د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ناټو مري

ميرويس عمرخيل 07.07.2008 21:28

په افغانستان كې د تيرو كلونو په شان روسي پيلوټان په قتل رسيږي
روسي ليكوال : ايرينا كوكسينكوا
له مسكو څخه د خپريدونكې يون اوونيزې څخه :
ژباړن : ميرويس عمرخيل
په افغانستان كې شاو خوا درې لسيزې وړاندې جګړه ونښته ، په كال ۱۹۷۹م د دسمبر په ۲۵ مه د شوروي اتحاد د پوځيانو لومړۍ ډلې د امو له سيند څخه له خپلو پولو څخه راواوښتې ، او له دوو ورځو تيرويدو وروسته د شوروي اتحاد د ديسانت فرقه د ويتيسكايا پوځيان د كابل په هوايي ډګر كې ځاى پرځاى شول .
شاو خوا اتلس كاله وړاندې خونړۍ جګړه پاى ته ورسيده او د هندوكش د لوړو غرونو په څوكو كې ۱۵ زره روسي پوځيان مړه شول، زمونږ پوځيان خپلو كورونو ته راستانه شول ، خو دا هرڅه همداسې پټ پاتې شول او په هيڅ هم پوه نشو .
په داسې حال كې چې افغانستان د ناټو او امريكايي پوځيانو په ولكه كې دى خو اوس هم د پخوا په شان روسي پيلوټان په قتل رسيږي ، څو كاله وړاندې د دسمبر په مياشت كې د كندهار شاوخوا د طالب جنگياليو لخواM-26 ډوله چورلكه په داسې حال كې چې د مرستو د رسولو چارې يې په غاړه وې رانسكوره شوه او له امله يې د چورلكې اته تنه روسي اتباع په قتل ورسيدل .
د روسي چورلكې عمله د تورژكا له ښار څخه د ويرتيكال هوايي ادارې د تويرسكوى ولايت سره تړاو درلود، چې د ناټو د پوځيانو لخوا د افغانستان جنوبي سيمو ته د هغوى د مرستو او اكمالاتو د ليږد چارې يې په غاړه درلودې .
د شمالي اتلانتيك تړون ته ددغسې چارو سرته رسول ښايي له ستونزو سر تړلې دنده وي نو ځكه د روسي او اوكراين متقاعد پيلوټان د جګړې كرښو ته رانيول كيږي ، اوس مهال په ډيرو جګړه ځپلو سيمو كې د روسي متقاعدو پيلوټانو څخه گټه پورته كيږي ، ځكه هغوى د افغانستان او چيچين د جګړو كافي تجربې لري .
په تيرو كلونو كې د روسي د تورژكا له ښار څخه د چورلكو روسي پيلوټان په افغانستان كې په دندو وگمارل شول ، چې د نومبر د مياشتې په پاى كې بايد كورونو ته ستانه شوي واى .
روسي پيلوټان كورونو ته ستانه نشول ، ددوى ميرمنې د خپلو خاوندانو د راتگ لپاره شپى ورځې سبا كولې ، لومړني ترلاسه شوي اطلاعات گونگ او نا معلوم و.
د روسي پيلوټانو ميرمنو ته د څلورو پيلوټانو د مرګ خبر رسيدلى و، او د څلورو نورو د مرگ او ژوند په اړه څه نه ويل كيدل، دهغوى خپلوانو فكر كاوه چې ښايي هغوى ژوندي وي .
د روسي پيلوټ سرگي كارابلوف ميرمنه وايي (( زما ميړه شاو خوا درې يا څلوركاله وړاندې هغه مهال چې په سوډان كې يې دنده ترسره كوله ، چورلكه يې د سوډاني جګړه مارو لخوا ونيول شوه ، خو دوى د هغه په بيرته خوشې كيدو كې بريالي شول .
كله چې دوى ته د څلور وركو شويو پيلوټانو اطلاع ورسيده دوى فكر كاوه چې ښايي د سوډان په څير ددوى پيلوټان ژوندي دي ، خو وروسته په ډاگه شوه چې تر وروستي پيلوټه ټول په قتل رسيدلي دي .
د MA-26 ډوله روسي چورلكې د رانسكوريدو خبرتر پيښې يوه ورځ وروسته د طالبانو د لوري رسنيو ته په ډاگه شوه ، او د الجزيرې ټلويزني كانال دغه خبر تاييد كړ .
روسي ډوله چورلكه له كندهار څخه د ارزگان سيمې ته د هالنډي سرتيرو لپاره د مرستو د رسولو په نيت د لوړو غرونو په څوكو كې د طالبانو د لوري په غالب گومان د روسي ډوله توغنديو تر بريد لاندې راغله او په پايله كې رانسكوره شوه .
د افغانستان په جنوبي سيمو كې د طالب جنگياليو په وړاندې د پوځي عملياتو ډيره برخه د ناټو او امريكايي سرتيرو له لوري ترسره كيږي ، د رانسكورې شوې چورلكې او د هغه د پيلوټانو د راپيداكولو چارې تر پنځو ورځو پورې هم ترسره نشوه ، په همدغه ورځ د طالبانو د لوري يوه امريكايي چورلكه رانسكوره شوه چې تر څو ساعتونو وروسته يې ټوټې او مړي د امريكايي سرتيرو لخوا وموندل شول.
