د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زه دې ژوندی وم

محمدآصف خواتی 08.07.2008 02:59

مخکې له دې چې پر اصلی موضوع څه ووایم غواړم دیوه خپل پخوانی دوست اوملګری دیوې مانا داره خبرې یادونه وکړم چې زما ددې لیکنې دمحتوی اوپه تیره دسرلیک ( عنوان ) سره سر خوری اوهغه دا چې ما اوزما ځوانیمرګ ملګری چې په ۱۳۶۳ کال کې دکابل دهوایی ډګر په ترمینل کې دیوه بمب دچاودیدنې له امله چې دوخت ددولت دمخالفینو له خوا ایښودل شوی وشهیدشواودې انسانی ضد عمل ته یې دجهاد نوم ورکاوه د۱۳۵۷ کال دجوزا په میاشت کې دحبیبیې لیسې مخکې روان وو چې دنوموړې لیسی مخې ته یو ستر شعار( مرګ برضد انقلاب ، اخوان الشیاطین، ناسیونالست های تنګ نظر وعظمت طلب ، افراطیون راست وچپ ،سلطنت طلبان ،اشرافیت ،فیودالزم او۰۰۰ ) ترسترګو کیده هغه دا شعار ولوست اوپه موسکاسره یې و ویل ښه دا وه چې لیکلی یې وای ( زنده باد خودمه ) یعنی ( زه دې ژوندی وم ) دا ځکه چې پداسې شعاربه دا دومره زیات مصرف نه کیده ۰ دهغې وخت څخه پوره دیرش کاله تیر شوی خود دې دریو لسیزو دناتار اوناورین څخه ځینوسیاسی کړیو، لیکوالو اوسیاستوالو دعبرت درس نه دی اخیستی اوپردې نه دی پوه شوی چې دا وطن دټولو ګډکور دۍ ، ټول پکې دژوند، سیاسی فعالیت اودهیواد دادارې اولارښونې په چارو کې مساوی حق لری ، اودا ولس په ګډه سره کولای شی هیواد دپرمختګ لوړو پړاوونو ته ورسوی ۰ تراوسه پورې هره ډله ،هرسیاسی ځواک اویا ځانګړی سیاستوال که ځانته کیڼ لاری وایی یا ښۍ اړخه ، ددموکرات اکټونه کوی که داسلامپاله ، ځان واجب الاحترام ، دښو صفتونو اوځانګړتیاوو هنداره ، پوه اوعالم اودهیواد رښتینېی خادم اونوروطن اوخلکو ته خاینین اوناپوهان ګڼی ، چې څرګندمثالونه یې په ویب پاڼو کې دځینو لیکوالو لیکنې اومقالې دی چې دځان اویا هغو ډلو چې دوۍ یې غړی اویا خواخوږی ورسره لری ستاینه اونورو ته سپکې سپورې وایی ۰ البته داخبره هم له یاده ونه باسو چې درۍ لسیزې پخوا یوازې واکمن ګوند ( ا ، خ ، د ، ګ )د نورو دنه منلو تګلاره نه وه غوره کړې بلکه نورو سیاسی ډلو هم دواکمن ګوند په شان عمل کاوه چې دا مهال هم هماغه ناسم تفکر اوچلندته چې زموږ بدمرغی پکې پرته ده ادامه ورکوی اودځانخانۍ اوځان غوښتنې پر محور عمل کوی چې داوسنیو واکمنوکړیو کړه وړه یې څرګند ثبوت دۍ ۰ددې لپاره چې د موضوع څخه لیرې ولاړنشم راځم اصلی موضوع ته کومه چې غواړم پرهغې بحث وکړم ۰ دبحث وړ موضوع دښاغلی پوهاند ډاکترمجاوراحمدزیار وروستۍ مقاله چې نوم یې ( جلادان ، جلادان بلل را بلا کوی ۰۰۰) دۍ اودتل افغان اوټول افغان په ویبپاڼو کې خپره شوې ده ۰د مقالې په لوستلوسره پوه شوم چې ښاغلی زیارد ښاغلو( ظاهر افق او اجمل نور ) لیکنو عصبی کړی اودهغوی په اړوندیې دا مقاله لیکلې ده چۍ له بده مرغه دښاغلی زیارپه لیکنه کې هم دیوشمیر نورو لیکوالوپه شان ځانستاینه اوددوی په آنددنورو نیمګړتیاوو ، منفی دریځونو، ځانګړتیاوواوناسمو