د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اغزن سيم د اغزنو موخو لپاره

حبيب الله غمخور 26.06.2008 21:00
دافغانستان په کورنيو چاروکي دپاکستان عام ولس مداخله نه کوي ،دادپاکستان اردو اوڅارگرې ادارې  اوبنسټپال دي چي  په افغانستان  کي پوځی  اوسياسي لاس وهنې کوي،ځکه ويلاي شو اغزن سيم دترهگروپرخلاف نه بلکه دنورواغزنو موخولپاره غځول کيږي  .
دپاکستان نوی  دولت دپخواني دولت بهترين ميراث خوراودهغو پر پله قدمونه ايږدي .
دډله ايزورسنيوپه مټ مي خبر تر لاسه کړ،چي دافغانستان دحکومت ،دنړۍ زيات شمير سوله غوښونکو سازمانوپه پاکستان کي دپښتنو اوبلوڅودغوښتنو پرمخالفت سربېره يوځل بيا دپاکستان  نوی حکومت  اعلان کړئ  چې دډيورنډپر تپل شوې کرښه به ددوي په وينا د ترهگرودتگ راتگ دمخنيوي لپاره داغزن سيم دغځولوکار پيل کړي .
ټولي نړۍ ته څرگنده ده چي د۱۹۴۷راپدې خوا دډيورنډتپل شوي کرښې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ  دولتي مناسبات خړپړ ساتلې دي . په حقيقت کښې دډيورنډ دکرښي مسله دافغانانولپاره ديوې ملي مسلې  په څير ارزښت  لری ،همد داليل دی چي د ډيورنډ دکرښي دبرخليک دټاکلو په هکله دوخت ټولو تير شوو زمامدارانو اوحکومتونوونشوه کولاي پر خپل سر عمل وکړی ،سره لدي چې دامان الله خان دحاکميت له لومړۍ ورځې نه بيا ترهمداگړي پوري ددې کرښې پر سراختلاف لومړی له انگريزانو اوراوروسته له پاکستان سره په يوه اوبله بڼه  په افغانستان  کي دکورنيولانجو اودپاکستان دمداخلولپاره لار هواره کړېده ،خوبياهم په  افغانستان کي هيڅ دولت دېته ندي حاضر سوی چي پر خپل سردډيورنډ دکرښې برخه ليک وټاکي.
کله چي په  ۲۰۰۶کال کښي په  افغانستان کي دپاکستان مداخلو زورواخيست  اودافغانستان د دولت مشرتابه  پر نړيوالي ټولنې ږغ وکړ چي په افغانستان کي دټولوبې امنيو اساسی لامل دپاکستان لاس وهنې  دی  . هغه وخت  پر ويز مشرف ددغه گوت نيونې په مقابل کښي اعلان وکړ ،ددې لپاره چې له پاکستان څخه نور ترهگر افغانستان ته ولاړ نشي  موږ به دميليونو ډالرو په لگښت  دافغانستان سره پر پوله اغزن ديوال تير کړو.
دا دپاکستانی چارواکو دهغه هوښيارۍ بېلگه وه چي له هرې موقع نه غواړي دخپلو اساسي موخوته درسيدو په خاطر استفاده وکړی  . خوله نېکه مرغه دپاکستان پدغه ناروا نيت افغانان  ډيرر ژر پوه اودډيورنډ پر کرښه ئې داغزن ديوال دجوړېدو سره مخا لفت وکړ . اوس دادی يوځل بياپسله هغه چې ښاغلي کرزي  دپاريس دکنفرا نس  نه تر راگرځېدو وروسته  دافغانستان په کورنيو چارو کي دپاکستان ديو شمير معينو سياسي اوپوځی کړيودلاس وهنو څخه سر وټکاوه اوهغوي ته ئې اخطار ورکړ چي که افغا نان مجبور سي نو دوي به  په پاکستان کي دتر هگروهغه  ځالي  چي دوي پکښي  اوسی اوروزل کيږي  تر بريد لاندي ونيسي ، کرزی  وويل :  اوس افغا نستان د پاکستاني وسلوالو اورپکو پر وړاندې د جگړې لپاره هر ډول امکانات په واک کې لري.
هغه  ټينگار وکړ که پاکستاني اسلامي تندلاري د جهاد په نامه د بريدونو په نيت افغانستان ته راځي نو افغانان به هم د دوى د ځپلو لپاره له پولې هاغاړې تېر شي .((نوره مې د صبر کاسه ډکه شوې ده، په زرگونو کسان زموږ خاورې ته استول کيږي، کورونه او ښونځي مو سوځول کيږي او خلک مو له منځه وړل کيږي. افغانستان د خپل ژوند او د خپلې خاورې د دفاع حق لري نو دا څنگه شونې ده چې يو بهرنى وگړى جرت کوي او وايي چې زه افغانستان ته ځم او خلک وژنم ))
 د پاکستانيو طالبانو لخوا په افغانستان کې د جهاد ددوام په اړه ولسمشر وويل ، که چېرې د کعبې امام هم په افغانستان کې حکومت جوړ کړي، پاکستان يې نه پرېږدي او پر ضد به يې جهاد کوي . 
