د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ماران د طبيبانو په جامه كې

هدايت الله حميدي 11.07.2008 20:19
شپږ ديرش كلن آلمانى طبيب جي ميشل ته دنده سپارل كيږي ترڅو د مسيحي دعوتګرو له يوې ډلې سره د افريقا د مسلمانانو د مسيحي كولو لپاره سوماليا ته لاړ شي .د دغې ډلگې ظاهري موخه په سوماليا كې د سترګو د ناروغيو سره مبارزه وه چې له همدې امله (د سترګو له ناروغيو سره د مبارزي ډله) ونومول شوه.
ډاكټر جي ميشل چې يو تكړه ډاكټر او وتلى مدير دى او خپله دنده په سمه توګه سر ته رسوي، له همدې امله د ډلګۍ مشر ټاكل كيږي.
دغه روغتيايي ډله د ۱۹۸۷ كال په نيمايي كې سوماليا ته روانيږي. د سفر نه وړاندې جي ميشل ته د ماموريت اصلي برنامه چې عيسويت ته د مسلمانانو اړول دي په پوره توګه تشريح كيږي او د پوره بريا په هيله دندې ته ليږل كيږي.
څرنګه چې د دغه ماموريت كيسه ډيره په زړه پورې ده نو راځئ چې پخپله د ښاغلي ډاكتر جي ميشل نه يې واورو چې له پاك زړه او سپيڅلي احساس څخه يې سرچينه اخلي :
د سوماليا له سفر او د هغه ځاى د خلكو له ليدلو څخه ډير خوښ وم، نه پوهيږم چې د دغې بي كچې خوشحالى چې زما ټول بدن يې نيولى وو لامل څه وو!
آيا د سيمې د وګړو تود هر كلي زما د خوښۍ لامل وو او كه هغه شديد فقر او تنګسه چې هغوى يې ځپلي وو خو دوى بيا هم د ډير بډايو ملتونو په شان لوړ عزت نفس درلود. كيداى شي زما د خوښۍ لامل به د هغو سپيڅلو نوراني مخونو ليدل وو چې د هندارې په شان يې د هغوى د پاكو زړونو د صداقت، امانت او سپيڅلتيا ښكارندويي كوله . لنډه دا چې بيلابيل لاملونه او انګيزې وې چې زه يې سومالي ته په راتګ او د دغو خلكو په چوپړ باندې خوښ كړى وم .
د ماموريت پيل
سوماليا ته له رسيدو سره سم موږ خپل روغتيايي مركز پرانيست او په ډيره علاقه او جديت سره مو د سترګو د ناروغيو درملنه پيل كړه. دغه روغتيايې مرستې د پورتنيو لاملونو له كبله زما لپاره ډيرې په زړه پورې وې، نو ځكه به مې خپل ټول وخت په هغه كې لګولو. پدې كارونو كې دومره بوخت وم لكه چې خپله اصلي دنده مې چې عيسويت ته د مسلمانانو بلل وو هيره كړي وي .
ډير ژر مې د مسلمانانو په منځ كې خواږه ملګري پيدا كړل، تل به مې د هغوى سره خبرې اترې كولې، هغوى به له ما څخه ډول ډول پوښتنې كولې او ما به هم له هغوى څخه ځينې شيان پوښتل.
د سترګو د ناروغيو د له منځه وړلو په ډګر كې مې د پام وړ لاس ته راوړنې درلودې، څو ډوله ناروغى مې تداوي كړې او په سلګونو انسانان مې د ړنديدو له خطر څخه وژغورل.
د خلكو په منځ كې مې ډير محبوبيت تر لاسه كړي وو . هر چيرته به چې تللم او له هر ځاى نه به چې تيريدلم د خلكو له ستاينو، مننې او نيكو ولولو سره به مخ كيدلم . كه څه هم د هغوى په ژبه نه پوهيدلم خو د هغوى په احساساتو او ولولو باندې ډير ښه پوهيدلم .
حيرانونكي تصميمونه
له پنځه مياشتو نه ستړى كيدونكي كار او د سترګو له ناروغيو سره د مبارزې په ډګر كې د سترو برياوو د ترلاسه كولو نه وروسته، له مركزې دفتر څخه چې په آلمان كې وو تلګراف را ته راغى تر څو په بيړه آلمان ته ستون شم.