تګلاروته انتقادی ګوته نیول شوې اوهغوی یې تربریدونولاندې نیولې دی ۰ ۰ دښاغلی زیار دمقالې په لوستلوسره داپوښتنه راسره پیدا شوه چې دهیواد داسې وتلی اکادمیک شخصیت اوپیژندل شوې علمی - سیاسی څیره ددې پرځای چې علمی ، سیاسی اوټولنیز موضوعات وڅيړی، دهیواد دشرمه ډک واکمن وضعیت لاملونه،د هغې څخه دوتلو دلارو چارو اودافغان کړیدلی ولس د بیشماره اوبیساره ستونزو دحل په هکله دخپلې پوهې اوتجربې په رڼا کې پرمسالو بحث وکړی خپله لیکنه یۍ ځانستاینې ،دنورودعیبونو اونیمګړتیاووبربنډولو ته ځانګړې کړې ده ۰ دښاغلی زیار څخه په پوره درناوۍ پوښتنه کیږی چې آیا په دې بحث وشی چې څرنګه دافغانستان ناورین اودافغان وژنې روان بهیر ته دپای ټکی کیښودل شی چې بهرنیان یې په ړندوبمباریو سره وژنی اوددولت مخالفین یې دپردیو اشغالګرانوپرضددجهاد په نامه له منځه وړی چۍ څرګندمثال یې په دوووروستیو ورځوکۍ دننګرهاردهسکې مینې په ولسوالۍ اونورستان کې دلسګونوتنوبیګناه افغانانوچې په هغې کې ښځې اوماشومان هم وودايتلافۍ ځواکونودهوایی بمباریوله امله په ډیره بیرحمۍ اوبې تفاوتۍ سره ووژل شول اوبلې خواته بیا مخالفینوپه کابل کې دهندسفارت ترڅنګ دځانمرګې برید له امله څه کم ددوو سوو تنو ملکی وګړوژوندواخیست يا پرهغه موضوع خپل ګران اوارزښتناکه وخت مصرف کړی چې نورهم دوطنوالوترمنځ بې اعتمادیواو دښمنیوته لمن ووهل شی ؟ دښاغلی زیار دلیکنې دلوستلو وروسته مې وغوښتل دښاغلو( اجمل نور او ظاهر افق) لیکنې هم ولولم له بده مرغه دښاغلی نور لیکنه مې په ویب پاڼو کې پیدا نه کړه او دښاغلی افق دمفصلې لیکنې نه را ته څرګنده شوه چې ښاغلی زیار په خپله کومه لیکنه کې چې دښاغلی نور دانتقادې لیکنې په اړوند غبرګون ښکاره کړی و دښاغلی افق په پته (( بیله کوم دلیله اوبیله کوم منطقه ، دخپلې موضوع اوعنوان څخه لیرې دافق په پته )) څه لیکلی چې ښاغلی افق اړشوی و تر څوخپل غبرګون څرګندکړی چې زما له نظره دښاغلی افق دا غبرګون یو پرځای اومنطقی کار و۰ که څه هم ښاغلی زیار پخپله وروستۍ مقاله کې چې عنوان او طرح شوی پوښتنې یې دشکل اومحتوی له مخې ډیرې درنې اوراپاروونکې بریښی لیکی : ((ماد ده پر پته يوازې او يوازې هماغه يو ټوکر يا پراګراف کښلی وو)) ۰ خوپوښتنه داده چې داپراګراف دڅه لپاره اوپه کوم دلیل سره کښل شوی و ؟ اجمل نور دافق سره څه تړاولری چې داجمل پرځای پر افق بحث اولفظی بریدونه کیږی ؟ که څه هم زه ددې دریو ښاغلیو ( زیار ، افق او اجمل نور ) سره پیژندګلوی نلرم که احیانا دزیارصاحب پرته دا دوه نور دوستان ووینم هغه به ونه پیژنم داځکه چې هغوی مې نه دی لیدلی البته ، ښاغلی زیار به دهغې دعکسونو څخه وپیژنم چې په ځینو ویبپاڼو ترسترګوکیږی ۰ داخبره هم دیادولو وړده چۍ ښاغلی زیار نه یوازې افق تربریدونولاندی نیولې دی بلکه ډیر نورکسان چې مخې ته یې راغلی دی پرهغوی لفظی بریدونه اوګوزارونه کړی دی چې دده دابریدونه اوګوزارونه دا،خ ، د ، ګ دځینومشرانو چلنداوکړووړوته