېدو او د ماتې شوې هګۍ د غچ اخیستلو مخکې وتښتي، نوموړی ماشوم هم ورسره تښتي او بېړۍ د سمندر په څپو کې په بیړه او چټکتیا سره پر مخ بیایي!

خو ... هلته د اسمان په لرې لمن کې یو ډاروونکی جسم را څرګندېږي ، د هغو غړمبېدونکي او په غوسه مرغه جسم ، چې کرغېړن غږ یې د انسان زړه تر مرۍ راولي، نوموړی مرغه خپله ماته شوې هګۍ ویني، او سمدلاسه یو لوی کمر له بېخه راکاږي چې د خپلې هګۍ انتقام له دې ډول لوېشتکي سړو او تېری کوونکو څخه واخلي!

مرغه د بېړۍ په لور الوزي او لویه تیږه پرې راغورځوي او ټول سپاره پکې وژل کېږي، ټول ماڼوګان خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو هلک (سندباد) نجات مومي، او د ګوربت د غوسې او جنون په نتیجه کې د تیت پرک شوې بېړۍ پر بقایاوو باندې ځان ټینګوي ترڅو د سمندر یوې څنډې ته ځان ورسوي.

 

سندباد ته ډول ډول پېښې ویني، ډېره وخت تېرېږي، او په پای کې سندباد خپل ځان له ګوربت سره په یوه مجهوله جزیره کې په یوازې تن سره په جګړه کې ښکېل ویني!!

نوموړی هلک به اوس د خرافي او لوی مرغه په مقابل کې څه کوي؟!

که د الله مرسته ورسره نه وي، نو پدې ناڅرګنده جزیره کې به یې لېوان او ماران څیرې پیرې کړي او وبه یې خوري، او هېڅ د وتلو لاره به هم ونلري!!

نوموړی هلک هک پک پاتې وي خو بیا هم ځانته یوه سخته لاره غوره کوي!

اوس هلک د یو لوی مرغه پر وړاندې ولاړ دی، مجبور دی، چې له مرګ سره لوبې وکړي، له مرغه سره پرته له سلاح څخه وجنګېږي، سندباد د مرغه په مقابل کې لکه یو کوچنی میږی داسې ښکاري!

خو ذکي هلک په خپله هوښیارۍ سره دا خبره درک کړای شوه چې نوموړی ګوربت د ضعف یوه ښکاره نقطه هم لري، هغه دا چې ګوربت په غوسه دی، او خپلې غوسې تر اوج پورې رسولی، نوموړې غوسې له ګوربت څخه خپل ځان هېر کړی ، او خپل دوښمنان یې هم ترې هېر کړي او ښايي چې نوموړې غوسه یې د راتلونکې هګۍ د لا ارادي ماتوالي لامل هم شي!

د کوچني هلک ذهن دې خبرې ته هم رسېږي چې، ګوربت د ضعف یوه بله نقطه هم لري، چې هغه ډېره لویه ده، او د ګوربت له غوسې وروسته لانوره هم لویه شوه، مرغه خپلې غوسې لانور هم په لیونتوب او سربدالۍ کې واچاوه، معصوم ماشوم له وخت څخه په ګټې اخیستو سره د ګوربت د ضعف نقطه په ډېر ه ځیرکۍ سره درک کړای شوه، په تورو تیارو کې د ګوربت پر لور وخوځېد، لېوانو انګولاې کولې ترڅو ټولو ته د ټاپو د وحشي مشر او نازکوزمه ښکلي هلک ترمنځ د ونډیمارۍ اخ و ډب د شروع اعلان کړي!

لېوان.... د ګوربت له ډاره لرې ولاړ وو، له نېږدې څخه یې موقف څاره، او کوچنی هلک په ټینګ عزم او استقامت د ګوربت  مخې ته ور وړاندې شو!

د کوچني هلک وژونکی دوښمن ګوربت نن شپه د سندباد لپاه نوی ژوند، او بقا ګرځي، خو په خپل زړه کې د سندباد لپاره لا نور ډېر څیزونه هم لري، چې یوازې الله پرې خبر دی.

نوموړی هلک خپل پلرني اصیل پټکی له سر څخه لرې کوي او وریښمین ویښتان یې په هواکې باد وهي، او په ډېره ارامۍ او مېړانه د ګوربت غار ته نېږدې کېږي او د ویجاړې شوې ونې په وسیله پورته خېږي، ترڅو د ګوربت د بڼکو له لارې یې د وزرونو تر بیخه پورې ورسېږي، او بیا یې پښو ته راښکته کېږي او پر خپل ځای ټینګ درېږي، او خپل پلرنی پټکی د خپل ځان او ګوربت له وزرونو را تاووي، د اشپه په اندېښنه او له ګوربت څخه په ډار کې تېروي!

د سپین سهار له وړانګو راڅرګندېدو سره سم لېوان هم له معمول سره سم خپلو پټنځایونو  او غارونو ته پنا وړي ، او ماران په یوه شیبه کې خپلو سوریو او ګوګونو ته رسي.

