د ناکامه هېوادونو په لیست کې افغانستان ۷م او پاکستان ۹م نمره شول
25.06.2008 12:21د امریکا په متحده ایالاتو کې دوه څیړنیز مرکزونو د سولې پنګه او بهرنۍ تګلاره یا (Fund for Peace) او ( Foreign Policy) په یوې نوې څېړنه کې چې په ۲۰۰۸ ز کال کې یې د نړۍ د ناکامه هېوادونو په هکله کړې ده ویلي دي چې افغانستان د نړۍ تر ټول اووم او پاکستان تر ټولو نهم نمره ناکام هېوادونه دي. د تېر کال په پرتله چې افغانستان په کې اتم او پاکستان دولسم نمره ؤ دواړو هېوادونو سږه کال لا زیاتې خرابې نمرې اخستې دي چې ښایي په دې دواړو هیوادونو کې د تېر کال په پرتله حالات نور هم خراب شوي دي.
د سولې پنګه او بهرنۍ تګلارې دې څېړنې د پنځه لسو خرابتریونو ناکامه هېوادونو لیست په دې ډلو خپور کړی دی:
۱. صومال
۲. سوډان
۳. زیمبابوی
۴. چاد
۵. عراق
۶. کونغو
۷. افغانستان
۸. کوت دیفوار
۹. پاکستان
۱۰. د منځنۍ افریقا جمهوریت
۱۱. ګیني
۱۲. بنګلادېش
۱۳. بورما (میانمار)
۱۴.هایتي
۱۵. شمالي کوریا
په دې نقشه کې په سره رنګ کې تر ټولو ډېر ناکام هېوادونه په نښه شوي دي
تر ټول بریالي درې هیوادونه چې د لیست په اخر کې راغلي دي ناروی، فنلینډ او سویډن ښودل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۰۸ ز کال په پیل کې د اداري فساد په ضد د مبارزې نړیوال ارګان (نړیوال شفافیت) ویلي ؤ چې افغانستان په اداري فساد د نړۍ تر ټولو نهم او پاکستان تر ټولو یوڅلوېښتم ککړ هېوادونه دي.
په انګلیسي ژبه د بشپړ راپور د لوستلو دپاره د سولې پنګه یا بهرنۍ تګلاره د ګورتپاڼو د پاره د لته ټک ورکړﺉ.