د تويرسكوى ولايت د هوايي شركت استازو د چورلكې د غورځيدلو په اړه هيڅ كره معلومات نه درلودل او ان تر دې چې داسې انگيرل كيده چې ښايي چورلكه له هېواد څخه بهر رانسكوره شوې .
د روسي شركت استازو د امريكايي سرتيرو سره تر اړيكو وروسته هم په دې ونه توانيدل چې د خپلو وژل شويو پيلوټانو مړي ترلاسه كړي ، لكه څرنگه چې امريكايان تل وايي مونږ خپلو چارو ته پريږدى ، مونږ ته تر ټولو مهمه خبره لاسته راوړنه ده .
د ويرتيكال دهوايي شركت د پذيرش مدير له مسكو څخه خپريدونكې ورځپاڼې سره په مركه كې داسې وويل (( داسې گمان كيږي چې روسي پيلوټان له هېواد څخه بهر په قتل رسيدلي وي ، په داسې حال كې چې چورلكې په افغانستان كې دنده ترسره كوله او تل جګړه ييزو سيمو ته ليږل كيده خو بيا هم چورلكه په نظامي تجهيزاتو سمبال نه وه ، چورلكې د توغنديو د بريد پر مهال هيڅ نوعه د رادار سيسټم نه درلود.
د ناټو پوځيانو د روسيې دغه چورلكه هغو سيمو ته چې پر وړاندې يې سترې ننگونې پرتې دي پرته د نظامي مرستو څخه په دنده گمارله ، ويل كيږي چې روسي پيلوټان صرف په سپكو وسلو سمبال وو .
اكثريت ددې پيلوټانو نظامي و، د افغانستان جګړه يى تر شا پريښې وه، انگليسان ، فرانسويان او هالنډيان نه غواړي چې ددوى پوځيان له ستونزو سره مخامخ شي ، ځكه هغوى د خپل هېواد دخلكو او پارلمان په وړاندې ځواب ويونكي دي .
دروسي چورلكې د پيلوټانو د مړو تر منځ توپير هم ناشونى و، هيڅ نه پوهيدل چې كوم مړى د كوم پيلوټ دى ، د موندل شويو پيلوټانو مړي هم د كره اسنادو له مخې ددې اټكل نه كاوه چې ښايي همدغه روسي مړه شوي پيلوټان دي .
كله چې د دسمبر له لسمه نيټه د تورژكا په ښار كې د روسي پيلوټانو د مړو تابوتونه وليدل شول ، د وژل شوو كسانو خپلوانو نه پوهيدل چې همدغه تابوتونه ددوى د خپلوانو د مړو دي .
د دغې روسي چورلكې تر رانسكوريدو وروسته ، د روسيې دغه هوايي شركت اړ و ترڅو پر ځاى يې بله چورلكه افغانستان ته راواستوي .
په رسمى ډول د ۲۹۱۲۲ عملى نمبر چورلكې د رانسكوريدلو علت د هوا د خرابوالي لامل ښودل شوى و ، ځكه بيا خو د چورلكې بيمه له منځه نه تله.
چورلكې د عملې مړي د تورژكا ښار په عدلي طب كې تر څيړنې لاندې و ترڅو د مړو شوو پيلوټانو په اړه څيړنې ترسره شي ، د وينو د ګروپونو څيړنه ښايي له دې سره مرسته كوله ترڅو د مړو شوو پيلوټانو جسدونه د هغوى كورنيو ته وسپارل شي .
د روسي پيلوټان كورنيو د روسيې له ولس مشر او پارلمان څخه غوښتل چې ددوى په اړه بشپړ معلومات او څيړنه وكړي ترڅو جوته شي چې د روسي پيلوټانو د قتل لامل او راز په څه كې دى . په داسې حال كې چې افغانستان د ناټو او امريكايي پوځيانو په ولكه كې دي او د تير په څير بيا هم روسان د امريكايي جګړې قرباني كيږي .
دې ته ورته د يو بل هوايي شركت الوتكه په كابل راپريوته ، چې د الوتكې ډير پيلوټان د روسيې اتباع ول ، او الوتكه د يوه شخصي شركت كام اير سره تړاو درلود ، دا هم جوته نشوه چې الوتكه ولې راپريوته ، د الوتكې د را پريوتو په اړه په رسنيو كې بيلا بيلې شننې كيدلې.
ځنو داسې اټكل كاوه چې ښايي د افغانستان هوايي كرښې د امريكايانو لخوا څارل كيږي ، او الوتكې غوښتل چې په باگرام كې ناسته وكړي خو د امريكايي پوځيانو له لوري ورته د ناستې اجازه نه وه وركړل شوې .
ډيرى روسي شننونكي په دې اند دي چې ښايي د روسي پوځيانو په څير دناټو ځواكونه هم له ورته پايلې سره مخ شي ، نو ځكه ناټو كوښښ كوي چې د روسي پوځيانو له تجربو څخه گټه پورته كړي او په دې وروستيو كې ناټو ځواكونو ته د مرستو رسولو لپاره له روسانو سره تړونونه هم لاسليك شوي.
كه چيرته ناټو د متقاعدو روسي سياستوالو اوپوځيانو له تجربو څخه گټه پورته نه كړي، نو ښكاره خبره ده چې ښايي ناټو په افغانستان ومري.