د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر څوک دی؟ حامد کرزی که کرزيان؟ يوه لنډه توضيح

محمدموسی کرزی 11.07.2008 18:51

يو څو ورځي دمخه يو دوست مي پام د افغان رسالې د مې 2008 ګڼي يو مضمون ته راواړاوه (ولسمشر څوک دی؟ حامد کرزی که کرزيان؟). د مضمون ليکوال، ظاهراً، ښاغلی صمد بهار دی. همدغه رنګه زه خبر سوم چې نوموړي مضمون په يو يا دوه ويب پاڼوکی هم خپور سوی دی. په سر کی ما نه غوښتل چې ځواب ورکړم ځکه هر يو، د افغان رسالې په ګډون، چې د اوسني حکومت د حالاتو څخه څه نا څه خبر ولري پوهيږي چې د ښاغلي بهار احساساتي، بي اندازي عام او قطعي حکمونه د کرزيانو د کورنۍ او پوپلزود قوم په هکله څومره بي اساسه دي. خو ددي لپاره چې موضوع لا روښانه کړم دا مې غوره وبلل چې يو لنډ ځواب وليکم.


تر ټولو دمخه، زما هدف دا نه ده چې د ولسمشر کرزی او يا د يو شمير کرزيانو دفاع وکړم، خو بيا هم ددوی په هکله د ښاغلي بهار له مبالغې څخه ډکو حکمونوپه اړه يو څه ويل ضروري دي. مثلاً، د ولسمشر کرزی د حکومت ځني اساسي مشکلات او نيمګړتياوي د هغه حکومت په جوړښت کی نغښتي دي چې بنسټ يي دده د ارادي ماسيوا د نورو قوتونو له خوا ايښودل سوی دی. دا به ډيره سادګي وي چې سړی د افغانستان د ټولوکړاونو مسؤل ولسمشر کرزی وبولي. دغه رنګه، زما دمعلوماتو له مخي، حامد کرزی د 2003 کال راهيسي يو شميرفرمانونه او اعلاميې خپرې کړي دي چې د هغه په اساس دده کورنۍ او ارګ مامورين دده له نامه او مقام څخه د ناوړه ګټي پورته کولو څخه منعه شوي دي. د يو شمير کرزيانو په باب کوم چې ښاغلي بهار ياد کړي دي، بايد ووايم چې شاه ولي کرزي د 2003 کال راهيسي ولسمشر کرزی په سترګو هم نه دی ليدلی. دی په کندهار کی د ډبرو ميده کولو دستګاه لري. دده کاروبار، د ښاغلي بهار د ادعا په خلاف، انحصاري بڼه نه لري؛ ډير کندهاريان سته چې د تعميراتو د پاره د ډبرو ماتولو ماشينونه او دستګاوي لري. تر کومه ځايه چې زه شاولي پېژنم، هغه د لوړو زده کړو خاوند دی، خو کله چې نوموړي د يوي قونسلګري لپاره پيشنهاد سو، ولسمشر کرزی دده مقرري ونه منل. د جميل کرزي په هکله بايد ووايم چې نوموړي حامد کرزی د ولسمشرۍ راهيسي هيڅ ليدلی نه دی. حکمت کرزی، د ولسمشر د موافقې پرته په واشنګټن کی د افغانستان د سفير له خوا په 2002 کی د سفارت د لومړي سکرټر په توګه په کار ګمارل سوی وو. لږ موده وروسته هغه د سفارت کار پريښود او په سنګاپور کی يي د ستراتژيکي څيړنو په څانګه کی د ماسټرۍ د ترلاسه کولو د پاره درس شروع کړ. د هغه ځای د يوه استاد په مرسته يي په کابل کی يو څيړنيزمرکز پرانيست.


