د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ای اس ای د تروریستانو په سر کې

سرلوڅ مرادزی 08.07.2008 18:23

د جولای په اوومه ، کابل کې د هند سفارت پر انګړ یرغل ، چې په هغه کې ۴۱ تنه د سفارت د څلورو دیپلوماتانو په ګډون ، افغان عام وګړي شهیدان او د ۱۵۰ تنو په شاوخوا کې ټپي شول ، چې په ټپیانو کې د لسو تنو ژوند تر خطر لاندې دئ ، پخپل ډول کې روستنۍ لویه تروریستي پېښه ګڼل کیږي .
طالبان وايي چې په دې پېښه کې لاس نلري . څومره ښه ، خدای دې وکړي چې تل همدغسې وي !
دمګړۍ دا پېښه د افغانستان او هند له دولتونو او ولسونو سربېره ، په افغانستان کې د ملګرو ملتو استازي ښاغلي کای ایډه ، سپينې ماڼۍ ، د اروپا کمیسیون او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي قریشي غندلې ده .
د غندنې په دې نارو ، شور او زوږ کې مل هم نارې وهې او غل هم !
ریښتیا هم په داسې غوغا او شورماشور کې ، د ځينو لپاره ډېره سخته ده چې پوه شي چا د افغانانو د ټولوژنې شا ته سنګر نېولئ دئ ؟ بېخي د اریانتیا خبره دا ده چې د پېښې په غندنه کې د پاکستان د دولت غږ هم اورېدل کیږي !
افغانانو ته لکه د لمر پشان څرګنده ده چې د هند او افغانانو تر منځ لرغونې دوستي او په روستیو کالونو کې د افغانستان په بیاودانۍ کې د هند ورورګلیزه مرسته ، د پاکستان په زړه نه ځاییږي . دا چې هندي انجینران ، د سرک سازۍ ساده کارګران او نور هندي وګړي په نښه کیږي او وژل کیږي ، د دې پېښو شا ته له ای اس ای پرته بل څوک کېدلئ شي ؟
د افغانستان او پاکستان تر منځ د امن په جرګه کې ځينې پاکستاني جرګه مارو او په وار وار ځیني پاکستاني خبریالانو ، دا چې ولې په کندهار او جلال اباد کې د هند قونسلګرۍ موجود دي ، نېوکه کړې او پاکستان د افغان ــ هند پر دوستۍ هیڅکله هم خپله کرکه نه ده پټه کړي !
ای اس ای نه یوازې افغانان وژني او افغانستان ورانوي او جوړېدو ته يي نه پریږدي بلکې د افغانانو دوستان هم نه پریږدي چې د افغانانو مرستې ته ورودانګي . نو په ځای ده چې افغانان داسې دښمن سوګند خوړلئ دښمن وبولي !
کله چې په پاکستان کې پوځي کړیو او ای اس ای واورېدل چې د پاریس په غونډه کې نړیوالو افغانستان ته څه له پاڅه د ۲۰ میلیاردو ډالرو د مرستو ژمنه کړې ، نو له هغې سره سم يي په افغانستان کې خپلو تروریستي هڅو ته نور هم زیاتوالئ ورکړ .
پاکستان په هیڅ بیه افغانستان سرجیګېدو ته نه پریږدي . هغه د ضیاالحق او د ای اس ای د پخواني مشر اختر عبدالرحمن د وخت شعار « کابل باید تل په اور کې وسوځیږي » دا دئ له سره تازه کیږي او ټول ویني داسې ورځ نشته چې د ای اس ای پلاس افغاني میندي د خپل نازولي اولاد په ویر ، ویرجنې نه وي !
اوس پوښتنه دا ده چې ، ای اس ای په افغانستان او سیمه کې په یوازې ځان دا هر څه تر سره کوي ، یا يي بل څوک تر شا ولاړ دئ ؟
ــ ای اس ای د دومره تروریستي بریدونو لپاره بودیجه له کومه کوي ؟
ــ دلته چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایساف او ناتو ځواکونه شتون لري ، په ریښتیا ای اس ای د نړۍ له دومره ستر ځواک سره په يوازې ځان جنګیږي ؟
ــ د امریکا سي ای ائ ( سیا ) او د انګریز انټلیجنټ سرویس ( د انګریز د استخبارانو ځاله ) چیري دي او په څه شي بوخت دي ؟
ــ لږ څه وړاندې خو ای اس ای په جنوبي اسیا کې د دې سیمې لپاره د ( سیا ) د یوې څانګې حیثیت درلود ، ایا اوس ای اس ای د خپل استاد ( سیا ) له اجازې پرته دا ډول تروریستي بریدونه مخې ته بیايي او ( سیا ) چوپه خوله او بې لاسو بې پښو ورته پاتې ده ایا دا ریښتیا بريښي ؟
ــ که امریکا د پاکستان پر پوځي کړیو او ای اس ای باندې یوازې خپلې مالي مرستې ودروي ، ایا ای اس ای د امریکا د ملي مرستو پرته په افغانستان او سیمه کې دومره ورانکاري او تروریستي بریدونه کولئ شي؟
ــ په پاکستان کې د زرګونو تروریستانو روزنه ، سمبالونه او افغانستان او سیمې ته د هغوی استونه ، د ا امریکا او انګریز له خبرتیا ، مشورې او مرستې پرته کېدلئ شي ایا د پاکستان حکومت دا ټول په یوازې ځان تر سره کوي ؟
ــ په افغانستان او سیمه کې د پاکستان د ای اس ای او پوځي کړیود تروریستي بریدونو په اړه د امریکا ، انګریزاو د لویدیځ د رسنیو چوپتیا څه مانا لري ؟ ایا د دومره پرمختللي تخنیک سره سره چې لویدیځ يي پخپل واک کې لري بیا هم دوی په هیڅ نه دي خبر او دا هر څه د دوی له نظره پټ ترسره کیږي ؟
دا او په لس ګونو نورې پوښتنې په ډاګه کوي چې په افغانستان او سیمه کې یوه لویه چلوټې ( توطیه ) روانه ده او له بده مرغه زموږ هېواد افغانستان ددې توطیې د پلي کېدو لپاره وړ او مناسب ځای ګڼل شوئ دئ !
نه یوازې پاکستان موږ ته تروریستان رالیږي ، بلکې د امریکا او ناتو د ړندو او پخپل سر بمباریو له لاسه د هر افغان پر کور د قیامت ورځ جوړه ده !
که امریکا د لویدیځ په مشرۍ په ریښتیا د ترویریزم د جرړو د ایستلو پسې افغانستان او سیمې ته راغلي وي ، نو د تروریستي جرړو مرکز ، له سړې جګړې څخه د یوازینې پاتې شونې هېواد د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې دئ او بس !
د تروریزم سره د مبارزې ریښتینولي د پاکستان د پوځ او ای اس ای د جرړو په ایستلو کې نغښتې ده که نه دا د افغانانو او سیمې د ولسونو د تېرایستلو لپاره هسې جوړه شوې ډرامه ده !