د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکلتور او تاريخ له غصب څخه د مغزونواوهنر ترغصبه

محمدحسن حقيار 08.07.2008 22:38
دڅو لسيزو راهيسې زموږ هېواد بې سرپوښه ديګى شوى ، له هرې خوامو په کورنيو چارو کې پټه او ښکاره لاسوهنه کېږي ،هرڅوک دلته خپلې موخې لټوي ، هرچا تر خپله وسه هڅه کړې چې دلته اور بل او ګرګې ترې لاندې کړي ، خو پدې چارو کې بيا زموږ ځينو ګاونډيو هېوادونو ترنورو ډېر رول لوبولى او ډېره هڅه يې کړې ده چې زموږ هېواد له سياسي ، اقتصادي، کلتوري او ټولنيزو ارزښتونو څخه بې برخې او په هره برخه کې ځانته محتاج کړي چې په رښتيا هم ترډېره حده دوى پخپلو شومو موخو کې بريالي هم شول او زموږ دهېواد ټول بنسټونه يې ونړول .
تېرو جګړو افغانستان بې دروازو کلا کړه چې له هرې خوا ورته دوستان او دښمنان راننوتل او ځينو مغرضو هېوادونو له همدې موقع څخه دځان لپاره ډېره ګټه واخېسته دلته يې دخپلو راتلونکيو پلانونو لپاره په اشخاصوپانګونه وکړه ، دجاسوسۍ پټ او ښکاره مرکزونه يې جوړ کړل ،په افغانانو کې يې ډېر وفاداره دوستان !!وروزل ، دلته يې دکلتوري او مذهبي يرغل لپاره ستر ستر مرکزونه جوړ کړل ، دبيارغونې ،مذهبي او کلتوري خدمتونواو نورو په زړه پورې سرليکونو لاندې يې ګڼې تخريبې ادارې جوړې کړې . دافغان مسلمان ،واحد او ورور ملت ترمنځ يې دنفاق دتخم دشيندلو په موخه دلته ژبني ، سيمه ييز، قومي او مذهبي تعصب ته لمن ووهله ، دلته يې دافغانانو په خاوره کې هغو لږکيو ته چې له دوى سره ژبنۍ او يامذهبي اړيکې لري ښارګوټي جوړ کړل ، په يوځاى او مرکز يې راټول کړل ، ښوونځي ،پوهنتونونه ، علمي او کلتوري مرکزونه يې ورته جوړ کړل چې همدا اوس پکې دافغانو مشرانو اوملي رجالو پر ځاى ددوى دايت الله ګانوعکسونه ځوړند دي او نعوذبالله عبادت يې کېږي چې دا فعاليتونه نور له هېچا هم پټ نه دي ان دوه ګاونډيو (پاکستان او ايران ) خو په دې فعاليتونو بسيا ونکړه ، بلکې له هرې خوا زموږ دهيواد پر حريم راننوتل او لسګونه کيلو متره خاوره يې ونيوله .
زموږ دهېواد ډېر کلتوري او تاريخي اثار اوس ددوى دموزيمونو ښکلا ده ، زموږ ډېر قيمتي کاڼي ، لرګي او نور خام توکي اوس په ډېره ارزانه بيه ددوى په کارخانوکې کارول کېږي ، لنډه داچې په څه ډول يې وس شوى نو صرفه يې نده کړې خو دادى اوس موديو بل ډول غصب او تېري خبر واورېد، داسې غصب ، يرغل او تېرى چې بېلګه به يې ډېره کمه وموندل شي هغه داچې پاکستان اوس هڅه پيل کړې چې زموږ ځينې کسبګرواو کارپوهو هېوادوالو ته دپاکستان تابعيت ورکړي . دامو ډېر اورېدلي او ليدلي چې يو هېواد دنفو سو دکمښت داړتيا له مخې دځينو نورو هېوادونواتباعوته دهغوى په غوښتنه تابعيت ورکړى وي او يا داچې دکوم قوم ، کوم نسل او يادکوم دين لارويان په کوم هيواد کې تر مذهبي سياسي ، او يا هم بل فشار لاندې راغلي وي او هغه هېواد چې دوى ور سره ګډ ارزښتونه لري ورته په ډله ييزه توګه پنا او يا هم تابعيت ورکړى وي خو دا مونه نه وو اوريدلي چې دکوم هېواداتباع دې داړتيا له مخې کوم بل هېوادته مهاجر شوي وي او بيا دې اړوند هېواد دهرډول بين المللي او بين الدول نورمونواو حقوقو پر خلاف په هغو کډوالو کې چاڼ پيل کړى وي .
