د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ايا په بيت الله مسيد باندې کړۍ تنګېږي؟؟

06.07.2008 20:41
ژباړن: غوث الدين فروتن د پاکستان حکومت څه موده وړاندې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره د خبرو اترو، د پرمختيايي پروژو د پيلولو او د وروستۍ چارې په څېر د زور د کارولو د درې اړخيزې پاليسۍ اعلان کړی و. خو په خيبر ايجنسۍ کې د صراط مستقيم په نوم د عملياتو په پيلولو سره حکومت وروستۍ چاره د لومړنۍ هغې پر ځای د کارولو تګلاره خپله کړه. کله چې په اسلام اباد کې د لومړي وزير په مشرۍ په يوې مهمې غونډه کې ددغې تګلارې د منظورۍ خبرې روانې وې په همدې وخت کې په قبايلي سیمو او ناکراره سوات کې ځينې مهمې پېښې رامنځ ته شوې. د سرحد ايالت په جنډوله سيمه کې چې د طالبانو مرکز جنوبي وزيرستان ته څېرمه پرته ده، د نعمت خېل بيټني قبيلې د امن د کميټې ۲۳ تنه غړي د طالبانو لخوا له تښتولو وروسته ووژل شول، په سوات کې د ايالتي حکومت او طالبانو تر منځ د شوي تړون وروسته روانې خبرې اترې له ځنډ سره مخامخ شوې. په همدې وخت کې په جنډوله او نوښار کې د بيت الله مسيد ځينې ملګري په مرموز ډول ونيول شول. څو ورځې وروسته د امنيتې ځواکونوپنځه زره سرتېرو د ځايي سخت دريځې ډلې لشکر اسلام په وړاندې عمليات پيل کړل چې لا هم دوام لري. په پرله پسې ډول ددې پېښو له رامنځ ته کېدو وروسته د طالبانو د تحريک مشر بيت الله مسيد د خپل وياند مولوي عمر پر ځای پخپله له حکومت سره د روانو خبرو اترو د لغوه کېدو اعلان وکړاو په دې ډول يې راتلونکی حالت تر يوې اندازې روښانه کړ. خو د سه شنبې په ورځ د شمالي وزيرستان د طالبانو مشر حافظ ګل بهادر او په جنوبي وزيرستان کې حکومت پلوي مولوي نذير د بيت الله مسيد په خلاف د ځايي طالبانو تحريک په نوم د نوي غورځنګ په جوړولو سره راتلونکې صحنه نوره هم واضحه کړه. د مولوي نذير يو قوماندان بي بي سي ته وويل چې د بيت الله مسيد له لورې د ازبک جنګياليو د پرله پسې ملاتړ له امله مجبور شول چې د شمالي وزيرستان د طالبانو مشر حافظ ګل بهادر د واڼه له طالبانو سره اتحاد وکړ. نوموړي وويل، د تېر کال له پيل راهيسې چې ازبک جنګيالي له واڼه څخه ايستل شوي بيت الله مسيد هغوی ته پناه ورکړې چا چې د دوی قوماندان خانان خان وواژه او په قوماندان ميټاخان باندې يې څو ځلې ناکام بريدونه وکړل. څو مياشتې وړاندې واڼه ته د سفر پر مهال مولوي نذيرويلي و چې هغه او حافظ ګل بهادر له دې امله د طالبانو په تحريک کې ګډون و نه کړ چې بيت الله مسيد هغوی ته د ازبک جنګياليو د ملاتړ د نه کولو ضمانت ورنه کړاى شو. حافظ ګل بهادر او مولوي نذير دواړه په قوم وزير دي، د مسيدو او وزيرو تر منځ قبايلي شخړې او تاوتريخوالی له پېړیو راهیسې دوام لري، خو په شمالي وزيرستان کې د طالبانو يو بل مهم مشر