ګوربت ... له خوبه راپاڅي او خپلې وهمناکې سرې سترګې پرانیزي ، ارامه سا اخلي، او د ټاپو د پرېښودو په تکل شي، ترڅو ځان ته خواړه پیدا کړي او یا بشري بېړۍ ولټوي، ترڅو یې د نوموړو بشري شیطانانو د غچ اخیستلو په پلمه پوپنا کړي.

 سندباد په بحري خطرناکو سيلونو وزي

ګوربت الوزي او ټوله فضا په خپله وُلکه کې راولي او په زړه کې یې درد، غم، ویر او خواشیني ځای نیولی وي، او دا هیله ورسر ه وي، چې کاشکي چې دومره ځواک یې درلودای، چې ټول انسانان یې له منځه وړي وای، خو نوموړی پدې نه وي خبر چې یوه کوچني هلک یې وجود ته لاره موندلې او سوکه ورننوتلی دی، او د نوموړي مرغه غوسه دده لپاره د نجات جزیرې ته یوه لاره ده.

 

ګوربت په یوه ټاپو کې د غذا د لټون لپاره راښکته کېږي.... هلک د ګوربت  له بېړني راکښته کېدو څخه ګټه اخلي، خپل پټکی راخلاصوي، او په بیړه راښکته کېږي، او د ګوربت او لوی مار ترمنځ د شخړې تماشا کوي، په پای کې ګوربت بریالی کېږي، او مار ټوټې ټوټې کوي  او یوې مجهولې جزیرې ته یې وړي... سندباد د ګوربت د الوتو په سوچ کې ډوب وي، او د ګوربت په خپله ماته شوې هګۍ خواشیني څرګندوي، کاشکې چې دوی پوهېدلی چې نوموړی کور استوګنځی نه بلکې د عنقا هګۍ ده!

 

 

سندباد په نوې جزیره کې راښکته کېږي  او چکر  وهي، ترڅو ځان ته خواړه پیدا کړي او یا بشري استوګن ومومي، او په ذهن کې یې د انسان د غوښو خوړونکو  وېره وي! پدې ترڅ کې سندباد یوه ښکلې کوچنۍ نجلۍ ویني، چې له ونو څخه مېوه راشکوي، سندباد له نجلۍ څخه د خیر تمه لري، په چټکتیا یې مخې ته ورځي که ګوري چې نوموړې هم یو انسان دی او د بشري هېوادونو څخه دلته راغلې ده، نوموړې نجلۍ  خپل ځان ورپېژني او سندباد هم د خپل ځان او خپلو تېرو حالاتو په اړه ورته وایې، نجلۍ ښه راغلاست ورته وایي او خپل کور ته ورسره د تللو غوښتنه ترې کوي، هلته چې د نجلۍ وروڼه او نور د کور غړي ژوند کوي.

سندباد ددې ځای له خلکو سره یوځای کېږي، یو تر بله یې مینه پید کېږي، سندباد ددې کلي له حکیم او مشر سره پېژندګلوي پیداکوي، او نوموړی هم ددې ښارګوټي تبع ګرځي.

یوه شپه، چې د څوارلسم سپوږمۍ خپله ټوله رڼا پر ځمکه خوره کړې وه، یوه ښکلې نجلۍ او نور د کور غړي له سندباد سره په خبرو اترو لګیا وو او د زړور هلک کیسو او کارنامو ته یې غوږ نیولی و، خو د کلي حکیم خپه، خواشینی، غمجن او اندېښمن معلومېده !

سندباد خپلې خبرې بس کوي او حکیم ته وایې چې: څه خبره ده چې خپه ښکارې ای حکیمه! ستا په څېره کې د خپګان نښې نښانې وینم؟!

-     حکیم (د سترګو له کونجونو هلک ته ګوري او له ژور خپګان سره مسکاکوي): هېڅ خبره نشته زما کوچنیه.

-     سندباد: کاکاجانه....، که چېرې ته نه غواړې چې ماته ووایې او زه نا اشنا درته ښکارم، دا نو بېله خبره ده، او یا خو زه د احترام وړ نه یم !

-     حکیم: آآآه.

-     د کلي خلک: اې حکیمه: ورته ووایه ځکه چې نوموړی اوس زموږ له ډلې څخه دی، او ښايې چې دغه هلک موږ ته ډېر څه راوښيي.

-     حکیم (له څه درنګ وروسته): ډېر ښه.

-     سندباد (له خوښۍ په ډکه لهجه): په ریښتیا چې زه اوس ستاسې له ډلې څخه یم.

-     حکیم: ای زما زویه ، راته غوږ شه: موږ ددې کلي خلک د خپلو پلرونو او پخوانیو اجدادو پر حکمت او پخو خبرو ایمان او باور لرو، څه موده وړاندې زموږ په ژوند کې  یوه بېچاره او کونډه مېرمن راپورته شوه، چې دې کلي ته څېرمه د غره په لمن کې اوسېږي، نوموړې مېرمن یوه کاهنه او شریره ښځه ده، چې د کلي یوه ډله خلک یې هم ګمراهان کړي ، نوموړې مېرمن د شریرو او خطرناکو شیطانانو او جنیاتو په مرسته دا کار کوي، او هره سې شنبې د کلي اړونده ځمکو ته راښکته کېږي، څپره ورته وهل کېږي، ترڅو شیطاني او لېونۍ خبرې خپلو پیروانو ته واوروي، او زموږ د پلرونو او پخوانیو اجدادو د خبرو سپکاوی کوي، چې دغو کار زموږ د کلي یوه ډله ځوانان هم ګمراهان او په فتنه کې اچولي دي، نوموړې ښځه هم فتنه ګره او هم ښکلې ده، چې ښکلا یې فتنه لانوره هم زیاته کړې ده.

