د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان بله لوبه

اجمل ( عالم زى ) 10.07.2008 15:27

له څو ورځو راهيسي د پاکستان دپوځ لخوا د خيبراجنسي په شاوخواسيموکي دترهګري په وړاندي عمليات روان دي .خو د غو عملياتوته افغان پوځي کارپوهان دشک په سترګه ګوري.
د هغه شناخت پر بنسټ چي افغان پوځي کارپوهان يي دپاکستان له استخبارتوڅخه لري ، دپيښورپه شاوخواسيموکي د ترهګرو پر وړاندي روان عمليات افغانانوته دپوښتني وړدي . داعمليات په داسي حال کي پيليږي چي په پاکستان کي دطالبانومشربيت الله محسود ويلي دسولي هغه تړون يي ځنډولي چي څه موده مخکي يي دپاکستان له نوي دولت سره لاسليک کړي وو . تراوسه څرګنده نه ده چي دغه عمليات دبيت الله محسود دڅرګندونوپه غبرګون کي شروع شوي اوکه دافغانستان اونړيوالي ټولني دفشارونوله وجي ؟ ځيني کارپوهان بيا په دي باور دي چي ، دغه عمليات يواځي دافغانانواونړيوالي ټولني دتيرايستلوپه موخه پيل شوي او موخه يي د هغو ترهګروله مينځه وړل نه دي چي دپاکستان استخبارتوايجاد کړي ، خو شايد ځيني هغه ډلي وځپي چي دپاکستان داستخباراتو او دولت په وړاندي خنډونه جوړوي اويادوي ترينه خطراحساسه وي .
که چيرته فکر کيږي چي داعمليات دافغانستان اونړيوالي ټولني دتيرايستلوپه موخه نه دي پيل شوي نوبايد په سرکي دغوپوښتنوته ځواب ووايو .
١ : ايا دترهګرو د لمينځه وړلولپاره په خيبراجنسي کي عمليات لازم دي که په وزيرستان کي او داسي سيموکي چي هلته د ترهګري ځالي عملآ موجودي دي ؟
٢ : ترکومه بريده پر دغو عملياتو باورکولاي شو چي دا په واقع توګه دترهګرودلمنځه وړلولپاره شروع شوي اوکه کومه بله موخه لري ؟
٣ : په دي ډول عملياتو د ديرش کلن ترهګرومخه نيوله کيږي هغه هم په داسي قبايلي سيموکي چي په ښکاره دافغانانوسرونه غوڅه وي ؟
ددي ټولو دلايلو اوهغه تاريخي شناخت له مخي چي موږيي دپاکستان په اړوند
لرو،داله ورايه ښکاري چي پاکستان هڅ کله هم نغواړي دافغانستان دښمنان لمينځه يوسي ځکه دوي پخپله ددي دښمنانودايجاد ، تجهيز واکمالاتو امکانات برابره وي که تاريخ ته مراجعه وکړونوله ورايه ښکاري چي د پاکستان له ايجاد نه بياترنن پوري تلي داکوشش کړي چي په افغانستان کي قوي او باثباته دولت رامينځته نه شي . اونه داسي شخصيت په افغانستان کي پريږدي چي پري احساب وشي داپه دي شپږوکلونوکي له ورايه معلومه خبره ده چي کوم شخص ته تمه کيده تروريي کړل .
په همدي ډول د پاکستان له خوا دافغانستان دبي ثباته ستا تلوپه اړوند ډيري ثبوتونه شته مثلآ دمرحوم سردارمحمد داوود خان دواکمني پرمحال په ١٣٥٤ کال ددولت ضد تنظيمونوپه په ساتلوپيل وکړ . له هغه وروسته يي په ښکاره ددي تنظيمونوپه روزلوشروع وکړه ، د ډاکترنجيب الله دحکومت پرمهال په ښکاره په خوست اونورو ولايتونو حمله وکړه چي دهغه وخت له دولت سره اسنادموجود ول چي پاکستاني پوځيانوپه خوست حمله کړي وه اواستخباراتي پوځيان هم په دي عملياتوکي شامل ول مګر هيچاه هم غوږ په ونه ګراوه مګروروسته له هغه چي مجاهدين کابل ته ننوتل نوبياداخبره په واضح توګه معلومه شوه چي پاکستاني جنرالانودخوست په عملياتوکي لاس درلود حتي دي جنرالانوپه خپلوکتابونوکي هم ليکلي ول چي موږ دافغانستان له مجاهدينوسره دکمک پرموخه په خوست اونورولايتونوبيلابيل عمليات ترسره کړي دي . په همدي ډول دمجاهدينوحکومت يي هم په قراره پرينښود اوپه هغوي کي هم تفرقه واچوله وبيلابيلي ستونزي ورته جوړي کړي . دطالبانودواکمني پرمهال خوي په ښکاره لکه دروسانوپه څيرپه افغانستان مستقيم تجاوز وکړ اوپوځونوي دطالبانوپه نامه مستقيم شتون درلود . کله چي دنړيوالي ټولني په مرسته په افغانستان کي نوي حکومت دخلکوپه خوښه جوړشونودي بياورخطاشول اودافغانستان ددي نوي حکومت دبي ثبات کولو لپاره يي نوي طرحي اوستونزي جوړي کړي لکه دهندي انجنرانو تښته ونه ، ډهندي ډآکترآنوسرغوڅونه په هغوي دانتحاري حملو کول

په افغانستان کي دهغوي دبيارغوني دکارومخ نيونه اوپه دي نيژدي ورځوکي دهند په سفارت مستقيم يرغل دپاکستان داستخباراتوکاردي . که څه هم هنداوپاکستان به په خپلوکي پخواني دښمني لري خوپه افغانستان کي پرهغوحملي کول دپاکستان داستخباراتولپاره يوتيراودوه پاختي دي دپاکستان استخباررات داکوشش کوي چي له هندسره د خپل مينځي اختلافاتو پر سر شخړي دکشميرله سرحد اوباسي اودازورازمايي دافغانستان په خاوره کي شروع کړي .
داچي د پاکستان ددي ټولو ستونزله زيږولوڅخه هدف څه دي ؟ اويا پاکستان څه غواړي ؟ ولي دا هر څه تر سره کوي ؟ دايوبيل بحث دي اويوتحقيقي ګزارش غوښتنه کوي چي داټول زموږپه اوسني ليکنه کي ممکنه نه ده.
خويوشي چي دافغانستان ملت بايد پري وپوهيږي دا دي چي د پاکستان له خوا د ترهګري پر وړاندي د مبارزي په نوم پر دغه راز لوبو و نه غوليږي .
دا يواځي د افغانانو او نړيوالي ټولني د تير ايستلو په موخه تر سره کيږي .د دغي خبري ثبوت
له افغانانو سره د ترخو ترجروبو او شواهدو درلودل د پاکستان له ايجاد نه تر اوسه پوري دي .