د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انساني حقونه تر پښو لاندې کوونکي هيوادونه

عزیزاحمد خوارمل 06.07.2008 02:55

دانسانی احساس پربنسټ اوبیله کوم تبیعض اوتعصب نه که په دی يوویشتمه پيړی کې ددی پرمخ تللی هیوادونوکړني اوترسره سوی چاري چې دنړی دنوروهیوادونوددولتونواودهغوي داولسونوپه وړاندي ترسره کړي اوکوي یې ترنظراومطالعی لاندی یې تیر کړو،نووبه وینوچې ظالمان اونیواکګرڅوک دي ؟ اوانسانی حقونه څوک ترپښولاندی کوي؟ اوبیا تردغه سرلیک اوددموکراسی ترنامه لاندی نړی یې څرنګه دیوی لوی کړکیچ اوګډوډی پرلور روان کړیدی ؟ اوبیا دغه یرغلګرهیوادونه ځانونه په ظاهره توګه څنګه دنړی اودنړیوالو دسوله ایزژوند،دهوسایی اودآرامی صادق اورښتینی پلویان او دآزادی ،دموکراسی ،قانونیت ،عدالت ،بشری حقونواونورو وګړني چارو مدافعین بولي؟ چې دا اوس مهال بحث اومباحثه ،څیړنی اومطالعی پردی موضوعات باندی ډېر اړین اوضروری دی اوهمدارنګه ډېردتعجب،حیرانتیااو دخندا وړهم دی .
خو په اوسنی اونننی پرمختللی نړی کې ددی هیوادونودددولتونودواکدارانو،چارواکو ،دمشرانواونظامی ځواکونوکړني او اوسنی سیاستونه ددریمی نړی یادوروسته پاته اودزیمونه ډک هیوادونودبی ګناه اوخواروخلکو،اولسونواو ملتونوپه وړاندی په ډېرواضح اوروښانه ډول سره لیدلای سو چې دغه ځواکمن اوښکیلاکګرهیوادونه په څه ډول،په کومومیتودونو اوپه کوموتاکتیکونوسره غیرانسانی،ظالمانه اوجبارانه اعمال اوکړني دخپلواستراتیژیکـــومـــوخواوپلان سوی اهدافودپلی کولواودترسره کولو اودخپلوګټو،دتیلو
ګازواودانرژیو دلاسته راوړلودپاره څونی فجایعي (ويني تويونی ،وژني ،بربادي او وراني )یې رامنځته کړی او رامنځته کوي یې .
موږعملآ دتلویزنونو اونورو ټولیزورسنیوله لاری موهم ولیدل اوهم ولوستل چې دخپلواکو، آزادو اومستقیلو هیوادونو په زرګونی شمیر بی ګناه انسانان ،خلک اواولسونه دیرغلګرواونیواکګرو په وحشیانه بریدونوکې دالوتکــو،تانکونواوتوپونوتربمبونو،مرمیواو
ګولیولاندی په عراق اوافغانستان کې دخپلو کورونواوداوسیدوپه ځایونوکښې څرنګه په وحشیانه ډول سره ترخښتواودیوالونولاندی په خپلووینوکې څنګه ولمبیدل اولمبیږی،ووژل سول او وژل کیږی ،شهیدان سول اوشهیدان کیږی اودغه ډول ظالمانه اودتیری نه ډک یرغلونه هره ورځ دیرغلګروهیوادونو دتورتاریخ په پاڼوکښې انځوریږی اوثبتیږی چې ښه بیلګی یې دانسانی حقونوتامینیدل اوپرځای کول دلته دمحکومو اوتربند لاندی بندیانو اومحبوسونو سره دغه ډول چارچلندته چې په دی انځورونوکښې لیدل کیږی ښه نمونه ،اومثال یې دی چې دامپریالستی هیوادونو لخوا ددموکراسی اوټولنیز عدالت تامیندل اودبشری حقونواوددموکراتیکواصولو ،موازینواوپرنسپونو پيژندل په څه ډول اوپه څه شان دی ،مرحبا دی وی دامپریالستی اوښکیلاکګروهیوادونوپردغسی کړنوباندی چې دوروسته پاته هیوادونودبیوزلواوجګړی ځپلواولسونو اوپرګنوپه وړاندی په ډېرظالمانه ،وحشیانه اوغیر انسانی ډول سره یې ترسره کوي .