-     سندباد: !!

-     حکیم: ای زویه! زه پوهېږم چې ته به داتمه لرې چې زموږ له تراژیدۍ څخه ناخبر و اوسې.

سندباد په جگړه کې

-     سندباد: هېڅکله نه،... زما حکیم کاکا، بلکې زه پدې حیران یم چې دلته هم یوه شریره مېرمن شته. زه پوهېږم چې نوموړې مېرمن یوه زړه سواندې او نرم زړې ښځه ده، خو کله یې چې سپکاوی شوی دی، بغاوت یې اختیار کړی، (سندباد پدې وخت کې ګوربت په زړه شو، کله یې چې هګۍ ماته کړای شوه).

-     اشعث (یوکلیوال): اې کوچنی هلکه.. ته دا ښځه نه پېږنې، نوموړې یوه شریره، بدغونې، سپین سترګې، خبیثه، فاسده، کافره، چټله او مرداره مېرمن ده!

-     سندباد: ؟؟!،..ایا دا ټولې خبرې په یوه  پتمنه ښځه کې امکان لري؟!!

-     اشعث: بلکې له دې هم زیات.

-     سندباد: زما حکیم کاکا، نو زه غواړم چې ورسره ووینم او دا ټول هرڅه په خپلوسترګو ووینم.

-     حکیم: اې کوچنیه، دا امکان نلري ... تا به هم وغولوي او ګمراه به دې کړي!

-     سندباد: خینو ترکومه به یې همداسې پرېږدو؟

-     اشعث: موږ کولای شو چې ددې د څپرې (منبر) په ړنګولو غور وکړو، هغه چې د ټولو بدبختیو لامل دی!

-     سندباد: خو... ایا ته کولای شې چې د نوموړې فکر  ړنګ کړې، هغه مفکوره او ذهنیت چې د خپلو پیروانو په ذهنونوکې یې ژورځای نیولی؟!

 

 

د ماجراجوی هلک له ټینګار وروسته، د کلي حکیم ځینې باوري کلیوال له سندباد سره د تلو لپاره ټاکي، ترڅو د کلي په اړوندو ځمکو کې د مېشته کاهنې- لکه څنګه چې کلیوالو دا نوم ورته غوره کړی- استوګنځي ته لاړ شي، کله چې دوی هلته رسیږي نو یوه ډله ځوانان ویني چې د نوموړې له څپرې شاوخوا ناست دي او ټول د نوموړې د راتګ لاره څاري توا چې پر ټولو یې سحر او منتر کړی!

 

سندباد هم د ځوانانو په منځ کې کښېني، او د غره د شریرې کاهنې د راتګ انتظار کوي، چې پدې ترڅ کې د راټول شوو خلکو د شپېلۍ او چک چکو غږ اوري!

 

سندباد هم لکه د نورو خلکو په څېر د نوموړې شریرې مېرمنې د لېدو په تمه دی، او د نوموړې د ترهوونکې څېرې په سوچ کې دی!

خو، کله چې کاهنه ویني، مشوش کېږي!

هک پک پاتې کېږي!

اریانیږي!

کله چې نوموړې خپل منبر ته وخېږي، له څېرې نه داسې نه ښکاري لکه شریره او یا خبیثه ښځه، بلکې یوه شریفه مېرمن غوندې ښکاري، سندباد له کلي څخه ورسره راغلي تر څنګ ناست یوه کلیوال ته وایې: ایا تاسې دغه ښځه یادوي؟!

-     ترڅنګ ملګری: هو... بېړه مه کوه تر څو یې زهرجنې خبرې واورې!

-     سندباد: ډېرښه !

-     شریره کاهنه: ممممممم!

-     ټول راټول شوي خلک چک چکې او شپېلۍ وهي!

کاهنه خپلې خبرې د کلي پر خلکو، د کلي پر مشر، حکیم، او پلرني عادتونو، پر دې ټولو د ملنډو پر وهلو پیلوي، او د ازادۍ او تحرر غوښتنه کوي، او د عبادتځایونو او پلرني معابدو له خوا له هر ډول قیدونو او چل ول څخه د خلاصون لاره غواړي!

او له خپلې تومار(طومار) څخه د پوستکي یوه ټوټه او بردي پاڼه راباسي، چې د پلرونو د خبرو ځینې متنونه ورباندې لیکل شوي، ملنډې پرې وهي او غلط یې ثابتوي، راغونډ شوي خلک یې هم غندي او ملنډې پرې وهي، او نوموړې ته د ستاینې او مدح الفاظ تکراروي او د نوموړې په مېړانه سره خبرې کول ستايي.

 

کاهنه سندباد ته ګوري او وایي چې: داسې ښکاري چې دلته یو نوی مېلمه یا نوی شیطان هم وجود لري!

