د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکه مينه ( ريښتېنې کيسه)

کنعان 02.07.2008 16:59

    پاكه مينه

 يوه ښكلې كيسه

مسلمانه مېرمنه

 

 

زينب لا پخوا ومړه، او د مرګ يې پينځلس پېړۍ تېرې شوې دي، خو تر شايې ډېر خواږه يادونه پرې اېښي دي چې د ميرمنې د وفا يوه نمونه، او د مينې او اخلاص، د ريښتيني ايمان يوه بېلګه ګرځېدلې ده.

 

زينب رضي الله عنها د رسول  (صلّى الله عليه وسلم) له زوكړې پوره ديرش كاله وروسته وزيږېده، كله چې بلوغ ته ورسېده نو ددې ترور هالة بنت خويلد چې د ام المؤمنين خديجې رضي الله عناه خور كېده، د خپل زوى ابي العاص بن الربيع د نكاح لپاره وغوښته، ان تردې چې د ټولو په خوښه دا غوښتنه ومنل شوه، د رسول  (صلّى الله عليه وسلم) لور زينب د ابي العاص بن الربيع په نكاح شوه.... خديجه الكبرى رضي الله عنها نوموړو مينه ناكو عروسينو ته ورغله او خپله غاړه كۍ يې راخلاصه كړه چې د زينب په غاړه كې يې د ناوې د ډالۍ په موخه ور واچوي.

دا پېښه د زينب د پلار- محمد (صلّى الله عليه وسلم) د وحيې له نازلېدو څخه مخكې رامنځته شوه... كله چې الله (جلّ جلاله) په خپل نور ځمكه روښانه كړه، زينب يو له هغو كسانو څخه وه چې ايمان يې راوړ..... خو ددې خاوند ابي العاص ته دا اسانه نه وه چې خپل پلرنى دين پرېږدي! نوموړې پېغلې او ځوان ددې احساس وكړ چې ددوى د مينې تر ځواك لاځواكمن او راښكونكى څيز شته چې دوى دواړه به سره جلا كړي، ابي العاص نافرماني او بغاوت پدې الفاظو پيل كړ: اى زينب كه زه په خپل دين او ته په خپل دين ثابت پاتې شو نو دوى به زموږ هېڅ ونه كړاى شي. خو نوموړې ورته وويل: لږ صبر وكړه زما ملګريه، ترڅو چې ته په خپل دين ياست ترهغو پورې زه تاته روا نه يم، يا مې خپل پلار ته وسپاره او يا له ما سره ايمان راوړه....... نوموړي ورته وويل: له نن څخه وروسته بل څه نه دي درته پاتې مګر چې زما په دين شې.

 