مولوي صادق نور چې په قوم دوړ دی، هم د پردې تر شا د هغوى دواړو ملاتړ کوي. ددغه نوي تنظيم له جوړېدو وړاندې په قبايلي سيمو کې پر طالبانو د ډېر اغېز لرونکي افغان مولوي جلال الدين حقاني زوی سراج الدين حقاني او د باجوړ د سيمې مولوي عمر چې د طالبانو د تحريک وياند دی، ډېرې هڅې وکړې چې د بيت الله مسيد په وړاندې د هر قسم مخالفت د رامنځ ته کېدو مخه ونيسي. که څه هم دواړو له حافظ ګل بهادر سره خبرې وکړې خو بريالي نه شول. حافظ ګل بهادر او مولوي نذير د بيت الله مسيد د مخالف اتحاد د پراخولو لپاره د امرباالمعروف او نهی عن المنکر تنظيم د مشر حاجي نامدار سره چې د خيبر ايجنسۍ د باړې په سيمه کې فعاليت کوي، د اړيکو نيولو پرېکړه کړې. د حاجي نامدار او بيت الله مسيد تر منځ د اختلافونو اندازه له دې څخه لګېدای شي چې د مۍ د مياشتې په لومړۍ نېټه د وزيرستان يو ځوان په حاجي نامدار باندې ځانمرګی بريد وکړ خو نوموړي ته يې کوم زيان ونه رساوه. حاجي نامدار ددې بريد پړه په بيت الله مسيد واچوله او د بريد کوونکي مړی يې د قبايلي جرګې له لارې د بيت الله مسيد کلک ملګري او په کرمې ايجنسۍ کې طالب قوماندان حکيم الله ته وسپاره. د طالبانو وياند مولوي عمر د حاجي نامدار او بيت الله تر منځ د روغې جوړې کولو هڅې پيل کړي دي او د شنبې او يکشنبې په منځنۍ شپه چې د حاجې نامدار په مدرسه کې کومه چاودنه شوې وه په هغې شپه د مولوي عمر او حاجي نامدار تر منځ اوږدې خبرې شوي وې. د طالبانو د نوي تنظيم جوړېدل او په جنډوله کې د نعمت خېل بېټني قبايلو د مشر ترکستان، بيت الله مسيد مخالفه روحيه څرګندوي چې په نوموړي باندې کړۍ راتنګېږي. مسيد له جغرافيايي اړخه له څلورو خواوو د بېټني او وزيرو قبايلو په محاصره کې دي. په خپله بيت الله مسيد ته هم ددې خبرې درک لګېدلی دی، ځکه څو ورځې وړاندې هغه اعلان وکړ چې دده جګړه له بېټني قوم سره نه بلکې يوازې له ترکستان سره ده، بيت الله مسيد د مولوي نذير او حافظ ګل بهادر له يو ځای کېدو وروسته په ميرانشا کې ځينې پاڼې وېشلي دي، په دې پاڼو کې بيت الله مسيد له حافظ ګل بهادر سره د عقيدت څرګندونه کړې او هغه يې د يو مجاهد په توګه ياد کړی دی. نوموړي تور لګولی چې د پاکستان استخبارات ای ايس ای د يو سازش له لارې هغوی له ده سره جنګول غواړي خو (دی له حافظ ګل بهادر سره هيڅکله جګړه نه غواړي). په لومړي ځل د بيت الله مسيد له خولې د ای ايس ای په اړه داسې سختې خبرې اورېدل کېږي، که څه هم تر دې وړاندې د ځينو کړيو له خوا دا تورونه لګېدل چې بيت الله مسيد دا هرڅه د استخباراتي ادارو په خوښه تر سره کوي. ظاهرا داسې ښکاري چې د څو کلنو هڅو وروسته بالاخره له طالبانو د ځان خلاصولو لپاره (ويې جنګوه او حکومت وکړه) پخوانۍ تګلاره باندې يو ځل بيا د عمل کولو هڅه کېږي. له بي بي سي پشتوډاټ کام نه په مننه