راغونډ شوي خلک یې په خندا او چک چکو بدرګه کوي.

سندباد (په ډکه خوله مسکا سره) ولاړېږي او وایي: اې غوسه ناکې او خپه شوې مېرمنې، زما او ستا ترمنځ خو هېڅ خبره نشته؟

ما خو هېڅکله تاته بده خبره نه ده کړې!

زما او ستا ترمنځ خو مخکېنۍ پېژندګلوي هېڅ وجود نه درلود؟

دا ړومبی ځل دی چې زه ستا د څپرې مخ ته درېږم، ما څه ګناه کړې ده چې ما ملامتوې؟!

سندباد توره په لاس

ایا زما لخوا کومه تېروتنه ستا په حق کې ترسره شوې  ده؟!

نو ته په کوم حق ماته د شیطان خطاب کوې!

ایا ستا د غوسې له کبله؟

او که ددې لامل یوازې زه یم؟!

 

کاهنه: تاسې ټول شریر شیطانان یاست !

 

 

کله چې له کلي څخه راغلي خلک پاڅیږي، او سندباد هم ورسره جګوي، له دې وېرې چې  کاهنه یې لا نور هم مسخره نه کړي، خو د سندباد په ذهن کې یو څه راګرځي، چې د تفسیر په لټه کې یې دی، ځکه چې نوموړی د مېرمنې په اړه شکمن دی.

کله چې له کلي څخه راغلي خلک خپل کلي ته رسیږي، هلته یې د کلي حکیم او مشر هرکلی کوي، او ټول کلیوال ورته راغونډېږي ، ترڅو دا مسأله وڅېړې، په پای کې ټول دې پایلې ته رسي، چې نوموړې مېرمن یوه ساحره، دجاله او شریره مېرمن ده، خو سندباد لا چوپ ناست وي.

ناسته ختمېږي، او سندباد لا د خپلو سوچونو په سمندر کې ډوب پاتې وي، او د نوموړې مېرمنې د لهجې په اړه سوچ کوي، او پدې لټه کې شي، چې د نوموړې مېرمنې او د کلي د خلکو ترمنځ خو یوه عجیبه کیسه هم تېره شوې ده، چې سندباد باید پرې خبر شي.

 له څو ورځو تېرېدو پس... سندباد د کلي کروندو ته وزي، او ناڅاپه هماغه کوچنۍ نجلۍ ویني، کومه یې چې دې کلي ته د ړومبي راتګ سره سمه لیدلې وه، نجلۍ ته نیږدې ورځي د زړه خواله ورسره کوي او د نوموړې مېرمنې له کیسې یې پوښتي.

-     سندباد: زما خوږې (نوف) د نوموړې مېرمنې کیسه څه ده، چې د کلي ټول خلک یې کاهنه بولي؟

-     نوف: نوموړې شریره کاهنه ده.

-     سندباد: له دې پرته نور څه هم درته معلوم دي؟

-     هېڅ ځواب!

-     سندباد: نوموې څوک ده، له کومه ځایه راغلې ده، او دوستان یې څوک دي؟!!

-     نوف: هېڅ ځواب!

-     د خدای په لحاظ راته ووایه ای نوف، پر کوم شي چې خبره یې له ما څخه یې مه پټوه زما زړه دردیږي او عقل مې سرګردان دی، تر هغه به له دې کلي څخه لاړ نه شم څو چې د نوموړې په کیسه خبر نه شم.

(د سندباد له ټنیګار، زاریو او هیلو وروسته نوف دې ته حاضریږي چې د نوموړې مېرمنې کیسه ورته وکړي)

- نوف: سندباده، راته غوږ شه، زه به کیسه درته وکړم خو زموږ په کلي کې یې چاته ونه وایې، چې هلته د دا ډول کیسو پر ویلو بندیز لګېدلی، او ته به دا هېچا ته هم نه وایې.

زما مور ماته ویل چې نوموړې کاهنه هم ددې کلي یوه اوسېدونکې مېرمن وه، چې نوم یې (ساره) و، نوموړې ډېره ښکلې او د ښو اخلاقو درلودونکې وه، درې بچیان یې درلودل، او د یوه عادي بزګر مېرمنه وه، خو خاوند یې په مزمنه ناروغۍ اخته شو، او نوموړې مېرمنې به یې خدمت او درملنه کوله او خپل ځان یې ورته وقف کړی و، خو خاوند یې ومړ، او مېرمن یې زښته زیاته پرې خپه او غمجنه شوه، خو د خپلو کوچنیو بچیانو له کبله یې صبر وکړ.

هر چا به چې ورسره د واده کولو ورته وویل نوموړې به ردول، او له ځانه سره یې دا پرېکړه وکړه چې د خپلو کوچنیو بچیانو په روزلو کې به خپل پاتې عمر تېروي، یوه ورځ چې نوموړې مېرمن خپلې کروندې ته روانه وه، د کلي ځینې شریرو او مفسدینو غوښتل چې عزت او آبرو یې له منځه یوسي، خو نوموړې په ډېره مېړانه خپل ځان ترې بچ کړای شو،- داسې ویل کېږي چې- یو کلیوال دا پېښه  لیدلې ولیده، او د کلیوالو په منځ کې یې نوموړی خبر له زیاتوونو او نقص سره خپور کړ، نو پدې سره یې د نوموړې  آبرو تر پښو لاندې او نېک نام یې خراب کړ، دا خبره په کلي کې داسې خپره شوه لکه  په وچو ډنډرو کې چې اور خپور شي، په پای کې د کلي مشر دا پرېکړه وکړه چې کوچني بچیان یې دې ترې جلا او نوموړې مېرمن دې له دې کلي څخه وشړل او تبعید کړای شي!

