له فرهنګیانو یوه هېله
29.06.2008 13:46ټو لو درنو شاعرانو، لېکوالو او فرهنګیانو ،
زه غواړم په افغانستان کې د نشه يي موادو د تولید ، کارونې او دودیدنې په اړه یوه څېړنه ترسره کړم . په دې برخه کې یو شمیر داسې لنډیو ،شعرونو او متلونو ته اړتیا لرم چې د نشه يي موادو په اړه وي. مهمه نه ده چې ستاینه یې وي که غندنه . نو که چاته کومه داسې لنډۍ ، شعر ، متل ، سروکۍ .... او نور یاد وي چې په کې د چرسو، کوکنارو ، بنګو ، نسوارو ، هیروینو، تریاکو .... او نورو یادونه شوې وي . مهرباني وکړئ او د تبصرو په خونه کې یې ولېکئ . دا به مو له ماسره لویه مرسته وي .
مننه