د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قاري صيب يو سف تاسو د چا لپاره جهاد کوئ ؟

سلطان محمود 21.06.2008 21:50

د ډېرې مودې راهيسې مې په زړه کې و چې د قاري يو سف احمدي په هکله چی ځان د طالبانو وياند معرفي کوي يو څه وليکم او ورځنې وپوښتم چې تاسو د چا له پاره جهاد کوی ؟
قاري صيب ځان به په دې ډول دروپېژنم چې زه پخوا هم مجاهد وم د روسانو په خلاف مې عملي جهاد کړی او اوس هم د يرغلګرو قواوو په خلاف جهاد ته دوام ورکوم خو د ستاسو سره مې فرق دادی چې زه يوازې د خدای (ج) د رضا او د هېواد د خپلواکۍ او هېوادوالو د هوسا او ازاد ژوند له پاره يوازې او يوازې د يرغلګرو قواوو په خلاف جهادکوم. او تاسو د يرغلګرو قواوو او پنجابيانو په حمايت د افغانانو په خلاف جنګ کوی .
قاري صيب تاسو ته خو به ښه مالومه وي چې د اشغالګرو يو هدف دادی چې اوبه خړې کړي او ماهيان ونيسي. په دې ډول چې په سيمه کې مسلمان په مسلمان په خاص ډول پښتون ووژني او مسؤليت يې هم مسلمان په غاړه واخلي، په دوی کې د جهاد جذبه ضعيفه کړي، عالم او طالب بدنام کړي تر څو په اينده کې هېڅوک ددوی په خبره جهاد ته پورته نه شي . دوی غواړي اسلام بدنام کړي تر څو د عيسويانو هغه لړۍ چې هره ورځ بې شمېره د اسلام په سپېڅلي دين مشرف کيدل ودروي، او د دنيا خلکو ته وښيی چې اسلام د ظلم او بې رحمی دين دی. او مثال يې هم د پاکستان په لاس جوړ شوي ستاسو هغه ويډيويی فلمونه وړاندې کيږي چې د يو بې ګناه افغان په مری چاړه ږدی او داسې يې حلال کړی لکه يو څاروی . چې ستاسو ددې عملونو نمونه مونږ د روسانو سره د جهاد او يا زمونږ د پيغمبرحضرت محمد(ص) د جهاد په دورو کې هم نه شو پيدا کولای. او قاري صيب په دې خو هم ښه پوهېږې چې پنجابيان هم چندان د اسلام غم نه دي وړي، د ډالرو په بدل کې د هر څه دپاره تيار دي، او ددوی د هدفونو څخه هم يو هدف دادی چې يو افغان په بل افغان ووژني او هر څومره چې افغانان مجبور،مختاج او ناپوه وي دوی خوشحال وي، ځکه تاسو پوهېږی چې افغانستان د پاکستان د پاره يو غوره بازار دی او يو جوړ پلاستيکي چپل راباندې څو څو ځلې خرڅوي، يو ځل يې په ۵۰ کلدارې راباندې خرڅوي بيا چې زاړه شي په درې کلدارې يې راڅخه نيسي او دويم ځل يې په ۸۰ کلدارې راباندې خرڅوی او همداسې بيا بيا. نو څرنګه به پاکستان وغواړي چې افغانستان په خپلو پښو ودريږي، همدا وجه ده د افغانانو د وژلو تر څنګ ددوی مکتبونه، کلينيکونه او سرکونه هم ورانوي.
نو قاري صيب که خفه کيږې نه ماته خو داسې مالوميږي چې دې هدفونو ته د رسيدو دپاره تاسو (غير واقعي طالبان چې د واقعي طالبانو او عالمانو د بدنامولو له پاره د نصيرالله بابر او بې نظير بوټو په واسطه د امريکې په مالي ملاتړ جوړ شوي ياست ) بهترينه وسيله يی، ظاهرآ خو تاسو د اشغالګرو خلاف د جهاد اوازې خپروی خو حقيقت برعکس دی ستاسو د اعمالو څخه مالوميږی چې تاسو د اشغالګرو خلاف نه بلکه د اشغالګرو او پنجابيانو دپاره د افغانانو په خلاف جنګ کوی. چې يو څو دلايل يې په لاندې ډول دي:
