د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د امریکا دوه مخې لوبه

سرلوڅ مرادزی 26.06.2008 16:22

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې کانډولیزارایس د جون په ۲۴ مه په یوه خبري مرکه کې ویلي چې د افغانستان له خوا دا ګواښ چې د پاکستان پولې څخه به په مخالفو جنګیالیو پسې پاکستان ته هم وراوړي پرځای خبره نه ده . رایس وايي « ښه لار يي دا ده چې دواړه هېوادونه دې پولې ته درناوئ ولري » . او نور هم زیاتوي « زه بیا هم ښه لار دا بولم چې دواړه حکومتونه دې په یوازې سر د خپلو ستونځو غم په خپله وخوري » .
د رایس دا څرګندونې د ولسي ادب دې خبرې ته ورته پاتې کيږي : خسن او خسین دریواړه د مغاویه لوڼې وي . د پورته جملې یو ځای هم سم نه دئ . د رایس خبرې هم یو داسې څه ته ورته دي !
دا چې امریکا ځان ته حق ورکوي چې د تروریزم پسې له خپلو پولو نه په زرګونو کیلو متره لیري افغانستان ته چې هغه هم د تروریزم مرکز نه بلکې د تروریزم قرباني دئ تشریف راوړي ، خو افغانستان بیا د رایس په خبره دا حق نه لري چې د تروریزم په مرکز دا نېوکه وکړي چې نور دې د افغانستان په خاوره د تیري بریدونه ودروي .
افغانستان د نړیوالو حقوقو له مخې دا حق لري هغه ورانکاري او تروریستي ډلې چې د افغان په پاکه خاوره وسلوال بریدونه کوي او په بې رحمۍ سره د هېواد ولسي وګړي وژني له برید څخه دمخه تعقیب او په هغه ځای کې چې له هغه را استول کیږي له منځه یوسي . که امریکا ځان ته دا حق ورکوي چې د تروریزم پسې زموږ سیمې ته راشي او خپل راتګ پرځای خبره هم بولي په کوم لامل افغانستان دا حق ونه لري چې په تروریزم پسې د پاکستان تروریستی اډې په نښه نه کړي او د افغانستان د دولت دا سې تصمیم پرځای خبره نه وی . یو بام او دوه هواوې نه شي کېدای !
د امریکا د همدغه دوه مخې پالېسۍ له کبله چې کور خاوند ته وايي ویښ اوسه او غله ته وایي ورځه پرې ، زموږ د هېواد او سیمې دغه حال دئ !
د رایس د دوه مخو خبرو په پایله کې د پاکستان پوځي کړۍ او ای ایس ای نور هم زړوریږي او خپلو جنرالانو ته د بیت الله محسود او نورو په څېره کې په افغانستان او لره پښتونخوا کې د لازیاتې ورانۍ او وژنې لارښوونې کوي . موږ وینو چې نن په وزیرستان کې د محسود جلادانو د ای ایس ای په مرسته د پښتونخوا د ۲۸ تنو ملې او قومی مشرانو سرونه په بې څارې وحشت او بربریت سره د هغو له تنو بېل کړل او د پښتون ملت دا ډله یزه وژنه د ای ایس ای او د هغو د نړیوالو ملاتړو په مټ ترسره کیږي . همدغه راز نن د کابل ــ کندهار په لویلاره د اسد اباد په سیمه د ای ایس ای تروریستانو ۳۰ موټرې لوټ کړې او ورځ تربلې د افغانستان پر خاوره د پاکستاني تروریستانو یرغل لا نوي بڼې نېسي .
د کانډولیزارایس په خبرو کې د زیات هېښتوب خبره دا ده هغه وايي : دواړه هېوادونه ( افغانستان او پاکستان ) دې پولې ته درناوئ ولري . افغانستان په پاکستان کې د تروریستي اډو د تړلو او په افغانستان کې د پاکستاني تروریستانو د ویجاړیو او وژنو د مخنېوي په اړه خبرې لري . بېړنۍ خبره دا ده چې په افغانستان باید پاکستانئ تېرئ بند شي . د دواړو هېوادو تر منځ د پولې پر سر اختلاف چې د پاکستان تر جوړېدو لا دمخه موجود وو ، اوس هم شته او تر هغو به وي چې ترڅو د ډیورند د کرښې د دواړو غاړو پښتنو په خوښه او ګټه نه وي حل شوئ . افغانستان اوس له امریکا څخه دا غواړي چې د پاکستان له خوا د تروریستي تیري په اړه د افغانستان مرستې ته چې خپله امریکا وايي د همدې موخې لپاره سیمې ته راغلې ، وروادانګي . امریکا باید افغانستان ته نوې ستونځې ونه لټوي بلکې شته ستونځې یانې په افغانستان د تروریستې بریدونو په مخنېوي کې مرسته وکړي .
له بلخوا دا چې رایس وايي دواړه حکومتونه دې په یوازې سر د خپلو ستونځو غم پخپله وخوري ، له تروریزم سره په مبارزه کې د افغان ملت په وړاندې د امریکا د ژمنو په شاتوب ښۍ . پوښتنه پیداکیږي چې هر هېواد د ستونځوغم پخپله وخوري نو بیا امریکا د څه لپاره دلته راغلې او دا غټ شرغوبل دوی د څه لپاره جوړکړئ . په افغانستان کې چې تروریزم د هغه لویه ستونځه ده ، د هغه خپل نه دئ او دا پرې له ختیځ ګاونډې نه تپل شوئ او له دې کبله دا په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو او د افغان ځواکونو دنده ده چې په ګډه يي جرړې وباسي .
د کانډولیزارایس روستۍ څرګندونې ښۍ چې امریکا په پایله کې د افغان دولت او لرو پښتنو په وړاندې خپله کرکه نه پټوي او له خپلې دوه مخې څېرې څخه ورو ورو څپوټئ لیري کوي .
امریکا او انګریز دې ته چمتو نه دئ چې د افغان دولت او لرو پښتنو د روا غوښتنو په وړاندې پاکستان له ځانه خواشینې کړي .
د ډیورند د کرغېړنې کرښې پر دواړو غاړو هره ورځ د پښتنو ټولوژنه دوام لري او په دې ټولوژنه کې پنجاب او د هغه نړيوال ملاتړي لویلاس لري . له بلخوا ، د هېواد په دننه کې شمالي ټلواله او په حکومت کې د هغې غوړه ونډه ، سبوتاژ او له بهر سره د هغوی اړیکې ددې لامل شوي چې پښتانه د هېواد په برخه لیک کې ګوښه او څنګ ته کړي او بله لا داچې د ښاغلي کرزي په حکومت کې فساد او بې کفایتي او له پښتنو سره د کرزي د حکومت د میري چلند ، ټول سره په ګډه ، د پښتنو د ټولوژنې پړه پر غاړه لري .
پښتانه باید د ځان پر اړه روانې توطيي وپېژني او د ټولو خبیثو ځواکونو پر وړاندې سره یو شي . دا د پښتنو د روڼ اندو پښتني او وجداني دنده ده چې د پښتنو دښمنان چې پر ځانونو يي ډول ډول ماسکونه غوړولي دي بربنډ او رسوا کړي .