د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یوه شپه په جېل کې

بسام 25.06.2008 18:33

یوه شپه په جېل کې

لنډه کیسه

لیکوال : عبدالله الهام جمالزی

 

بې گناه افغان د بهرنيو ځواکونو په منگولو کې

 

نور نو یواځې هډوکي پاتې وو، زه هم لکه څېره هسې شوی وم هغه هم لکه نانځکه یواځې سترګې او غټ غوږونه ، نن یې بیخي چرت خراب وو له وخته یې د ژړا راته ویل چې نن شپه به ژاړو ، عجیب که لیونی هسې وو خو زه پوهېدم چې یو څه یې حتما اورېدلي دي چې نن شپه مې ژړوي ، خو پدې چرت کې وم چې دا به څه وي ؟ خندل یې مخامخ راته کېناست اوږده ساه یې واخیسته .

-         د دې ککړې بندیخانې دا وړه کوټه او دومره ستر ستر غمونه !؟ عجیبه نده ؟ .

-         دا په غم ککړ ته یې کاشکې راسره پخلا نه وای ، هماغه خپګان مو ښه وو ، ته خو کیسه راته وکړه څه خو دې اورېدلي او هغه هم ډېر مهم ، خو ګوندې د خوشحالۍ وي که څنګه ؟  

-         پوخ کړه داسې ښه خیال پلو بیا به سره ګورو .

زه خو پوهېدم چې خبره د خپګان ده خو هسې مې د هغه د آزمایلو لپاره ویل ځکه حال یې نه ویلو نه پوهېدم په څه چل ترې وپوښتم ، زما ځانته هم سودا وه هغه ته هم چې څه خبره به وي د هغه په اړه به وي که زما ؟ . د مخامخ کوټې دېوال ته مې وکتل له دوهم سوري هم د لمر وړانګې ټولې شوې وې ، پورته شوم دهغه سترګو ته مې وکتل  . خو هغه لکه چې لمونځ کړی وو یواځې یې راته کتل نور پورته نه شو  ، ځان یې ونه پوهاوه  خو فکر راسره همدا وو  چې دا به څه خبره وي ؟!! ؟  ښه خیر خو .... ولا که پوهېږم .

نصیري رڼه ککرۍ نيولې وه ، مخامخ راته ناست وو ، موسک موسک کېده خو په عین حال کې یې لکه چې ژړا ته ستونی سوځېده نن عجیبه ورځ وه بېګا مو تر ډېره کیسې هم کړې وې .

موږ دواړه یواځې وو ، نور له وهلو هم غورځېدلي وو ، اوس لس کاله کېدل چې مسلسل مو وهل خوړلي وو ، خو دا څو میاشتې کېدې چې سره یوځای شوي هم وو او نور نو وهل کېدلو هم نه ، تر ټولو مهمه دا وه چې سره یوځای شوي وو ، د یو ځای کېدو په لومړیو کې خو ډېر سره خوشحاله وو  خو اوس اوس نور عادي شوي وو کیسې او خاطرې هم نورې ختمې شوې وې . ساتونکو به زموږ لیکلي څیزونه کتل ، زما یواځینۍ هیله دا وه چې کاغذونه مې راپرې نه کړي . خو پدې بند کې رحم چا نه پېژانده ، بیا خو نو موږ سیاسي بندیان هم وو ، حال مو ډېر ترینګلی وو .  هر وخت مې همدا یوه شپه یاد ته راتله ، هر وخت مې په همدا یوې شپې فکر کاوه او زیات وخت مې دا یوه شپه په خوب هم لیدله . په ریښتیا سره مې ترې خوند هم اخیست .

په خپله کوټه کې ناست وم ، بهر شور ماشور وو ، خویندې وروڼه سره په یوه خبره اوښتي وو ، پلار هم غوسه وو ، ما د کوټې له منځه پلار په ذهن کې راوست چې عینکې به یې د پوزې سر ته رارسېدلې وي له غوسې به تور شین اوړي او په لاس به وروڼو ته خبرې کوي چې بیا ولې بې ځایه بحث کوي او خپل درسونه یې پرې ایښې دي . زما د مېرمن سر په ټوټه تړلی وو شونډې یې تورې اوښتې وې . سترګې یې سرې سرې شوې وې ، څه شېبه یې نېغ نېغ راته وکتل بیا یې په سترګو کې له زاریو وروسته وویل :

-         خیر دی ، یوګیلاس اوبه ...

ما ورته وکتل ، موسک شوم ، خو د هغې موسکا ډېره حیرانوونکې وه ، سترګې یې کش کړې 

-         ولې ؟ اوس خو درته ناروغه یم ، په یاد دې دي چې ته به تږی شوې ؟

-         ښه سمه ده ، خو ....

زه بهر راووتم ، ښایي له یاده مې وتي وو چې اوبه یوسم ، پلار په چرت کې ناست وو ، ما غلط فکر کړی وو ، هغه له غوسې لاسونه نه غورځول کړکۍ ته ولاړ وو او بهر یې د تیاره ښار ننداره کوله ، ماته یې وکتل ، ډېره شېبه یې راته وکتل بیا یې کړکۍ پرانیستله او بهر یې سترګې وګنډلې

-         له ځان سره پام نه کوې ...

