د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

(١) - د ايمان لار

بشاشه 02.07.2008 17:09

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

اسلامي نظام

(١)

د ايمان لار

دا چې انسان په دې نړۍ کې د ژوند،کايناتو او انسان، بلکې آن د دې نړۍ له پيدا کېدو د مخه او ورسته په اړه فکر کوي او خپل ژوند روانوي، نو بايد چې انسان په خپل دغه وړفکر کې، يو بنسټيز او اساسي بدلون راولي او د خپل ژوند د پرمختګ او قوي کېدو لپاره يو نوى فکر او نوې لار پيدا کړي او دا ځکه چې يوازې فکر کولاى شي، ترڅو انسان ته، له څيزونو څخه نوي مفاهيم وړاندې کړي، پوهه ورته ورکړي او د هغې سره سم خپل ځان، خپله ناسته، پاسته برابره کړي. همدا ده چې يو انسان له خپل دوست سره داسې راشه درشه کوي کوم چې يو دښمن او بدي لرونکى سړى يې نشي کولاى او يا هم له يو نا آشنا تن سره. الله تعالى په دې هکله وايي: ''ان الله لا يغيرما بقوم حتى يغيروا ما بانفسهم'' – الله تعالى د يو قوم حال تر هغه نه بدلوي ترڅو چې هغوى په خپلو فکرونو او ځانونوکې بدلون رانه ولي.

ولې د ځان او مفاهيمو د بدلولو لپاره بيا همدغه يوه لارشته، چې انسان د نړۍ په اړه سم اوروغ فکر ولري او قناعت پيدا کړي، ولې دا کار بيا تر هغه پورې نشي کيداى، ترڅو انسان د خپل ژوند او چاپېريال ټولو مخکنيو او ورستيو شيانو لکه: ژوند، کاينات، انسان، له ژوند څخه د مخه بيا وروسته او داسې نورو موضوع ګانو کې فکر ونه کړي او په دې هکله ځانته يو هراړخيز او شامل فکر پيدا نه کړي، ځکه چې همدغه د رښتيني ژوند معنى ده او د لويې غوټې د خلاصون سبب کيږي او کله چې دا بنسټيزه او لويه غوټه خلاصه شوه بيا نورې غوټې خپله پرانستل کيږي. کله چې يو انسان په دغه ډول سره پخپل ژوند پوه شو او خپلې ستونزې  يې په دې سره سمې حل کړې، لکه چې پخپل ژوند کي بريالى او کامياب شو، ولې بيا هم دغه کار پرته له يو روڼ اند (مستنير فکر) څخه ترسره کېدونکى نه بريښي. ځکه خو انسان بايد له پيله په يو روڼ اند (مستنير فکر) سره هرې خواته ګام واخلي او د داسي کلکې عقيدې په اساس او بنسټ  باندې کار وکړي، چې د ټول ژوند او هررنګه کړو وړو تهداب او بنسټ ګڼل کيږي، چې په دې هکله له ټولو څخه غوره، هغه اسلامي عقيده ده، چې د دغې ستونزې حل ته يي اوږه ورکړې او له فطرت سره د سمون، عقل ته له قناعت او زړه ته په پوره ډاډ او اطمينان سره کولاى شي په پوره برياليتوب سره دغه ستونزې حل کړي.

دا هېڅ ممکنه نه ده چې دا ډول سم حل له کايناتو، انسان او حيات څخه د روڼ اند (مستنيرفکر) پرته ترلاسه شي. او دغه حل اسلامي عقيده او فکري قاعده بلله کيږي او ټول نور فرعي فکرونه چې د کايناتو، انسان او حيات په اړه را پورته کيږي فرعي او د فکري قاعدې له مخې حل کيږي.

يوازې اسلام دى چې د کلکې عقيدې په بنسټ ولاړ دى او دغه غوټه يې له فطرت سره په همغږۍ، د عقل په قناعت او د زړه په ډاډ سره پرانستې او ستونزه يې حل کړې ده او پرته د دې خبرې له منلو او په هغې باندې له اقرار کولو او ژبه خوځولو څخه هېڅوک نشي کولاى چې مسلمان شي، هر ځوک چې مسلمانيږي بايد دا ومني چې د دې کايناتو، انسان، ژوند او ټولو مخلوقاتو تر شا يو پيدا کوونکى او خالق ذات شته، هغه دى چې دا هر څه يې پيدا کړي او هر شى د هغه په ډاډ او اعتماد باندي ولاړ دي او خپل ژوند کوي او خالق دا هرڅه له عدم څخه رامنځ ته کړي او دى واجب الوجود دى، غير مخلوق دى، مګر دى خالق دى چې په مخلوقيت يې حکم نشي کېداى او حکم کېږي چې واجب الوجود دى ځکه چې هرڅه په ده ولاړ دي او دى په هېڅ څېز تکيه نلري.