له ځان سره مې وويل:\" آلمان ته زما ناڅاپي غوښتل كيداى شي د دې لپاره وي تر څو زما د هڅو او كوښښونو په بدل كې را څخه مننه وكړي او د ډلگۍ ټولو غړو ته جايزه او يا كوم بل امتياز وركړي.\"
كله چې د تلګراف له مضمون څخه خبر شوم، زما د تمې پر خلاف د دې سفر موخه دا وه تر څو انګلستان ته لاړ شم او هلته په يوه مياشتينۍ دوره كې ګډون وكړم او د هغې له تجربو څخه په گټه اخيستلو سره وكولاى شم په سوماليا كې خپل ماموريت په ښه توګه تر سره كړم .
ما ونشوى كولاى د دغه دستور سمه توجيه وكړم، ځكه زما ماموريت په سوماليا كې په پوره برياليتوب سره پر مخ روان وو او له بله پلوه زما لپاره چې په ټولو مخكينيو دورو كې مې لومړى مقام ترلاسه كړى وو، دا ډول دورې څه گټه لري چې زه يې له سوماليا څخه د كار له جريان نه ورته غوښتى يم ؟
لكه څرنګه مې چې د دستور په موخه باندې سرنه خلاصيدو، همدا راز مې نشواى كولاى د هغې له منلو څخه سر غړونه وكړم ځكه نو مجبور شوم آلمان ته لاړ شم او له هغه ځايه انګلستان ته لاړم. د يوې مياشتنۍ دورې له پاى ته رسيدو وروسته غربي آلمان ته راوګرځيدم او په ډيره ليوالتيا مې انتظار ويستلو تر څو ژر تر ژره سوماليا ته د تلو امر را ته وشي. خو له اوږده انتظار وروسته د سوماليا پر ځاى تانزانيا ته د تګ امر را ته وشو. بيا مې هم ونشواى كولاى چې د دې دستور لپاره څه توجيه پيدا كړم.له ځان نه مې وپوښتل: آيا ما په سوماليا كې خپل كار په برياليتوب سره پر مخ نه بولو؟ آيا ما هلته خپل ټيم د دومره زياتو كارونو سره يوازې ندى پريښودلى.... ؟ بيا نو ولې ما د سوماليا په ځاى تانزانيا ته ليږي؟ خو دا ځل مې هم ونه غوښتل چې د لوړو مقاماتو سره بحث وكړم ځكه مې په آرامي سره دا فرمان هم عملي كړ او تانزانيا ته لاړم.
څلور اونې وروسته چې كله لوړو مقاماتو زما په هكله پوره ډاډه شول، نو يې را ته تلگراف وكړ چې ژر تر ژره سوماليا ته مخكينۍ دندې ته لاړ شم. د دې پيغام په اوريدلو باندې دومره خوښ شوم چې په سترگو كې مې اوښكې را تاو شوې.
د سوماليا د خلكو د پاكو څيرو او د مينې څخه ډكو زړونو نه د پنځه مياشتني بيلتون وروسته بيرته سومالېا ته لاړم او له رسيدو سره سم د خپلې ډلګۍ د اوسيدو ځاى ته لاړم او په پوره نشاط او جديت سره مې بيرته په كار پيل وكړ.
د سوماليا خلك زما په راتګ باندې داسې خوښ شول چې ته به وايې ټول ناروغان وو او زما په راتگ سره كاملاً روغ شول. كه په مبالغه باندې نه تورن كيدلاى نو ويلي به مې وو چې د هغوى خوښي د هغه كسانو په شان وه چې د دواړو سترگو روښنايي يې بيرته لاس ته راوړې وي. ټولو له ما سره د زړه له كومي د مينې او احساساتو څرګندونه كوله، په ځانګړې توگه د خپل نږدې ملګري محمد باهورسپيڅلى او ريښتنيي احساسات هيڅكله نه شم هيرولى.
ښه چانس
محمد باهور زه خپل كور ته دعوت كړم، كله چې د هغه سره لاړم نو د كورنۍ او ګاونډيانو له ډير درناوي او تاوده هركلي سره مخ شوم. د هغه د كورنۍ د ليدو پر مهال ناڅاپه د يوه سړي سره مخ شوم چې په انگريزي ژبه يې پوره برلاسۍ درلود او په ښه توګه يې په هغې خبرې كولې. د دغه سړي له ليدو څخه ډير خوشحاله شوم، په ځانگړې توګه چې كله پوه شوم چې دا سړى دمحمد باهور پلار دى.