قاري صيب مونږ عملآ ګورو چې کله په يو پوځي کتار کې اشغالګر او افغانان ګډ روان وي افغانان په بمونو او ځانمرګي بريدونو وژل کيږي خو اشغالګر روغ رمټ تيريږي او هيڅ صدمه ورته نه رسيږي .او اشغالګرهم کله کله همدې ملي اردو ته چې ددوی سره ورسره وي بمونه خښوي او وژني يې .
د پنجابيانو هدف هم تاسو تر سره کوی ځکه مکتبونه ، کلينيکونه او سرکونه تاسو ورته ورانوی او سوزوی، په داسې حال کې چې په هغې کې مظلوم افغانان درس وايي او همدا افغانان په کې تدريس کوي.
او بل دا چې قاري صيب جنګ خو ډېر مصارف غواړي دا تاسو چې د يو بم ، يو مکتب يا کلينيک يا سرک ورانولو په خاطر کومې کلدارې او ډالر اخلی ايا دا فکر هم کوې او کنه چې دا مصارف د کومه کيږي؟ او ولې يې درکوي . دا ټول مصارف د اشغالګرو قواوو دي چې دواړو خواوو ته يې ورکوي . حتی د پاکستان د پوځ مصارف هم دوی کوي.
که نور نه پوهېږې نو په دې خو پوه شه چې څه موده وړاندې اشغالګرو قواوو په زابل کې تاسو ته د هوا له لارې وسله واچوله تا بايد فکر کړي وی چې دا ولې ؟ دا وسله چې پاکستان يې درکوي دا هم ددوی ده او ټول امکانات چې ته يې استعمالوې د اشغالګرو قواوو دي .
قاري صيب اخري خبره مې داده چې د ډېرې مودې راهيسې اورم چې په افغانستان کې هره پېښه وشي مسؤليت يې تاسو په غاړه اخلی. ماته تراوسه په دې کې سوال پيدا کيږي چې د يو بې چاره افغان چې خپل مور،پلار او اولاد ته د يو دوه ګوله ډوډی د پيدا کولو په خاطر په ملي اردو او ملي پوليسو کې شامل شوی دی مرګ چا روا کړی دی؟
امکان لري چې کوم پاکستاني ملا به درته روا کړی وي ځکه چې ددوی په فکر په پاکستان کې امريکايان هم مسلمان دي او په افغانستان کې يې ستاسو په شان خلکو ته افغانان هم کافر کړي دي . خو د حيرانۍ ځای دادی چې قاري صيب تاسو خو د هغو پېښو مسؤليت هم په غاړه اخلی چې بې ګناه افغانان، ماشومان او ښځې په کې مړه شوي وي . زه نه پو هيږم چې دا جنت او دوزخ ستاسو په اختيار کې دي او که څرنګه؟ تراوسه خو يهودي بوش چې د مسلمانانو په وژلو ډېر خوشحاليږي داسې د خوشحالۍ اظهار نه دی کړی لکه ته چې د مظلومو افغانانو په مړينه خوشحاليږې .حتی بعضې وخت خو اشغالګرې قواوې هم د افغانانو څخه بخښنه غواړي خو تاسو هېڅکله هم ددې ملت څخه د خپلې غلطی بخښنه نه ده غوښتې .
نو قاري صيب لږه د خدای څخه ويره وکړه نور نو د افغانانو د وژلو څخه لاس واخله او يوازې د اشغالګرو قواو پر خلاف جهاد شروع کړه ، چې هم خدای پاک درڅخه خوشحال شي او هم دا ملت . د اشغالګرو او پنجابيانو غير مستقيم خدمت پريږده او واقعي افغان د ځان نه جوړ کړه.

په درنښت