دا چې ولې بايد د دغو ټولو شيانو تر شا يو پيدا کوونکى او خالق ذات موجود او شته واى؟ دا ځکه چي تر اوسه پورې چې انسان د خپل عقل په واسطه کومو شيانو لکه: کاينات، ژوند او انسان ته رسيدلى، ګوري چې دغه ټول يو څو عاجز، ناقص، ضعيف او کمزوري شيان دي، چې پخپل وجود او شته والي کې بل چاته احتياج لري، دغه هر شي ته يوه ټاکلې اندازه ايښودل شوې چې يو هم ترې اووښتى نشي. ژوند ځکه محدود دى ځکه چې دا يو فردي ښکارنده ده او په حس  سره د دغه ليدنه هم د فرد په واسطه سرته رسيږي چې دا خپله محدود دى. کاينات ځکه محدود دي چې دا د کتلو مجموعه ده او هره کتله بيا محدوده ده او د محدودو څيزونو مجموعه حتما محدوده ده. نو انسان، ژوند او کاينات ټول  په قطعي توګه محدود دي.

او دا خو بيا ښکاره ده، چې محدود او ټاکل شوى شى ازلي نه وي، مخلوق وي او مخلوق بيا خالق ته اړتيا لري، چې دا بيا هماغه الهي او واجب الوجود ذات دى چې د انسان، کايناتو او ژوند خالق دى او چې پخپل شتون کې هېچا ته محتاج نه دى، بلکې هر شى ده ته محتاج دي. دغه خالق به يا د بل چا مخلوق وي، يا به د خپله د ځان خالق وي او يا به واجب الوجود وي. دا چې د بل چا مخلوق به وي ځکه سمه نه ده چې نور هرڅه محدود دي او محدود خالق کېداى نشي، که د ځان خالق وي او خپله دى مخلوق وي په عين وخت کې دا هم شونې نه ده، پس دا حتمي ده چې دغه ذات واجب الوجود، ازلي او خالق دى او الله جل جلاله دى.