، که ددی امپریالستی اوښکیلاکګروهیوادونوترسره سوی کړنی چې دنړی په هرګوټ کې یې په نظامیګری اودوسلوپه زوریې ترسره کړی، نوددوی دغه تورتاریخی کړنی په ښکاره توګه دا راته سل په سلوکښې څرګندوی چې دغه ددموکراسی اودانسانی حقونونارښتینی اودرواغجن پلویان دوي خپله څونی جنایتونه یې کړی اوهره ورځ څونی جنایتونه ترسره کوی ،اوهغه څه چې دوی يې ادعا کوی هغه یې څوني نقض اوتر پښولاندی کړی دي .
موږدیوشمیر نړیوالوسازمانونوګزارشونه اومستند خبری اوانځورونه دنړیوالورسنیواویوشمیر تلویزونونو له طریقه ولیدل چې یوازی دکیوبادګوانتنامو،دعراق دابوغریب اودافغانستان د بګرام په جیلونواوتوقیف ځایونوکښې دیرغلګرواونیواکګروچارچلند داسیرانواوتربندلاندی دیوشمیر تورنوکسانوسره چې ترسره سویدی تراندازه زیات غیرانسانی اوغیربشری اوددموکراسی اودموکراتیکواصولوپرضد دهر ډول حقوقی موازینواوپرنسپونوڅخه خلاف چارچلنداوکړني دی . که لاندنی انځورونو ته یوځل ځیر سو نوترسره سوی کړنی به په رښتینی اوبربنډه توګه راته ښکاره اوجوته سی چې دا نیواکګر،استعمارګر اوښکیلاکګرهیوادونه په سرکې یې دامریکا متحده ایالاتوامپریالیزم دمحکومواوجګړی ځپلوانسانانوپه وړاندی یې څونی په وحشت اولوټماری سره غیر انسانی اوغیر بشری اعمال اوکړني یې ترسره کړیدی اوترسره کوی یې .

داخولا پرځای پریږدی په ډېر سپین سترګې په ښکاره اوپه بربنډه توګه سره دنورو هیوادونوپه سیاسی چاروکې مداخلی اولاسوهنی کړی دی اوکوی یې دیکتاتوری نظامونه یې دکودتاودلاری رامنځته کړی ،حتی دنړی دهرګوټ څخه دخلکوکشول په پتوځایونوکښې په بند اواسارت کې ددوی ساتل ،ترشکنجواووهلوټکهولو لاندی راوستل چې دغه مسایل ټول هغه منفی پدیدی دی چې نړی یې دډېروپرابلمونواوخطرناکوحوادثواوکړکیچونوسره مخامخ کړی او خصوصآ ددریمی نړی یا وروسته پاته هیوادو نه یې د ډېرسخت خطر ،ټکراوګواښ سره مخامخ کړی اوستر تشنج یې په نړیواله کچه رامنځته کړی دی .چې یوهم دافغانستان دخوارو اومحکوموخلکودلازورونواوترټلودپاره په افغانستان کې د متحده ايالاتودامپریالیزم نیواکګر اوښکیلاکګر میشته ځواکونوپه غیر انسانی کړنو سره د ګوانتنامو د خليج د بنديخانې پرځاى د يوې سيمه ييزې ګوانتناموپه ډول دبل یوی نوی بنديخانی اومحبس جوړه ول دی چې غواړی د كابل ښارشمال ته د بګرام په هوايي ډګر كې جوړ کړی چې ددی خبری په اوریدلوسره دافغانستان ټول شریف ،متدین ،مظلوم اومسلمان خلک ددی نوي محبس د جوړولوله امله ډېر خوابدی اوپه غصه کړی دی .
څومیاشتی مخکې يو امريكايي پوځي وياند ویوشمیر رسنیوته ویلی ووچې :د ګوانتنامو د خليج د بنديانو د ځاى پر ځاى كولو دپاره د يوې نوې بنديخاني د جوړه ولو په اړونددیو دا ډول محبس اودجیلخانی دجوړه ولوپلان ترلاس لاندی هيڅکله هم نسته .