-         ولې ؟ ...

-         خو دا حالات وګوره ستا بې غوري او ستا هغه کارونه ولا زه خو داسې وایم چې همدا نن شپه درپسې داد حکومت والا  رانشي .

-         نه ما به څه کوي ؟ او بل په ماخبر هم ندي چې اوس په کور یم ، پرون  نصیري راته ویلي چې حکومت اوس په چا کار نلري  .

-         دا خبرې دروغ دي ، حکومت مبارز ،  مجاهد او فلانی او فلانی نه پېژني ...

زما له کوټې غږ راووت ، مېرمنې مې بیا په زګیروي وویل

-         څه شوې ؟ ....

زه د کوټې لور ته روان شوم ، خو اوبه مې له یاده وتې وې ، او تر اوسه مې بیا له یاده نه وځي ، کاش هغه وخت مې له یاده نه وای وتلې ، اوس  لس کاله پوره کېدل چې بیا مې د خپلې مېرمنې سترګې په عادي حالت کې نه وې کتلې ،  له یو بل څه چې مې زیات زړه تنګېده هغه دا وو چې هر څو به مې یې سترګې مخ او قواره په ذهن کې انځورول نه کېده هیڅ نه پوهېدم ولې  ، خو د هغه ورځې سهار هم عجیب وو ....

پدې کې نصیري راباندې غږ وکړ

-         وهلکه چېرې یې ؟

بیا مې ورته همدا کیسه چې هره ورځ به یې یوځل اورېده ورته له سره ونیوه ،

-         هغه شپه مې په خوب لیده

-         ته لیونی شوې ، نور دا شپه  له یاده وباسه

نور مې ترې مخ راواړاوه ،  او بیا چرت یووړم .... ښايي نور به ماښام هم وي ، لمونځ مو کړی وای بیا پدې مسﺉله غږېدلي وای  ... خو دهغه اودس شته ...

-         پورته اودس لرې کنه لمونځ به وکړو بیا پرې خبرې وکړو

-         خو سمه ده .... نه ، هه ونیسه ... ځه پورته

له لمانځه وروسته یې بیا دېوال ته تکیه وکړه ، سر یې په لاسونو ایښی وو ، چې پدې کې د عسکر او شاوخوا کوټو د بندیانو غږ پورته شو ، لکه چې ډوډۍ رارسېدلې وه ، زه پورته شوم خپله او دهغه برخه ډودۍ مې راواخیسته ، خو هغه تر اوسه لا سر په لاسو ایښی وو و سترګې یې کلکې پټې نیولې وې ، زه راغلم او د دیوال خواته په ډوډۍ کېناستم ، هغه ته مې څه ونه ویل ځکه دهغه عادت وو کله کله به یې ډوډۍ نه خوړه ، ماته هم نن ډوډۍ خوند نه راکاوه خو د هغه سره بې ویښتانو سر ، ډنګر بدن او خیرنو جامو ته فکر یووړم

-         پورته پیره ! که ډوډۍ خورې !

هغه له څنګلو سر پورته کړ ... عجیب په مخ یې اوښکې راروانې وې ، سخت سخت یې ژړل ، ماته رانږدې شو او خواته مې کېناست ، خپله کاسه یې هغه خوا کړه ، ماته یې هم نور خوند نه راکاوه ماهم خپله کاسه لیرې کړه ، نصیري بیا په سلګو شو . عجیبه وه په  دا دومره موده بند کې ما د لومړي ځل لپاره د نصیري ژړا ولیده ، لکه وړوکی ماشوم ژړل یې ، دستمال او ډوډۍ یې څنګ ته کړل او په یوځنګ کېناست ، لاس یې په ځمکه تکیه کړ او په سترګو کې مې ځیر شو .

-         هې نور نو مرم ، زوړ شوم ، سپین ږیری او د مړه کېدو ....

-         کېنه ، کېنه دا چرتونه د څه شي دي ؟

-         نه ولا نور مرم دادي عمر مې له پنځه پنځوسو ته ورسېد ، بدن مې کمزوری دی ، زوی مې هسې هم نشي لیدلای ، کورنۍ بې له هغې څوک ندي راباندې خبر .... دا ټولې د مرګ نښانې دي د کورنۍ لپاره خو پنځه کاله وړاندې مړ یم .

ماته یې هم سخت غریو راوست ، نږدې وو چې زه هم وژاړم ، ریښتیا هم اوس به  دهغه په کور څه حال وي ؟ له دې سره مې خپل کور په یاد شو  زما خو لا اولاد هم نه وو شوی چې بیا مې کور نه دی لیدلی ، خدای خبر چې د هغه نوي بند‎ي خبر به ریښتیا وه کنه چې ویل یې زما لور پیدا شوې وه ، خو نه پوهیدم ،  زما اصلي خبرې ته اوس اوس ډېره سودا کېده ، چې ولې نصیري نن پدې حال دی ، هغه وختینۍ جینۍ یې کومه ښوده ؟ دا څوک وه او دا خبر یې له کومه کړی وو ؟ نور مې د صبر کاسه  ډکه شوه

-         دا لیونتوب که په دردلګېدلی ډیرو ته به یې په درد خوړلي وو ، هغه وختینۍ د څوک ښوده ؟

-         تاته به هم ژړا درولي پیره ...