ورته دی چې خپل سیالان او یا هغه ګوندی غړی به چې دهغوی نه خوښیدل اوددوی سره یې بیله قید اوشرطه سرنه ښوراوه په دی یا هغی نامه یادول ، مختلفۍ ټاپې به یې پرې وهلې اوپه دې توګه به یې دې ته زمینه برابروله چې هغه له ګوندڅخه وشړی ، دکارڅخه یې ګوښه کړی یا زندانونوته واستوی چې یوددغو ټاپو اونومونو څخه د(( امینې )) ټاپه وه چې ښاغلی زیار اجمل نور دیوه امینی په نوم یادوې اوداسې ښکاری چې زیارصاحب تراوسه پورې دکارمل د واکمنۍ دهغو تورونواوټاپو وهلو تردرانه پیټۍ لاندې روان دۍ چۍ هغو خلقیانو ته به یې ( امینیان ) ویل کوم چې دشوروی اشغال ته یې انترناسیونالستی دنده نه ویله ، دهیواد اشغال یې نشو زغملای ، د شوروی سلاکارانوامراونهی ته یې غاړه نه ایښودله ،په ګوندکې یې دموکراسۍ غوښتله اوداسی نور۰۰۰ ښاغلی زیار ته لازمه وه چې دښاغلی اجمل نور پوښتنو اوانتقادونو ته په پوره حوصلې سره ځواب ورکړی وای نه دا چې دڅارګرې ادارې دمسؤل په شان دمخالف نظر دخاوندپه اړوند معلوماتونه را ټول کړی چې هغه څوک و ، دکومې ډلې سره یې تړاودرلود، پخوا یې څه کړی اونن څه کوی ؟ داهم له یاده ونه باسو هیڅوک دښاغلی زیار دپوهې اوهغو خدمتونو چې دپښتو ژبې دودې اوپرمختګ لپاره کړې دی اوکوی یې، نشی پټولای اوکه څوک هغه نه وینی اوهغې ته ارزښت نه ورکوی هغه واقعبینه انسان نه بلکه دعلم اوپوهې اوپه تیره دپښتوژبې سره دښمنی کوی خوزیار صاحب ته هم په کارنه ده چې دخپلو لوړوزده کړو، خدمتونو اوهلو ځلو په اړوندپخپله تبلیغات وکړی پریږدی چې نوردده په اړوند ولیکی اودده دشهکاریواوخدمتونوستاینه وکړی ۰ دمثال په توګه هغه لیکی : ((زه تراوسه د ړومبني اکادېميک پښتني _ افغاني پښت د لومړني او وروستني استازي په توګه په ټوليزه ژبپوهنه، هندو- اروپايي، اَرياني فېلالوجۍ او څېرمه څانګو، توکمپوهنه او ادبپوهنه کې دلوړ ترين زده کړيز لاسوند(ډېفېل ډاکتر ډېګرۍ) او لوړترين څېړنيز-پوهنيز رېکارډ څښتن يم او په دې لړ کې د نوې پښتو ژبپوهنې د رادودونې او پرمخ وړنې واک او وياړ يوازې زماپه برخه دی. ))۰
 په هرصورت دا دښاغلی زیار کاردۍ خوهغه څه چې زه یې اړکړم دې ښاغلی زیار په لیکنه څه ولیکم دوې مسالې دی ۰یوه یې دده قضاوت دا، خ ، د ، ګ په هکله دۍ چې دی یې یو وخت دپیژندل شووفعالینو څخه وچې دخپلې مقالې په یوه برخه کې وایی : (( ترڅومې د ځانګړې راکړې شمېرې له لارې ورته د نالايق د اکادېمېسنۍ- کانديدۍ ډرنامه ور پلمه کړه او د پښتني- تاجيکي فاشېستانو او کودتا چيانوګوند مې د تل لپاره ورپرېښووه.))