مګربل امریکایی چارواکی د كابل شمال ته د بګرام په هوايي ډګر كې د ګډ غبرګون د(۱۰۱) دسلویوی قطعې وياندې، ډګروال رومي نيلسن ګرين بیا دخبریالانودپوښتنوپه ځواب کې ويله وه : «بلی په بګرام کې جیلخانه اوبندیخانه جوړیږی،مګر دا هسې نه ده، چې دا به دوهمه ګوانتنامو وي . دا بيخي ناسمه ده».اوپه همدې توګه نيلسن ګرين دافغانستان او د امريكا د بشري حقونو د کمیسونونو هغه ګزارشونه اورپوټونه چې دبګرام دمحبسونواوبندیانوپه هکله دامریکی دپوځونودچارچلند په اړه یې رپوټ ورکړی وو اوپه همدی ډول سره چې په دی جیلخانی کې دافغان بندیانوپه وړاندی بد چلندترسره سوی دی ،اود بګرام په اوسنۍ بندېخانې كې د نهو كلونو په عمردرلودلوسره كوچني هلکان ددوي په جیلخانه کښې په بندکې ساتل کیږي، ده دغه تورونه یې ونه منل اوردیې كړل،.
هغې ويله وه: «دا بيخي ناسمه خبره ده. د بګرام په (بنديخانې) كې كوچنيان نه سته »
نيلسن ګرين وایی، چې په نوې بنديخانې كې به «په افغانستان كې د ازادۍ د تداوم د عملياتود لارې نه د دښمن څه ناڅه تر ۱۶ كالو پورته عمر لرونكي ناقانونه جنګيالي به وساتل شي» .

دادهغه کمکیانوانځورونه دی چې دبګرام په جیل کښې شپی او ورځی سبا کوی اوامریکائیانو  بی ګناه افغان ماشومان یې د بګرام په جیل کښې اچولي دی اوپه دی اړه د بشری د حقونو دسازمان داستازی په وینا، نهه کلن ماشومان امریکایی جیل ته لیږل شوي
د امریکایی پوځیانود خوا د لسو تنوڅخه زیات ماشومان چې د نهو کلنوڅخه تر ۱۳ کلنوپوری یی عمرونه دی په څو وروستیو کلونو کې په جیل کې ساتل کیږي.
په دی ماشومانو باندی هیڅ ډول تور ندی لګول شوي خودبند ډېر سخت شپی اوورځی لیری دخپلوکورنیواوخپلوانوڅخه په بی ګناهی کې دبګرام په جیل کښې تیره وی .
د افغانستان د بشر د حقونو داداری استازی خبری رسنیوته ویلي وو، دا امکان نلری چې ماشومان دی تروریستي یا امریکایي ضد فعالیتونه وکړي .
که په رښتیا سره ماشومان په جرم اوجنایت لاس پوری کوی اووروسته ترپوښتنواوګړویژنومجرم اوګناهکارپيژندل کیږی اوپه بند محکومیږی نو په دی صورت کې ماشون و یوی ځانګړی روزنیز ځای ته لیږل کیږی او په واقعی ډول سره باید د جزایی قانون دموادوپر بنسټ یواځی مجرمین جزا وویني، خو بدبختانه ایتلافي ځواکونه د دی قانون څخه سرغړونه کوي او غیرمجرم ماشومان یې هم په جیل کښې اچولی دي .
دامریکا ددفاع وزارت پنتاګون بیاددی نوی ګوانتنامودجوړه ولوپه اړه دروان کال دمى د مياشتې په نيمايي كې اعلان وکړ چې د بګرام د مخ په ناوړه كېدونكي بنديخانې پرځاى به يو بل نوی جیل (محبس. )دبگرام دهوايي ډگر په(۴۰) څلویښت هكتاره ځمكه كې د(۶۰) دشپتومليونو امريكايي ډالرو په لګښت جوړ كړي .
