د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالب مشران د طالبانو قاتلان دي.

مسافر غورځنګ 23.06.2008 22:23

ghorzangona@gmail.com

په دې خو ټول پوهيږي چې د تاريخ په اوږدو کې زموږ هيواد د پرديو د شومو او کرغېړنو هدفونو ښکار شوی او زموږ بېګناه هيوادوال پکې قتل عام شوي دي.
همدا اوس زموږ د ټولنې ځوان قشر (طالبان) د پرديو د ګټو لپاره په داسې حال کې خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د شخصي ګټو په دې ستره لوبه خبر نه دي او يوازې د ای ايس ای د لاسپوڅو ملايانو  په خوله د جهاد خبره کوي.
پاکستان چې په اصطلاح د اسلام په نوم جوړ شوی د اسلام په سر تجارت کوي او د اسلام او جهاد نوم يوازې او يوازې د پنجاب د ګټو لپاره کاروي.
همدا پاکستان و چې تر هر چا وړاندې يې خپل هوايي ډګرونه او نور امکانات پر افغانستان باندې د بريدونو لپاره د امريکايانو په واک کې ورکړل.
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف پخپل کتاب (د اور پر ليکه) کې په ډېرې سپين سترګۍ سره وايي چې څنګه يې طالب مشران او د القاعده شبکې غړي د ملياردونو ډالرو په بدل کې په امريکايانو وپلورل.

: دځايي خلکو په وينا د طالبانو په دغې مورچه کې چې د باغ يوه زېرخانه ده نور ګڼ مړي هم تر خاورو لاندې شوي دي.

پاکستان له يوې خوا د طالبانو د ځپلو په پلمه له امريکايانو هر کال ملياردونه ډالر تر لاسه کوي او له بلې خوا د پنجاب د ګټو د ساتلو په موخه د طالبانو ملاتړ کوي خو ويده طالبان اوس هم فکر کوي چې پاکستان د اسلام او عقيدې پر بنست د دوی ملاتړ کوي.
طالبان په دې نه پوهيږي چې که د سيمې او نړيوال سياست رخ واوړي او په افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان په زيان تماميږي نو بيا به ددې امکان نه وي چې طالبان دې په پاکستان کې په ارام ژوند وکړي او له هغه ځای څخه دې پر افغانستان بريدونه تنظيم کړي.


پاکستان د طالبانو په ملاتړ سره غواړي پښتانه وځپي، مشران يې ووژني، ښوونځي يې وسوځوي او د پښتنو په سيمه کې د هر پرمختګ مخه ونيسي.
هغه پنجابي ملايان چې خپل شاګردان افغانستان ته د ځانمرګو بريدونو او ښوونځيو د سوځولو لپاره راليږي، هيڅکله يې خپل شاګردان د پاکستاني ښوونځيو د سوځولو لپاره ونه لېږل ځکه ليک لوست او ښوونځی د پنجاب او پاکستان لپاره روا  او يوازې د افغانانو لپاره ناروا دی.


حتی د پاکستاني ملايانو په نظر په پاکستان کې مېشت امريکايان هم مسلمانان دي ځکه خو ورباندې بريدونه نه کوي خو چې کله افغانستان ته راشي بيا کافران شي.
دلته معلوميږي چې په افغانستان کې د نورو د ګټو د خوندي ساتلو جګړه روانه ده او هغه داسې چې بچې پکې د پښتنو وژل کيږي، ښوونځي د پښتنو سوځول کيږي، قومي مشران ، ډاکټران، انجينران او نور د پښتنو وژل کيږي خو ګټه يې پنجاب ته رسيږي.
کله چې څو ورځې وړاندې طالبانو په کندهار کې د ارغنداب ولسوالي ونيوله نو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي به رسنيو ته په ډېر وياړ سره دده په اند ددې برياليتوب خبره کوله.
خو د قاري يوسف احمدي له دې برياليتوب څخه لا دوه ورځې نه وې تېرې چې د ارغنداب ولسوالۍ بيرته د حکومتي ځواکونو لاس ته ولوېده.
که تاسو په ارغنداب کې د وژل شويو طالبانو هغه زړه بوګنوونکی حالت ليدلی وای نو په قاري يوسف احمدي او د  طالبانو په مشرانو به مو لعنت ویلی وای.     
دا ځوانان به هم مور لري، پلار به لري، وروڼه خويندې او خپل بچي به يې درلودل خو د قاري يوسف احمدي په څېر د پنجاب د ګوډاګيانو له لاسه ووژل شول.
د ارغنداب اوسيدونکو ويل چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د جګړې له پيله وړاندې ټول خلک له ارغنداب څخه وتلي وو . له دې څخه معلوميږي چې په ارغنداب کې پراته په سلګونو مړي ټول طالبان وو خو قاري يوسف په ډېرې سپين سترګۍ سره ويل چې په ارغنداب کې د دوی يوازې پنځلس کسان وژل شوي دي.
ايا جهاد همدې ته وايي چې ځوانان راټول کړه او بيا يې په نورو ووژنه او که د کوم تکتيک او پلان له مخې مبارزې ته جهاد ويل کيږي.