پدې منځ كې شپې ورځې تېرېدې ترهغه چې رسول (صلّى الله عليه وسلم) مدينې منورې ته هجرت وكړ او قريش د بدر جنګ ته تيار شول چې له رسول (صلّى الله عليه وسلم) سره جګړه وكړي چې پدې ډله كې ابي العاص بن الربيع هم له قريشو سره پدې موخه نه چې اسلام راوړي بلكې پدې مقصد چې د مشركينو په لښكر كې له رسول (صلّى الله عليه وسلم) سره جګړه وكړي، راغلى و،كله چې ابي العاص د مسلمانانو په ولكه كې په مدينه كې اسير كړاى شو نو حالات لانور هم خراب شول، او قريشو به د خپلو اسيرانو د فديې لپاره مالونه راستول پدې ډله كې زينب هم د خپل خاوند ابي العاص بن الربيع د قيد د خلاصون په موخه خپله (غاړه كۍ) او څه مال راواستوه. پدې وخت كې رسول (صلّى الله عليه وسلم) نوموړې غاړه كۍ وليده او ډېر زړه سواندى شو او وويل: كه تاسې پدې كې خير وينئ چې د زينب بندي خوشى كړئ او هغه څه چې دې راستولي دي بېرته يې ورولېږئ، نو دا كار وكړئ، صحابه وو ورته وويل: هوكې د الله رسوله، او ابي العاص يې ازاد كړ او زينب ته يې خپله غاړه كۍ او مال واپس كړل. او دلته رسول (صلّى الله عليه وسلم) له ابي العاص څخه دا ژمنه اخلي چې زينب پرېږدي او مدينې ته يې راولېږي. ابي العاص مكې ته پداسې حال كې راستون شو، چې په نفس كې د خپلې سخي ښځې انځور ګرځېده راګرځېده، خو نوموړى پدې مقصد راونه ګرځېد چې له زينب څخه مننه وكړي، بلكې پدې موخه راغى چې ورته ووايي: اې زينب ته دې خپل پلار ته بېرته ستنه شه. ابي العاص نور د خپل ځان كنټرول له لاسه وركړى و او دا يې هم په وس نه وو پوره چې د زينبم مشايعت تركليوالو سيمو پورې وكړي، چې هلته له مكې څخه بهر يې زيد بن حارثه او نور انصار ددې په انتظار وو! ابي العاص خپل ورور كنانه بن الربيع ته وويل: اې زما وروره! بېشكه چې له زينب سره زما مينه تاته معلومه ده، د قريشو له ښځو څخه تر زينب پرته زه له هېچا سره زياته مينه نلرم. او ته پوهېږې چې زه نور د زينب د جلاكيدو توان نلرم، د بېديا تر څنډو پورې يې زما پرځاى تاسې ملګري وكړئ چې هلته يې د محمد دوه استازي انتظار كوي، او په سفر كې پرې مهربانه اوسه، او د خپلو محرماتو په توګه يې رعايت وكړه، اګر كه ستا قبيلې كنانه له تاسره جنګ هم كاوه (تر اخري وس پورې ورسره جنګېږه) ترڅو چې مدينې ته ورسېږي، كله چې زينب سفر ته تياره شوه ددې لېور كنانه بن الربيع اوښ ورته تيار كړ او كنانه له ځانه سره ليندۍ او خپله چانټه واخيسته او په ورځ كې له مكې څخه ووتل، زينب له ډولۍ يا (هودج) څخه يې د اوښ زمام په خپل لاس كې اخيستى و . خو، ايا قريش پداسې حال كې چې په بدر كې يې شكست هم خوړلى زينب به پرېږدي چې ددوى په وړاندې دې له مكې څخه ووزي؟! نه، بيا هم نه!! د قريشو ځينو خلكو پدې باب په خپل منځ كې خبرې اترې وكړې او د زينب په بېرته راګرځولو پسې ووتل ترڅو په (ذي طوى) نومي سيمه كې ورپسې ور ورسېدل، پر زينب د ګوزار ړومبى وار هبّار ابن الاسود بن المطلب وكړ او په نيزې سره يې پداسې حال كې ووېروله چې نوموړې په خپله ډولۍ كې ناسته وه، زينب پدې وخت كې اميدواره هم وه كله چې راوګرځېده هغه څه چې په ګېډه كې يو و زيانمن شول، دلته ددې لېور (كنانة بن الربيع) چې د خاوند ورور يې و له تېرى كوونكو سره خپل مخالفت وښود او ويې ويل: " په الله سوګند هرڅوك چې ماته رانېږدې شي خپل غشى به پكې خښوم" خلك ترې روان شول او ابو سفيان د قريشو له يوې ډلې سره راغى اوكنانه بن الربيع ته يې وويل:" اې سړيه، پرموږ دې خپل غشي ويشتل بند كړه چې خبرې درسره وكړو" كنانه د غشي ويشتل بس كړل ابوسفيان نېږدې ورته راغى او ورته يې وويل:" ته موږ نشې ويشتلى .... د خلكو په وړاندې تا په رڼا ورځ دا ښځه زموږ له مينځه بهر كړه، كه دې داكار پدې خاطر كړى وي چې موږ په بدر كې شكست وخوړ، زه سوګندكوم چې موږ ته د نوموړې ښځې له خپل پلار څخه د ايسارولو هېڅ اړتيا نشته، او موږ ته د انتقام اخيستلو هېڅ اړتيا نشته خو دا ميرمنه يې پلار ته ور ستنه كړه"، كله چې لږ ارامي شوه په شپه كې يې بهر وايستله او زيد بن حارثه او د هغه ملګري ته يې وسپارله او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يې راوستله.

 

پدې ډول خاوند او مېرمن سره جلا شول او د يو بل د ليدلو هېڅ لاره نه وه، نوموړې مېرمن د خپل پلار په كور كې مېشته شوه او ابوالعاص په مكه كې بې كوره سرګردانه او زړه خوړينى ګرځېد، پدې موده كې كلونه كلونه تېر شول..... ان تردې چې ابوالعاص د خپلې سوداګرۍ په موخه شام ته ووت، او د بېرته راګرځېدو پرمهال يې په لاره كې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له (سريې) سره مخامخ شو او ټول مال يې ترې واخيست خو ابوالعاص په تېښته وتوانېد.... ابوالعاص خپل او د خلكو مالونه له لاسه وركړل پرته له دې چې د خلكو امانتونه وركړي بله لاره نه وه ورته پاتې، نو اوس به څه كوي؟؟

 

پدې وخت كې يې زينب په زړه شوه، هغه زينب چې ډېره ورته مينه ناكه او وفاداره وه، نو ابوالعاص په شپه مدينې ته ننوت او له زينب څخه يې وغوښتل چې پناه وركړي او د مال او امانتونو په ادا كولو كې ورسره مرسته وكړي، زينب پناه وركړ، دا مهال خلكو مسجد ته د تللو په تكل وو، رسول الله صلى الله عليه وسلم تكبير ووايه او مسلمانانو هم ورسره بدرګه كړ، ګه ګوري چې دديوال له شاڅخه يو غږ راځي چې وايې:" اى خلكو! ما ابوالعاص بن الربيع ته پناه وركړه او اوس زما په حمايت او امن كې دى" دا اواز د زينب و!!