د نيويارك ټايمز د يو رپوټ له مخې په دی نوي محبس كې به تر (۱۱۰۰) یوزروسلوتنوپورې بنديان ساتل كېداى سی اوامریکایی نظامی چارواکی په دی هکله وایې چې ددی بندیخانی د ظرفيت د لوړه ولو اړتيا د دې امله رامنځته كيږي، ترڅو د هېواد په سويل كې د طالبانو په وړاندې د مخ په زياتېدونكې خونړۍ جګړې دبنديانو د ساتلو دپاره ځاى پيدا شي.
ددې خبر په اورېدوسره ډېر شمېرافغانان چې خپل هیواد اوخپل خلک اواولسونه ورباندی ګران دی کلک یې په غصه کړی او خپه سوي دی . د ډېرو خلكو په اند د بګرام بنديخانه د بند، شكنجې دافغانی غرور دماتولواودانسانانود سپكاوۍ يو انځور دى. .
په ۲۰۰۲ كال كې دوه تنه بنديان د بګرام په بنديخانه كې مړه سول. چې يو يي دلاورنومیدی او وروسته بيا په پراخه توګه د «ټكسي دتيارې په لور » تر سرليك لاندې مستند خبري موضوع هم ورنه جوړ سو .
خدای بخښلی دلاورد طالبانو د ملاتړ په تور نيول شوى وو او دګزارشونواود رپوټونو پربنسټ په بند كې له دوو وروځو وروسته د وهلو،ټكهولو اوبدنی شکنجو دکبله ووژل سو.
د هغې نه وروسته په سلګونونور بنديان د بګرام څخه د ګوانتامو د خليج بنديخانې ته ولیږل سول . دبګرام جیلخانه د كيوبا له بنديخانې نه ډېر ناوړه دى.

يو څېړونكي، چې د بګرام له بنديخانی څخه يي د يو شمېر خوشې شوو بنديانو سره مركې كړي وو، هغه دیوشمیرژورنالستانودپوښتنوپه ځواب کې ويلی وو، هغوى ادعا كوله، چې د لومړنيو پلټنو په ترڅ كې يي سپكاوى شوى، وهل سوی، ټكهول سوي، لوڅ لغړ شوي او له زينو څخه غورځول سوي دي .
حقيقت خودا دى، چې په افغانستان کې تل د بنديانو سره غير انساني سلوک سوی دی . په بل ډول ، د بنديانو مدني او انساني حقونو ته هيڅکله هم پام نه دی سوی . د افغانستان زندانونه هیڅ وخت هم د بنديانو د اصلاح کولو دپاره نه وو جوړسوی ، بلکې بنديان هلته د ځپلو او سپکاوي په موخه ساتل کېدل، چې دا مشکل يوازې د افغانستان د زندانونو نه بلکې په ټوله دريمه نړۍ او وروسته پاته هیوادونوکښې همدا وضع جاري ده . هلته زندان ددې لپاره نه دى، چې جنایتکاران اومجرمین دی په کښې کې اصلاح سي، بلکې د دريمې نړۍ جلیونه
د شکنجې، کړاوونو، او عذاب ورکولو،ګواښونو اودروحیی اوبدنی زورونو مرکزونه دي .
مګر د بګرام د زندان ځانګړنتیا په دې کې دی،چې هلته افغان بنديان د امريکايي عسکرو تر ضربې لاندې دي،ټکهول کیږي اوسپکاوى يې کیږي .دا په داسې حال کې دی،چې بګرام و کابل ته ډېر نږدې هم پروت دى .