سره لدي چي دکرزی داويناپه يولحاظ احساساتي بڼه درلوده،خو بياهم اوس چي داکارسوی  دئ، ددې پر ځاي چي دوي ددپلو ماتيکوکانالو له لاري ددي وينا په اړوند معلومات تر لاسه کړی واي   ډير ژر دپاکستان دولتي چارواکوهره يوه په خپل وار د کرزی دوينا په مقابل کي غبرگون څرگندکړ،دپاکستان صدراعظم سيديوسف رضاګيلانى وويل : د پاكستان كې دفوځي عمليا تو اجازه به چاته ورنه كړو، په خپلو سرحدونو هيڅ ډول تيرى نشو زغملى .  خوداچي بت الله مسحود غاړي دافغانستان  ددولت اوپه افگانستان کي دبهرنيو ځواکونوپر خلاف دپاکستان داستخباراتو په هدايت وجنگېږي ښاغلي رضاگيلاني صاحب ئي زغملاي سي .د پاکستاني په ولسي جرگې کې د بهرنيو چارو د کمېټې مشر مشاهد حسين د افغان ولسمشر څرگندونې وغندلې او ويې ويل چې دا مسئله پارلمان ته وړاندې کړي .
دپاکستان په پارلمان کې  دپاكستان دمسلم ليګ (ق) غړي شيخ وقاص اكرم دافغان اولسمشر حامدكرزي لخوا دملاعمراو بيت الله محسود خلاف دعملياتو په اړه په بيان سخت احتجاج كړى اوپه پارلمان کې يې  ويلي  دي چې دا دپاكستان دخپلواكۍ خلاف خبرې دي .
اوهمدا ډول  په وزيرستان کې هم يو شمر قبايلي مشرانو د ښاغلي کرزي په بيان خفګان څرګندکړى او ويلي يې دي چې که چېرې افغان ځواکونو د پاکستاني پر خاوره پل کېښود نو له سخت غبرگون سره به مخامخ شي. دډيورنډ دکرښې دېخواافغانان دوزير ستان  له دغو مشرانوڅخه  هم دخفگان ښکاره کولوحق لري .موږ چاته بلنه نده ورکړې چي راشه دلته زموږسره مرسته وکړی ، زموږ په هيواد کي به له دولتي چارواکوسره کورنۍ ستونزي وي خو هغه موږ په خپله حل کوو . زموږ غوښتنه له کرښې هاخوا دټولوقومي مشرانوڅخه داده چي دپاکستان  داستخباراتي سازمانو پر خلاف دافغان ولس په دفاع کي ودرېږي موږ پر ارامه پرېږدي تر څوخپل مينځی ستونزي سره حل کړو.يو افغان هم که په رښتيا افغان وي دانشي منلاي چي بيت الله مسحود غوندي خلک دي زموږ دولس پر خلاف دجگړې اعلان وکړي . که څوک دومره غښتلۍ وی فلسطين ته دي ولاړ سي اويادي په خپلو هيوادوکي ددوي په اصطلاح دکفارو سره جهاد وکړی . افغانستان يوازي دافغانستان دښمنان دجگړې ميدان گرځوي .
موږپدې باور يوکه چيري پاکستاني چارواکي په رشتياسره زموږ دولس نه لاس واخلي او زموږ په کورنيو چاروکي مداخله ونکړي موږ به ډير ژر ددولت اوله هغوي نه دخوابدوتر منځ لانجه حل او دملي تفاهم دولت به جوړکړاي سو،خو پاکستاني چارواکي  پدغه ټکي باندي په پوهيدوسره نه غواړي چي داملت ارام او سوکاله ژوند ولري .
دهرالد تريبيون ورځپاڼي  چې بريتانيا کې چاپيږي ، د۲۰۰۶ م کال دجوزا دمياشتي په څلرمه  نيټه دپنجشنبې دورځي په خپرې  شوي گڼې کې په افغانستان کې دنا اراميو دډيرېدواو دپاکستان داستخباراتي سازمان ( ISI) درول په هکله دنړی مشهور ليکوال  امين صيقل په خپله مقاله  کې ليکي : ((تحليلگران استخبارات (سازمانهای جاسوسی) غربی به صورت گسترده ای معتقدند که بدون حمايت پاکستان و اجازه استفاده از قلمرو اين کشور، طالبان نمی توانستند تا به حدی که امروز ديده مي  شوند، منسجم شده و قدرت مقابله با ارتش افغانستان و نيروهای ائتلاف را پيدا کنند.)) هغه وروسته ليکي((  حتی اگر ژنرال پرويز مشرف رييس جمهور پاکستان، شخصا به سياست عدم دخالت در افغانستان متعهد باشد، نمی تواند ادعا کند که سرويس استخبارات اين کشور و همچنين نيروهای بنيادگرای اسلامی، چنين تعهدی را رعايت می کنند. نيروهای بنيادگرای پاکستانی باور دارند که دير يا زود نيروهای ائتلاف از افغانستان خارج خواهند شد و اين امر راه را برای تعيين سرنوشت اين کشور توسط همسايگانش هموار می سازد. دليکونکی په وينا ((با درنظرداشت اين مساله، پاکستان می خواهد در جايگاهی باشد که بتواند منافع خود را در آينده افغانستان حفظ کند و مانع تقويت حضور ديگر بازيگران منطقه به خصوص هند و ايران (در افغانستان) شود)).