هغه چې وايي ((خداى دې داسې شر راپېښ کړي چې چې زموږ پکې خير وي)) په رښتيا هم په افغانستان کې له راپېښ شر څخه پاکستانيو چارواکيو ډېر خير وکړ او ډېره ګټه يې ترې واخېسته . دبېلګې په ډول دوى دسره ښامار له خولې وژغورل شول . افغان کډوالو او افغان جهاد ته راغلې دميلياردونو ډالرو په ارزښت مرستې يې هضم کړې ،پر اسلامي نړۍ يې ځان داسلام دخواخوږي په توګه وپېژنده او دهمدې مرستو له برکته نن يو اباد او اتومي هېواد دى . خو اوس چې پرې دکډوالو له درکه مرستې په انډوليزه توګه راکمې شوې [داچې دتروريزم او القاعده ترسرليک لاندې مبارزه ورته خداى بيا لنګه غوا کړه او ميلياردونه ډالريې ترلاسه کړل پدې اړه څه نه وايو ځکه چې هغه داجمل خټک خبره (( دې کې خبره کول توان دچادى)) ] او دوى هم په نورو غصبونو او يرغلونو کې تريوه حده خپل منزل ته ورسېدل نو اوس يې داتباعو غصبونه پيل کړه .
دې ټکي ته اشاره په کار ده چې کله افغانان پاکستان ته مهاجر شول نو دشمالي سيمو ځينو افغانانو هلته په پاکستان کې هم خپل دغالۍ اوبدلوکاروبار ته دوام ورکړچې تراوسه هم دافغانانوپه لاس جوړېدونکې داغالۍ نړيوال مارکېټ ته دپاکستانيو غاليو په نوم ځي چې هم يې وياړ دپاکستان دى او هم يې سوداګريزه او ګمرکي ګټه، نو که دا افغانان خپل هېواد ته راستانه شي ښکاره خبره ده چې پاکستان دادواړه امتيازه له لاسه ورکوي نو ځکه يې دخپلې دې ګټې لپاره دانسانانو غصبول پيل کړل .اواوس يې په افغانانو پسې چاڼ راخېستى هغه دچاخبره سَره او کَره او دکمال خاوندان ترې ايساروي او دا نور له پولو رااړوي
خبرونه او عيني شاهدان وايي چې پاکستان اوس دافغان کډوالو ترمنځ چاڼ پيل کړى او هغه افغانان چې دغاليو اوبدلوهنر يې زده دى په پاکستان کې تابعيت اخېستلو او دافغانستان له تابعيت څخه لاس اخېستلو ته هڅوي ، دوى وايي چې دپاکستان داحصايې دادارې ( نادرا) مامورين په کوټه او پېښور کې په کمپونو کې ګرځي دا ډول افغانان لټوي او په موټرو کې يې خپلو دفترونو ته بيايي او ټولې کورنۍ ته يې رسمي تابعيت ورکوي چې تراوسه يې لسګونو زرو غالۍ اوبدونکيو ته دخپل هېواد تابعيت ورکړى دى ، خبرونه دا هم وايي چې پاکستانيو چارواکيو پېښور ته نږدې دجلوزو پنډغالى ( چې دافغانانو ډېر لوى پنډغالى بلل کېده) دنورو افغانانو پر مخ وتاړه ، آن دهغوى کورونه او دوکانونه يې په بلډوزرونو پرې راونړول ، کوچنيان او مېرمنې يې ترخاورولاندې کړې خو غالۍ اوبدونکيو هنروالوته يې چې ډېره برخه يې ترکمن افغانان دي لا هم هلته دژوند شرائط او اسانتياوې برابرې کړل او هملته يې پرېښودل .