بلخوا، په بگرام کې اکثره بنديان عادي غله او بد کاره خلک نه دي، بلکې هغوى يا د جنگ په ميدان کې نيول شوي دي او يا امريکايي عسکرو په زور او ظلم له خپلو کورونو او کليو څخه برمته کړي دي . د هغوى لوى جرم دا دى، چي په افغانستان کې د امريکايي قواو اونظامیانو د شتون سره موافق نه دي، اوهمدارنګه یوشمیر یې دخپل منځی قومي بديو او اختلافاتو دکبله دنوروخلکود ناسمه اوغلطوراپورونوپربنسټ د امريکايي عسکرو په منگولو کې را ايسار شوي دي. همدارنګه په خوست كې يې پر بنديانو باندی جنسي تېرى ترسره سویدی ،د بټي كوټ څخه وبګرام ته د يوې ښځۍ بيول، اود وژل شوو طالبانو جسدونه ته اور اچول ، د ابو غريب ګوانتنامو او دبګرام دزندانو كيسی اوداستانونه خو ټوله نړۍ یې هك پك كړی دی ، او د بشري حقونوپر دعوه ګير رژيمونو باندې تو لعنت وايی ،اوپه نتیجه کښې دغه نیواکګر ځواکونه دداهسې كړنو په كولو سره د ځآن په وړاندې خلك او اولسونه راپاروي .
كه دغه غیرانسانی کړنی چې دامریکایی نظامیانو،افسرانواوجنرالانو دخواپرنورو اولسونوترسره کیږی ،اود امريكا د حكومت غوښتنه نه وي نو ولې خپلو عسكرو،صاحب منصبانواونظامی چارواکو ته دسيمې د كلتوري او مذهبئ حساسيتونو په هكله نه ورته وایی اویاپه دی هکله زده كړه نه وركوى، او يا د پېښې عاملين سم له لاسه نه مجازات کوي،دا خو هغه پېښې دي چې ددوى خپلو مطبوعاتو رسوا کړي او خلك ورباندې خبردي ،خداى خبر چې دې ته ورته څومره نورجنايتونه به يې پټ ساتلی وي .
په همدی ډول كه د كرزي صاحب خبری اوخواستی دامریکا دهېواد پرچاوراکو باندی نه منل کیږی نوداڅه موده مخکی یې ولی ددوی سره د اوږد مهاله استراتيژيكي همكاري اعلان یې وکړ، که دمحترم کرزی صاحب خبری پر دوی تاثیر نلری نو کرزی صاحب ته لازمه ده چې ځان ددی مسؤولیتونوڅخه کوښه کړی او يا دې دی د داهسو پېښو د مخنيوي نه خپله عاجزي څرګنده كړي، چې ټول اولس پوه شي، چې زموږ دولتی واک سته او یا که نه نسته ؟ او زموږ په هیواد اوپه دولت کښې هرڅه چې یرغلګره قواوی وغواړی هغه ترسره کولی سی ډېر دشرم اوتاسف ځای دی .

د عراق په ابو ُغريب زندان کې چې د انسانيت د ذليلولوكومې شرمېدلې کارونه اوچاری تر سره شوى هغه نننۍ متمدنې اوپرمختللي نړۍ په خپلو سترګو یې ولیدل ،پر زندانيانو په داهسې حال كې چې جامې يې ورڅخه ايستلې دي ظلمونه اوشکنجه كيږي، هغوى يو پر بل سربېره پرته له كالیو په زور غځول سوي، په ځينو انځورونو كښې داهسې ښكاري چې د عراقي زنداني پر مخ باندې كڅوړه ور واچول شوې او ښځينه امريكايې پوځيانې ورباندې ظلمونه كوي، په دغو انځورونو كې تر ټو لو زيات هيبت ناك تصوير د يوې امريكايې ښځينه پوځي دى .

چې د يو عراقي زنداني پرغاړه كې رسۍ اچوي او پرځمكه يې لوڅ راكشوی .
اویوه بله امریکایی سربازه په داهسی حال کې لیدل کیږی چې دچړی په وسیله دیوعراقی بندی پښه ورڅیری اودامخامخ کمری ته خاندی ؟؟
په يوبل انځور كښې همدغه ښځينه امريكايي پوځۍ د لوڅو عراقي بنديانو تر شا ولاړه ده او د دوو ګوتو په اوچتولو سره دبرياو نښه جوړوي او خپله كاميابي خلكو ته ښيي. بل ځاى همدا ښځينه پوځۍ د هغه عراقي ترڅنګ ولاړه ده چې د دوى د زيات ظلم څخه مړ شوى دى، او د دې خونكارې امريكايي ميرمينې څېره له خوشحالۍ څخه سرۀ او سپينه كيږي ،دادی دامپریالسټانو،نظامیګرو اوزبرځواکوهیوادونو انسانی حقوق ،عدالت اووانسانانوته آزادی اودموکراسی ؟؟ .