دا پيښه مې په نيك فال ونيوله او له ځان سره مې وويل: \" لدې سړي سره آشنايي ډيره ارزښتمنه او ګټوره موكه ده، زه بايد د خپلې دندې د اصلې برخې د ترسره كولو لپاره ( چې د افريقا د مسلمانانو مسيحي كول وو) لدې سړي څخه پوره ګټه واخلم. تر اوسه پورې زمونږ د كار په وړاندې اصلي خنډ د سوماليا د خلكو د ژبې سره نا بلدې وه. اوس چې زما د ملگري پلار په ښه توګه په انگليسي باندې پوهيږي، نو زه د هغه په مرسته كولاى شم د نصرانيت په هكله ډير مطالب خلكو ته ورسوم او ورو ورو هغوى نصرانيت ته رادننه كړم او پدې توگه به د خپلې دندې په اصلې برخه كې هم د لومړۍ برخې په شان بريالى شم.\"
زما خوښي هغه وخت لا ډيره شوه چې كله پوه شوم د محمد پلار د ټولنې په منځ كې د ډير محبوبيت او درناوي خاوند دى ، خلكو يې دومره درناوى كولو لكه چې د دوى رهبر وي.
اوس نو د محمد پلار ما ته د خپلو ټولو ستونزو د حل يوازينۍ لار او د افريقا په ځانګړې توګه د سوماليا د خلكو د مسيحي كولو لپاره غوره وسيله بريښيدله، ځكه مې له بې له ځنډه له هغه سره د خبره تكل وكړ.
له ځان سره مې وويل: غوره دا ده چې د هغه سره په عامه توګه د اديانو په هكله خبرې پيل كړم او بيا ورو ورو د انجيل او عيسى عليه السلام يادونه وكړم. البته زه پدې خبره پوهيدلم چې مسلمانان د حضرت عيسى (ع) سره ډيره زياته مينه لري، د هغه درناوى كوي او د الله (ج) د رسول په توګه په هغه باندې ايمان لري.
مخكې لدې چې زه خبرې پيل كړم هغه قرآن كريم په لاس كې واخيست او له ما نه يې وپوښتل: آيا دا كتاب پيژنې؟ موسكى شوم او لدې ويرې چې هسې نه د هغه دينې احساسات وپاروم او داسې څه ووايم چې هغه زما اصلي موخې ته متوجه شي، ځكه مې هيڅ ځواب ورنكړ. هغه د دې لپاره چې ما لدې چپتيا څخه وباسي نو د انجيل او عيسى عليه السلام په هكله يې خبرې پيل كړې او له ما څخه يې غوښتنه وكړه چې د قرآن او انجيل په هكله چې هر ډول پوښتنې لرم له هغه سره يې شريكې كړم. ما ورته وويل: ته څرنګه زما ټولو پوښتنو ته ځواب راكولاى شې؟ هغه وويل: دا هر څه په قرآن كريم كې شته دي. له څو شيبو خبرو وروسته د ميلمستيا وخت پاى ته ورسيد، ځكه زه مجبور وم خپلې دندې ته لاړ شم.
لدې ليدو كتو وروسته زه تل پدې سوچ كې وم چې څرنگه كولاى شم د دغه سړي په عقل او فكر باندې اغيز وكړم، كه پدې كار كې بريالى شوم نو بې له شكه چې ډيرې ستونزې به مې له مخې لرې شي او خپلې اصلې موخې ته به نږدې شم او په اسانى سره به وكولاى شم دغه خلك يو په بل پسې عيسويان كړم.