يو عاقل او هوښيار انسان کولاى شي يوازې او يوازې په يو ځل ليدو سره پوه شي چې دغه هر څه چې دى يې ويني ټول مخلوق او پيدا شوي دي او يوه خالق او پيدا کوونکي ذات ته اړتيا لري، هغه په دې پوهيږي چې دغه شيان ضعيف او کمزوري، يا عاجز او ناقص موجودات دي، ځکه خو قرانکريم هم انسان دغې خواته را کاږي، تر څو خپل ځان، ښکته، پورته او ټول چاپيريال او اړوندو شيانو (انسان، حيات او کايناتو) ته وګوري او له دې څخه الله تعالى ته ځان ورسوي، کله چې انسان څيزونو ته ګوري او دا درک کوي چې څنګه يو بل ته اړ دي نو پوهيږي چې دا يو مدبر خالق لري او هغه پيژني، په دې هکله د قرآن کريم سلګونه آيتونه راغلي دي. له هغې جملې څخه د آل عمران په سورت کې راځي: ''ان في خلق السموات والارض و اختلاف الليل و النهار لآيت لاولى الالباب'' – رښتيا چې د ځمکې او آسمانونو په پيدايښت او د شپې او ورځې په بدلون کې د عاقلانو او هوښيارانو لپاره ډيرې نښې او دليلونه شته. په روم سورت کې راځي: ''ومن آياته خلق السموات و لارض واختلاف السنتکم و الوانکم '' – د هغه ( دشته والي او يووالي ) له نښو څخه د ځمکې او اسمانونو پيدا يښت او هم ستاسې د ژبو او رنګونو بدلون او اختلاف او رنګارنګتوب دى، د عقل د څښتنانو لپاره. په الغاشيه سورت کې وايي: ''افلا ينظرون الى الابل کيف خلقت، و الى السماءکيف رفعت و الى الجبال کيف نصبت، و الى الارض کيف سطحت'' – آيا دې ته نه ګورې چې دا اوښان څرنګه پيدا شوي، دا آسمان څرنګه پورته درول شوى او دا غرونه څنګه ورباندې نصب شوي دي او ځمکه څنګه اواره شوې ده. په الطارق سورت کې راځي: ''فلينظرالانسان مم خلق، خلق من ماء دافق، يخرج من بين الصلب و الترائب'' – انسان دې وګوري چې دى له څه شي څخه پيدا شوى، له ټوپ وهونکو اوبو څخه چې د ملا اوسينې له منځه راوتلې دي. په البقره سورت کې راځي: ''ان في خلق السموات و الارض واختلاف اليل و النهار و الفلک التي تجري في البحر بما ينفع الناس وما انزل الله من السماء من ماء فاحيا به الارض بعد موتها و بث فيها من کل دآبة و تصريف الرياح و السحاب المسخر بين السماء والارض لآيات لقوم يعقلون'' رښتيا چې د ځمکې او آسمانونو په پيدايښت او د شپې او ورځې بدلول او په  بحرونو او دريابونو کې ګرځېدونکې کښتۍ چې خلکوته ګټه رسوي او د آسمان څخه را ښکته شوو او د ځمکې ژوندي کوونکې او شنې کوونکې اوبه او د ګرځېدونکو او خو ځېدونکو خواره کېدل او د ځمکې او آسمان تر منځ ګرځيدونکې وريځې ټول د يو عاقل او هوښيار قوم لپاره نښې او دليلونه دي . دا آيت او داسې نور آيا تونه دي چې انسان را بولي تر ځو خپل ځان، چاپيريال او اړوندو شيانو ته ښه په غور سره وګوري او د مدبر، خالق او پيداکوونکي ذات الله تعالى شتون، وجود او يووالي ته ځان ورسوي او له روڼ اند او روښانه عقل سره پرې کلک اونه لړزېدونکى (راسخ) ايمان راوړي.

دا ځکه چې دغه ايمان د انسان يوه فطري غوښتنه او غريزه ده، چې د وجدان او عاطفې له لارې منځ ته راځي او کله چې وجدان او عاطفه يوازې پرېښودل شي نو انسان بيا د سيده او کږې لارې په دوه لاري کې حيران دريان دريږي او دا ځکه وجدان او عاطفه دومره نشي کولاى تر څو يو سړى په پوره ډول سمې خواته روان کړي، ځکه چې هغه پخپله د ډېرو نا معلومو او نا موجودو حقايقوښکار، بلکې جوړوونکى او زياتوونکي دي، چې په دې ډول سړى د کفر او ګمراهۍ خواته روانوي، چې د بتانو عبادت، د خطا او بې اساسه ګروهو او عقيدو شته والى يې يوه ښه نمونه ښودلى شو. ځکه خو اسلام د ايمان په لاره کې انساني وجدان او عاطفه يواځې پرېنښوده، تر څو بيا انسان لکه د تجسيد، تشبيه او نورو غوندې غلطيو کې پرې نه ووځي او د کفر او شرک او يا هم د ايمان ضد بې اساسه او غلطو لارو په لور روان نه شي. د همدې لپاره اسلام د ايمان په لاره کې له وجدان او عاطفې سره روښانه عقل هم يو ځاى کړ او مسلمان ته يې امر وکړ ترڅو له خپل روښانه عقل څخه کار واخلي او د چا له تقليد او ړندې يا د پټو سترګو له پيروۍ څخه پرته پخپله ايمان راوړي. الله تعالى وايي: ''ان في خلق السموات و الارض و اختلاف اليل و النهار لآيت لاولي الالباب '' – په رښتيا چې د ځمکې او آسمانونو په پيدايښت او د شپې او ورځې په بدلون کې د هوښيارانو لپاره ډيرې نښې دي. ځکه خو په هر مسلمان باندې واجب ده چې له تفکير، بحث، ليد او ځيرنې څخه وروسته ايمان راوړي او له خپل عقل څخه بشپړ کار واخلي او د همدې لپاره دغه خبر په قرانکريم کې په وار وار ياديږي او انسان دېته رابولي چې له پوره هوش، فکر او غور سره هر څه ولولي، تر څو له روښانه عقل او روڼ اند سره خپله عقيده، دين او ايمان غوره کړي او په پلرونواو نيکونو پسې، په پټو سترګو او بې له پلټنې او پوهې څخه روان نشي. هو، دا هغه ايمان دى چې اسلام يې غواړي او خلک ورته رابولي، دا يو سپين ايمان دى چې د ژور ليد، زيات فکر او غور په پاى کې لاس ته راغلى، نه د زړو ښځو ايمان. دا ايمان مستنير، مستيقن ايمان بلل کيږي چې ډيره ليدنه کتنه وشوه، بيا ډېر فکر وشو او بيا د ليدنې او تفکير څخه وروسته د الله جل جلاله په لويئ او قدرت باندې يقين وشو.

