د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان جګړه په کومه ځي دا جګړه هدف ده که وسيله

خمنډک 23.06.2008 17:02

لوبه ډېره خطرناکه شوه ، خو تردې مخکې :
 
دجلال اباد جګړه :
په 1367 او 1368 ل کلونو کې ننګرهار داور بټۍ شو ، خدای دې د ځينو تر غوږه درنه  نه ورولي ، زه دهغې جګړې پرمشروعيت نه غږيږم  او سخت دکمونيستي رژيم پر خلاف يم ، خودې کې شک نشته ، چې هغه جګړه دافغانستان دمستقلانه دفاع يوه تاريخي بيلګه وه ، هغه وخت ،چې د جلال اباد په هره لويشت لس توغندي لګيدل او سرتېرو او خلکو په ايشولو ګلپيانو د پاکستان راننوتلې فرقه ښه په نره له خاورې وايسته او پاکستاني جنرالانو دمور شيدې قی کړې .
اوس بيا پاکستانی عسکر او حتی منصبداران په افغانستان کې د ملي حاکميت په وړاندې جنګيږي خو آيا هغه مورال او روحيه شته ؟ که نه دا به نو څنګه شي ؟
همدا نن انګريزي ورځپاڼو واضح وليکل ،چې پاکستاني پوځيان د طالبانو په منځ کې افغانستان ته راننوتی او د کندهار ، هلمند ، کونړ  ، خوست ....... په غرو رغو او سمو کې جنګېږي  ، حال دا چې دامريکا د بهرنيو چارو وزيره دولسمشر کرزي هغه خبره ( غېر عاقلانه ) ګڼي ، چې دښمن دې تر کرښې هاخوا وځپل شي .
 شيطان دښمن دی سړي ته رقم رقم اندېښنه ورغورځوي خوتردې مخکې :

دکوڅه ډبو جګړه :
موږ چې ماشومان و نو په کوڅه کې به موخپړې شوې ښه به مو ،چې سره ودربول نو يو غټ هلک به راغی دده به ، چې له هريوه سره خواخوږي وه نو ابل به يې کلک ونيوه غټ هلک به په ظاهره دجنګ خلاصوونکي رول لوباوه اوهی نارې به يې وهلې :مه کوﺉ ، مه کوﺉ ، خوشې کړﺉ .... خو يو هلک به يې ونيوه او هغه بل ته به يې موقع په لاس ورکړه ،چې  دغټ هلک په لاسو کې نيولی غليم ښه په خوله خوله ووهي ، ماته اندېښنه  پيداشي ،چې امريکا خو به له موږ او پاکستان سره همدا لوبه نه کوي ؟ افغانستان يې ورته تړلی او نارې وهي ، چې مه کوﺉ - خوشې کړﺉ ،مفاهمه وکړﺉ او پاکستان ته سترګک وهي ، چې وهه يې دنر ځويه ....
دا سپيناوی غواړي ، چې امريکا په افغانستان کې څه غواړي اوس نو ښکاره خبره ده ،چې له طالبانو او القاعده سره جګړه يوازينی هدف نه دی بلکې آغا بادار نور- نور څه په فکر کې لري ، دا به څوک سپينه کړي، خو تردې مخکې :

کونډه :
د امريکې دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزيره کوندا لېزا رايس نومېږي پښتانه له قصده نه ، هسې د ژبې دلواړوالي له امله هغې ته کونډه ليزا رايس وايي ، کونډه په پښتو کې هغې ښځې ته وايي ، چې مېړه يې مړوي ، پښتانه غريبان نه پوهېږي ، چې دا ښځه کونډه نه ده بلکې بيخي يې واده نه دی کړی ، خو دا عجيبه نه ده ،چې په دنيا کې دهغې د جنسي ستونزو په اړه ګونګوسي شته ، ښه خدای مو دې له غيبته ساتي زموږ يې پرې څه دا يې خپل کار دی ، مګر همدا نن يې عجيب ليونتوب کړی ، ويلي دي ،چې د حامد کرزي دا خبره ( غير عاقلانه ) ده ،چې ترهګر دې د هغوی په ځالو کې وځپل شي ، يعنې همداسې به سره ډزيږو، موږ به ورته نيولی يې او هغوی به دې په خوله خوله وهي . ددې نيولو او وهلو بل ثبوت دا نوې بابولاله ده ، چې اوس نه يوازې پاکستاني پوځيان په ښکاره راننوځي ، بلکې له کرښې هاخوا نه راکټونه راولي ، په خوست کې يې نيم درجن ماشومان راووژل .
کونډې لاهم نيولي يو او پاکستان مو پر مخ مخ وهي خير دا مو خپله کمزوري ده . خو دا کمزوري څه ده ؟؟