لدې ليدنې وروسته مې څو ورځې د محمد د پلار سره د خبرو او د هغه د قانع كولو لپاره پوره تيارى نيولو، د مسلمانانو د مسيحي كولو په هكله مې بيلا بيلو ليكنو او كتابونو ته مراجعه وكړه او ځان مې د مباحثې لپاره چمتو كړ. بالاخره هغه ورځ راورسيده چې بايد د محمد له پلار سره وګورم، ډير زيات وارخطا او نا آرامه وم. داسې مې گڼله لكه چې يو زده كوونكى يم او د ډيرې گرانې آزموينې سره مخ يم. ناڅاپه مې خپل دغې حالت او دومره وارخطايۍ ته خندا راغله چې ولې مې دا موضوع ځان ته دومره ستره نيولې ده ؟ ځان ته مې ډاډ وركړ چې دا خو ډيره ساده خبره ده او په هيڅ صورت يې بايد د ځان لپاره دومره لويه نكړم. زما لپاره چې هر ډول امكانات مې په لاس كې دي، د هغه په زړه او فكر باندې برلاسى دومره ستونزمن كار ندى. ځكه مې په همدې خبرو ځان ته تسل وركړ او په ډاډه زړه دندې ته لاړم. كله چې له دندې څخه وزګار شوم، په محمد باهور پسې لاړم تر څو له هغه سره لاړ شم او وكولاى شم د هغه له پلار سره وګورم او له هغه سره خپل بحث پيل كړم. له نيكه مرغه محمد خپل كور ته ورسره بوتلم.
كله چې د هغه له پلار سره كښيناستلم نو له روغبړ څخه وروسته يې را نه پوښتنه وكړه.
: څه دنده لرې؟
: طبيب يم.
: قرآنكريم د انسان پيدايښت او د هغه د جوړښت ټول پړاوونه په تفصيل سره بيان كړي دي.
: څرنګه؟
ګواكي هغه همدې ته منتظر وو تر څو زه ورڅخه پوښتنه وكړم، نو ځكه يې په ډيره روانه انګريزۍ په خبرو پيل وكړ. كيداى شي ووايم چې په انګريزي ژبه باندې د هغه پوره برلاسۍ دومره عادي خبره نه وه خو هغه څه چې زه يې ډير متعجب كړى وم او آن تر اغيزې لاندې يې راوستى وم، د هغه د خبرو اسلوب وو چې هره خبره به يې له عقل سره پوره برابره او له جذبې او احساس څخه ډكه وه.
عجيب كتاب
په ډاګه بايد اعتراف وكړم چې د قرآنكريم په شان كتاب له ليدلو نه چې څوارلس پيړۍ يې له عمر نه تيرې شوې دي ډير حيران شوم. ما ليدل چې هغه څرنګه د مور په ګيډه كې د جنين د رشد او تكامل په اړه خبرې كوي. ما چې كلونه كلونه طبي درسونه لوستي دي او په پوره توګه د جنين د رشد پړاوونه پيژنم، اوس ګورم چې هغه څه چې دا سړى له قرآنكريم څخه بيانوي له هغه څه سره چې موږ د ساينس او پرمختګ په دور كې په پوهنتونو كې لوستي دي كټ مټ ورته والى لري. له همدې امله د هغه سړي د خبرو په اوريدلو سره سخت تر تاثير او روحي فشار لاندې راغلم.
پداسې حال كې د محمد له پلار څخه بيل شوم چې په شديد اضطراب او روحي كشمكش كي ګير وم، د هغې ويرې او فشار له امله چې غلبه يې راباندې كړې وه، ومې نشواى كولاى د شپې ويده شم. له ډيرو سوچونو او ذهني ستړياوو څخه وروسته مې بيا د لومړي ځل په شان ځان ته ډاډ وركړ او ويده شوم.
بالاخره مجبور شوم تر څو خپل ځيني روغتيايي كارونه د ډلګۍ نورو غړو ته وسپارم او پخپله په څيړنه او مطالعه بوخت شوم تر څو وكولاى شم د خپل ماموريت د بريا لپاره كومه لاره چاره پيدا كړم.
له ځان سره مې وويل: دا سمه ده چې زه د سوماليا له هيواد او د هغه له وګړو سره مينه لرم خو دا هم بايد ومنم چې له خپل دين سره تر دې زياته مينه لرم. نو ولې بايد دغه د ميني او ريښتينولى نه ډك خلك خپل دين ته راونه بلم.
له اوږدې تيارۍ څخه وروسته مې وپتيله چې بيا ځلي له محمد باهور څخه غوښتنه وكړم تر څو د هغه له پلار سره ملاقات وكړم، خو مخكې لدې چې زه هغه ته وړاندېز وكړم د هغه له غوښتنې سره مخ شوم. هغه راته وويل: \" كه چيرې درته ګرانه نه وي نو كولاى شې هره ورځ زموږ كورته راشې او زما له پلار سره وګورې.\" هغه وويل چې پلار مې له تاسره ډيره زياته علاقه پيدا كړې ده او هيله لري چې هره ورځ له تا سره وګوري.
