د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هيروشيما د بم په ياد

بشاشه 12.07.2008 17:48

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د هيروشيما د بم په ياد

 

لكه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده چې ذروي وسلې دوه ځله استعمال شوې دي: لومړى چې ډېره مشهوره هم ده د جاپان په هيروشيما ښار كې چې د د 1945ز كال د اګست په مياشت كې استعمال كړاى شوه، كله چې د امريكا هوايي ځواكونوله يورانيمو څخه ډك ذروي بم پرې راخوشى كړ، چې وزن يې د 4,5 ټنو ترمنځ و، چې امريكايانو نوموړى بم په يو سيمبوليك ( Little Boy) كوچنى ماشوم نامه هم ونوماوه، نوموړى بم د هماغې ورځې د سهار په اتو او ديرشو دقيقو په شاوخواكې له 1980ګامونو ارتفاع څخه د هيروشيما د ښار په منځ كې راپرېوت.

- نوموړى ښار له څو سانيو وروسته د لوګي او اور په لوخړو كې پټ شو چې ټولې شنې ګياګانې او وچ واښه يې پوپنا كړل، انسانان، څاروي او ډبرې، ټولې هستۍ يې برباد كړۍ، چې په نړۍ كې تر هغه وخت پورې نوموړې چاودنه تر ټولو هغو لويه ثبت كړاى شوه، چې ترشايې نيږدې اويا زره مړي پرېښودل چې په همدې شمېره انسانان هم  يې ټپيان كړل چې زياتره يې وروسته د اشعاعي تسمم له كبله مړه شول.

- يوه مېرمنه چې له دې بلا څخه ژغورل شوې وه وايې چې " هغه مهال زه 12 كلنه وم، هغه ډېره ويښوونكې او ډاروونكې ورځ وه... ناڅاپه مې د برېښنا پړك او يا په لسګونوزره رڼاګانې ترسترګو شوې، چې په يوه شيبه كې ټولې رامنځته شوې، وروسته بيا يوه ډېره لويه چاودنه وشوه، چې ټوله فضا په يوه شيبه كې خړه پړه او تياره شوه، كله چې زه په هوش راغلم، خپل ويښتان مې مړاوي او وچ وليدل، ټولې جامې مې څيرې پيرې وې، او پوست مې نېږدې و چې له جسم څخه جلا شي، د وجود ټولې غوښې او هډوكي مې له ورايه ښكارېدل.

- ټولو خلكو له سختو ټپونو څخه سر ټكاوه او د ټولو ځانونه سوځېدلي وو، په ژړا او واويلا وو ټول خلك د مړيو په څېرښكارېدل.

- دوګي او تورو لوخړو زموږ ټول ښار په سر اخيستى و، پداسې حال كې چې څو شيبې وړاندې يو ښكلى ښار و، ټوله ورشو او ځمكه سوځېدلې وه او هېڅ شى ژوندي نه وو پاتې".

- نوموړې مېرمن اوس هم ژوندۍ ده، چې تراوسه پورې يې د خپل سوځېدلي مخ د جوړېدو په مقصد پينځه لس عملياتونه كړي دي، خو ښاغلې وايي چې " زه خپل ځان نېكمرغه ګڼم چې له مرګ څخه وژغورل شوم".

- څېړونكي او پوهان د امريكا ددې كار په هكله بېلابېل نظرونه لري، ځينې يې د امريكا دا كار تاييدوي، چې نوموړو اتومي بمونو نړيوال جنګ ته د پاى ټكى كېښود.

- ځينې نور بيا وايي چې دا يوازې امريكا وخپل ځان ته حق ثابتوي، ځكه چې پدې سره موږ وكولاى شو چې جنګ ته خاتمه وركړو او ترډېره دوام ونكړي، خو دا د امريكا هسې بابېزه بهانه ده چې د هر نامشروع كار لپاره وخپل ځان ته د قانوني كولو حق ثابتول غواړي.

 - داسې ويل كېږي چې د نوموړو اتومي بمونو د استعمال له كبله 140 زره انسانانو خپل ژوند له لاسه وركړ.

 

                                                    بشاشه