د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اور ورا لنډۍ

عبدالغفور لېوال 07.07.2008 01:05

شينوارۍ ببو پړونی دې راسم کړه
ها ،چې رنګ دی په سرو وينو خړ په خاورو
دخانک خولۍ سورۍ شوې دمزرو
پروت شاهو دې هلته لرې مړ په خاورو

شينوارۍ ببو دناوې دړۍ وسوې
پولادي کارغانو اور پر واده راوست
نغارې په لمبو وسوې ،داريا مات شو
کافر زړيو نوی شور په واده راوست

شينوارۍ ببو سبا به راډيو وايي
چې پوره تحقيق به وشي په دې کار کې
زورورو سره ،چېرې زموږ کېږي
دڅپليو ټوټې شماره په دې لار کې

 

شينوارۍ ببو څوک نشته په وطن کې
چې لږ ووايي کاوباي ته : ( خولا ته ګوره !)
داملت په ( وي ار ساري ) نه پوهېږي
د ترهګرو ډلې نه دي، ورا ته ګوره

شينوارۍ ببو له تورو کرښو راشي
دلته اور  زموږه په مېنه باندې بل کا
دلته پوزې دکافر ته ګوته يوسي
مرګ دخوار پښتون دخوارې مېنې مل کا

شينوارۍ ببو د مينې کېسې نشته
ستا ځنګل د سرو لمبو دخولې خوراک شي
یا ځانمرګی يا کارغه پولادي راشي
لمنځه ماته شي زړ ګی دڅيړۍ چاک شي

شينوارۍ ببو په ورا پسې به نه ځو
نور به نه لمانځو ودونه په لنډيو
دغه ژبه  دغه قوم دمرګ لايق دي
ټول سرونه وهل کېږي د پګړيو

شينوراۍ ببو له چا نه ګيله وکړو
خپل ببري مو هم واسکټ د اور اغوستی
د سپين غره لمن کې خپله مکتب سوځو
له کتابه مو توبو ته قوم راوستی


شينوارۍ ببو ګورګورې سږکال نشته
په خپل لاس مو د ويالې اوبه سيځلي
( وي ار ساري ) ته ګيله په پښتونه شي
موږ له خپلو سوړو تور ماريو چيچلي

شينوارۍ ببو پړونی دې راواخله
دماشوم څونډي بدن په کې رانغاړم
ته زما په دې دسمال باندې مخ پټ کړه
زه دې ځوان اوغانستان مړي ته ژاړم