دهجرت او جهاد پرمهال له افغانانو سره دپاکستانيو وروڼو پر مرستو به سترګې پټول ناځواني وي خو په دې هم سترګې پټول له حقيقت څخه سرغړاوى دى چې دشوروي له سقوط او له پاکستان سره دافغانانوپه نوم دنړيوالو مرستو له کمېدو وروسته ددې هېواد دچارواکيو په پاليسۍ کې ١٨٠درجې بدلون راغى، نور ورته افغانان رحمت نه ،بلکې غضب ښکارېدل او پوليسو خو يې په حقه او ناحقه دپيسو لپاره پر افغانانو خپلې تاڼې ډکې کړې دي، څو څو ځله يې ورته دوېستلو ګواښ وکړ که ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه ترمنځه نه واى نوښايي دوى به هم دايران په څېر له څو پوړيزو ودانيو راغورځولي او (دپدرسوخته) په القابو نازولي واى.
خو ګورو چې دلته هم پاکستان خپلې ګټې پسې ګرځي ، دخپلو ګټو لپاره هېڅ ډول قانون ته ارزښت نه ورکوي اوله افغانانو سره د يو بام او دوه هواپاليسي پر مخ بيايي .
زما په اندد پاکستان چې له افغانانو کوم ډول ګټه اخېستل زده وو نو هغه يې وکړل يواځې همدا دمغزونو او کدرونو غصبول پاتې وو چې دا يې هم وکړ خو باور دى چې داکار به يې هم حريصه تنده ماته نکړي ځکه چې دحريص خوله يواځې خاورې مړولى شي اوبس .
وايي چې مستې دهرچا خوښې دي خو دپيشوورپسې زېړى دى هرڅوک خپلو ګټو پسې ګرځي خو دومره سپين سترګي نه کوي ،پاکستان بايد دافغانانو له اړتيا څخه ناوړه ګټه نه واى اخېستې او پخپله يې دافکر کړى واى چې افغانستان تر پاکستان ډېر دکمال او کسب خاوندانو ته اړتيالري ،داهېواد ډېر کنډواله دى او ډېره بيارغونه بايد پکې وشي خو اوس چې دوى دانزاکت مراعات نکړنو په کار ده چې افغان دولت په دې اړه چوپه خوله ونه اوسي اودنړيوالو او بين المللي قوانينو له مخې په دې اړه جدي غبرګون وښيي چې دپاکستان ددې وقاحت مخه ونيسي .
دولت بايد له دې کار څخه درس هم واخلي او پدې دې پوه شي چې که پخپل هېواد کې خپلو اتباعو ته دژوند اوکار شرائط چمتو نکړي نو دنورو په ورشو ګانوکې څرېدونکيو رمو ته به يې همداسې وږي لېوان پيداکېږي .
دولت بايد افغانان دنورو له احتياج څخه وباسي ، دلته ورته زمينې او دکار اسانتياوې ومومي او که خداى مکړه سياسي ، امنيتي ،اقتصادي او اداري حالات داوس په څېر دوام وکړي نو بيا به پخپله افغانان هم ملامت نه وي چې دنورو په هېوادوکې تابعيت منلو ته زړه ښه کوي.
داچې زموږ ځينو ترکمنو هېوادوالو هلته تابعيت منلو او دزهرو دې غړپ ته زړه ښه کړى ښايي مهم لامل يې همدا پرهېواد حاکم شرائط وي ، ښکاره ده چې دلته نه دچا حال تضمين دى او نه راتلونکې .هوسا (نن ) او روښانه (سبا ) دهرچا فطري غوښتنه ده او دلته دهيچادافطري غوښتنه هم مطمئنه نه ښکاري .
که حکومت په رښتيا هم ددې بدمرغيو او دنورو ديرغلونو او غصبونو مخه نيسي نو يواځينۍ معقوله او منطقي لار يې داده چې دجګړو کمپله ټوله او ترهرڅه ډېر دسولې فکتور ته کار وکړي . که داکار مو وکولى شو نو هرڅه ممکن دي او که په هېواد کې مو جګړې او وينې روانې وي نو ناشونې ده چې درڼا څرک به ومومو او يابه مو هغه دګوهرصاحب خبره داسنډا پدې څپر وخېژي .