كله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له لمانځه څخه خلاص شو خلكو ته يې مخ راواړاوه او ويې فرمايل:" اى خلكو ايا هغه څه چې ما واورېدل تاسې واورېدل؟؟ بېشكه ابې العاص د مسلمانانو له ادنى څخه پناه غواړي". بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپلې لور كره ننوت له خپلې لور او ابي العاص سره يې خبرې وكړې او خپلې لور ته يې دا وصيت وكړ چې: " اى زما لورګۍ د ابي العاص پاملرنه وكړه .... تر هغه پورې چې ابي العاص مشرك وي تاسې دواړه بايد سره نېږدې نه شئ". نبي عليه الصلاة والسلام د خپلې لور لپاره دا كار ډېر لوى وګاڼه چې د الله د اوامرو د منلو په موخه له خپل خاوند څخه د جلا كېدو او د الله له امر سره سم يې د خپل نفس د غوښتنو او خواهشاتو پروا ونه درلوده  وروسته هم نوموړي ته ډېره وفاداره ده... او د رسول الله صلى الله عليه وسلم خوښي يې لانوره هم ترلاسه كړه، بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم هغې (سريې) ته چې د ابي العاص مال يې ترې اخيستى و دا پيغام واستاوه:" لكه څنګه چې تاسې پوهېږئ دا سړى د موږ له ډلې څخه دى، او تاسې يې مال ترې اخيستى دى، دا ښېګڼه ورسره وكړئ چې خپل مال يې بېرته وركړئ، موږ پدې سره خوښېږو!..... دوى ورته وويل: موږ به يې مال بېرته وركړو، او ځينو داسې وويل چې: اى ابي العاص، ايا ته اسلام راوړې، دا مالونه اخلې او مشركينو ته يې وركوې.... ابي العاص ورته وويل: دا به ډېره بده وي چې زه خپل اسلام د امانت په خيانت سره پيل كړم"  ابي العاص ته يې خپل مال د رسول صلى الله عليه وسلم د كرامت او د زينب د احترام په مقصد وركړ، ابي العاص د مشركينو او خپل مال سره مكې ته راغى... او په ذهن كې يې بېلابېلو فكرونوټالونه خوړل او د سترګو مخې ته يې داسې يو انځور اوښت را اوښت چې د جلا كېدو توان يې نور نه درلود، كله يې چې د خلكو مالونه وروسپارل قريشوته داسې مخاطب شو: " اى د قرشو ډلې، ايا له تاسې څخه د كوم يوه مال له ماسره پاتې دى؟ قريشو وويل: نه، الله دې ښه درسره وكړي، موږ پوهېږو چې تاسې ډېر وفادار او سخي ياست. ابي العاص كلمه وويله:" لا اله الاّ الله محمد رسول الله... "په الله قسم چې ما له اسلام څخه هېڅ شى نه منع كوي مګر زما دا وېره چې خلك به داګومان كوي چې ابي العاص ستاسې د مالونو خوړل غوښتل". كله مې چې تاسې ته خپل مالونه دركړل او ځان مې ترې خلاص كړ نو اسلام مې راوړ". بيا ابي العاص له مكې څخه مدينې ته مهاجر شو د ډېرې مودې جلاتوب وروسته نوموړي مينه ناك: خاوند او مېرمن ددوهم ځل لپاره سره يوځاى شول.

 

خو نوموړې وفاداره مېرمنې خپله دنده ترسره كړه او دنيا يې ترشا غورځولې          

وه..... زينب د هجرت په اتم كال وفات شوه او رسول الله صلى الله عليه وسلم يې په مرګ ډېر خواشينى شو، زينب نوره له دې دنيا څخه په مخه ښه وكړه خو ښه يادونه يې پرېښودل چې لا اوس هم د وفادارې مېرمنې يو متل او بېلګه ګرځېدلې ده....

 

 

                        د انټرنيټ په حواله له : ( نساء حول الرسول صلى الله عليه وسلم) كتاب څخه

 

                                                                     کنعان - کابل