د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلته هغه څوک په بند محکومېږي چې جب یې تش وي،

عتیق 25.06.2008 15:05
نن سهار مې داسې یو زړه بوګنوونکی خبر د تلویزون په پرده ولیده چې خدای شته د هر افغان او هر انسان زړه ځوروي. په خبرونو کې یې یو سړی وښوود چې په کابل کې د یو قاضي له خوا د یوې بوجۍ (بونۍ) اوړو د غلا په تور محکمه کیده.

که څه هم د کرزي او د ده د وروڼو د دولت ډیری چارې بېسوره دي خو ځینې یې دومره خواشینوونکې دي چې سړی لیونتوب ته نږدې کوي.

له یوې خوا یو سړی چې لوږې دومره اړ کړی وي چې له ځان څخه تیر شي او خپلې کورنۍ ته د خوړو د پیداکولو لپاره یوه بوجۍ اوړه وتښتوي د یوې رسمي محکمې له خوا محکمه کېږي او کیدای شي غټه جزا هم ورکړي ځکه چې دی خو رشوت او بډې نشي ورکولای او له بلې خوا ”غټ ږیري او غټ خیټي“ او ”ګیرخیلي او بریت خیلي“ درګرده په لکاوو ډالر غلا کوي، د دولت او ملت ځمکې په زور نیسي او ان کله نا کله د خلکو لوڼه ځان ته په زور ودوي خو هیڅوک ورته کاږه هم نشي کتلی.

په دغسې یو حالت کې قاضي، څارنوال، محکمې او څارنوالی ته باید همدغه نومونه واخیستل شي ایا کله هم باید د عدل او عدالت مقدسې کلیمې وکارول شي؟ نه هیڅکله نه. په دې ړانده دولت کې خو هر څه تغیر خوړلی. دلته هغه څوک په بند محکومېږي چې جب یې تش وي، بېوزله وي او مقاومت یې نه وي کړی. دلته که ژوند کوې یا به زور لري او یا به زر.

موږ تل په خپل تاریخ ویاړو خو خپلې تیروتنې نه منو. موږ د نړۍ تر ټولو مشهور سیاسي نظامونه: شاهي، کمیونیسټي او اسلامي شرمولي او اوس لګیایو د حکومت کولو یو بل نظام یانې ډیموکراسي شرموو.

د کرزي او وروڼو ډیموکراسي تر درې شیانو پورې محدوده ده: د ږیرې رخیېلو، پتلون پښوکولو او شراب څښلو ازادي.

ډیموکراسي د حکومت کولو یو بریالی نظام دی او د نړۍ په ډیرو هېوادونو کې د خلکو د سوکاله او ارم ژوند یو ستر لامل دی. ولې ډیموکراسي خپل اساسات لري چې له بدمرغه دلته په رارسیدو رارسیدو کې یې اساسات له منځه تللي او یوازې پورتني درې فروعات یې رارسیدلي دي.

اوسني خراب حالت او بد وضعیت ته په پام سره، موږ د سوټه کراسي یو داسې نظام ته اړتیا لرو چې د سوټه کراسي تر اساسي قانون لاندې اول کرزی او وروڼه یې محکمه شي او بیا یې د پرې انډیوال وړاندې له دې چې په تیښته بریالي شي په داسې محکمه کې محکمه شي چې دوی ته معلومه شي چې تر سیره څو پخېږي.