۰ دیوه ګوند په هکله کوم چې ممکن ښاغلی زیاریې لږترلږه لس کاله غړیتوب درلود( پښتنی – تاجکی فاشیست ګوند) ویل دلسګونوزروشریفوغړواودهغو شهیدانو ګوندیانوچې دیوې بسیا اوانسانی ټولنې دجوړیدو په هیله ژوندله لاسه ورکړپه حق کې دښمنی ده خوښاغلی زیار هغه وخت له ګونده استعفا ورکړې ده چې دی پوهیده چې نورددې ګوند په دسترخوان کې خوندورنعمتونه نشته ، هغه بایدواک له نوروسره وویشی اودهغې دماتې انګازې په واقعیت بدلیدې اودده سازمانی ملګرودپرونیونه پخلاکیدونکودښمنانوسره ګډه ژبه پیدا کړې اوواک هغوی ته سپاری ۰ البته ښاغلی زیار یوازینۍ ګوندی نه و چې هغه مهال یې ګوند پریښود بلکې نوروملګرو یې هم دده لاره غوره کړې وه چې په هغې ډله کې یو هم ښاغلی سلطانعلی کشتمند دا، خ ،د ،ګ دمؤسسینوڅخه کوم چې دلسو کالو څخه زیاته موده دهیواد لومړی وزیر (صدراعظم ) و دګوندڅخه یې استعفی ورکړه۰ خو خبره داده چې آیا زیارصاحب پخوا نه پوهیده چې دده په خبره دا ګوندپښتنی – تاجیکی فاشیستی اودکودتاچیانو ګونددۍ ؟ آیا دی هغه وخت نه پوهیده چې هغه ګوند چې ده یې غړیتوب درلوددثورانقلاب په نامه خلک غولوی چې دا انقلاب نه بلکه پوځی کودتا وه ؟ اواوس چې نه هغه ګوندشته اونه دهغې په دسترخوان باندې نعمتونه لیدل کیږی اونه څوکۍ شته اونه بهرنی مسافرتونه پخپله لیکنه کې هغې انقلاب ته کودتا وایی ؟ هغه وخت ولې کودتا نه وه او کله چې دی دشوروی داشغال له برکته د(( امین - سروری)) له زندانه خلاص شو هغې ته یې (( دثور انقلاب تکاملی پړاو)) وایه اودخپل هیوادداشغال پرضد ونه دریده؟ ددې تکاملی پړاو په بهیر کې یې کوم چې شوروی سرو کمونستانو افغانستان نیولی و،یا کله چې دده په خبره ښاغلی کشتمند ویلی وو:
 ((هرکس که به زبان امين تره کی ګپ مېزند، دشمن ما است))دا پښتنی – تاجیکې فاشیستی ګوندڅخه ونه ووت ؟ داهغه پوښتنې دی چې دګوند څخه دده وتل ترپوښتنې لاندې راوړی۰ زما له نظره دګوند څخه دوتلو اصلی لامل بل څه دی چې ده په تصادفی توګه پخپله لیکنه کې په تیروتنې سره ورته ګوته نیولې ده اوهغه داکادمیسینې – کاندیدۍ مساله ده چې ده ته نه ده ورکړل شوې اودده په خبره (( ترڅومې د ځانګړې راکړې شمېرې له لارې ورته د نالايق د اکادېمېسنۍ- کانديدۍ ډرنامه ور پلمه کړه )) چې دا پلمه نه بلکه دګوندڅخه دوتلویو علت و، البته اصلی علت ته مې مخکې اشاره وکړه۰ ښاغلی زیار ښاغلی افق په دی ملامتوی چې هغه ( سورکمونست اوسوویتست ) و ۰ آیا زیارصاحب سپین، شین یا ژیړکمونست اوانتی سوویتست و؟ ده پخپله یوه لیکنه کې لیکی : (( دبسیا هیواد دسویس دشپږو کلونو په اوږدو کې ( یوروسوسیالست ) پاتې شوی وم اوهیوادته تر ستنیدو کال دوه وروسته شوروی پلوی ( ا ، خ ، د ) ګوند غړیتوب ته اړوتی وم )) ۰ ده چې دیوروپ بسیا هیوادکې یوروسوسیالست پاتې واوهیوادته دراستنیدو وروسته هغه ګوندته ورځی چې هغه شوروی پلوی دۍ ، چې منطقا سویتست ګوندوو دا پخپله ددې څرګندوی ده چې ښاغلی زیار هم سویتست اوسورکمونست و۰که داسې نه وای نوولې یې دشوروی پلوی ګوندغړیتوب ته زړه خوښ کړ اوپه شعوری توګه هغې ګوندته راغلی دۍ ۰ اوس چې دشوروی توتالیتارـ پوځی کمونستی سیستم دړې وړې شو ښاغلی زیار پرنورو دسروکمونستانو اوسویتستانو ټاپې وهی دا خکه چې دننې دوران یوه مشخصه دسوسیالزم اوکمونسم ،دمارکس اوانګلس دتلپاتې علمی میراثونودتخریب اوناسموالې دوران دۍ نو زیارصاحب غوښتی دی چې په