ولې دا هم بايد ووايو چې په ايمان کې د عقل څخه د کار اخيستلو معنى دا نه ده چې نور دې هرڅه ته په عقل سره ګوري، ځکه چې عقل نشي کولى له خپل ځان څخه پورته او لوړ شيان درک کړي او ځان پرې ورسوي او دا ځکه چې انساني عقل لکه خپله انسان محدود، عاجز، ناقص، ضعيف او کمزورى وي. ځکه خو بايد، ده ته هم خپل قلمرو ټاکل شوى او ښودل شوى وي، له همدې امله ده چې عقل نشي کولاى د الله تعالى د ذات په هکله ځه ووايي او د هغه د حقيقت او څرنګوالي د پيژندلو لپاره هڅې وکړي او د کايناتو، انسانيت او ژوندانه پټو رازونو او د دې تر شا له نورو شيانو څخه څه ووايي. خو دا هم بايد څوک ونه وايي، چې بيا نو څرنګه انسان کولى شي د خپل عقل له مخې په الله تعالى باندې ايمان راوړي؟ ځکه چې انسان د الله تعالى په شتون او يووالي باندې ايمان راوړي او دا خبره د مخلوق د شتون او ښکلي نظم څخه رابرسېره کيږي، چې عقل بيا په دې شيانو بر لاسى دى اوله همدې لارې يې خپل خالق پيژندلى او ځان يې ورته رسولى دى. ځکه خو ايمان هم عقلي وي. ولې د الله تعالى د ذات او څرنګوالي پيژندنه يو نه کيدونکى کار دى. ځکه چې دا خبره  له عقل څخه لوړه او پورته ده او دا بايد د ايمان يو بل دليل او بله ستنه شي. ځکه چې ايمان هم د عقل، ادراک او شعور له لارې منځته راځي او له دې لارې موږ کولى شو چى د الله تعالى صفتونه په يقيني ډول سره وپيژنو او په دې قانع شو چې موږ د الله تعالى د ذات څرنګوالى نه شو ځرګندولى، ځکه چې د انسان عقل له پيله عاجز او کمزورى او طبيعي ضعيف او محدود مخلوق دى. ولې د الله تعالى د ذات پيژندنه بيا غير محدود او غير نسبي عقل او پوهې ته اړتيا لري چې دا بيا د انسان له واک او ځواکه بهر ده.

دا چې ولې بايد له انسان سره په دې لاره کې رسولان مرسته وکړي؟ نو وايو: ځکه چې انسان د الله تعالى يو پيدا کړى شوي او مخلوق دي او هغه د دوى په فطرت او خټه کې د ايمان او دين او ديندارۍ غريزه او غوښتنه آخښلې ده، هغوى د خپل فطرت او پيدايښت له مخې د خپل رب، خالق، پيداکوونکي او پالونکي ذات عزت او عبادت کوي او له هغه سره اړيکې ټينګوي او که نه نو بيا به انسان حيران او د بل شي پر عبادت اخته واى، ولې دغه د عبادت نظام بيا دانسان د لاس جوړ شوى نه دى بلکې د الله تعالى له خوا څخه دى او انسان ته را رسيدلى دى، ځکه چې انسان په دغه اړه بيا څومره زيات معلومات او پوهه نه لري، چې دا بيا د رسولانو او الهي استازيو کار دى.

بله دا چې انسان پخپل ژوند کې د ژوندنيو غوښتنو د پوره کولو او غريزو مړولو ته اړتيا لري او چې کله هم دغه کار پرته له کوم نظم څخه سرته ورسيږي نو خامخا به پکې غلطي او خرابي راځي، چې د انسان د بدبختۍ لامل به ګرځي. ولې دغه نظم بيا د انسان کار هم نه دى، ځکه چې هغه لاتر اوسه پورې په هر څه کې د خپل چاپيريال او طبيعي کمزورۍ ښکار دى او نشي کولى د يوشي په هکله بې لوريه او پاکه وينا وکړي چې الله تعالى بيا د دغو ټولو کميو څخه لوړ او پاک دى. ده بيا هر څه په پوره ډول سره روښانه کړي دي او له دې امله دا ثابتيږي چې نظام هم بايد د الله جل جلاله له لوري څخه وي.