-         ما چې په خپل کور او خپل عمر باندې د تاغوندې اوښکې تر اوسه تویې نه کړې پدې خو یې ولاکه تویې کړم .

هغه په سر لاس تېر کړ ، زما یې هغه د لېونتوب خبره سترګو ته ودرېده چې ویل به یې زه لېونی یم اوس هم لیونی یم او لیونی به هم شم  ، زه په همدې چرتونو کې وم چې هغه بیا په ژړغونې لهجه وویل

-         رقیه مړه شوې ده

ددې خبرې په اورېدو سره مې حال بدل شو ، اوس مې کابو له یاده هم وتلې وه ، خو نصیري چې د غورځنګ مشر شو زه هغه وخت مرستیال وټاکل شوم ، رقیې به زموږ ټول کارونه ، رازونه او هرڅه څېړل ، هغه هم تر ټولو فعاله غړې وه ، هومره مبارزه چې هغې وکړه بل چا ونه کړه ، خو زموږ له نیولو سره غورځنګ ړنګ او هغه هم په کور کېناسته ، دومره بیا خبر شوم چې پنځه کتابونه یې لیکلي چې یو پکې زما او نصیري ژوندلیکونه وو او کله چې موږ هغه کتاب له پولیسو وغوښت رایې نه کړ خو ویل یې جې پکې لیکلي یې دي جې نصیري او انصاري دواړه اوس مړه دي . دنګه ځواني یې وه مېړه یې هم کلک مبارز وو ، په یو لاس هم فلج وه ... . پدې کې نصیري بیا راباندې غږ وکړ

-         زه هم مرم ...

-         صبر زه یې تر اوسه خواره په یاد نشم راوړلای داچادرته وویل ، بیا که مرې هم مړ شه !

-         نن پولیسو ویل چې تلویزیون اعلان کړی ...

هغه نور بیا په ژور چرت کې ډوب شو او په شونډو یې یوه یوه جمله له لږ شېبې وروسته ښکاره کېده .

-         هغه خواره ... خو موږ به هم یوه ورځ مرو ، نه پوهیږم څه ته یې ساتلي یو ... موږ به ښه وو که هغه ؟ ..

بیا به یې دمه وکړه او اوښکې به یې پاکې کړې ،

-         زه نه پوهېږم ، خو هغې هغه دی خپل عمر وکړ .

ماته یې مخ راواړاوه د پوښتنې په علامه یې سترګې راته ځیر ونیوې خو څه یې له خولې ونه وتل ، لږ شېبه وروسته یې بیا سر وخوځاوه

-         اوس به څو کلنه کېده ، لس کاله زموږ دلته ووتل ؟...دېرش کلنه هغه مهال وه ... دا یې څلویښت ..

-         یاره هو همداسې به وه ...

سر یې په زنګنو کېښود غوسه غوسه ورتله ....

-         خو هغې به ګټه کړې وي که موږ ؟ نه هغې خو به له ژونده خوند اخیستی وي ؟ نه په ژوند کې خوند نشته ، ښايي زموږ ژوند به ښه وي ....... نه خو هغه ښځه وه .... ښايي د ښځې ژوند به ښه وي ... نه ولا .....

بیا یې سوړ اسویلی وایست او سترګې یې پاکې کړې ، پورته شو ، قرآن کریم یې راواخیست ، او له مچي کولو وروسته یې پرانست او نور نو کرار کرار په جوش راتله ، زه هم په همدې چرتونو کې ورته مخامخ ناست وم ، شپه به نیمه تېره شوې وه چې قرآن کریم یې قات کړ او ماته یې وکتل .

-         نه زموږ ژوند ښه دی ..... بېغمه اوسه ، تکیه پداسې تکیه ګاه وکړه چې ډېر سخت کار ورته ډېر آسانه وي ، بیخي آسانه وي .

لږ شېبه یې بیا د قرآن کریم تلاوت ته غوږ وم چې هغه بیا سترګې راته نېغې ونیوې .

-         ګوره پيره ! د نورې نړۍ خلک چې زما او ستاپه نزد کم عقله دي زما او ستا په قسم فکر کولو ته وخت نلري ، اوس به پوه شې زه او ته ډېر ښه یو ژوند مو ښه دی او مرګ مو ......

اوس چې له ځانه سره فکر کوم هماغه خبره مې یاد ته راځي نصیري همدا شپه دادي له ژوند سره خدای پاماني وکړه او زه به هم نه پوهېږم خپله مېرمن او خدای خبر لورکۍ ووینم کنه ؟ .....