 

دا د نوموړې کیسه وه...

-     سندباد:  ایا دا د منلو وړ ده.... پر یوه مظلومه مېرمنه دا ټول ظلمونه او تېري، او په تېره بیا د کلي د مشر لخوا، ایا دا زما حسن ظن لا نور هم نه باوري کوي، ایا دا نوموړې پرته له جرم سزا ویني؟

-     نوف: ګوره چې هېڅوک خبر نه کړې... هیله کوم ... خو، اوس نوموړې تغییر موندلی او کاهنه شوې ده، او له شیطانانو او پېریانو سره ناسته پاسته لري!

-     سندباد: ډېر ښه، ډېر ژر به پدې ځان پوه کړم چې حقیقت او ریښتیا کیسه څه ده.

 

 

 

 

سندباد د غره  پر لور روانیږي  او په ډېر احتیاط سره پر مخ ځي، او غواړي چې په خپلو سترګو د نوموړې مېرمنې – چې ټول کلیوال یې شریره کاهنه بولي-  ژوند وویني او د نوموړې له خولې کیسه واوري!

سندباد د نوموړې مېرمنې تیاره غار (استوګنځي) ته نیږدې کېږي، او د نوموړې د شیطانانو او پېریانو له ډاره یې پښه پر ځای نه لګېږي، چې ناڅاپه برید پرې ونه کړي!

په وېره او ډار کې تمه لرونکی سندباد ټولو خواوو ته په کتلو سره پر مخ ځي،....

 

ناڅاپه ... د درنو ګامونو اوچتولو غږ اروي، چې انګازه یې ټول غار پر سر اخیستی وي، سندباد تښتي او د یوه بوټي تر شا پټیږي، او د نوموړې مېرمنې تماشا کوي.

مېرمن کښیني، او د خواشیني او غم ځپلې مور په شان ښکاري، ژاړي او د خپل هر یوه کوچني بچي نوم اخلي، او سندباد له نوموړې سره هېڅ کوم شیطانان او یا پېریان نه ویني!

پدې وخت کې... د سندباد یقین لانور هم پدې زیاتېږي چې د نوموړې په اړه هر ډول ویناوې او افواهات دروغ دي، او د کلي د خلکو د پلرونو او اجدادو د ویناوو باطلول یوازېنۍ لاره ده چې د خپلو بچیانو انتقام واخلي، اوس نو نوموړې مېرمنې ته یوازې دا لار پاتې ده، چې په هرڅه چې کلیوال ډېر ځورېږي، نوموړې یې وځوروي، ددوی عقیده، ددوی ایمان، ددوی د پلرونو ویناوې، ځکه چې دوی د نوموړې مېرمنې د زړه ټوټې (بچیان) ترې جدا او شتمني یې لوټ کړه....

پدې وخت کې.... سندباد دا پرېکړه کوي چې د هرې سې شنبې په ورځ  د کلي په لمن کې د نوموړې چوترې ته خپل ځان حاضر کاندي، د کلي حکیم ته هم وایي خو، هغه یې ردوي، مګر سندباد ټینګار کوي، له څه لفظي شخړې وروسته حکیم هم د سندباد هیلو ته غاړه ږدي، ترڅو له سندباد سره  دغره په لمن کې د نوموړې مېرمنې  لیدو کتو ته ورسره لاړ شي.

سندباد، حکیم او ځینې کلیوال د نوموړې مېرمنې د کاهنانو او پیروانو د راغونډېدو ځای ته حاضریږي، کاهنه هم راځي، او ټول پیروان د خوشالۍ چک چکې او شپیلي ورته کوي.

کاهنه خپلو راغلو مېلمنو (حکیم، سندباد او له دوی سره نورو کلیوالو) ته د مسخرو او ملنډو په لهجه ښه راغلاست وايي، په تېره بیا حکیم ته، او نوموړی د کاهنې د سوځنده او توندو ملنډو له وهلو او خپلې غوسې کابو چوي !

-     سندباد راجګیږي او وایي: ای درنې او پتمنې مېرمنې ای ښکلې مورې، ایا ستا پر منبر (چوتره) باندې د یوې لنډې وینا اجازه راکوې؟!

-     حکیم: سندباده، ته څنګه ددې مېرمنې درناوی کوې ، دا خو ساحره او شریره کاهنه ده؟!

-     سندباد: هیله کوم لږ چوپ شه.

-     سندباد: هیله کوم چې مخکې لدې چې ستاسې له کلي څخه د تل لپاره لاړ شم دا فرصت ماته راکړې، هیله کوم، زه هم خپل ځان  ستا له بچیانو څخه یو بچی ګڼم !

نوموړې مېرمن هم حیرانیږي چې د ړومبي ځل لپاره پداسې خوږه او پسته لهجه خبرې اوري !

