د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان اوس هم طالبانو سره مرسته کوي او استعمالوي يې. احمد رشید

راپور: الهام الحق یاسیني 22.06.2008 19:40

مشهور پاکستاني لیکوال او ژورنالیست احمد رشید د ازادۍ رادیو سره په مرکه کې ویلي دي چې پاکستان ځکه د طالبانو له تایید څخه لاس وانخېست چې امریکا پرې په دې هکله فشار نه راوړلو. امریکا فقط د القاعده د عربو غړو په غم کې وه او د پروېز مشرف او د پاکستان له اردو څخه یې هیله مند ؤ چې د القاعده ډېر عرب غړي ورته په لاس ورکړي. د طالبانو د مخنیوي دپاره امریکا تګلاره نه لرله نو ځکه پاکستان بېرته طالبان راواخستل او په افغانستان کې یې دوه کاله وروسته بیا استعمالول د دوی استعمالول پیل کړل.

احمد رشید په خپل نوي کتاب (په ګډوډۍ کې ډوبېدل: امریکا او په افغانستان، پاکستان، او منځنۍ اسیا کې یې د ولس جوړونې په برخه کې ناکامي) کې چې د روان زېږدیز کال د جون په ۳ نېټه په امریکا کې خپور شو ویلي ؤ چې پاکستان اوس هم طالبانو سره مرسته کوي او په افغانستان کې یې استعمالوي.

احمد رشید دا هم ویلي دي چې د افغانستان په هکله د پاکستان تګلارې د پاکستان پوځ جوړوي او په تېرو دېرشو کلونو کې یې په افغانستان کې له مداخلو څخه هېڅ هم لاس ته نه دي راوړي. برعکس تاوان یې کړی دی. د دې تګلارو په نتیجه کې په پاکستان کې ټوپکې، مخدره توکي، تشدد، او ځانمرګو بریدونه زیات شوي دي.

د احمد رشید دا څرګندونې د افغان حکومت او ډېرو شنونکو دعوې پیاوړي کوي چې وايي پاکستان په افغانستان کې په طالبانو پوره کنټرول لري او د خپلو موخو دپاره یې په کار اچوي.

احمد رشید دا هم ویلي دي چې د ولسمشر کرزي سره یې څو ورځې مخکې په کابل کې لیدلي دي او ورته یې ویلي چې په راتلونکو ټولټاکنو کې به د ولسمشرۍ څوکۍ ته ځان بیا کاندیدوي. احمد رشید وایي چې ولسمشر کرزی پلان نه لري چې څنګه به بېرته د خپلو ولس تللی باور بېرته خپل کړي خو وایي چې دا ځل به ولسمشر کرزی د تکړه سیالانو سره په ټولټاکنو کې مقابله کوي. دا ېې نه دي ویلي چې تکړه سیالان به څوک وي.

احمد رشید دا وخت په امریکا کې د خپل کتاب په مشهورولو بوخت دی.

د ازادۍ راډیو سره د احمد رشید بشپړه مرکه په انګلیسي ژبه دلته لوستلای شئ