لومړې لدې غوښتنې څخه ډير خوشحاله شوم ځكه ما همدومره موكه غوښتله، خو وروسته مې په ځان پورې وخندل او ومې ويل: \" تا چې تر اوسه پر هغه باندې كوچنى اغيز هم ندى كړى نو دې غوښتنې ته ولې دومره خوښ يې؟\"
د محمد باهور دعوت مې ومنلو او له ځان سره مې هوډ مې وكړ چې نور به د پخوا په شان د محمد پلار ته موكه نه وركوم چې لومړى بريد پيل كړي بلكه نور بايد لومړى زه خپلې خبرې وكړم او هغه ته خپل پيغام ورسوم.
نه غواړم د ټولو هغو مباحثو او جرياناتو يادونه وكړم چې په دريمه، څلورمه او پنځمه ناسته كې زمونږ تر منځ تير شول خو پدې ټكي بايد په زغرده اعتراف وكړم چې پدې ټولو ناستو كې مې ځان په سخته محاصره كې ليدلو. د هغه ليدو ته به په پوره تيارۍ سره تللم خو كله به چې ورسره مخ شوم، نو د هغه خبرو، ريښتينولۍ او د موضوعاتو په بيانولو كې د هغه فوق العاده تحليل، تجزيې او توضيح به هك پك حيران كړم او په وړاندې به يې د هغه زده كوونكي په شان كښيناستلم چې د لومړي ځل لپاره د اديانو او اعتقاداتو په هكله خبرې اوري.
د ګواښونو پيل
له بله پلوه، زه خبر نه وم چې له همغې لومړۍ ورځې چې د محمد باهوركور ته تللى وم، د آلماني مقاماتو د سخت كنترول او مراقبت لاندې وم. خبره دې ته ځاى ته ورسيده چې د ټيم ملګري مې په وړاندې ودريدل او ګواښ يې راته وكړ چې نور د محمد د كورنۍ سره د ليدو كتو حق نلرې. زما څارنه ورځ تر بلې سختيدله، آن تر دې چې له آلمان څخه را ته امر وشو چې نور هغې سيمې ته چې د محمد كور پكې وو لاړ نشم. زه يې د سوماليا پلازمينې موګاديشو ته تبديل كړم او يوه ورځ وروسته يې محمد هم له هغه ځايه لرې سيمې ته ليږلى وو.
هوكې! آلماني مقاماتو وكولاى شواى تر څو له محمد او د هغه له كورنۍ سره زما اړيكه وشلوي خو هغوى لا څه چې هيڅ ځواك نشواى كولاى د محمد، د هغه د كورنۍ او د سوماليا له خلكو سره زما د مينې په لار كې خنډ شي.
په هر حال، څو ورځې هلته پاتې شوم او د شپې به په پټه په كرايي موټركې د محمد كور ته ورتللم. خو دې لړۍ هم تر ډيره دوام ونه كړ ځكه د آلماني ټيم نوى رئيس چې زما په ځاى ټاكل شوى وو، يوه امنيتي مسئول ته ډيرې پيسې وركړې وې ترڅو هغې سيمې ته زما د تګ راتګ مخه ونيسي. وروسته له ډيرو هڅو مې وكولاى شول تر څو هغه امينيتي مسئول قانع كړم چې زما د تګ په لار كې خنډ نشي. خو دا ځل يې ډير ځورونكى كار وكړ او هغه دا چې محمد يې زما سره د مشكوكو اړيكو په نامه بندي كړ. د دې پيښې نه په خبريدو باندې سخت ناراحته شوم او ډير مې وژړل.
لدې چې نور مې نشواى كولاى د محمد له پلار سره خپل بحث ته ادامه وركړم او نهايي پايلې ته ورسيږم ډير خواشينى وم. ځكه زما يوازينۍ هيله دا وه چې دغه بحث تر وروستي پړاوه پورې مخ ته بوزم. سپينه ووايم، ما غوښتل چې هغو شكونو ته ځواب پيدا كړم كوم چې د دغه لوى سړي د وينا وو په پايله كې زما په ذهن كې پيدا شوي وو او پدې توګه ځان لدې عقيدوي ټكرونو څخه خلاص كړم او د ژوند لپاره سمه لاره غوره كړم.