 دپاكستان  مشهورژورناليست احمدرشيد هم په افغانستان كي دپاكستان دمداخلو، دپوځي حكومت اومذهبي ګوندونو داختلاف په هكله  دخبرنگارانو سره په مركه کي څرگنده کړه : ما په دي وروستيوورځوكي دافغانستان دپيښوپه هكله دجنرال پرويزمشرف سره دوه نيم ساعته ناسته لرله ، اوله هغه نه مي دافغانستان دپيښو اومداخلو په هكله پوښتني وكړي ، هغه په ښكاره وويل چي دامداخلي نه دپاكستان دپوځ له لوري اونه هم دپاكستان داستخباراتو(اي ،ايس ،اي ) له لوري دي ،داټولي مداخلي دمولانا فضل الرحمن دګوند له لوري ترسره كيږي ،دغه رازهغوي زياته كړه چي ځيني مذهبۍ كړۍ په كويټه كي شته چي دطالبانوسره مالي اولوژيستيكي مرستي كوي ،همداډول يوشميركسان دپيسوپه وسيله راغونډيږي اوافغانستان ته دورا نيولپاره دطالبانوسره يوځاي ليږل كيږي . جنرال مشرف په خبرو کې يې داسي وښودل چې گواکي  دمذهبي ډلو سره په دغو مدا خلو کې همغاړۍ نه دی ،پدې صورت کې کيداي شي دجنرال مشرف نه پوښتنه وشي ،دغه مذهبي ډلي چې تا ورته اشاره وکړه په پاکستان کي اوسي؟  هغوي بايد دپاکستان تر قوانينوته غاړ کښېږدي  اوکنه ؟ دابه څوک ومني کله چي دپاکستان چارواکي لازم  وبولي همدا بنسټپال دمظاهرو اوبيرغوسوځولوپه موخه دښارواټونوته راايستلاي سي؟ اوکه ورته ووايي چي افغانستان ته دترهگری لپاره مه ځی هغوي ئي خبره نه مني ؟ دآي اس آي  اودغو مذهبي ډلو تر منځ دډيرو نژدې او محکمو اړيکو څخه سترگي پټول ناشونې خبره ده .داهر څه تر لمر روښانه دي ،اوله هغوي منکرېدل دافغان ولس اونړيوالو په سترگوکښې دخاورو شيندلومعنالري .
 دپاکستان مشرپرويزمشرف په خپل وروستي سفر کې دخبريالانوسره په مرکه کښي ومنل چې ځينې القاعده او وسله وال طالبان لا هم د دوى له خاورې افغانستان ته اوړي خو د دۀ په وينا يې مخنيوى خورا گران دى .
په ۲۰۰۶ کال  کښي د پاکستان  دجمعيت العلماي اسلام مشر مولانا فضل رحمن  ټولي نړئ ته په جار سره وويل چي اوس ، ترهگر دوزيرستان له لاري افغانستان ته ليږدول کيږي اودمانسهري  په پوځي کمپونو کي روزل کيږي  ،مولانا نه يوازي داچې له پاکستان څخه افغانستان ته دترهگرو درالېږلونه پرده پورته کړه دايي هم نړيوالو ته څرگنده کړه چې دما نسهري په سيمه دروزلو کمپونه هم شته . مولانا صاحب  ته بايد څرگنده کړوچې موږپدي کوټلی باورلرو ،دترهگرو دروزلو داسي کمپونه  چې يووازي دپاکستان استخبارات ،پوځې او دولتي اړونده چارواکي پري خبر دي ډيرنور هم  شته .
دخيبر دتلويزيون سره په يوه مرکه کې دنشل عوامي گوند مشر اسفنديار ولي واضح اوڅرگند وويل چې : پاکستان دتروريزم  په خلاف جگړه کې صادق نه دی اوپه افغانستان کې يې خپل رښتيني کردار نه دي ترسره کړي ،هغه زياته کړه د پاکستان له لوري  اوس هم دافغانستان په وړاندي يوه منظمه جگړه روانه ده  ،اوپه افغانستان کې  يې دروانو غلچکي  بريدونو او ورستيو زړه بوږ نوونکو پېښو ملامتي پر پاکستاني چارواکو واچوله ،اوڅرگنده يي کړه چې طالبان په يوازني دداسي منظمو حملو او بريدونو توان نلري  . افراسياب خټك وايي : دتروريزم سره دمبارزي اودافغانستان په هكله دپاكستان سياست رښتيانی سياست نه دي  د همدغه  دروغجن سياست له امله پاكستان ته داټولي ستونزي اومسئلي راولاړي شوي دي  پاكستان ته په كارده ترڅودرښتيني سياست  لاره غوره كړي اودتروريزم سره دجګړي په ډګر كي خپل رغنده رول ولوبوي ،او دافغانستان په وړاندي ددښمني اودوه رنګي له سياست نه لاس واخلي .