-     مېرمن (د کلیوالو په اند کاهنه): ایا ته هم پساتي او یاغي شیطان یې او غواړې چې پر ما ملنډې ووهې؟

-     سندباد: ایا ته غواړې چې ستا کوم بچی  پساتي او یاغي شیطان وي؟!

-     مېرمن (په خواشینۍ سره چوپ کېږي)!

-     سندباد: ای  پاک لمنې مېرمنې.... ایا اوس ماته اجازه راکوې، هیله کوم، زه پوهېږم چې ددې وړتیا نلرم، زه به ستا په نظر شیطان یم، هو، خو... دا ټول راغونډ شوي خلک!

-     مېرمن: مهرباني وکړه ... چې ستا هم واورم!

-     سندباد (له خوښۍ څخه په جاموکې نه ځاېیږي): له تا څخه مننه کوم... هو له تا څخه مننه کوم ای پتمنې مېرمنې.

 

 

سندباد منبر ته خېږي، او نوموړې مېرمن لږ ترې اخوا کېږي... سندباد وایي:

 

ګرانو... زه نه غواړ چې تاسو ته وخپل ځان دروپېژنم، دا مهمه نه ده، خو زه غواړم چې تاسې ته (ژوند) په لنډ ډول در وپېژنم، هغه چې زموږ او تاسې سپین ږیرو او هلکانو ټولو مور ده.

 

عزتمنو! ... زما پلار به ماته د ژوندانه د سفر او د ریښتنیو نېکو خلکو کیسې کولې، زما پلار به ویل چې:

 

په یو وخت  کې زموږ له پاکو او پتمنو پلرونو او اجدادو څخه یو نېک ولي  و، هغه په ریښتیا مؤمن و، نوموړی په یوه کلي کې اوسېده چې نوم یې (د ارامۍ کلی) و، خو له بده مرغه چې نوموړی کلی له شریرو خلکو ډک و، او د دین  کاهنان پدې کلي کې اشرار او خبیثان  وو، په دین به یې تجارت کاوه!

یوه ورځ، ددې کلي له کاهنانو څخه یو کس یوه نېک ولي ته دده په کور کې د ماښام د ډوډۍ خوړلو بلنه ورکړه، ولي  یې بلنه ومنله، او ماښام له خپلو څو شاګردانو سره ورغی.

دوی د ډوډۍ په خوړولو لګیا وو چې، یوه ګناه کاره ښځه په کلي کې ګرځېده او د هر کاهن دروازه به یې ټکوله ترڅو د نېغې او سمې لارې لارښوونه ورته وکړي، خو دوی ټولو به ویل چې:

ای خبیثې ګناه کارې، زما له کوره وزه ... زموږ پاک جسمونه به چټلوه!

 

نوموړې مېرمنې په کلي کې هېڅ ځای نه درلود، ژړوغونې او غمجنه به ګرځېده، یوځل یې په یو کور کې رڼا ولیده، ناڅاپه کور ته ورننوته!

 

که ګوري چې یو نېک ولي پر ډوډۍ ناست دی، ولې چې سر راپورته کړ ګوري چې ګناه کاره ښځه یې په مخ کې ولاړه ده ژاړي او اوښکې یې پر اننګو ښکته راروانې دي او د نېک ولي پر پښو رالوېږي، د ګناه کارې مېرمنې هم دې ته پام کېږي، چې اوښکې یې د صالح ولي پر پښو لوېږي، په چټکۍ سره یې د خپلو ویښتانو په وسیله د ولي پښې پاکول پیل کړل، او ولي ته ګویا شوه:

هیله کوم عزتمنده... ما وښه، ستا پښې مې په خپلو اوښکو نجسې کړې!

-     ولي (په مسکاسره): هېڅ خبره نه ده مېرمنې.

-     پادري (ملا)  (ترڅنګ ناست کس ته پس پسک کوي): دغو نېک ولي ته وګوره چې نجسه ګناه کاره یې پښې لمس کوي او نوموړی هېڅ غبرګون نه ښيي!

-     ولي: (د پادري پس پسک اوري او ورته وایي چې): سالمه، زه باید تا په یوه خبره خبر کړم!

-     پادري: مهرباني وکړه ښوونکیه ، زه ستا خبرو اورېدو ته لېواله یم.

-     یو تاجر و، دوو کسانو ته یې پور ورکړ، یوه ته یې 500 درهمه او بل ته یې 50 درهمه ورکړل، کله چې دواړه پوروړي له پور ادا کولو ناتوانه شول، تاجر دواړو کسانو ته خپل پورونه وبښل... ای سالمه، د تاجر به له کوم یو سره ډېره مینه وي او کوم یو به د تاجر ډېره منندوی وي؟

-     پادري: هغه چې 500 درهمه پور ورته بښل شوی.

-     ولي: اوس نو غوږ شه سالمه... دغه ګناه کاره مېرمن، ځکه چې نوموړې زه زړه سواندی او مهربانه ولیدم، په خپلو اوښکو یې زما پښې پرېمینځلې، او په خپلو ویښتانو یې مسح کړې، خو تا خپل مېلمه ته په خلاصه ټنډه اوبه هم ورنکړې، او نه دې ورته کومه تکیه ورته کېښوده، او ته خو پوهېږي چې له الله څخه مې وتاته د جذام مرض د شفا دعا وغوښته!

