د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د کوچيانو اعلاميه

کوچيان او بېلابېل قومونه 23.06.2008 16:58

کوچيان د نورو افغانانو په څېر د افغانستان رښتيني بچيان او د هېواد خدمتګاران دي. د هر بهرني يرغل په مقابل کې يې په خپلو سرونو د افغانستان پاکه خاوره ساتلې او ساتي يې، د جهاد په کلونو کې د شوروي لښکرو په مقابل کې د نورو مجاهدينو ترڅنګ مجاهدو کوچيانو ډېره زياته قرباني ورکړې او ډېره مېړانه يې ښکاره کړې ده. کوچيان د افغانستان د اساسي قانون له مخې د نورو افغانانو په څېر ددې هېواد مساوى الحقوقه وګړي دي او قانون هېچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د سياسي، قومي او سيمه ييزو ملحوظاتو او سليقه عقدو له مخې د کوچيانو پر حقوقو تېرى وکړي. د افغانستان د اساسي قانون د (١٤) مادې له مخې (( دولت د کرنې او مالدارۍ د پراختيا، د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي، ټولنيزو او د ژوند د شرايطو د ښه کولو او د کوچيانو د مېشتولو او د دوى د ژوند د سمون لپاره د دولت د مالي توان په حدودو کې اغېزمن پروګرامونه وضع او تطبيقوي.
دولت مستحقو اتباعو ته د استوګنځاى د برابرولو او د عامه ملکيتونو د وېش لپاره د قانون له حکمونو سره سم او د مالي امکاناتو په حدودو کې لازم تدبيرونه نيسي.))
ټولو ته معلومه ده چې کوچيان د افغانستان هغه سيار وګړي دي چې د مالدارۍ له لارې يې د افغانستان اقتصاد ته ډېر خدمتونه کړي دي، دولت د قانون له پورتني حکم سره مکلف دى چې د مالدارۍ دپراختيا لپاره لازم اقدامات وکړي او ددې ترڅنګ د کوچيانو لپاره د استوګنځيو په برابرولو کې هلې ځلې وکړي. کوچيانو د سلګونو کلونو په بهير کې د افغانستان د طبيعي جوړښت او قومي سکښت له مخې له ځينو موسمي ستونزو سره سره خپلې مالدارۍ ته دوام ورکړى او د پېړيو په اوږدو کې يې له نورو افغانانو سره هېڅ ډول سياسي او قومي ټکر نه دى راغلى، خو په دې وروستيو کلونو کې يو شمېر معلوم الحاله سياسي کړۍ چې افغانستان کې قومي نفاق ته لمن وهي، غواړي د افغانستان طبيعي جوړښت او د خلکو طبيعي پيوستون زيانمن کړي، دوى له يوې حقوقي مسلې څخه قومي ستونزې جوړوي او له دې ډول پارونو څخه خپله سياسي ګټه پورته کوي، په همدې خاطر يې د هېواد په ځينو سيمو له هغې جملې څخه د ميدان وردګو په بهسودو او دايکندي کې د کوچيانو پر ضد يو لړ پوځي او سياسي تحرکات پيل کړي، دا ډول تحرکات اوس د هېواد په ځينو نورو سيمو کې هم ليدل کېږي. له دې تحرکاتو څخه په کابل او ځينو نورو سيمو کې يو شمېر داسې سياسي اشخاص، جنګسالاران او زورواکي چې په افغانستان کې ډېره بدرنګه ماضي لري،لاسونه يې د خلکو په وينو ککړ دي او بيت المال يې لوټ کړى، په څرګند ډول ملاتړ کوي او غواړي په دې ډول د کوچيانو مظلوميت او محکوميت لاپسې وغځوي. سره له دې چې د افغانستان اساسي قانون وايي: ((د افغانستان د اتباعو ترمنځ هر راز تبعيض او امتياز منع دى، د افغانستان اتباع د قانون پر وړاندې مساوي حقوق او وجايب لري، هر افغان حق لري چې د هېواد هر ګوټ ته سفر وکړي او استوګن شي خو له هغو سيمو پرته چې قانون منع کړي دي.))
دغه راز د افغانستان اساسي قانون د کوچيانو د زده کړې د ښه والي لپاره دولت مکلفوي چې اغېزمن پروګرامونه ورته جوړ او تطبيق کړي. خو د اساسي قانون له دومره وضاحتونو سره سره بيا هم يو شمېر سياسي کړۍ او زور واکي شته چې د قانون دا حکمونه نه مني. د کوچيانو پر وړاندې ددې ډلو او اشخاصو دې ډول حرکتونو، د کوچيانو ژوند او د هغوى مالداري له سخت خطر سره مخامخ کړي او که دا خطر دوام وکړي نو طبيعي خبره ده چې د ټول افغانستان پر اقتصاد او د کوچيانو پر ژوند به څه سخته ناوړه اغېزه وکړي. نو موږ د کوچيانو بېلابېل قومونه پر کوچيانو د دا ډول راوړل شوې غميزې د مخنيوي په خاطر د افغانستان له اسلامي جمهوريت، ملګرو ملتو، خيريه موسسو او د بشري حقونو له ټولنو څخه غواړو چې زموږ د دغو لاندې اساسي او عاجلو ضرورتونو په پوره کولو کې له موږ سره مرسته وکړي او په دې ډول دې زموږ د غميزې د اوږدېدو مخه ونيسي:
١- موږ دهېواد په بېلابېلو سيمو په تېره بيا په مرکزي سيمو کې د سيمه ييزو زورواکو او ټوپکيانو له خوا له امنيتي خطر سره مخ يو، هيله لرو چې ددې زورواکو مخه ژر تر ژره ونيول شي او د هېواد په ټولو سيمو کې زموږ امنيت خوندي شي.