افغانان دنړيوالي ټولنې سره هم نظره  دي چي داوسنيو کړکېچونوتر شاپه افغانستان کي هم  دمحلي قوماندا نانو،جنگسالارو، دهيروئينودسوداگرواوالقاعدي دترهگرسازمان  لاسونه  شته.خو لمر غوندي روښانه واقيعت  داسي هم  دی چي له همدغو ناخوا لونه پاکستان خپلي موخي ته درسېدولپاره  ناروا اوظالمانه استفاده کوي . داهم هيچاته دمنلو وړونده  چې په افغانستان کې د نړۍ(( ۳۷ )) هیوادونوتر((۶۰)) زره زياتو پوځی ځواکونوله شتون سره  بيا هم دهرې ورځي په تېرېدو سره دافغانستان په جنوبي ،جنوب غربي اوشرقی سيموکي دامنيت راوستل  ددغه ستر پوځی قوت لپاره ډادمنه خبر نده . نړیواله  ټولنه  ددغوترهگروڅخه دپاکستان دملاتړ اوهغوي ته پټن ځايونو په واک کښي ورکولو خبره کوي . دامریکې متحده ایالات اولویديزه نړۍ  چې په افغا نستان کې ښکیل ده، پاکستان دافغانستان په کورنیو چاروکې  په لاس وهنه ملامتوي . دټولو نړيوالو په انددپاکستان  نوي چارواکي هم په افغانستان کې امن اوټیکاو ته لیواله نه بولي اوپدې باور دي چي هغوي هم خپلو ټاکلو موخوته درسېدوپه منظور دخپلو پخوانيو  سیاستوالو پرپله  پښه ايږدی . ددې ټولوسره بياهم پاکستان ته  داپه کلکه نه وايي چي پرځاي کښېنه اوپه افغانستان کي له مداخلونه لاس واخله ،هغه چي ستاپه خاوره کي روزل کيږي افغانستان ته راځي اوزموږ عسکر وژنی . ايابهرنيانوته دخپلو عسکرو ژوند ارزښت نلري که څه خبره ده ؟؟؟؟
جیمس اپتوری دناټو وياندوايي(( نگرانی اصلی اینست که افراط گرایان و جنگجویان در پاکستان پناه گاه دارند ، دوباره اموزش می بینند و مجهز میشوند و از سرحد گذشته علیه نیروهای افغانی و ناتو حمله میکنند او میگوید ما این نگرانی را با اطلاع مقامات پاکستان رسانیده ایم .))
 دښاغلي کرزی تر وينا وروسته سمدلاسه  پر ارغنداب  حمله وسوه ،پر خوست اوپکتيا دتوغندتوغول سوه اودجون پر ۲۵ مه دکندهار کابل پر لويه لار دسيد آبادپه ولسوالی کي د۵۰ هغو موټرو سوځول کوم چي نړيوالو ځواکونو ته ئې توکې وړل  او نوري پېښي ددې معنا لري چي پاکستاني چاراکي اودهغوي استخبارات غواړي پدې ډول خپل غبرگون څرگند کړي اوښاغلي کرزی ته ښکاره کړی چي ته غواړي پاکستان ته ورپسي راشې همد لته په خپل وطن کښي به مځکه درته سور اورکړو  . متاسفانه پر طالبانودپاکستان تاثير اودهغوي لخوا هر اړخيزه ملاتړ ددي لامل گرځېدلئ چي په  افغانستان کي سوله ټکنۍ اوهره ورځ په لسهاو بېگناه انسانان  وژل کيږي  .
ددغوميزايل تر فير وروسته دامريکا دبهرنيو چارو وزيري کانډوليزرايس  دسي اين ا ين له تلويزيون سره په خبروکي څرگنده کړه  : ((د افغانستان له خوا دا ګواښ چې د پاکستان پولي څخه به په مخالفو جنګياليو پسې پاکستان ته هم ور واوړي پر ځای خبره نه ده. زه خو وايم چې ښه لار يې دا ده چې دواړه هېوادونه دې پولې ته درناوی ولري . رايس وايي چې د پولې په دواړو خواو پاکستان او افغانستان کې طالبان فعاله دي نو ځکه په دواړو خواوو کې بايد ماته ورکړه شي))
زما له نظره کانډوليزرايس  خبري اودنړيوالی ټولنې  ديوشمير جگپوړو چارواکوڅرگندونې  اوداتلاښونه چي په افغانستان کي دي دبهرنی پوځ په شميرکي  نور هم زياتوالی راشي  يوڅه په تضادکي برېښي ،دسړې سره عجيب اوغريب سوالونه پيدا کيږي چي داټول دڅه لپاره ؟ دا کوم ډول سياست دی؟پدې ماشوم هم پوهېږي چي له پاکستان  څخه داټولي ناخوالي سرچينه اخلي هلته روزل کيږي ،وسلوال کيږي اودمعينو عملياتواو ورپه گوته شوواهدافو دله منځه وړلو لپاره افغانستان ته رالېږل کيږي . بې بې سي دخبر له مخی همدا نن دجون پر ۲۵ دافغانستان دملي امنيت رياست  وياندسعيد انصاري په ډانگ پيلې توگه د پاکستان استخباراتي اداره د مجاهدينو د جشن پر مراسمو د بريد په ترسره کولو تورنه کړه . ملي امنيت دغه راز ادعا کوي چې د پکتيا د سيد کرم ولسوالۍ په پرونۍ نښته کې د شپاړلسو بهرنيو وسله والو د وژل کيدو سربيره،٦ بهرني وسله وال ژوندي نيول شوي دي . د ملي امنيت د چارواکو په وينا نيول شووکسانو منلې چې،په پاکستان کې د دغه هيواد د پوځي روزنکو پرمټ يې نظامي زده کړې کړې وې .
نوکه دميرمن رايس نه داپوښتنه وسي ،داچي افغانستان ته راځی اودلته غلچکۍ حملې اوياځانمرگی بريدونه ترسره کوي ياکاروانونه لوټوی اوياله پاکستان څخه ميزايل فيروی ددغومخه به څوک ډب کړي اودادچاو ظيفه ده؟؟؟ نه پوهېږم چي داغلي رايس ځواب به څه وي .
