د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير درېيمه غونډه جوړه شوه

23.06.2008 17:18

د  مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير درييمه اوونيزه غونډه د چنګاښ په لومړۍ نېټه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مطبوعاتي تالار کې جوړه شوه.
په دغې غونډه کې  د بهير ګڼو غړيو او د غونډې  ځانګړيو ميلمنو تکړه کيسه  ليکوال او کره کتونکي استاد زرين انځور، په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د فرانکفورت د څانګې مشر محمد عاشق غريب، د افغانان  کلتوري ټولنود جرګې غړي ښاغلي خوشال روهي او د افغان ادبي بهيرڅو ځوانو شاعرانو او ليکوالو ګډون کړی وو.
د غونډې په پيل کې د بهير د کارونو د لا ښه والي  او انسجام په اړه خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د وب سايټ د جوړولو لپاره د مالي امکاناتو تر موندلو دې  د بهير  ځانګړی وبلاګ جوړ شي، دغه راز وپتيل شوه چې مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير ته د نورو ښځو د راجذبولو په موخه  تبلیغاتي بروشور چاپ شي او د بهير د غونډو کړۍ په لومړي ګام کې  د کابل مختلفو سيمو او په دوهم ګام کې ولايتونو ته هم پراخه شي.

د غونډې دوهمه برخه کره کتنې ته ځانګړې شوې وه. د کره کتنې په برخه کې
 آغلې لينا شريفي د ( پمن ) په نامه خپله لنډه کيسه ولوستله چې د بهير غړيو  او د غونډې درانه مېلمه تکړه کيسه ليکوال او کره کتونکي استاد زرين انځور د کيسې په هنري او تخنيکي خوا وو خبرې وکړې او دا کيسه يې ډېره پخه ،  په تول پوره اوکره کيسه و بلله .
د غونډې په وروستۍ برخه کې مشاعره وشوه او د غونډې ګډونوالوپه وارسره  خپل شعرونه واورول .
د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير درييمه غونډه چې د تل په څېر د شنبې ورځې  د ماسپښين له يوې نيمې د مازديګر تر څلورو بجو روانه وه د افغانو ښځو له خوا د لا ښو تخليقي او هنري اثارو د پنځونې په هيله پای ته ورسېده.پاتې دې نه وي ، چې  راتلونکې غونډه به هم د شنبې په ورځ د ماسپښين په يوه نيمه بجه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په لوی تالار کې جوړيږي او دکره کتنې لپاره به  آغلې  لېمه نعيمي خپل شعر وړاندې کوي .