دې توګه خپل سیالان په دې نامه وټکوی۰بله عجیبه خبره خو لا داده چې ښاغلی زیار دا، خ ، د ،ګ دهغې فرکسیون غړیتوب ترلاسه کوی چې په افغانی ټولنه کې دشوروی ټینګ دوست ګڼل کیږی اودخپل نشراتی ارګان (( پرچم )) په یوه لیکنه کې پر ولادیمیرایلچ لینن درودویلی و چې دافغانستان روحانیت ،دین اومذهب یې راوپاراوه، هغوی ته یې دا پلمه اوسند ورکړترڅو د( ا ، خ ، د ، ګ) په کفراوالحادتورن کړی۰ اوکله چې ګوندواک ترلاسه کړدملحدانودواکمن کیدو په نامه یې دافغانستان ددموکراتیک جمهوریت پرضد جهادپیل کړ۰ آیا دۍ په لینن باندې د( درود ویلو ) نه بیخبره و چې ددې فرکسیون غړیتوب یې ترلاسه کړ؟ بل داچې دې خبر نه و چې کله په ۱۹۶۸ کال کې شوروی لښکروپرچکوسلواکیا حمله وکړه، نوموړی هیوادیې اشغال اودخپلې خوښی مشران یې دچکوسلواکیا پرولس وتپل اوواکمن کړل بیا هم د(ا ، خ ، د ، ګ دپرچم فرکسیون ) په خپل نشراتی ارګان کې دې اشغال ته انترناسیونالستی دنده ویله او هغه یې په پوره قاطعیت سره تایید کړه بیا هم ددې فرکسیون غړیتوب ته زړه ښه کاوه اودپرچم په لیکوکې پاتې شو ؟ دپورتنیو څرګندونوسره سره وینو چې ښاغلی زیارددې خبرو سره سره دګوندغړیتوب منلی اوهلته ترهغه وخته پاتی شو چې نورددې ګونددزوال اوله منځه تلو زمانه راورسیده هغه یې پریښود اونن هغې ته پښتنی – تاجکې فاشیست اودکودتاچیانوګوندوایی اوددې ګوندغړی پدې ملامتوی چې سره کمونستان اوسوویتستان وو ګواکی چې دی نه سورکمونست و اونه سوویتست ، پداسې حال کې چې هغې اروپا لیدلې وه ، هغه په آزاده نړی کې څه موده ژوندکړی و منطقاچې دډیرو مهمواوپیچلو مسالو اودشوروی دولت له ځانګړتیاوو،سیاستونواوخارجې هژمونیستی پالیسیوڅخه دنوروګوندیانو په پرتله ښه خبر و اوپه آګاهانه توګه یې دداسې ګوندغړیتوب ویاړترلاسه کړچې دهغې د مبارزې پرحقانیت ، تګلارو اودشوروی اتحادسره په دوستۍ کلک باور درلود۰ اوبیله شکه ویلای شوچې زیارصاحب سویتست اوشوروی کمونسم ته ژمن اووفادارو۰ ژوند اودافغانستان اشغال وښودل چې ترکومې کچې پورې دخلق دموکراتیک ګونددپرچم فرکسیون دشوروی سره ټینګې اړیکې لرلې اودا اړیکې شوروی ته په کومه لویه بیه چې د۱۳۰۰۰ شوروی سرتیرو وژنه ، دمیلیاردونوروبلولګښتونو ،دشوروې نظام ددړې وړې کیدو،دیوه زبرځواک دراپرزیدواودشوروې سترې امپراېورۍ دړنګیدو سبب شول چې ښاغلی زیار دهغې فرکسیون دغړیتوب ویاړدرلوداو نن هغې ته فاشیستی ګوندوایی ۰دفاشیسم په اړوند باید وویل شی چې په یوه وروسته پاتې نیمه فیودالې ټولنه کې دفاشیسم داصطلاح استعمال منطقی نه بریښی دا ځکه چې فاشیسم دمالې ارتجاعی شوونیستی پانګوالې دکتاتورۍ ده چې یودولت اوملت یې دبل دولت اوملت دنیولو ،ځپلواوغلامولو ،دهغې دمادی اومعنوی شتمنیو دلوټولوپه موخه پلې کوی خوپه یوه هیوادکې چې هلته دولتی سیستم اودهیواداداره په دکتاتوری اوتروراواختناق ولاړه وی ،واکمنې ډلې یا دکتاتوران دخپل واک دساتلو په خاطر پرخپل ولس هرډول ظلم اواستبداد روا ګنی