لکه څنګه چې ما مخکي وويل، داد فرد فرد کرزيانو مسؤليت دی چې دخپلو عامه کړو وړو دفاع او سپيناوی وکړي. زما موخه د ښاغلي بهار پر هغو قطعي حکمونو باندي بحث کول دي کوم چې د کرزيانو د پراخي کورنۍ په هکله يي په خورا سرسري او مبالغه اميزه توګه بيان کړي دي. مثلاً، دا خبره بلکل حقيقت نه لري چې ... نور کرزيان په سفارتونو او نورو ادارو کی بوخت دي که دټولو نومونه وليکو اوږد ليست ترې جوړيږي. يوازينی کرزی چې زه يي پيژنم چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت کی کار کوي هغه عزيزالله کرزی دی. نوموړي د محمد ظاهر شاه د پاچهی راهيسي د بهرنيو چارو په وزارت کې د يوه مسلکي ډيپلوماټ په حيث دنده لري. بهار صاحب، تاسو خطا تللی ياست ؛ په حقيقت کی ډير اوږد ليست ددا بلي خوا څخه جوړيږي. د هيواد په دننه او بهر کی د لوړو زده کړو درلوونکو کرزيانو اوږد ليست سته چې د کابل د حکومت سره هيڅ ډول اړيکي نه لري، او يا کار نه ورسره کوي. د مثال په ډول، د کرزيانو د کورنۍ يو مخکښ شخصيت ښاغلی حبيب الله کرزی، حفيظ الله کرزی (د ولسمشر اکاګان) او ددوی په لوړه سويه تعليم يافته اولادونو تر دغه ګړيه نه کابل په سترګو ليدلي او نه حامد کرزی. د ولسمشر د مشر اکا، مرحوم عبدالله خان کرزی اولادونه او لمسيان، د غفارخان کرزی اولادونه، د مرحوم صالح محمد خان کرزی اولادونه او لمسيان، د مرحوم عبدالصمد کرزی، مرحوم عبدالواحد کرزی، مرحوم عبدالمجيد کرزی، عبدالاحد کرزی (مرحوم معين صاحب نه)، مرحوم بازمحمدخان کرزی، مرحوم اغامحمد کرزی، خدايدادخان کرزی، علي محمد کرزی، او داسي نورو کرزيانو (چې لست يي ډير اوږد دی) اولادونه او يا دوی خپله چې ډير يي د لوړو زده کړو څښتنان هم دي د افغانستان په حکومت کی کومه دنده نه لري او نه کوم ډول اړيکي ورسره لري. ښايي دافغانستان په تاريخ کی داسي مثال نه وي چې د هيواد د واکمن له کورنۍ څخه دي په دومره زيات شمير مسلکي کسان له حکومتي دندو څخه (چې په افغانستان غوندي هيواد کی داستخدام يوازينۍ مهمه مرجع ګڼل کيږي) ليري ساتل سوي وي لکه د حامد کرزی له فاميل څخه چې ليري او ګوښه ساتل سوي دي. کيدای سي چې حامد کرزی په ځينو شيانو کی تر نيوکو لاندي ونيول سي خودا به سخته خطا وي چې هغه خپلوانو ته په امتياز ورکول (نيپوټيزم) يا عزيزګلوئ تورن کړي. ښاغلی بهار په دي کی پاته راغلی دی چې په دي برخه کی لږ تر لږه يو يا دوه مثاله وړاندي کړي. زه دده څخه هيله لرم چې د حامد کرزی په څلورو ژونديو اکاګانو کی چې ټول يي لوړي زده کړي هم لري او مسلکي کارپوهان هم دي، د يوه نوم واخلې چې دده په حکومت کی ځانګړی او د اهميت وړ رول ادا کوي.


په همدي ترتيب، ښاغلی بهار د خپل مضمون په يوه برخه کی داسي ليکي : ښاغلی ولسمشر که خفه کيږئ نه، ولس په کرزيانو کی ( حامد کرزي) ته رايي ورکړي دي، نه ټولو کرزيانو او پوپلزيانوته! ددي عبارت په هکله بايد عرض کړم چې ايا ښاغلی بهار کولای سي د حامد کرزی په حکومت کی يو پوپلزی وزير، يو پوپلزی والي (بي له مرحوم ذبيح الله عصمتي څخه) يا يو پوپلزی معين راوښيی؟ حتی د کندهار په ولايت کی، والي، د پوليسو او فوځ مشران، ښاروال، او د نور ادارو مشران پوپلزی نه دي. تر هغه ځایه چې زه خبر يم، د کندهار په ټول ولايت کی يو پوپلزی ولسوال هم نسته. زه ښاغلي بهار ته چلنج ورکوم چې بيله جيلانې خان پوپل څخه دويم پوپلزی لوړ رتبه مامور راوښيي؟

اخبار چلوونکي او انتقاد کوونکی که پر اوسني اداره نيوکي لري، دا ددوی حق دی. خو زيار بايد وايستل شي چې نيوکو ته قومې او قبيلوي بڼه ورنکړو ځکه په دغسي تعصبي بحثونو کی خير نسته، موږ ټول يي په کښي بايلو، او يوازي د هيواد دښمنان په کښي ګټندويه کېږي. موږ بايد د ګوتو په شمير يو څو کسانو د کړووړو په خاطر يوه لويه کورنۍ او يو لوی قوم ملامت نه کړو، او نه هم د قرابت او خپلوۍ له امله ټول کرزيان مجرم او ګناهکار وبولو. لکه حامد کرزی چې د خپلو اعمالو مسؤل دی، قيوم کرزی، احمدولي کرزی، محمود کرزی او نور هم د خپلو اعمالو ځواب ويونکی دي. بهار صاحب، موږ بايد کوښښ وکړو چې د خروښه څخه يو څه و نه ليکو ( او بايد په هيڅ وخت کښي خپل خروښ يو کورنۍ او قوم ته راجع نه کړو)، موږ بايد په دي يو څه وليکو چې دليل ورته لرو او په دي باور ولرو چې خپلې ټولنې ته يو څه ورکوو. صرف د خروښه څخه يو څه ليکل او هغه هم يوي غټي کورنۍ او قوم ته راجع کول کومه نتيجه نه ورکوي. يو ليکوال او انتقاد کوونکی بايد د خپلو ادعاګانو د ثبوت لپاره څرګند مثالونه راوړي. په هغه صورت کی نو نه يوازي د ليکنې ارزښت ډيريږي، بلکی د لوستنوکو په وړاندي د ليکوال حيثيت هم زياتيږي. پرته له دي، د يوي لويي کورنۍ او قوم پر ضد دغه ډول ړانده قضاوتونه او خروښ ښودنه بيله دې چې روحي ناروغي وبلل سي بل څه نه ده.