که داسي خبرنده چي دلته ددوي تر حمايې لاندي دولت دهغو له  له گواښ سره مخامخ دي کوم چي په پاکستان کي روزل کيږي بيانوددوي  پوځی شتو ته دلته کومه اړتيا نه ليدل کيږي .دالقاعد سازمان  يوه هسته په افغانستان کي نسته ،ټولي تر افغانستان دباندي په پاکستان ،عربی نړۍ اواروپايي هيوادوکي دي ،هلته بايد ددوي دالقاعدي  پر خلاف مبارزه وکړی ،دلته تر غاښو په وسلوسمبال ۶۰۰۰۰زره کسيزپوځ ته کومه اړتياده ؟
په هر حال زما موخه  نن دکاندوليزا رايس پر وينا تبصره نده  . خودايو بام اودو هواووته حيران پاته شم .دبېلگې په توگه کله چي پاکستاني چارواکوپه سوات کي دطالبانوسره دتړون دلاسليک کېدولپاره کار پيل کړ، درويټر دخبري اژانس دخبر له مخي امريکايي چارواکواعلان وکړ چي : دامریکا حکومت په قبایلي سیموکې له وسله والوطالبانواوالقاعده سره دسولې دتړون په وړاندې دپاکستان حکومت ته خبرداری ورکړاو ویې ویل چې له اورپکوسره جوړجاړی دا معنالرلی شي چې هغوی دپاکستان په خاوره اوله پاکستان دباندې دحملواجازه لري .
د همدې  اژانس دراپورله مخې دولسمشربوش حکومت اندېښنه لري چې په پاکستان کې له طالبانوسره دپاکستان دحکومت موافقه به دسخت دریځولاس خلاص کړي چې په افغانستان کې دحکومت اونړیوالو ځوا کونوپرضد حملې لازیاتې کړي .دالقاعده شبکې اوافغان طالبانوډېرمشران اوجنګیالي هم دپاکستان دوزیر ستان په قبایلي سیموکې پټنځایونه لري اووخت په وخت له دغوسیمو دافغانستان په خاوره کې بریدونه کوي .
خو کله چي دپاکستان دطالبانو سره دروغې پنځلس مادې  تړون لاسلیک کړ. که څه هم په دې تړون کې ویل شوي دي چې طالبان به د ځان وژونکو او ریموټ کنټرول بمونو د استعمال د زده کړي مرکزونه بندوي خو دې ته اشاره نه ده شوې چې ایا هغوی به پوځي اقدامات یوازي دپآکستان په خاوره کې بندوي اوکه په افغانستان کې به هم جګړې ته کسان نه استوي . خودسياسي څېړنکو په نظر همدامنل چي دوي به دځان وژنکواوريموټ کنترول بمونوداستعمال دزده کړی مرکزونه بندوي  پردې خبره شاهدي ورکوي چي دا مرکزونه هلته شته .
دمۍ پر ۲۵ نېټه بیت اله مسود خبریالانو ته په جنوبي وزیرستان کې داهم وویل چې له پاکستاني پوځیانو سره به جګړه نه کوي، دده په وینا دا جنګ د پاکستان او اسلام پرضد دی خو ده څرګنده کړه چې په افغانستان کې به جګړو ته دوام ورکوي.
په سوات کې د صوبه سرحد د حکومت د روغې جوړې له اعلان وروسته امریکایي چارواکو دا اندیښنه څرګنده کړه چې ښایي د پاکستان د حکومت سوله دغه سیمې د اورپکو په خوندي اډو بدلې کړي او له هغه ځایه بیا په خپله پاکستان او افغانستان کې په کراره عملیات ترسره کړي.دامریکا دمتحد ایالاتو یو شمیر پوځي مشرانو خو دا ویره هم څرګنده کړې ده چې په قبایلي سیمو کې د امریکا پرضد د یوې حملې پلان جوړشي .
يوه اونۍ وړاندي  دامریکادبهرنیوچارومرستیال وزیرجان نګروپونتې دمتحدوایالتونودکانګریس استماعیه غونډې ته په وینا کې دپاکستان دحکومت اوطالبانوترمنځ دسولې پرتړون اندېښنه ښکاره کړه اوپه عین حال کې یې وویل چې هیله لري  پاکستان به سخت دریځي پرې نږدي چې له خاورې څخه یې په افغانستان کې بریدونه وکړي . يعني امريکاپدې موافقه چندان خوښه نه وه .
جنرال امريکايي مايک مولين، پيش بيني مي کند: فقط در صورت مبارزۀ کاملا ًموثر عليهِ پايگاه هاي نظامي طالبان و القا عده  در مناطق مرزي ميان افغانستان و پاکستان، افغانستان داراي يک چانس براي يک آغاز نو خواهد شد. و فقط  در اين صورت جهان از حملات وحشتبار تروريستي طالبان و القاعده در امان خواهد ماند. او تاکيد مي کند: "در منطقۀ مرزي پاکستان و افغانستان، طراحان حملات بزرگ بعدي تروريستي  القاعده نشسته اند و چالش نيز در همانجا وجود دارد. ما بايد  راهي بيابيم تا خود را با اين چالش مواجه سازيم."
نظر به داوري سازمان استخبارات ايالات متحده امريکا CIA نيز بدون يک مبارزۀ موثر عليه دهشت افگني طالبان و القاعده در مناطق مرزي در شمال غرب پاکستان، ناتو در افغانستان به شکست حتمي روبرو است.
نظر به اطلاعات CIA  از سال 2004 به اين سو تمام حملات تروريستي در افريقا و اروپا، در منطقۀ مرزي ميان افغانستان و پاکستان طرح ريزي شده اند.
دمۍ پر ۱۱ نټه  په واشنگټن کې د وينا  په وخت د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير جان نيگرو پونټې وويل چې د پاکستان نوى حکومت په دې ښه پوهيږي چې بايد د افغانستان پولې ته څيرمه په قبائيلي سيمو کې خپل کنټرول غښتلي کړي .