٢- په يو شمېر سيمو کې د ځينو سياسي کړيو او پرديو لاسوهنو له امله زموږ څړځايونه زموږ د مالونو پرمخ تړل شوي او غصب شوي، اوس زموږ مالونه د لوږې له خطر سره مخ او هلاکت ته نږدې دي، که چېرې زموږ مالداري زيانمنه شي، په حقيقت کې د افغانستان اقتصاد زيانمنېږي، نو په دې خاطر بايد له موږ سره عاجلې مرستې وشي چې زموږ مالونه د لوږې له خطر څخه بچ شي او هم زموږ څړځايونه بېرته زموږ د مالونو پرمخ خلاص شي.
٣- اساسي قانون دولت مکلف کړى چې موږ ته د استوګنځايونو د جوړېدو زمينه برابره کړي، دولت بايد د قانون دا حکم عملي کړي او موږ ته د سر پناه، استوګنې او زراعتي ځمکې د برابرولو غم وخوري.
٤- زموږ اولادونه له سختو تعليمي مشکلاتو سره مخامخ دي، دولت په اساسي قانون کې مکلف شوى چې د کوچيانو د زده کړې لپاره به زمينه برابروي، موږ له حکومت څخه غواړو چې موږ ته سيار او ثابت ښوونځي جوړ کړي او دغه راز په پوهنتونونو او بهرنيو هېوادونو ته د تحصيلي بورسونو په برخه کې زموږ د اولادونو ونډه تضمين کړي.
٥- د کوچيانو زياته برخه پر مالدارۍ بوخته ده، خو ګڼ شمېر ځوانان يې له بې روزګارۍ سره لاس و ګرېوان دي، دولت دې د کار او ټولنيزو چارو وزارت او نورو موسسو له لارې له نورو افغانانو سره د تساوي د اصل له مخې موږ ته هم د کار زمينه برابره کړي.
٦- زموږ غصب شوې ځمکې چې موږ يې قانوني او شرعي اسناد لرو، له غاصبانو خلاصې زموږ په واک دې راکړل شي، د يادونې وړ بولو چې د افغانستان په مرکزي سيمو کې نه يوازې د کوچيانو ځمکې غصب شوي، بلکې د هېواد د ځينو نورو قومونو ملکيتونه هم غصب شوي دي، ځينې ګاونډي هېوادونه د سيمه ييزو زوراکانو او جنګسالارانو په مرسته غواړي له دې سيمې څخه يوه (علاقه غير) جوړه کړي چې نور افغانان او د افغانستان د نورو سيمو خلک په کې تګ او راتګ او کاروبار ونه کړاى شي او په دې ډول دوى له دې (حايلې) سيمې څخه د خپلو شومو سياسي هدفونو لپاره ګټه پورته کړي.
٧-د افغانستان د مرکزي سيمو په تېره بيا د باميانواو دايکندي مامورين په يوه قوم پورې اړه لري، دا دولتي مامورين د خلکو د حقوقي لانجو په حل کې بې طرفه نه دي او د محلي جنګسالارانو پلوي کوي، له مرکزي دولت څخه هيله لرو چې دا محلي ادارې د لياقت د اصل له مخې د يو ځانګړي قوم او داسې اشخاصو له اسارت څخه خلاصې کړي چې په سيمه کې قومي شخړو ته لمن وهي.
٨- په کابل او د هېواد په نورو سيمو کې له رسينو څخه هيله کوو چې خپل رپوټونه د واقعيتونو پر بنسټ په بې طرفانه ډول خپاره کړي اود دواړو خواو د نظرونو تعادل مراعت کړي. په خواشينۍ سره بايد ووايو چې ځينې منفي رسنۍ نه يوازې رښتيني خبرونه نه خپروي بلکې د کوچيانو پر ضد داسې کينه ييز او تحقيروونکي مطالب خپروي چې د مطبوعاتو ژبه پرې شرمېږي.
٩- موږ يو ځل بيا يادونه کوو چې موږ له اساسي قانون سره سم د تساوي پر اصل ټينګار کوو او ټول افغانان سره وروڼه او د مساوي حقوقو خاوندان ګڼو، نه پر بل چا ظلم منو او نه پر خپل ځان ظلم زغملاى شو. زموږ ستونزه له چاسره قومي ستونزه نه ده ، په کابل او ځينو نورو ځايونو کې مېشت جنګسالاران چې په خپله د زرګونو هزاره ګانو او نورو افغانانو قاتلين دي، غواړي دې مسئلې قومي رنګ ورکړي او په دې ډول پر خپلو پخوانيو جنايتونو پرده وغوړوي، په دې شکل غواړي د خپلو سياسي ګټو لپاره ځان د يو قوم د حقوقو د ممثل په توګه څرګند کړي. موږ د خپلو حقوقي اسنادو له مخې د خپلو حقوقو غوښتونکي يو او هېڅکله هم غېر عادلانه فېصلې ته که هغه د هرې مرجع له خوا وي غاړه نه ږدو،موږ يو ځل بيا وايو چې دولت دې په ټول افغانستان کې د زورواکو زور اوبه کړي چې عدالت ته لاره اواره شي، حقوقي دعوې دې له حقوقي مراجعو څخه حل شي او سياسي لاسوهنې دې په کې بندې کړي. له حکومت او نړيوالې ټولنې څخه د عدالت د تامين غوښتونکي، هر هغه فيصله چې عدالت په کې خوندي وي، عمر به يې دايمي وي، موږ عدالت غواړو او د غير عادلانه پرېکړو او هڅو مخالف يو.
په افغانستان کې د ټولو افغانانو د حقوقو د خونديتوب او د بشپړ عدالت د تامين په هيله.

د افغانستان د کوچيانو
د بېلابېلو قومونو استازي