همدارنګه د يو څه موده مخكې خبر دى چې يوازې د عراق په يو ښار كښې د يوې هفتې په اوږدو كښې امريكايي یرغلګرځواكونو تر څلورسوه دیرش (۴۳۰) تنه زيات انسانان له منځه يوړل اوشهیدان یې کړل د بصرې په ښار كې دوه سوه لس (۲۱۰) تنه بی ګناه عراقیان له منځه ولاړل اود شپږسوو (۶۰۰) تنونه زيات ټپيان سول ايتلافي ځواكونو د بغداد ښار په بمباردولو سره (۴۱۰)څلورسوه لس كسان یې د منځه يوړل.... داهسې يوه ورځ به نه وي چې په عراق اوګران افغانستان كې په لس هاوو انسانان د امريكايانو د ظلم ښكار نه شي، همدا وجه ده چې تر اوسه په عراق كې د امريكايي وحشت دښكار شويو افرادو شمېره تر یومیلیون ورواوښتى د دوومیلیونه او اوه اویا( ٧٧۰۰۰ ۲۰)زره زيات كسان بې كوره شوي دي، له شل( ۲۰)لكه زيات كسان له زيات شمېر ستونزو سره لاس او ګريوان دي او له دری( ٣ )لكو زيات كسان د څښلو د پاکو اوبو له نشتوالی سره مخ دي، اوپه زرهاو كسان ګاونډيو هېوادونو ته هجرت كولو ته مجبور سوي دي. پدې مانا چې دغه ټوله اته ميليونه وګړي دی چې
دهغه امريكايانو دظلم او وحشت له امله چې دوی يې د صدام حسين د ظلم اواستبدادڅخه ژغورل ،نن د ژوند د لومړنيو اسانتياوو څخه بې برخې دي . ایاد ګوانتنامو انځور نننی متمدنې او پرمختللي نړۍ په خپلو سترګو ليدلى دى ؟؟ نوولی په دی هکله چوپه خولی دی ؟؟.
ددی مسلی په هکله یوازی د امريکی د نيويارک ټايمز ورځپاڼی دتیر کال دسمبر په نولسمه نيټه ولیکل چې په کيوبا کې د ګوانتنامو په نامه د امريکی د سمندری ځواکونو په اډه کې اتو بنديانو ويلی دی چه د ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠٠٤ کال پوری، امريکی په افغانستان کی يو پټ زندان جوړ کړی دی ۰
همدارنګه په افغانستان کې د امريکايی ځواکونو وياند د نيويارک ټايمز ورځپاڼی د خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کې د دغی مسئلې په باب هېڅ تبصره و نه کړه. خو د افغانستان د استخباراتو ارګان د منځنيو او ټيټو رتبو مامورينو په خبره ، اوس په افغانستان کې د امريکی څو پټ زندانونه هم شته ، خو لوړ ربته مامورين دوی منع کوی چې په دې هکله څه ووایي .
د ګوانتنامو په زندان کې بنديانو ويلی چې په افغانستان کې د امريکی يو پټ زندان شته د خبرونو له مخې د كيوبا له ګوانتنامو نه درې تنه بنديان کله چې كابل ته را ورسېدل، وی ویل چې د دغو بنديانو له جملی نه يو هم پنخه اتیا (۸۵)كلن او بل یې د (۱۰۰)سلو كلونو نه اوښتى وو.
دوى دافغانستان د ولس مشر سره هم ليده كاته كړي وه ،او ښاغلي كرزي هر يوه ته پنځه ويشت زره افغانۍ ..... ... مرسته وکړچې دغه افغانی هغه وخت دپنخه سوو(۵۰۰) ډالرو سره برابر وو، تر خپلو كليو پورې د لارې لګښت یې وركړى وو. اود ولس مشر وياند\" د دوى له خولې\" ويلی وو چې بنديان له ګوانتنامو څخه له ښو خاطرو سره راګرځېدلي او ښې غوړې غوړوپې يې نوش جان كړې، چې د هغې له امله ښه چاغ او وزن يې خورا ډېر ښه شوى دى، دا لا نورملنډی دی .