پونتې وویل :  (( موږ د پاکستان له پوځي او ملکي مشر تابه څخه تمه کوو چې د پاکستان په سرحدي سيمو کې ‌به د افراطيت پر ضد زموږ ټينګ متحدين پاتې شي. د پاکستان حکومت په دې ښه پوهيږي چې  په دغو سيمو د خپل کنټرول غښتلي کول بايد د دوی مهم لومړيتوب وي. زه په ښکاره ويل غواړم چې موږ د پاکستان په قبايلي سيمو کې د تاوتریخوالي او افراطيت بشپړه خاتمه غواړو. موږ دا نشو زغملئ چې په دغو سيمو کې ميشت افراطي عناصر په افغانستان، پاکستان او د نړۍ په نورو سيمو کې بريدونه وکړي.))
د پاکستان د چارو کار پوهان ګومان کوي چې واشنگټن اوس انديښمن دى چې د صدر اعظم يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ کې نوی حکومت هڅه کوي چې د هيواد په قبايلي سيمو او صوبه سرحد کې له طالبانو او وسلوالو مخالفينو سره مذاکرې وکړي او له دوئ سره د سولې تړونونه وکړي .  مگر بل پلوته بيا دامريکا دبهرنيو چارو وزيره په غير مستقيم توگه دپاکستان له حکومت نه پلوی کوي ،اونه غواړي چې دپاکستان دحکومت پر خلاف  دافغان ولس ملي احساسات راوپارېږي .
ددغو پېښو سره يوځاي دادۍ يوځل بيا دپاکستان نوی حکومت دکاندوليزارايس په وينا دموکراتيک حکومت  داخبره راپورته کړ چې پر پوله (ډيورنډکرښه) باندي  اغزن ديوال  تير سي .
لومړی خو دغه کار په خپله ددې شاهدې ورکوی چي په رښتيا سره له پاکستان څخه ترهگر افغانستان ته راځی اودپاکستان دولت غواړي دوي په اغزن  ديوال سره راوگرځوي . خوددي سره په څنگ کي داخبره له نظره غور ځوی چې داغزن ديوال په تېرېدوسره به دسيمي نور خلک له څومره ستونزو سره مخامخ سي اوولي ددو ورڼوتر منځ اغزن ديوال تيرسي ؟اياپه ارښتا سره به دا اغزن ديوال دتر هگر مخه ونيسي؟ چي داسي نده .
زموږ اوپاکستان تر منځ  دانه پېژندل سوي کرښه ډيره اوږده ده اوپه رښتياسره  په غرو رغوکي تيره سوېده،هر ه لحظه کېداي سي دغه اغزن سيم  يوڅوک غوڅ اوترهگرله هغه نه  تير سي .که رښتيا سره ووايونودپاکستان  هدف داغزن ديوال له جوړېدونه  دترهگرو مخنيوی نه بلکه پدې نامه دډيورنډ دکرښې برخه ليک پر خپل سر ټاکل دی يعني دوي اغزن دېوال داغزنوموخولپار تېروي نه په افغانستان کي دسولي اوثبات لپاره ! داسي ويل کيږي کله چي بې نظير بوټودخپل صدارت  په وخت  کي دطالبانوڅخه بې ساری ملاتړ پيل کړ موخه ئې داوه چي دهغوي په مرسته  دابد لپاره دډيورنډ دکرښي مسله حل کړي .مگر هغوي تر پايه پر ټول ملک حاکمان نشول اونه هم چاله هغوي سره دمنل چي دوي داکار وکړي  .
 له نن څخه څوورځی وړاندي د پاکستان نوي حکومت  خبر ورکړ چي د افغانستان اوسنۍ پولو ته څيرمه خپله هغه په سټلایټ سیستم ثمباله څارونکي دستګاه نصبه کړي ده چې کولاي شي په پولوکې هر ډول شورشي او کشفي کړني وڅاري .دا دستګاه له سپوږمکۍ څخه کنترولیږي او شیبه په شیبه کولای شي هر ډول انځورونه او خوزښتونه ثبت او په اسلام آباد کې د دې دستګا مرکز ته په رنګینه بڼه مخابره کړي.دا دستګاه به له اسلام آباد څخه کنترولیږي . دوي وايي ددې سيستم په مرسته به پر کرښه  دترهگرودترېدو مخه ونيسي  ،داسمه خبره ده کولاي سي دا کار وکړی  .سره لدې چي دټولوعينی بېلگوپر بنيادټولي نړی ته داروښانه ده چي دپاکستان امنيتې اودڅارگرۍ ټولې ادارې پدې هره لحظ خبر دي چي څوک څنگه ،دڅه لپاره اوپرکوم ځاي له کرښې نه دافغانستان په لور تيرېږي . موږ ددې لپاره چې هغه دچا خبره دنوک او ورۍ تر منځ خيره ولاړه نسي  داومنل چي دپولي برېښنايی کنترول سمه خبره ده،خداي د وکړی چې تر برېښنايي کنترول وروسته په افغانستان کي دناراميو کچه راټيټه سيي . اوداکنترول په رښتياسره دافغان ولس پر خلاف له پاکستان څخه دترهگرودتېرېدو دمخنيوی په خاطروي . خو ددې تر څنگ داسي گنگوسې هم اوريدل کيږي چي گواکي پر کرښه دبرېښنايي کنترول هڅه هغه وخت راپيداشول  کله چي په افغانستان  کي دبهرنيو ځواکونولخواپدې ورستيو کي دترهگروپر خلاف دبې  پيلوټه الوتکو په مرسته دکرښي پاکستاني لوري ته پرته سيمه باندي هوايي عملياتوترسره شول ،اوهمدا ډول داهم دښاغلي کرزی دوروستۍ ويناپه مقابل کي ديوه پوځی غبرگون ‌بيلگه بولي
 په  ۲۰۰۶کال دسپتمبر په دوهمه ورځ  نړيوالو معتبرو خبري اژانسو دخبر په حواله په يوشمير ويب پاڼو کې خبر خپور شو چې دافغانستان او پاکستان تر منځ پر هغه پوله چې د۱۹۴۷ کال نه راپدي خوا ددواړوهيوادوترمنځ د سياسي اختلاف داساسي لامل په توگه پاته شوې ده ؛دسپتمبر په لومړۍ نيټه د اغزن سيم غزول پيل شوي دې.