-     ای سالمه... که دغه جذام ستا په ظاهري جسم لګېدلي دی او له الله څخه مې درته شفا وغوښته، نو ددغې مېرمنې روح ته جذام رسېدلی، ځکه چې نوموړې ګناه کاره ده، او د روح ګناه یې لا غټه ده!

ای مېرمنې... ته اوس لاړه شه الله تعالی به ستا ګناهونه وبښي، دا چې ته له الله سره ډېره مینه لرې، ستا بې شمېره ګناهونه به د الله تعالی په رضا سره وبښل شي!

ای سالمه... اوس په تاسې دواړو کې کوم یو له الله تعالی سره ډېره مینه لري؟

-     پادري (چوپ پاتې دی)!

 

 

 

سندباد (ګوري چې ایا پر مېرمن یې اثر کړی):

 

او پلار مې بله کیسه راته کوله چې: ددین یو بل پادري (ملا) و، نوموړی ډېر کبرجن او مغرور ملا و، یو بل بېوزله او جیفه خور سړی هم و چې د صدقو ورکولو په ورځ به راتله.

ملا ډېر مال د صدقې ځای ته مخکې کړ، هلته یې کېښود ... او ویې ویل:

ای زما ربه... زه یو پرهېزګار او عالم یم، روژه نیسم او صدقه ورکوم، او ددغو بېوله او جیفه خور سړي غوندې نه یم، نو زما صدقه قبوله کړه!

بېوزله او زباله خور سړي زړه نازړه رامخکې شو، چې د خجالت او ذلت علامې ېې په څېره کې له ورایه ښکارېدې، او د خپل خوراک وچه ډوډۍ یې رامخکې کړه، خپله ټیکله (ډوډۍ) یې په ټیټ سر سره د صدقې په نامه کېښوده ... بیا یې خپله سینه وهلله او داسې یې وویل:

ی زما ربه.... پرما و رحمېږه، ستا ګناه کار او ملامت بنده ته مغفرت وکړه.

 

زما پلار به ویل چې: ددې دوو کسانو په زمانه کې یو نبي و، چې الله تعالی ددوی په هکله داسې وحې ورته وکړه:

دا چې کاهن .... زما د بنده سپکاوی وکړ، نو دده صدقه نه قبلېږي، اما زما بېوزله بنده چې په زاریو او اطاعت سره زما مخې ته راغي، نو ما هم مغفرت ورته وکړ.

 

او سندباد خپلې وینا ته دوام ورکوي:

 

عزتمندو... ایا زموږ په منځ کې داسې څوک شته چې ګناه یې نه ده کړې؟

او پدې حاضرو خلکو کې هغه څوک دی، چې ټول اعمال یې صالح دي؟

ایا دا عیب نه دی، چې ګناه کاران حقیر او سپک وګڼو حال دا چې موږ ټول ګناه کار یو، زموږ په ډله کې څوک خبر دی، چې الله تعالی له ده څخه راضي دی، او هغه څوک دی، چې د الله تعالی د رحمت ضمانت به کوي؟

عزتمندو.. ایا دا د خجالت خبره نه ده، چې ګناه کاران حقیر وګڼو، او موږ ټول ګناه کاران یو، نو ولې موږ د هغو خلکو په مخ کې اغزن خنډونه ګرځو او لاره یې بندوو چې غواړي الله ته توبه وباسي؟

دوستانو... ایا موږ له الله تعالی څخه دا واک اخیستی، چې خلک به زموږ په خوښه جنت او دوزخ ته ځي؟

عزتمندو... تاسې ته دا اجازه چا در کړې چې د الله تعالی وکالت وکوئ؟

عزتمندو... د ګناه کارانو او الله ترمنځ لاره پرانېزئ، ځکه چې الله تعالی پر دوی ډېر رحیم دی، ددوی اوښکې ویني، په شپه کې ددوی آهونه اوري، او ددوی په حال تر هرچا ښه خبر دی.

عزتمندو... ولې له خپلو ځانونو څخه غله او قطاع الطریق جوړوئ، الله تعالی ته د توبه ایستونکو له زړونو څخه هدایت او لارښوونه غلا کوئ.

 

 

د سندباد له عجیبه وینا وروسته، او د ټولو راټولو شوو خلکو له غندنې او رټلو پس، د موجودو خلکو په منځ کې سندباد یو هوښیار هلک وپېژندل شو، اګر که تر ټولو د کم عمر درلودونکی دی، سندباد بیا خپلې وینا ته دوام ورکوي:

 

عزتمندو... تاسې باید پوه شئ چې زه تر تاسو زیات پوه نه یم، تر تاسو زیات پرهېزګار نه یم، او تر تاسو د کمو ګناهونو درلودونکی نه یم، اګر که ځینې دا ګمان کوي، چې زه شیطان یم، زه هم زړه لرم، چې د بې رحمه کسانو له کبله دردیږي، خو ما په خپل ژوند کې هېڅ داسې څوک نه دي لیدلي، چې ریښتونی وي، او چا ته دې زیان ورسوي، خو زه به د یو بېوزله بزګر بڼه غوره کړم، چې په ښي لاس کې یې د غنمو دانې وي!