دفاشیسم استعمالول سم اوپرخای نه بریښی ۰ کله چې ښاغلی زیارپه هغه ګوندکې چې دی یې دپیژندل شوو فعالینو څخه و دپښتنی یا تاجیکی فاشیسم خبره کوی هغه ددې ګوند دمشرانو په قومی تړاوپورې تړی ۰ممکن دده مقصد دپښتنی فاشیسم څخه دحفیظ اله امین واکدارۍ ده چې ګواکی دې پښتون توکمه ګوندی مشر پر نورو وروڼو قومونوظلم اوناروا کړی هغه یې وژلی ، کورونه اوجایدادونه یې ورخراب کړی اوپښتانه یې پرې واکمن کړې دی اودتاجکې فاشیسم څخه یې دببرک کارمل واکمنی ده چې هغه بیا تاجکان پرملت واکمن اودخپلې واکمنۍ دلا ټینګښت په خاطر یې ددې هیواد نورقومونه اوپه تیره پښتانه ربړولې دی۰ دموضوع دښه وضاحت لپاره غواړم یو مثال راوړم چې هغه دامین دپښتنې فاشیسم مساله ده ۰ موږ ولیدل چې امین واک ته درسیدو اودهغې دساتلو په موخه هرڅوک چې دهغې څخه یې دخطر احساس کاوه په پوره بیرحمۍ سره له منځه یوړل چې څرګندمثال یې ښاغلی زیار پخبله وروستۍ مقاله ( جلادان ، جلادان بلل رابلا کوی ) اشاره ورته کړې ده اوهغه دتره کی اودداکترزرغون وژنه ده ۰ دلته وینو چې دادواړه وژل شوی خلقی مشران پښتون توکمه سیاستوال وو نه غیرپښتانه ۰ اوس وینو چې دلته دیوه قوم له خوا دبل قوم دنابودولواویا دهغې دځپلو مساله مطرح نه وه بلکه دواک اوقدرت مساله طرح وه چې امین دخپل واک دساتلوپه خاطر هرڅوک چې ده دهغې څخه دخطر احساس کاوه، هغوی یې رښتینی ،اغیزمن اوځواکمن سیاستوال ګڼل له منځه وړل اوپرهغه چایې اعتمادکاوه چې ده ته وفادارواودتطمیع له لارې یې کولای شول خپل کړی او دهغې څخه دخپل واک دساتلواوټینګښت لپاره ګټه پورته کړی ۰ همدادلیل هم وچې امین په زندان کې د( ا ، خ ، د ، ګ ) درهبرانوله ډلې څخه یوازې اویوازې تره کی او زرغون ووژل اونورلکه ( کشتمند، رفیع ، جنرال قادر) ونه وژل په داسې حال کې چې د وروستیو دریوتنودکودتا کولواعترافات یې په پراخه توګه خپاره کړل خودتره کې اوزرغون په اړوندیې هیڅ تبلیغات پرمخ نه وړل ۰کودتا چیان یې وساتل اوپرهغوی یې چې دامین ضد یا دولت ضد اسناداوشواهدنه لرل له منځه یوړل چې دزندان څخه په ژوندې راوتلی کسان هزاره اوتاجک توکمه کسان وو اووژل شوی پښتون توکمه دلته دکوم فاشیستی چلندبیلګه شته چې ښاغلی زیاردهغې په باب خبرې کوی ۰ داچې کارمل دښاغلی زیار په خبره څه ډول تاجکې فاشیستی چلندکړی دۍ پرهغې زه دویلواړتیا نه وینم اوکه ښاغلی زیارهغه اړین ګڼی هیله ده چې ددرنو وطنوالو دذهنونودروښانتیا له پاره پر دې هکله معلومات ورکړی۰ دوهمه مساله چې ماغوښتل پرهغې مکث وکړم هغه دعلم اوپوهې اودزده کړې موضوع ده چې په لنډه توګه پرهغې خبرې کوم چې هغه دښاغلی زیار په لیکنه کې ځانګړی ځای لری : ښاغلی زیار پخپله وروستنۍ مقاله کې ښاغلی افق ته دا پیغور ورکوی چې (( ستاسې ټولټال سياسي او مارکسېستي پوهه د ايراني توده يانو له دويم لاس اخځونوڅخه تر يو څو زده کړومقولو او تعريفو تېری نه کوی)) ۰ ښاغلی زیار چې دښاغلی افق په څیردخلق دموکراتیک ګوندغړیتوب