دا چې قرانکريم د ده رښتنى کتاب دى ځکه چې دغه کتاب په عربي ژبه او د محمد صلى الله عليه وسلم په لاسونو موږ ته رارسيدلى دى، يا به د هغه جوړ شوى او يا هم د کوم بل عرب جوړ شوى کتاب او که نه بيا به د الله تعالى کتاب وي، ځکه چې دا عربي او عربي الاسلوب دى. لومړۍ دوه خبرې خو ځکه سمې نه دي، چې قرآنکريم عربانوته اعلان کوي، که د قرآنکريم مقابله کولى شئ نو همدغسې لس او يا هم يو سورت دې راوړي :'' قل فاتو بعشر سور مثله او يا قل فاتو بسورة مثله '' خو هغوى له ډيرو هځو او لالهانديو څخه وروسته بيا هم پاتې راغلل او د محمد صلى الله عليه وسلم له خوا خو ځکه نه دى جوړ شوى، چې هغه هم له يوې خوا يو عربي ژبى انسان و، که ووايي چې هغه يو عبقري و، خو بيا هم يو عرب وو او د دوى له ټولنې څخه يو تن وو چې نورو ونکړاى شو، نو دى به يې څنګه وکړي، بله دا چې د هغه ډېرى خبرې په سم او متواتر او يقيني ډول سره موږ ته رارسيدلې دي، خو کله يې چې له قرآنکريم سره پرتله کوو، نو بيا هر يو ځانته خپل سبک او اسلوب لري او تر منځ يې هيڅ تړاو نه پيدا کيږي، چې هېڅکله هم د يو ليکوال دوه ليکنې دغسې نشي راتلاى. دا رنګه عربو دعوى کوله چې دا خو محمد صلى الله عليه وسلم له ( جبر ) نومي نصراني څخه زده کوي او بيا يې موږ ته وايي: خو الله تعالى په دې هکله وايي: ''ولقد نعلم انهم يقولون انما يعلمه بشر لسان الذى يلحدون اليه أعجمى و هذا لسان عربى مبين'' – د هغه سړي ژبه چې دوى ورته ګوته نيسي عجمي دى خو دا قرانکريم په فصيحه او پاکه عربي ژبه نازل شوى دى.

له پورتني بحث څخه دا ثابته شوه چې قرآن کريم نه د عربو کلام دى، نه د محمد صلى الله عليه و اله وسلم او په قطعي توګه د الله جل جلاله کلام او د هغه چا لپاره چې راوړى دى معجزه ده. 

نو دا هم ثابته ده چې دغه قران محمد صلى الله عليه و اله وسلم راوړى چې د الله جل جلاله کلام او شريعت دى او د الله جل جلاله شريعت او کلام له انبياوو او رسولانو پرته بل چاته نه ورکول کيږي. نو په قطعي ډول سره د عقل له مخې دا ثابتيږي چې محمد صلى الله عليه و اله وسلم د الله جل جلاله نبي او رسول دى.

چې دغه ټوله خبره انسان پخپل عقل سره معلومولى او پرې پوهېدلى شي، نو ځکه خو ايمان هم د عقل په اساس ولاړ دي او بايد د عقل له لارې منځ ته راشي او په هر هغه څه باندې چې الله تعالى موږ ته را استولي او ترې خبر کړي يې يو، بايد په غيبانه ډول سره يې ومنو او ايمان پرې راوړو، ځکه چې کله هم موږ په الله تعالى ايمان راوړو، بيا نو بايد د هغه په ټولو خبرو باندې ايمان راوړو.  يانې مرګ، له مرګ وروسته ژوند، جنت، دوزخ، حساب او عذاب، ملايکه، پيريان، شيطانان او نور هرهغه څه چې په قرآنکريم يا يقيني او متواترو حديثونو کې راغلي دي ومنو او که څه هم دغه ايمان په ښکاره د اوريدنې او نقل له مخې ښکاري ولې په حقيقت کې دا هم د عقل په اساس ولاړ دى، ځکه چې د ايمان بنسټ په عقل ولاړ دى او په دې ډول سره بايد د مسلمان ايمان د عقل او نقل په دوه کلکو بنسټونو ولاړ وي او پرته له دې څخه بل څه ونه مني، ځکه ايمان پرته له يقين څخه شتون نه مومي.