په کور کې ناست غليمان !
پاکستان يعنې اسلام !!! موږ افغانان نمک حلاله  خلک یو، يو عمر مو دپاکستان ناولي دال خوړلي او که اوس هر څوک پاکستان ته ووايي ، چې پاپۍ دې لري  که ، چې پښه مې دې راماته کړه، نو خپل دال خواره درباندې سترګې رابرندې کړي ، چې هه ! اسلام ته دې توهين وکړ ! عجيبه ملک دی  جهادي تنطيمونو که هر څه وکړل چا ورته څه نه شول ويلای او لايې  نه شي ويلای ، ځکه چې تنظيمونو ته څه ويل اسلام ته سپکاوی دی ، پاکستان که خلک راوژني ، که ماشومان  راحلالوي که وطن يې رالوټې لوټې کړ څه نه شي ورته ويلای ځکه اسلام  ته سپکاوی کېږي د پاکستان چل په همدې کې دی دافغانستان خلکو ته يې په ماغزو کې دا ورکرلي ، چې پاکستان يعنې اسلام او اسلام يعنې پاکستان !
ځينې نمک حلاله دال خواره په لويوڅوکيو کې هم ناست دي او هره ورځ ISI  ته تيلفون کوي ،هسې هم په موبايل کې عاشقانه خبرې موډ شوي دي .
ايمیل Email خو یې لوکسه طريقه ده .
آن ځينې بې شرمه ليکوالان او فرهنګیان  هم درته وایي وروره ! پاکستان ته څه مه وايه ،چې نوره عقده هم اخلي او ته یوازې پاکستان یادوې، نه ګورې ، چې ايران فرهنګي مداخله کوي ؟ دسړي ورته بډوډي شنه شي ، دکنداريانو خبره  ( ملادې شنه سه ! ) پاکستان ته څه ويل خو ايران ته دمداخلې جواز ورکول نه دي .
دايران دې لس وارې کور وران شي ، خو اوس پاکستان هره ورځ کولمې درباسي څه ورسره کوې ، چې افغانستان نه وي فرهنګي مداخله به څه مانا ولري ؟ پاکستان خو قسم ياد کړی ،چې :
( هم پاکستان کاجنډا   کابل کهـ اوپر لگاینگی !! )
اوس یې درګزوه ، ددې فرهنګيانو هم له ارږمي څخه د دالو بوی راځي . داخبره بايد عامه شي ، چې پاکستان ته څپېړه ورکول له اسلام سره هيڅ اړيکه نه لري او د دين مخ نه پرې خوږيږي . ځينو وېبپاڼوکې  چې د کرزي دتوندو څرګندونو خبره  راغله  ، نو پاکستاني اجنټانو يې بد ويل پيل کړل .
دې کې شک نشته ، چې کرزی کمزوری رئيس جمهور دی او کابينه یې په دوه روپۍ نه ارزي خو ، له پاکستان سره دغه جګړه دکرزي جنګ نه دی ، پاکستان پر ټول افغانستان حمله کړې ده ، دا د افغانستان او پاکستان جنګ دی په دې جنګ کې دخوست ماشومان وژل شوي او دکونړ کلينک ورانېږي دابه څنګه شي ؟؟؟ موږ ، چې په اوله کې وليکل ، چې لوبه خطرناکه ده مانا يې دا وه ، چې افغان طالبان نور له معاملې څخه وتلي ، لانجه د پاکستان او امريکا ده ، افغانستان تر پښو لاندې دی ، کاشکې زموږ معصوم طالبان هم په دې پوه شي .
خو امريکا ته څوک دا  ووايي ، چې وروره په پاکستان مو ولې خرابوې سپينه ووایه، چې پلان دې څه دی ؟!
د پيشو زنګ
افغانان به بې سواده وي ، وږي به وي،  خدای مه کړه  جاهل او وحشي به  ورته ويل کېږي ، خو په خدای قسم په هر څه ښه پوهېږي ، اوس له دوی سره پوښتنه داده ، چې څه به کېږي ؟ امريکا دلته څه غواړي ، خو ټول حيران دي ، چې له امريکا څخه به دا پوښتنه څوک کوي ؟ هماغه دموږکانو او پيشو کېسه ده ، چې زنګ خو به جوړ کړو خو دپيشو په غاړه کې به يې اچوي څوک ؟؟ موږ ښه خبر يو ، چې امريکا له طالبانو سره جنګ بهانه کړی او غواړی نورنور څه وکړي، خو څوک به ورته ووايي ، چې  ( برادر شنگ ته مالوم کو ! )لږ تر لږ خپل هدف او پلان دې خلکو ته ووايه ، څه غواړي ، چې موږ درته هماغسې وناڅو؟
يووخت دمنګلو او ځاځيو جنګ و ، دمنځ کلي يو سپی و ، چې خلکو خړی باله ، چې جنګ خلاص شو نو چا وپوښتل ، چې هلکه خړی دچا په خوا و؟ چا ورته  ځواب ورکړ ، چې حرموني يوه ته غوږ ښوراوه او بل ته لکۍ . اوس موږ هم نه پوهېږو ، چې امريکا د چا په خوا ده ، کونډه پاکستان ته غوږونه ښوروي او افغانستان ته لکۍ په منځ کې پښتانه سټ شول .
زما دا ليکنه به هيڅ اغېز ونه لري او د ستونزې هيڅ برخه به حل نه کړي خو لږ تر لږه دا پوښتنه به رامنځ ته کړي ، چې اوس به کوو څه ؟؟
خپه کېږﺉ مه ! پاکستان په دې شيانو نه درنه خپه کېږي ، او که خپه شي هم  نو هغه هر څه ، چې له لاسه  يې پوره  وي نه يې سپموي ، اوس يې هم کمی نه دی کړی او بيا به يې هم ونه کړي ،خو پوښتنه داده ، چې بې اتفاقه پښتانه به تر کله مري او لا به هم خپل دښمن نه پيژني .