که انسان واقعآ د ګوانتنامو اوسپنیزقفسونه او پنجرې انځورونه یې، په سترګو د تلويزون پر پرده باندی اوډول ډول تصويرونه اوګزارشونه یې ليدلې وي د هغوى زړونو ته به په ګرانه د دغو بنديانو د ښو خاطرو او چاغښت خبره ورولوېږي. د همدې ځايه ده چې هرومرو ووایو تاریخی واقعیتونه څرنکه کتمان ایږی .
دانسانی حقونودنړیوال سازمان دګزارش پربنسټ چې لیکلی یې دی داهسی وایی: «ساتونكو بنديانو ته ويلي سوی وو، « تاسو اوس په افغانستان كې نه ياستي ،څه چې زموږ زړه وغواړي هغه پرتاسو باندې همدلته عملی اوترسره كوو يي » ،دانسانی حقونونړیوال سازمان استازی په خپل ګزارش کې وایی ټول مركه شوي بنديان په پاي كې په کوم جرم محکوم نشول .
په همدی ډول د سره صليب نړيوالې کمیټه هم په دی هکله (په بګرام کې دبندیانوپه وړاندی دامریکایی ځواکونودچار چلندپه موردکې ) ډېری ګوته ونيونی یې کړی دی اوتل یې ټينګار کړی ،چې ولې د افغانستان د بشري حقونو وكميسون ته د بنديانو سره د ليدنې اجازه نه وركول كيږي .
د سږکال دجون د مياشتې په دوهمه نیټه د افغانستان د بشري حقونو كميسون يو ګزارش اورپوټ خپور كړ او په دی ګزارش كښې يي ادعا وكړه، چې د نهو او ديارلسو كلونو په عمراوسن سال سره لس تنه افغان كوچنيان په بګرام كې بنديان دي .
اوهمدارنګه امريكایی چارواکود ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو كميسون ته د متحده ايالاتو د حكومت د ۲۰۰۸ كال د مى د مياشتې په يو رپوټ كې دایې منلې چې دلږوعمرلرونکی تنكي ځوانان په بګرام كې بنديان دي .
خو د متحده ايالاتو ښکیلاکګراونیواکګرځواکونه په پرله پسې توګه د دې رښتینی اوواقعی غیروکړنی اوغیرانسانی اعمالو،کړنواوچارو څخه یې انكارکړی نه یې منی اوانکار كوي.
په بگرام کې دمحبس دجوړېدلوپه برخه کې دافغانستان د عدليي چارودوزارت په ګډون څه ناڅه غبرګونونه رامنځته كړې دي .

که څه هم دا کړنه اوعمل د افغانستان د قوانينو له مخې ځمكه چاته نه شي وركول كېدى. هيڅ هېواد دلته دجیلخانی د جوړولو حق نه لري. يو کس (افغان) مجرم هم بهرنيانو ته په لاس كې نه سي وركول كېداى ، د بګرام دا محبس نه يوازې دافغانستان د اساسي قانون څخه سرغړونه دي، بلكې د موجوده حكومت قانوني واک اواقتدار هم تر پوښتنې لاندې راوستي دی . ‍
د افغانستان ددولت چارواکوهم په دی موضوع باندې د تبصرې كولو څخه ډډه كړیدی .
خبری رسنیی اومطبوعات هم په دی هکله غوږونه کاڼه اچولی دی خولی هم تړلی دی په دی هکله یوازی د ارادې ورځپاڼې په دی ډول لیکلی دی :دا زندان د افغانستان او متحده ايالاتو تر منځ به يو لوى خنډ رامنځته كړي .