همدارنګه بايد د نړۍ له شته والي او پيدا يښت څخه مخکې د الله تعالى په شتون، وجود او د نړۍ له نړېدو وروسته د قيامت او آخرت په ورځ ايمان ولري، تر څو په دې ډول سره خپل ژوند له مخکې او وروسته سره کلک وتړي او د الله تعالى له نظام سره سم مخکې ولاړشي او د خپل ځان، کايناتو او ژوند په هکله بلکې آن له مخکې او وروسته هر څه او د ژوند د ټولو اړوندو شيانو په هکله د روښانه فکر خاوند شي او د ژوند لويه او يوازنۍ ستونزه په اسلامي عقيدې سره سمه حل کړي، ترڅو وکولى شي د نړۍ په هکله سم او ريښتني افکار خپل کړي او د پرمختګ د لارې بنسټ يې وګرځوي او لوى تمدن پرې جوړ کړي.

له پورتنيو بحثونو څخه روڼ اند (مستنير فکر) د انسان، کايناتو او حيات په اړه رامنځ ته کيږي، همداراز د ژوند څخه وړاندې او له ژوند څخه وروسته په اړه چې د ماقبل حيات او مابعد سره اړيکه مومي. نو له دې امله هغه لويه غوټه پرانستله کيږي او لويې پوښتنې ته د اسلامي عقيدې پر بنسټ ځواب ويل کيږي.

کله چې انسان دغه حل وموند او ريښتيني مفاهيم يې ترلاسه کړل او له دغه عقيدې څخه يې سرچينه اخيستې چې د مبداْ (ايډيولوژۍ) بنسټ جوړوي او د ويښتابه او پرمختګ سبب کيږي. دا هغه بنسټ دى چې د ايډيولوژۍ فرهنګ ورباندې ولاړ دى او هغه اساس دى چې د ټولنې نظام ورڅخه اخستل کيږي، هغه اساس چې دولت يې ورباندې ولاړ دى او دا هغه اساس دى چې اسلام ورباندې ولاړ دى يعنې فکره او طريقه چې اسلامي عقيده ده.د همدغې اسلامي عقيدې په اساس دولت او د دولت نظام منځ ته راولي. الله تعالى وايي:

''يا ايها الذين آمنو، آمنو بالله و رسوله و الکتب الذي نزل على رسوله والکتب الذى انزل من قبل ومن يکفر بالله وملائکته وکتبه ورسله واليوم الاخر فقد ضل ضللا بعيدا'' _ اې مؤمنانو په الله تعالى د هغه په رسول، نازل شوو کتابونو ايمان راوړئ او که ځوک په الله تعالى د هغه په ملائکه وو، کتابونو، رسولانو او آخرت په ورځ کافر کيږي، نو ډير سخت به بې لارې شوى وي، اوس نو بايد هر مسلمان په اسلامي شريعت باندې ايمان ولري او که نه کافر به ګڼل کيږي، ځکه چې د يو حکم نه منل داسې دي لکه د ټولو نه منل، دا احکام که د عباداتو، معاملاتو، عقوباتو او يا هم مطعوماتو څخه وي. د بېلګې په توګه د لمانځه نه منل داسې دي لکه د بيعې د حلالوالي او سود د حراموالي يا د غلا د حراموالي نه منل. ''و اقيموالصلوة او يا و احل الله البيع و حرم الربوا او يا و السارق و السارقة فاقطعوا ايديهما'' او همداراز په نورو احکامو. لنډه داچې الله تعالى وايي: ''فلا و ربک لا يؤمنون حتى يحکموک فيما شجربينهم ثم لايجدو فى انفسهم حرجا مما قضيت و يسلمو تسليما ''_ ستا په رب مې دې قسم وي چې تر هغې به يې ايمان صحيح نه شي چې په هره شخړه کې ستا حکم ونه مني او بيا له زړه نه پرې خوښ نشي او خپله تسليمي او غاړه ايښودل و نه ښايي .

 

                                بشاشه - کابل

                                                                      نوربيا....

                (په بل مطلب کې ' قضا او قدر ' لوستلى شئ)