په همدې ورځو كې مې بيا له آلمان څخه يو تلګراف تر لاسه كړ چې په هغه كې د يوه عاجل او مهم ماموريت د تر سره كولو لپاره كينيا ته د تګ امر را ته شوى وو.
له تګ څخه وړاندې مې پدې پلمه له امنيتي مسئولينو څخه د محمد باهور د اوسيدو سيمې ته د تلو اجازه واخيستله چې هلته مې څه اسناد پاتې دې، نو هلته له تلو سره سم، سيخامخ د محمد باهور كور ته ورغلم. هلته د يو ډول غير عادي خوښۍ فضا خوره وه. د محمد پلار راته وويل: ښه راغلې! د ډيرې نيكې مياشتې سره زمونږ كور ته راغلې. ومې پوښتل: دا مباركه مياشت كومه ده؟ ويې ويل: د روژې مياشت!
د سپيدو له چاوديدو څخه وړاندې مې له هغوى سره پشمنى وكړ. وروسته اذان وشو او ومې ليدل چې د سيمې ټول خلك د سهار د لمانځه لپاره د جومات په لور روان دي. ټوله ورځ مې د محمد له پلار سره تيره كړله او د هغوى د ديني شعايرو د درناوي په خاطر د لومړي ځل لپاره مجبور شوم چې ټوله ورځ په لوږه او تنده تيره كړم.
لنډه دا چې د لوړو مقاماتو د امر د تر سره كولو په موخه د موګاديشو څخه د كينيا د پايتخت نايروبي په لوري وخوځيدم. د نايروبي په هوايي ډګر كې څه مسلمانان زما د هركلي لپاره راغلي وو چې ما وړاندې نه پيژندل، هغوې په ورين تندي زما تود هركلى وكړ او وړانديز يې وكړ چې د هوتل په ځاى د يوه ملګري د كور په ميلمستون كې چې له مخكې څخه يې ما ته تيار كړى وو واوسيږم.
په كينيا كې د څو اونيو تيرولو وروسته بيا را ته تلګراف وشو چې د امنيتي دلايلو له امله نور نشم كولاى بيرته سوماليا ته وګرځم ! د دې خبر په اوريدو باندې هك پك شوم شوم. نه پوهيدلم چې چا،ولې او د كوم مصلحت له مخې دا تصميم نيولى دى؟ هيڅوك هم نه وو چې ماته قانع كوونكى ځواب راكړي او ما په حقيقت باندې پوه كړي.
په سوچونو كې ډوب وم او نه پوهيدلم چې دا څه روان دي. په پرلپسې توګه زما د ماموريت ځاى بدليدلو او هره ورځ را ته نوې دسيسې جوړيدلې.د سوچونو په نړى كې سوماليا ته لاړم، د محمد او د هغه د پلار او كورنۍ مينه، صداقت، وفا ياد ته راغلل. د هغو كسانو څيرې مې يو پر بل پسې له سترګو تيريدلې چې په سوماليا كې مې ورسره پيژندلي وو. او د هغوى په ياد مې د خوښۍ احساس كولو.
لنډه دا چې پر ما باندې فشار او څارنه ورځ تر بلې زياتيدله تر دې چې زما پلار او كورنۍ ته يې زما په هكله غلط معلومات وركړي وو او هغوى ته يې ويلي وو كه چېرې هغه له سوماليا څخه راونگرځي نو سل په سلو كې د مرګ له ګواښ سره مخ كيږي. له همدې كبله مې له پلار څخه ليك تر لاسه كړ چې ژر تر ژره يې آلمان ته په بيرته ستنيدو باندې ټينګار كړى وو.
پريكنده تصميم
اوس هغه وخت رارسيدلى وو چې زه قاطع او پريكنده تصميم ونيسم او دغو ټولو فشارونو او دسايسو ته د پاى ټكى كيږدم. ځكه نو په ژورو سوچونو كې ډوب شوم، د موضوع ټول اړخونه مې په دقيقه توګه وڅيړل. هغه ښې پايلې چې آلمان ته د بيرته ګرځيدو او د امر په منلو سره را ته برابرېدلې او هغه ستونزې او خطرونه چې د امر د سرغړاوي او سوماليا ته د تګ له امله ورسره مخ كيدلم، مې سره پرتله كړم. د سوماليا د خلكو سپيڅلى احساس او زما په هكله د هغوى سخت تشويش مې په پام كې ونيول، ليدل مې چې دا وګړي څومره اړمن او مظلوم دي. بيا مې په تدبر او تامل سره په هغو درسونو او پندونو كې سوچ وكړ چې د محمد له پلار څخه مې زده كړي وو.
