د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هسکمينه واله مشره

ګهيځ 08.07.2008 20:10
د هسكې مينې د سختې پېښې په تاثر چې د ۱۳۸۷ د چنګاښ پر ۱۶ مه پېښه شوه او د واده د زلمي او ناوې په ګډون يې ډېر نور هم له ژونده بېغمه كړل.
هسكمېنواله مشره!!
ګهيځ
هلته به اوس ستا په څېرو د ډېرو مخورو او سپين ږيرو مشرانو سترګې له اوښكو ډكې وي، د ځوانانو زړونه به  لكه په موټي كې نيولې مرغۍ تنګ وي، خو نه به يې الوت د خپل وس خبره وي او نه هم په هغه بند موټي كې د څانګو وهل، هلته به لا پېغلې د خپلې يوې همزولې د ارمانونو په سوو او مړو ايرو ژاړي، ټولو ته به يې د نكريزو رنګينه شپه او سره لاسونه سترګو_ سترګو ته كېږي... او هلته به لا د ميندو سترګې د خپلو ګلاليو په وير سرې وي.
په هغو غرنيو او لوړو ژورو سيمو كې به ژوند تر ډېره د وېرې، كركې او بې باورۍ نوم وي، د هيچا لاس به له ژوند سره تړلي كار ته نه ورځي او د خلكو به يو داسې (غږ) ته غوږونه څك وي چې د هغوى د بېروحه او مړې خاموشۍ غرونه راونړوي...
خو دا (غږ) نه شته، مګر د دې غږ تړه تل پخوانيو مشرانو كړې وه، د تړې هغه غږ به له دوه سري ډول سره بدرګه كېده او بيا به چې كله په هغو وېروونكيو تنګيو كې خور شو، نو آزانګۍ به يې تر ډېره په هغو تاوو را تاوو تنګيو كې بندې پاتې وې.
خو چې دا غږ نه و، نو بيا خو كاش د ناوې سره ډولۍ په هغه ځاى کې د كوم تور غره برخه ګرځېدلې واى، كاش تاسې ټول يې تر څنګ د وړو _ وړو غرونو په څېر راټوكېدلي واى او يا هم درباندې هغه چاپېره دنګ غرونه رانړېدلي واى، ځكه چې د ناوې هغه د ټول عمر د ارمانونو سره جوړه خو به باد او لوګيو نه وهله.
وبښه مشره !!
ته ډېر درانه غم ځپلى يې، ما غوښتل غم دې غلط كړم، خو... ته اوس له ځانه نه يې خبر، پر دې هم نه پوهېږې چې كور ته روان يې  او كه هدېرې ته، ستا يواځې د دروزې خولۍ پر سر ده او پګړۍ دې د يو زلمي د جنازې له كټ سره تللې!!!
څادر دې  هم پر ولي نشته، پوهېږم هغه به دې د كومې شهيدې پېغلې پر سوي بدن غوړولى وي، نن به ته ډېر خواشينى يې، ځكه تا ډېر عمر خوړلى، ډېرې نادودې دې ليدلي، مګر له داسې قيامتونو سره به كله نه وې مخ شوى.
مشره! اوس ستاسې شملې هم لكه  د ځينو سپېڅليو علماوو د سپينو پګړيو په څېر په امان كې نه دي، نن يې ستا له سره هغه دنګه شمله داسې را ښكته كړه او سبا دې كېداى شي د هغو قبايلي مشرانو په څېر سر هم ورسره له تنې بېل كړي.
ته به نه يې خبر چې له پولې ها خوا ستا د تربرونو انګړ ته د يوې بلې لوبې سر رارسېدلى، تر اوسه يې له لسګونو قبايلي مشرانو سرونه خوړلي، په ټولو پښتون مېشتو او مسلمان مېشتو سيمو كې پر مذهبي او قومي ارزښتونو پښې اېښودل كېږي، خو نه په مسلمان مېشتو سيمو كې كوم حمزه سر راپورته كړ، نه په پښتون مېشتو كې كومې مور ايمل خان او خوشال خان وزېږول او نه داسې پېغله راپورته شوه چې دې زلميو ته ووايي:
(( جګړه د كلي منځ ته راغله
نامرده! پورته شه چې ملا دې وتړمه))