د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زه څوک وم او څه شوم

عارف خان (همدرد) 08.07.2008 16:48
رښتيا خبره ده ،چې انسان تر څو په دنيا کښې ژوند کوي نو د ژوند په ډگر کښې به د ډول ډول ستونزواو مشکلاتونو سره مخامخ کيږي ،ځکه ژوند بې د غم نه خالي نه وي . په ځينو انسانانو باندې الله تعالى ډير رحم کړى وي ډير څه يې ورکړي وي خو هغه يې بيا په سمبالولو او استمالولو باندې نه پوهيږي . زه هم د دغو خلکو له جملې څخه وم . زه په يو وخت کښې بادشاه وم . د يو ملت مشري مې کوله ډير زيات درباريان به مې و . قوم هم زما تر شاه ولاړ و او زما د ترقۍ لپاره به يې ماته لارهونې کولې . زه چې به کله د بادشاهۍ د سلطنت په تخت ناست وم .ماته به هيڅوک نه ښکاره کيدل . نه به مې د چا نه به مې دچا لارهونو ته غوږ نيوه او نه به مې څوک ځانته نږدې پريښودل،ځکه ،چې زه پادشاه وم او خپل زړه وزير به مې راته څه ول هماغه کارونه به مې پر مخ بوتلل د چا مشورو ته مې حاجت نه وو . . . زما تر لاس لاندې ډيرو وزيرانو او واليانو کارونه تر سره کول . ما،چې به کوم کار کول هغوى به منل خو زما مشاور ډير هوښيار سړى و . هغه به ما ته د ملت د ترقۍ لپاره ډيرې ښې مشورې راکولې. او ويل به يې بادشاه صيب که غواړې ،چې په اينده کښې بيا کاميابي او بادشاهي تر لاسه کړې نو د ملت او قومي مشرانو سره ښه تعلق وساته د دوى نظرونه پوښته،ځکه ،چې د ملک ترقي بغير د قوم د يوالې نه نه کيږي کوښښ وکړه ،چې دوى په يو ټغر راټول کړې او خلک پر تا افرين و وايې او دويمه خبره دا ده که د دوى په زړونو کښې ځاى پيدا کړې دا به د تا لپاره ډيره يوه ستره کاميابي وي،ځکه ،چې د يو ځاى په زړه کښې ځاى پيداکول ډير يو ستر هنر غواړې.که غواړې ،چې په اينده کښې بيا بريالى اوسي . نو دغه کړنلاره خپله کړه.ځکه د حکومت واگي د ملت سره وي او ،چې ملت ناراضه وي حکومت نه شي جوړيدلى .رښتيا هم ،چې زما مشاور ماته ښې مشورې راکولې اوس راته د هغو خبرو ارمان راځي ،ځکه چې پر ما دې ملت باور وکړ ماته يې رايه راکړه زه يې د بادشاهۍ لايق وگڼلم او په ما يې اعتبار وکړه. خو ما خپل ځان ونه پيژنده ،ځکه زما يوازې شهرت خوښ و. د خدمت کولوسره مې دومره نه وه جوړه او بله ناکامي داوه،چې د قوم د مشورونه به مې پرته کارونه کول ،نو ځکه قوم به له ما ناراضه وه . ما د نړۍ له شتمنو هېوادونو څخه مرستې وغوښتې هغو راسره خپلې مرستي وکړي. خو قام ته مې ښکاره نه کړې خپلې سترگې مې پرې پټې کړې. ما به ويل که صبا ته د پاچاهۍ د سلطنت نه کوز شې دا قوم بيا ستا شاته نه ودريږي ما د ځان لپاره ډير څه لاسته راوړل خو له قوم لپاره مې هيڅ ونه کړل او اخر قوم له ما کرکه پيدا کړه او د سلطنت له تخت ځنې يې کوز کړم .زه اوس بادشاه نه يم زه اوس ډير يوازې يم . هيڅوک مې خبره نه اوري وخت هم راځنې منډې وهي اوس د خپل سيوري هم وريږمه . هغه زما خواږه ملگري چې ما سره به د سلطنت په تخت ناست وهغه هم له ماسره پاتې نه شواو زه يې يواځې پريښودم زه ،چې اوس خپله د بادشاهۍ کېسه چاته وکړم . نوما ملامته بولي او پرميدان مې يوازې پريږدي ما سره د خبرو کولو اوس هيڅوک نشته اوس د شپې په خوب کښې هم وريږم هسې نه ،هسې نه چې قوم راسره حساب شروع نه کړي. دغه کوم شتمنې چې لرم له دې به هم خلاص شم . هر وخت په دې ويره کښې يم . نوځکه خو پر دې دنيا کښې نه ځاىږمه کله يو خوا منډې وهم کله بل خو .رښتيا هم ،چې څوک د قوم او د ملت سره غدارې کړي. د ملت تر غږ او سيوري لاندې کار نه کوي او د ملت د ترقۍ سوچ ونه لري انجام به يې زما دبادشاهۍ په شانتي وي . ځکه زه که بادشاه وم په ملت بادشاه وم . اى خدايه ته ماته بخښنه وکړې . ما د خپل هېواد او دې درديدلې ملت سره ډيرې غداريانې کړي دي . تر څو ،چې مې دا ملت ونه بخښي ته مې هم نه بخښې ته پر ما دا ملت مهربانه کړه ،چې ماته بخښنه وکړي . او که دې دا ځل بيا راته بادشاهي راکړه . نو ستا او ستا د بندگانو د آمر لاندې به خپل کارونه کوم ،کاش ،چې داسې کيدلى چا رښتيا ويلي دي ،چې توکړې لاړې بيا خولې ته نه راځي ،که هر څومره کوشش وکړې . نو ځکه خو رحمان بابا ويلي دي . داسې مه وايې چې زه يم په جهان کښې پيدا کړى خداى د سر د پاسه سر دى يو بادشاه وي چې لښکرې ورپسې وي داسې نه ،چې په هر چا پسې لښکر وي