د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مولانا خواږه طنزونه

پوهنمل محمود نظري 08.07.2008 21:35

دمولانا ټول شعرونه عرفانی دي چې د عرفان ډیر ړون انځورونه په کې نغښتی دي او کیسې بیا د مولانا د شعرونو اساسي رکن جوړوي چې ډیر يې طنزی بیان لري. هغه په خپلو کیسو کې حکمي او فلسفی توکي کارولی او ښه عبرتی کیسې يې لیکلي دي. د هغه کیسې حکمی او پایله لرونکی دی چې د خواږه طنز په ‌ډول يې بیانوي.
ځینې خلک لوده ګي او مسخره ګي ته طنز وایي خو طنز د ټولنې ترټولو ترخو واقعیتونه بیان په خواږه وینګ اومسخرو سره دی. چې مولانا ددې کار استاد دی.
د مولانا د مثنوی طنزی کیسې د هغه د تهاجم له موخو په اساس په څلورو برخو ویشلای شو
۱-جنسی مسایل
۲-مذ هبی باورونه
۳-د استدلال او مباحثې کړنلاره
۴-د انساني ښو خصلتونو بیان
طنز او دهغه خندانه کورنی( هجو، هزل ، او ټوکه ) ټول د شوخ طبعی لاندی راځي، ویلای شو چې شوخ طبعی تر ټولو عمده ادبی ډول دی ، شوخ طبعی هغه ویل یا لیکل دی چې دهغه اوریدل او لوستل د خوشالی او موسکا لامل ګرځي.
طنزد هزل او هجو سره ډیر توپير لری طنز ماتونکی او جوړونکی دی خو هجو او هزل ورانونکی(مخرب) او مسخ کونکی دی . د طنز موخه د ژوند د چاپیریال پاکول دی چې عمومی موخه لري خو هزل او هجو بیا شخصی موخه لري .
مولانا وایي:
عشق آموخت مرا شكل دگر خنديدن
په کلی ډول د صوفیانه ادبیاتو اساس پر درو پښو ښوونه،تهذیب او تفریح ولاړ دی
نو دهمدې کبله د ډيرو صوفیانو لکه سنایي ، مولوی او عطار آثار طنزی دی
که د مولانا مثنوی ولولو په هغه کې هیڅ داسې پاڼه نشته چې په هغه کې طنزونه او طنزي توکې نه وي ډیر طنزونه ډیر ساده او ښکاره دی چې په یو وار لوستلو هر څوک پر هغه پوهیږی او ځینې يې پیچلی او پټ دي چې عادی لوستونکی په یو وار ویلو په هغه نه پوهیږو او دهغه سرسری تیر یږی او هغه ته يې پام نه کیږي.
مولانا ژوند ته په طنزی نظر ګوري د هغه له نظره زموږ ټول کارونه خندنی دی زموږ ټول معمولي کارونه ان مقدس کارونه ورته خندنی ښکاري او په طنزي نظر ورته ګوری
د بیلګې په توګه هغه بایزید چې پر هغه ډیر ګران وو بیا هم د هغه ایمان د خره د جماع سره پرتله کوی
د مولانا طنزونه بې پروا طنزونه دی د هغه نه مخکې او وروسته چا دا جرات نه دی کړی چې پر مقدسو شیانو ملنډی ووهی او طنز پرې ولیکی دا هم دهغه د شخصیت لویوالی دی چې تر ننه نه دی تکفیر شوی.
د مولانا طنز دوه اړخه لرې لومری هغه اړخ چې په داستانو کې معمول دي طنز په کیسه کې لیکی او په هغو کې له تناقض نه طنز پنځوی لکه:
د یوې ښځې اوکازي کیسه: یو کازي پر یوې ښځې ګرم وو کله چې ښځه په دې پوهیږی نو دمیړه سره یوه نخښه جوړوي. ښځه کازي کورته رابولي د هغه د راتلو سره سم د هغې میړه راځي. ښځه د نخښې سره سم کازي په سندوک کې پټوی او هغه کولپوي.
ښځه د میړه د راتلو سره سم په ګیلو، طعنو او شکایتو پیل کوی او وايي موږ څه نه لرو! ، غریبان یو!. تا ټول شته په دې سندوک کې زما نه پټ کړي دي.
میړه یې ورته وايي: په دې سندوک کې څه شی نشته یوازې زما له پلارڅخه پاټه څه میراث دي چې بیه نه لري.
ښځه ورته وايي: نودا سندوک خلاص کړه! هغه ورته ویل: دا چې ته لج کوی دا سندوک وړم دښار په میدان کې یې سوځم چې پوه شئ په هغه کې کوم شی نشته.
هغه سندوک دیو پلنډی په شا ورکړ او د ښار خواته رهي شول په لاره کې کازي پلنډی ته وايي : زه کازي یم ته یو چا ته ووایه چې داروغه خبر کړی او ما وژغوري.
داروغه راځي او هغه سړی ته وایي: زه دا سندوک رانیسم !هغه ورته وایي: زه یې نه پلورم دا سندوک زما ابرو ده کوم قیمتي شان په کې نه شته یوازی زما د پلارراپاته میراث دی چې پر ما ډیر ګران دی خو د میرمني د لاسه غواړم هغه وسوځم.
خو داروغه غواړي هغه رانیسي
سړی ډیره لوړه بیه ورته وایي داروغه ورته وایي دا بیه ډیره لوړه ده !
هغه سړی ورته وایي: ته وده زه دا سندوک خلاص کړم او دننه شان يې یو وار بیا وګورم .
نو داروغه مجبوریږي کولپ شوی سندوک په ډیره لوړه بیه رانیسي.
ای خدا بگمار قومی روح‌مند
که ز صندوق بدن‌مان واخرند
په مثنوي کې طنزونه دوې بېلي خواوی لري یوه یې بهرنۍ خوا او بله یې دننه نۍ خوا. دننه نۍ خوا يې دبهرنۍ خوا په پرتله ډیر پام ،سوچ اوځیر توب غواړي. لکه دا کیسه
د یو یهودی، یو مسیحي ا و یو مسلمان کسیه:
یو یهود، یو مسلمان او یو مسیحي په یو کاروانسرای کې مسافر وه دهغو لپاره یې حلوا راوړه.
هغو هوډ وکړ چې دا به سهار هغه څوک خوري چې دشپې ښه خوب وویني.
سهار یهودی ویل: ما حضرت موسی(ع) په خوب کې ولید هغه زه له ځان سره بوتلم .
مسیحي ویل: ما حضرت عیسی(ع) په خوب ولید هغه زما لاس ونیوی له ځان سره يې بوتلم.
مسلمان ویل: ما حضرت محمد(ص) په خوب ولید هغه ویل دوی دوو دین خپل کړ ته پاڅه حلوا وخوره چې دا دنیا دی له لاسه ونه وځي او ما هغه حلوا وخوړله
د مولانا موخه په دی کیسه کې دا ده او موږ ته ښیی چې عمل ښه دی تر تخیلاتو
دهغه په اند د دینونو تر منځ توپیرونه یوازی حلوا ده خبره په خدای، دین او پیغامبر باندی نه ده توپير په کلامی مباحثو کې نه دی توپیر د هغو په حلوا خوړولو کې دی دا ښیي چې هغه مهال په ټولنه کې کلامي تعصب ډیر وو
د مولانا کیسې ربړونو په حکمی او فلسفی ډول بیانوی چې لوی عبرتونه لری دهغه کیسې حکمی او پایله لرونکی دی هغه تر ټولو ترخه ټولنیز مسایل په خوږ بیا ن سره د طنز په قالب کې بیانوی چې واک لرونکی د هغه نه غچ وانه خلي چې دا دهغه پوهوالی او پوخوالی ښیي.