د ارادې ورځپاڼې لیکلی : «حكومت به دا په رسمي ډول ونه وايي . خو دا موضوع د افغانستان او د امريكا د متحده ايالاتو د لوړ پوړو چارواكو تر منځ راپورته شوې دی . دې موضوع ددې دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باوری فضا رامنځته كړې ده . »

ارده لیکلی : دا زندان به په عمومي توګه د بهرنيانو او په ځانګړې توګه د امريكا د موجوديت په وړاندې دغه رامنځته سوی خوابدتیا او خپګان به لانورهم پسې ژور كړي. اودا كار
به يو منفي ټولنيز او رواني اغېز ولري. له يوې خوا دا كار به د افغانانو او حكومت ترمنځ خړې پړې اړيكې لاپسې خرابې كړي. له بلې خوا به مخالفينو ته وسله په لاس كې وركړي، چې خلكو ته به ووايي، هو كې، ستاسو مقاومت عادلانه دى. امريكاد تل دپاره دلته پاتې دی . افغان دولت يو ګوډاګى حكومت دى،كركه او نفرت به لا پسې زور واخلي، چې (اوس) د زياتېدو په حال كې دي .»

په همدی ډول د افغانستان د بشري حقونو دكميسون مشرتابه هم وایی ، چې په بګرام کې دنوى جیلخانی اودمحبس جوړول دبشري حقونو سره مقابله كول دي. د افغان بنديانو ليدلو ته د افغانستان د بشري حقونو د کارکوونکواواستازو نه پرېښودلو بې باوري لا پسې زياته كړې ده .د بګرام څخه د راخوشې شوو بنديانو حالت اندېښنه لا پسې زياته كړې ده.اوموږ ډاډمن يو چې په دې نوې ګوانتنامو كې به موږ دتيروخت په څېر د بنديانو حالت ونه شو څارلاى. د بګرام څخه د راخوشې شوو په سلو كې (۹۰) نوي فیصده بنديان رواني ستونزې لري. يو څو تنو يي د بدن غړي له لاسه وركړي. موږ نه يوازې دا بنديخانه، بلكې د افغانستان په ټولو ځايونو كې بنديخانې او د امريكايانو په لاس جوړ شوي توقف ځايونه غندو.

دې موضوع په افغانستان كې د امريكا د فعاليتونو په اړوند له غصې ډك خپګان اوخوابدتیا یې رابرسېره كړي دي .
د نوي محبس د جوړولو په اړه عام غبرګون هم منفي دى .خلک وایی روسان هم په افغانستان كې و، خو شخصي زندانونه يي نه لرل. هغوى كوچنيان نه بنديانول او له بنديانو سره يي دا راز نا رواچلند نه كاوه، چې امريكايان يي ورسره كوي. هغوى د افغانانو د مدني او اسلامي حقونو درناوى كول . دا راز احساسات ډېر زيات په افغانستان كې غوږونو ته رسيږي .
زما په اندهرومرو ضروری اواړین به وی چې دهرشخص دهرواکداردهرهیواد دځواکمنانوپرغیر انسانی اوغیر بشری کړنی دی په تاريخي لحاظ دی څیړنی وسوی ،او محترم تاریخی لیکوونکی دحق اوعدالت رښتینی پلویان اوهغه کسان چې په خپل ټولنه کښې وټولنیزمسؤولیتونو ته درناوی لری اوخپله انسانی دنده یې بولی نودغه ډول حقيقتونه اوریالستټیک تاریخی واقعیتونه یوپه بل پسی راڅرګنده او رابربنډه یې کړی اوخپل ایمانی اووجدانی ټولنیز اواولسی مسؤولیتونه اوستری دندی دخپلومحکومواوتر ظلم اوستم لاندی شریفواومتدینو خلکوپه وړاندی په زړه ورتوب اومیړانی سره په عملی توګه سپارل سوی ټولنیز اوهیوادنی وظایف بیان کړی ،وی لیکلی او ترسره کړی .
ماخذ‌ونه : دانټرنیټ دفارسی منابع څخه
- دنیویارک تایمزدورځپاڼې د فارسی ژباړی نه
- دبشری حقونودنړیوال سازمان دګزارش اورپوټ فارسی ژباړی نه
- دافغانستان دبشری حقونودکیمسون دګزارش اورپوټ فارسی ژباړی نه
- دارادی دورځپاڼي نه اخیستلی سوی مطالب ددی لیکنی په ملتیاددرنولوستونکو ولوستولوته وړاندی سو.
په درنښت