دادی اوس له هغه وخت نه نږدې دوه کاله تېرېږي چي  د پاکستان حکومت  يوځل بيااعلان  کړه چي د تروريزم سره دمبارزې په خاطر به د ډيورنډپر کرښه اغزن تاروغځوی . سره لدي چې اغزن تاربه دپولي پر دواړوخواو پراته پښتانه چي ديو سترقوم  په توگه  په سيمه کې  يودبل سره نه بې لېدونکي اړېکي لري يودبل سره بېل او دستو نزوسره مخامخ کړي . خوپاکستاني چارواکي  غواړي  په دې ډول دغي کرغېړني کرښي ته د يوې دولتي سرحدي پولي  رسمی بڼه  ورکړي . دډيورنډ پر کرښه داغزن ديوال جوړول په افغانستان کې دترهگرواوبي امنيو دمخنيوی مؤثره لار نده،بلکه داديوي  بلې ناندری پيل دی .
وړانديزدادی چي پاکستاني چارواکي دخپل سياسي اوپوځی غرورله نيلي راټيټ شي ،دښه گاونډيوتوب  اونړيوا لونورمونو منلوته غاړه کښېږدی اوپدې ټکی پوه شی چي پر افغان ولس  په زور خپله اراده منل  ډيرناشونی کاردی . بهتره داده چي پاکستا ني چارواکي په خپله خاوره کښي  دټولوهغو ډلو ټپلوپرخلاف عمل وکړی کوم چي په پاکستان او افغانستان کي سوله او ثبات له گواښ سره مخامخ کوی اوپدې ډول غواړي دافغانستان اوپاکستان تر منځ دايمي تاوتر يخوا لي دوام ولري  .دافغانستان دحکو مت دموافقي نه پرته په هره موخه چي وي  دډيورنډ پر کرښه دهر ډول پوځی اوملکي تاسيساتوجوړول دگاونډيتوب حق ته دنه درناوي اونړيوالونورمونوڅخه بربنډه سرغړونه بلل کېداي شي .
اوس چې دنړی زيات شمير هيوادونه دافغانستان دروانو حالاتوسره بې تفاوته پاته کېدل دخپلوهيوادوامنيت ته جدي گواښ اوپوځی ناکامي بولي ،سره لدې هم پاکستان خپلوناولو موخوته درسېدولپاره دهر ډول امکانا تو څخه استفاده کوي .پدې خاطر بايد د ډيورنډ دکرښي ها خوا پښتانه او بلوڅ قومونه  او دهغوي سياسي گوندونه ،سازمانونه  اوقومی مشران ددې مسلې په هکله خپل پرېکړنده او روښانه  دريځ څرگند کړی ،پرې نږ دې چي پاکستاني چارواکي دپښتوترمنځ اغزن ديوال جوړکړي .
د ملگروملتوسازمان ،امنيت شورا،اروپايي پارلمان ، اسلامي کنفرانس او ټولو نړيوالو سوله دوستوساز مانوڅخه په کلکه غوښتنه کوو چې دپاکستان حکومت دخپلوسر زوريوناوړه تاريخي پايلو ته متوجه کړی  ، دافغان ولس اونړيوالي ټولنې معقولواوپرځاي وړانديزونواوغوښتنوته جدي پاملرنه وکړي .
پاكستاني جنرالان  اومذهبي بنسټپال پدې فكر کښې دي چي امريكايان  او اروپا يان ديوې اوږدي جګړې توان نلري او په دي توګه به بالاخره لکه روسان له سيمي نه وتلو ته اړشي ،په هغه وخت کښي به  پاكستان  وكو لاي شي يوځل بيا په افغانستان كي خپله اغيزمنتيا پراخه كړي .اوکه دناټو پوځونه دلته پاتي هم شي نو پاكستان ته به  دسيمي د امنيت په ټينګولوكي نسبتاً يومهم رول وركړي چي  په دې توګه به پاكستان وكولاي شي د افغا نستان په راتلونکو پيښوكي موثر رول ولوبوي ،او په حکومتونوکښي به خپل لاسپوڅي ځاي پر ځاي کړي .په هغو صورت کښې به  هغه خطر چي د يو آزاد، مستقل، اوځواكمن افغانستان  څخه ئې دوي احساسوي له منځه ولاړ شي . پاكستاني جنرالان په دي تمه هم دي چي ښايي ناټو اونړيوال ائتلاف بالاخره پاكستان ته دسيمي دامنيت په ساتلو كي يو عمده رول وسپاري، پاكستاني جنرالان په دي باور دي چي كه دا كار وشي نو پاكستان به يوځل بيا وكولاي شي په افغانستان كي ستراتيژيك برلاسي  تر لاسه کړي  . داسي هڅ هم وهل کيږي چي پدې ورستيو کي دپاکستان نوی حکومت چي مجبورأ بايد دپاکستان داردو اواستخباراتي سازمانو دمشرتابه غوښتنو اونظرياتو ته غاړه کښېږدي ،غواړي  عملأ له خپلې خاورې نه په افغانستان کي  امنيتي حالت دومره گډوډ کړي چي دافغانستان حکومت عملي تعرض ته وهڅوي .پدې صورت کي طبعي ده چي امريکاپه هيڅ ډول پاکستان پر افغانستان باندي نه خوابدی کوي  اودافغانستان دهغه حرکت نه چي دپاکستان پر خلاف وي ملاتړنه کوي ،پايل به داسي چي ددې ډول ماهرانه فشارواوتا کتيکوپه پايله کښي نړيواله ټولنه دېته اړباسي تر څو دهغوي لخوا دډيورنډ دکرښی دسرنويشت ټاکلو مسله مطرح شي .