ښوونکی او زده کوونکی کیسه:
زده کوونکي تل له درسه تښتیدل دا وار ټوله یو لاس کیږی چې ښوونکی ناروغ وښيي نو ټوله ښوونکو ته وایي :ته ناروغه يې. او هغه ته د روغتیا دعاوی کوی .هغه وایي: زه ناروغ نه یم خو کرار کرار شک ورپیدا کیږی نری تبه باندی راځي درس خوشی کوی او کور ته ځي. میرمن یې ورته وایي: ته ناروغه نه یې! هغه پریوځی. بله ورځ د زده کوونکو میندی دهغه پوښتنې ته راځی هغه باور کوی چې رښتیا ناروغ دی
دلته د استاد ختا ایستل د خپلو زده کوونکو لخوا یوطنز دی
د زده کوونکو مخی ته د جوړسړی کړه او د میرمنی مخ ته د ناروغ سړی کړه ، د زده کوونکو او دهغو میندو ته د ناروغ ښوونکی بیان ډیر زړه راکښونکی دی
گفت من هم بی‌خبر بودم از این
آگهم مادران غران کردند هین


د ړانده دسپۍ د مدح کیسه
یو سپی پر یو ړانده ګدا حمله وکړه خوار ړانده دهغه مدح او ستاینه پيل کړه

گفت او هم از ضرورت‌ای اسد
از چو من لاغز شکارت چه رسد
گور می‌گیرند یارانت به دشت
کور می‌گیری تو در کوی این بدست
گور می‌جویند یارانت به صید
کور می‌جویی تو در کوچه به کید
آن سگ عالم شکار گور کرد
وین سگ بی‌مایه قصد کور کرد
علم چون آموخت سگ رست از ضلال
می‌کند در پیشه‌ها صید حلال
په دې کیسه کې د سپی ستاینه د یو ړانده لخوا چې د ځان د ژغوړنې لپاره هغه ته د ښکار امیر او د ښکار زمری وایي خو تیریکونکی سپي د هغه په مدح او ستاینه نه پوهیږی

اخځلیکونه
۱-اسماعیل امینی ـ 7sang.com
۲-دکتر حسن شهرستانی. خلاقيت هنري در آثار و انديشه‌هاي مولانا نمايان است-ibna.ir
۳-اسماعيل امينی. چند حکایت طنز از مثنوی
Tehranedu6.ir

۴-بوکنا وب پانه
۵-
Shabmasnawi37.persianblog.ir
۶-ډاكټر سيدعلي موسوي گرمارودي.طنز چیست؟