درلوداودی ګونداوغړی یې په دې ملامتوی چې دهغوی ((مارکسیستی پوهه دتوده یانو ددویم لاس اخځونو))څخه نه تیریده دلته دا پوښتنه راپورته کیږی چې دښاغلی زیارمارکسیستی پوهه پرکوموآثارو ولاړه وه اودی داسی پوه چې په (( توکمپوهنه او ادبپوهنه کې دلوړ ترين زده کړيز لاسوند(ډېفېل ډاکتر ډېګرۍاو لوړترين څېړنيز-پوهنيز رېکارډ څښتن )) دۍ ددې ګونددغړودمارکسیستی پوهی اوعلمی نړی لیددلوړتیا لپاره څه کړې اوکوم آثار یې لیکلی یا ژباړلی دی ؟ بل داچې کله چې دده سازمانی غړودپردیو پرمټ واکمن شول یولړ آثار چې دخلقی واکمنۍ په موده کې چاپ او خپاره شوې وو اویایې لیکوال خلقی مشران وو دا مترقی آثار دکتابتونو څخه ټولیدل اوبیاسوزیدل اومحوه کیدل دیوه ژمن ګوندی اودیوه اکادمیک شخصیت له دریځه ولې چوپه خوله پاتی شو اودخپلو مشرانودا دعلم اوپوهې ضد عمل یې نه دۍ غندلی اوداعتراض په توګه هغه مهال ولې دګوندڅخه استعفی ورنکړه؟
 دښاغلی زیار په لیکنه کې دزده کړی اوتحصیل موضوع ته اشاره شوې اوښاغلی افق (( کم تعلیمه )) بولی ۰ آیا دښاغلی زیار له آنده زموږپه وروسته پاتی هیوادکې چې په سلوکې له ۹۰ څخه زیات وګړی یې دسوادڅخه بې برخې دی دلسانس ددرجې زده کړی خاوند(( کم تعلیمه )) ګڼل څومره پرځای خبره ده ؟ داچې ښاغلی زیار تحصیلاتو ته خورا ارزښت ورکوی ښه خبره ده اوپه تیره هغه دسیاستوالو له پاره اړینه ګڼی نوولې ښاغلی زیار دداسې یوه سازمان ( پرچم ) غړیتوب ته زړه خوښ کړ چې دهغې دمشرتابه دزده کړوکچه ترلسانس پورته نه وه ؟
 دښاغلی پوهاندزیار په لیکنه کې نورې خبرې هم شته چې پرهغې مکث اوخبرې وشی خودلیکنې داوږدیدو له کبله نه غواړم پرهغې څه ووایم خوپه پای کې غواړم خپلې څرګندونې داسې بشپړې کړم چې :
 - - دښاغلی زیار څخه په بخښنې سره دا هیله لرم چې زما دانیمګړې لیکنه چې دپښتوژبې اوادبیاتو له نظره ممکن ډیرې غلطۍ ولری په پوره حوصلې سره ولولی اوکه هغه دهغې سره موافق نه وی زما غیرموجه نیوکې اوڅرګندونې را ته په ګوته کړی ۰
 - -- -زیار صاحب ! سیاسی – ټولنیزۍ پدیدې خورا پیچلی دی اوپه تیره په ګران افغانستان کې چې په دې تیرو دریولسیزوکې جنګ جګړه روانه ده ، زموږ خاوره دپردیواوپه تیره زبرځواکونودلاسوهنو اوتیرېو هدف ګرزیدلی ده اوکابو په تیرودیرشوکلونوکې دافغانستان دسیاست اوجګړې اصلی لوبغاړی افغانان نه بلکه خارجیان وو په دې زمانه کې دافغانستان په پیښو،سیاسی یدلونونو،جنګ جګړوکې دخارجی عامل رول پریکنده اوټاکونکی وو اودۍ ، افغانان دیوې وسیلې په څیر استعمال شوی اواستعمالیږی دپیښو اوقضایاوو په ریښو،لاملونو اوپه تیرو اوروانولوبوپوهیدل خورا ستونزمن کاردۍ چې یقینا قضاوتونه به مونیمګړی اودتیروتنوډک وی نوله دې امله تاسو چې لوړې اکادمیکې زده کړې اودژبپوهنې په اړونددسترګووړپوهه اوتجربه لرۍ اوپه تیره په پښتوژبه کې چې نن مهال دپخوا په پرتله دڅرګنده ګواښونوسره مخامخ ده دپښتوژبې دودې اوپرمختګ لپاره که خپله انرژی په کارواچوۍ تاسو محترم به خپل پښتنی اوملی رسالت ترسره کړی وی اوهغه مهال به پښتانه ستاسو دخدمتونواوستاسودپوهې اوتجربې څخه پوره ګټه ترلاسه کړی اوتلپاتې ویاړبه مو په نصیب شوی وی ۰