يو شميرپاکستان پلوه افغانان  ټوله ورځ دپاکستان په توصيف کي تيروي وايي چي  پاکستان زموږ سره ډيري مرستي کړي موږ ته ئې ځاي راکی .خو داله نظره غورځوی چي همدا پاکستان دي چي دخپل جوړښت نه راپدې خوا ئې زموږ په هيواد کي هر ډول نا اراميو ته لمن وهلې اوهرکله چي په افغانستان کي دقوي دولت دجوړېدوعلايم راڅرگند شوي نو سمدلاسه ئې دهغه پر خلاف  دخپلو لاسپوڅو پوسيله داسلام په خطرکي دي تر نامه لاندي  لمسونې  پيل کړي دي . ليري به نه ځو کله چي مرحوم دادودخان دافغانستان بيا جوړوېدولپاره نوی اقتصادي اوټولنيز پلان تر لاس لاندي ونيوه نو دسمدلاسه دپاکستان داستخباراتوپه مرسته  په کنړ اوپنجشير کي دهغه پر خلاف حرکتونه راپيل سوه اوهغه ئې هم په کفر تورن کړ. پاکستان دافغانانو لپاره افغانا نوته ځاي ندی ورکړئ .دافغانانو له توره بخته پاکستان ،پاکستان سو اودهر څه خاوند سو،زه اوس پرې خبرې نه کوم چي ټولنيز ژوند اوفرهنگی چاروکښې يې څومره تغيرات راغلل ،خودومره وايم چي دافغانستان دويرانۍ اوافغان ولس دسرپه قيمت پاکستان خپلي خزانې له ډارلو ډکي کړې ،موډرنه اردو ئي جوړکړه اودموډرنو وسلو خاوند سول . دهمدې افغانی غميزي برکت وچي پاکستان په اټومی قدرت بدل سو.هغه گټه چې پاکستان په دوامداره توگه له افغانستان  سره دگاونډيتوب نه تر لاسه کړې  دکاغذپر مخ ئي دليکلو حوصله نشته ، دافغانستان وتلي سياسي  څيړونکی او ليکوال  عبدالحميد مبارز دپژواک خبري  آژ انس سره په خبرو کي پر پاکستان باندي دافغانانوداحسان خبره داسي کوې  : ((. . .  که افغانان نه واي اوس به دهر پاکستاني نوم هيره سنگ اويا هيرالال واي ،پاکستان موږ ته اسلامي ښوني نشي کولاي ،دا افغانان وه چې دوي ته ئې  اسلامي ښووني وکړې  .))
په افغانستان کي دسولي اوثبات دراوستو لپاره  دملگروملتواو امنيت شوراترمشرتابه لاندي د يو نړيوال کنفرانس جوړېدل اړين برېښي .په دغه نړيوال کنفرانس کې دسياسی،مذهبی، ژبنی، اتنيکي توپيرنه پرته ،دملي گټواودايمي سولي دټينگښت په موخه د سياسي ګوندو،سازمانو،حرکتواو تنظيمو استازو،ديني عالمانو او روحانيونو،خپلواکو سياستوالو،ددولت اوبهر نيوځواکونو په وړاندې دمختلفو دريځ لرونکو وسله والوډلواستازو ته بېله مخکني شرطونواوتور ليست په نظر کي نيولوسره دګډون بلنه ورکړه شي  . ددې نړيوال کنفرانس په درشل کي بايد په افغانستان کي يوپراخ بنسټه ملي دولت جوړسي .ددغه دولت نه چي دافغان  ولس  دغوڅ اکثريت  دنظر څرگندوونکی به وي هر اړخيزه ملاتړ وشي . دگانونډيوهيوادونه وغوښتل شي چي په خپله خاوره کښي ددې دولت يوه مخالف ته هم ځاي اودفعاليت اجازه ورنکړي . دپرېکړوپر پلي کېدودملگروملتوسازمان دامنيت شورا لخوادنړيوال کنټرول اونظارت ميکانيزم  جوړ اوپلئ سي .
د افغانستان او پاکستان داوسنۍ ستونزي اومشکلاتودحل لپاره اغزن سيم ته نه بلکي صادقانه همکاريواو يوبل ته دښه گاونډيتوب لاس ورکولوته اړتياليدل کيږي  .په گران افغانستان کي دسولي اوسوکالی په هيله . ومن الله التوفيق