په لار روان وي، ځینې دانې وشیندي، خو د کمر پر سر ولویږي!

او ځینې نورې وشیندي... چې د لارې په منځ کې ولوېږي!

او ځینې نورې وشیندي... چې په حاصل خېزه، خو له اغزنو بوټو ډکه ځمکه کې ولوېږي! 

او ځینې نورې وشیندي... چې په ښکلې او حاصل خېزه ځمکه کې ولوېږي!

 

ښاغلو... زما مخکېنۍ خبرې ددانو شکل لري، او تاسې د تېرو شوو ځمکو په مثال یاست!

هغه دانه چې د کمر پر سر ولوېږي، هغه به ډېر ژر راشنه شي خو له منځه ځي، ځکه چې اصل او ریښې نلري، همدارنګه ناروغ او منافق زړه زما پر خبرو اغېزمنیږي، خو نوموړی زړه ددروغو ډګر دی، چې زما د وینا دانې به پدې زړه کې ومري!

او هغه دانه هم راشنه کېږي، چې د لارې په منځ کې لوېدلې، خو د لارې لارویان او ګاډۍ یې ترپښو لاندې اوختموي، همداراز د هغو خلکو حالت چې زما خبرې اوري او ترې متأثره کېږي، خو بد او ناوړه ملګري لري، چې دده په زړه کې د ایمان راشنه شوې دانه وژني!

اما هغه دانه چې په حاصل خېزه خو اغزن بوټي درلودونکې ځمکه کې ولوېږي، هغه د ایمان کلیمه ده، چې په ګناه کار زړه کې لوېږي او راشنه کېږي، خو د مېوې له پخېدو مخکې ډېر ژرسوځي، د هغو پټو ګناهونو په سبب چې کوي یې، مواظبت پرې کوي، نو نوموړي ګناهونه د ایمان زړي او تخم سیځي!

 

اما هغه تخم چې په ښه حاصل خېزه ځمکه کې ولوېږي، هغه مهربانه ښه او محبت لرونکي زړونه دي، کله چې د ایمان تخم پکې ولوېږي، نو الله تعالی د هغه رعایت او ساتنه کوي ترڅو راشنه شي او مېوه ونیسي.

 

ګرانو... د ګناه کارانو ډلې ـ چې موږ ټول لدې ډلې څخه یو ـ ستاسې د هغه بېوزله په اړه څه نظر دي، چې د یو شتمن او سخي انسان وره ته درېږي، ایا وبه یې شړي او که به یې محروم کړي؟!

تاسې د هغه ذات په اړه څه فکر کوئ، چې د اسمانونو او ځمکو واک یې په لاس کې دی، او هېڅ سوالګر تش لاس نه رخصتوي؟

 

نو ګرانو... الله تعالی له موږ څخه یوازې او یوازې صدق او ریښتینولي غواړي.

 

 

 

سندباد لا خپله وینا پای ته نه وه رسولې، چې نوموړې مېرمن په ژړا سر کېږي، او له خلکو څخه په منډو د غره لمنې ته تښتي!

ټول خلک چیغې وهي.... سندباد هم اجازه اخلي او په مېرمن پسې ترشا منډې وهي، ترڅو ورپسې ور رسېږي که ګوري چې د یو کوچني لښتي سره ناسته ده او ژاړي!

 

-     سندباد: مورې، ته په خپل ځان، ژوند، مرګ، او بچیانو کې فکر وکړه، له هرڅه مخکې د الله په اړه فکر وکړه!

ته دا هیله مه کوه چې له هغو چا څخه انتقام واخلې، چې تاته یې ضرر رسولی، غچ اخیستل اسانه دي، ځکه چې ویجاړول دي نه رغول.

 

اې پتمنې مورې... تاته مې مور ووې، ځکه چې د بشر او انسانانو تر منځ یوازنۍ مقدسه علاقه د موروالي علاقه ده.

 

زما د وینا په اړه سوچ وکړه، نه زما په اړه، پر ما باندې هېڅ باک مه کوه!

 

ای پاک لمنې مېرمنې... نور مو په الله سپارم، او زه پدې باوري یم، چې ستا زړه د ایمان لپاره تر ټولو ښه حال خېزه ځمکه ده.

سندباد د کلي خلکو ته بېرته راګرځي... او د کلي حکیم او مشر ته داسې وایې:

 

عزتمندو... هیله کوم، چې نوموړې مېرمنې ته لږ مهلت ورکړئ، او ددې او الله ترمنځ حایل واقع نشئ، خپل ښه تخم وشنئ او نوره خپله لاره وهئ.

.... خبردار چې بیا داسې کار ونکړئ، لکه څنګه مو چې د نوموړې مېرمنې په حق کې کاوه، او په ناحقه به مو شریره کاهنه بلله.

له دې وروسته.... سندباد د کلي له خلکو سره په مخه ښه کوي، او خپل کلي ته ستنېږي، او له الله تعالی څخه دا هیله کوي، چې د نوموړې مېرمنې په اړه د خوښۍ خبر واوري.

 

 

پای