 - - دافغانستان دیرش کلن ناتاروښودل چې ددې ناتاراوافغانی ټولنې دغمیزې اصلی علت زموږپه ناپوهۍ اوبې اتفاقۍ کې باید ولټول شی ، که دهیوادپه کچه جګړه روانه وه اویا روانه ده دهغې شاته دښمن ولاړوو اودهغوی دافغانی ضدپلانونوپلې کونکی افغانان وو چې دسړې جګړې داصلی لوبغاړو( مسکو- واشنګتن ) دسیاستونودپلې کونکووسیله وګرزیدل ۰ یوه ډله داانقلاب اوانټرناسیونالسم په نامه دمسکودارادې اوبله ډله دجهاداوکمونسم درانسکورولوپه نامه دواشنګتن په چوپړ کې ودریدل اونن بیا هماغه لوبه خوپه بل نامه اوپه نویو شعارونوسره روانه ده چی قربانیان یې افغانان دی ۰ دپردیو دې لوبو ته په کتلو سره افغان پوهانو، لیکوالو اودنظر خاوندانوته ښایی چې په دې اړوندسوچ اوفکروکړی چې څرنګه ددې نړیوالوځواکمنودولتونوددسیسواوافغانی ضدپلانونوپلی کونکی نه ، بلکه دهغوې ددسیسودشنډولوپه هڅه کې شی اودخلکو خبره دډانګ اوپړانګ ددښمنۍ ، ګوزارونواوبریدونوڅخه دځان اووطن دژغورلولاره چاره ولټوی۰
 --ښکیلا کګرو اوتیری کونکوچې پرون دانقلابی اومجاهد په نامه سره وویشلواونن یې ددموکراسۍ دټینګښتد پلویانو اودهیواددآزادۍ دلاسته راوړلودداعیې په نامه په افغانستان کې پر افغانانواور بل کړی دۍ اوافغانان پکې سوزیږی ، ټاټوبۍ یې ورانیزی ،فرهنګ اوافغانی هویت ته یې څرګندګواښونه متوجه دی دخپلو موخو دلاسته راوړلواودخپلو ترحمایی لاندې افغانی ډلې په مختلفونومونواوګروپونوسره وویشلې اوویشې ترڅوپه واکمن سیستم اودهغې په مخالفولیکو کې دعمل اوارادی یووالی اوهمغږی نه وی ،دهغوی ترمنځ دبې اعتمادۍ اوناباورۍ فضا موجوده وی اوپه دې توګه دیوه متحداویوموټی ځواک دراڅرګندیدو څخه مخنیوی وکړی اوددوې دادارې څخه ونه وزی ۰ پرون یې دثورانقلاب دلارښونکی ځواک ( ا ، خ ، د ، ګ ) ملاتړکونکی مسکو ددې ګوند دیوالی څخه مخنیوی کاوه اودخلق اوپرچم ډلو شتون ته اودهغوی ترمنځ بې باوریو، بې اعتمادیو اوبې اتفاقیو ته لمن وهله اوبیا یې په نوموړوفرکسیونوکې دډلو ټپلواوکړیوبازارتودکړی وو ترڅو هغوی په دننه کې دیوبل سره په مقابله اومجادله کې اوسی چې ترننه پورې یې تریخ میراث دیوې مزمنې ناروغۍ په شان دهغې دبیا متحدیدو څخه مخنیوی کوی اوپرون دجهادی اووه ګونو اواته ګونوتنظیمونومنځته راوستل اودهغوی ترمنځ شخړې اوجګړې څه دجهادپه دوران اوڅه دجهادوروسته یې انکارنه منونکی ثبوت دۍ اونن هم دا درامه ادامه لری ۰ ددې ترخو واقعیتونو په پام کې نیولوسره په کارده چې نوردپردیو افغانی ضددسیسو ښکارنشو اوخپله ټوله پوهه ، تجربه اوانرژی دافغان ولس دیووالی اوپیوستون ، دوروڼو قومونو ترمنځ ورورګلوۍ اودوستۍ اودجګړې ضد یوه پراخ غورځنګ دجوړولوپه موخه مصرف اوپه دې لاره کې خپل قلمونه وکاروو۰
 دیوه یوموټی اوخپلواک افغا نستان په هیله
 په درنښت