بالاخره مې ځان د هر ډول ستونزو د منلو لپاره تيار كړ او خپل نهايې تصميم مې ونيو . كاغذ او قلم مې راواخيستل او آلمان ته مې خپل عمومي رييس ته لاندې تلګراف وليكه:
\" پوره ډاډه اوسه چې ما له پوره فكر او څيړنې وروسته خپل نهايي تصميم نيولى او د اسلام دين مې منلى دى، هر څه مو چې له وسه كيږي تر سره يې كړى.\"- دكتر چي ميشل- كينيا
د هر ډول وسوسو نه د ځان خلاصولو لپاره مې فورا تلګراف مركز ته مخابره كړ. لدې تصميم وروسته د خوښى يو عجيب حالت را باندې راغى، په هغو شيبو كې چې د تلګراف د مخابرې لپاره تللم، داسې مې انګيرله چې د واده د شپې زوم يم. په خوشحاله او ډاډه زړه سره نايروبي ته خپلو دوستانو ته ورغلم او هغوى مې له اسلام راوړلو څخه خبر كړل.
وروسته مې تصميم ونيو چې په هره بيه چې وي سوماليا ته ځم،كه څه هم د مرګ له ګواښ سره مخ شم.
غريبي راغله
اوس مې دومره پيسې نه درلودې چې سوماليا ته زما د تګ بسنه وكړي، ځكه مې پرته له هغو جامو چې په تن كې مې وې نور هر څه وپلورل او بې له ځنډه موګاديشو ته لاړم. له هغه ځايه مستقيم د محمد پلار ته ورغلم. هغه ته چې ورورسيدم نو سلام مې واچولو او هغه په غيږه كې ټينګ ونيولم او زما په راتګ باندې يې ډيره خوښي وكړه.
پدې وخت كې ما په آرامۍ سره ورته وويل.
اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمد عبده و رسوله
نوى ژوند
وروسته لدې مې د تفريح لپاره هيڅ وخت نه درلود، خپل ټول وخت به مې د قرآنكريم په تلاوت او حفظ او د احاديثو په يادولو باندې تيرولو. د سوماليا خلكو زما سره عجيبه مينه درلودله چې د توصيف وړ نده، هغوى زما په مسلمانيدلو باندې ټول ډير زيات خوښ وو.
دولتي چارواكو چې د همدې خلكو له منځه وو،زما لپاره په سوماليا كې د اوسيدو اجازه واخيستله او زه نور د سوماليا اوسيدونكۍ وم. اوس مې كولاى شواى په هر وخت او هر ځاى كې مې چې د هر چاسره غوښتى واى د عبدالجبار په نامه يو مسلمان ورور په توګه ژوند وكړم
اوس اوس د هغې برنامې په هكله سوچ كوم چې زه يې د هغې د تر سره كولو لپاره سوماليا ته را ليږلى وم. هغه برنامه د الله تعالى په فضل په خپله اصلي برخه كې په پوره توګه ناكامه شوه او په ټپه ودريدله.اما په لومړى برخه كې يې ما د پام وړ بريا تر لاسه كړله.
مسلمان ډاكټر
وروسته لدې چې په رسمي توګه د سوماليا د اوسيدونكي په توګه وپيژندلى شوم، له مكې مكرمې څخه مې د اسلامي نړۍ د اړيكو د عمومي مسئول عبدالله نصيف له خوا پيغام ته لاسه كړ تر څو خپلې پخوانۍ دندې ته ( چې دسترګو د ناروغيو په وړاندې مبارزه وه) ادامه وركړم. اوس الحمدلله په هماغه جديت سره كار خپل كار ته ادامه وركوم خو پدې توپير چې اوس يوازې د الله تعالى د رضا د تر لاسه كولو لپاره د خپلو خويندو او وروڼو چوپړ كوم.