د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لپه کې سپرغۍ لنډه کيسه

نورشاه نوراني خوست 20.06.2008 18:17
داکبر د کورنۍ غړو به هر سهار په دې مصلحت کاوه ، چې د کوز کلي له مير ګل سره د غني ګل دوژنې خبره وکړي ، هر څومره دولت چې غواړي وربه يې کړي، خو غني ګل چې ووژني، د غلام خان مشر زوی دومره دتورې سړی نه ؤ، يوازې يې دغني ګل څځه ويره کيده، ځکه ده ورته څوځلې دمرګوني بريد لاره نيولې وه ، چې دخپل پلا ر او دمنځوي ورور کسات واخلي ، هغه کوم چې يې دپولي پټي پرسر دراپورته شوي لانجې له امله وژلي وو . داکبر کورنۍ چې هر وخت به يې پدې سره خبرې کولې ، (تربورکه پړی وي ته يې منګور وګڼه ) پکاره ده چې د ورکيدو لپاره يې دبيړنيو لارو چارو څخه کار واخيستل شي . دوی په کلي کې دډيرو شتو اوسړيو څښتن وو، په کورنۍ کې يې ځيني پوه ځيرک کسان هم وو،چې په هر خبره به يې ښه فکر کاوه اوبيا به يې دکورنۍ دغړو مينځ ته اچوله ، دوی دډيرو ناستو پاستو په پايله کې خبره په دې سره غوټه کړه ، چې دغلام خان کورنۍ دوه تنه غړي مو وژلي که غني ګل ووژنو دابه دريم پور وي، چې لنډول به يې ګران تمام شي . خو پکارده چې د کوز کلي مير ګل بد معاش سره پرې خبرې وکړو ،هغه ډير بد سړي دی ،په هيڅ شي صرفه نه کوي او نږدې به ورسره پرې وغږيږو،چې غني ګل له مخې لرې کړي . دوی په همدې سره سلا شول او له مير ګل سره يې خبري پيل کړي ، ميرګل چې يو نشه يې اوخونخوار انسان ؤ ، يوازې يې د پيسو پيداکولو لپاره دغلا مرګ اوژوبلې څخه بله لاره نه وه . کومه وخت چې له ميرګل سره د اکبر کورنۍ غړو دغني ګل دوژنې خبره شريکه کړه، ده ورته په ورين تندي هرکلی ووايه او ورته يې په جواب کې وويل :هغه زمانږدې انډيوال دی ،له ماسره يو نيم مازديګر د (توی )په غاړه کيني ، داخو ډيره ښه اوپه زړه پورې خبره ده ، مونږ يوازې دپيسو په پيداکولو پسې سر يو ، خو داراته ووايه! چې په ګوته يې وژنئ او که دبلې لارې ؟ داکبر دکورنۍ غړو ورته وويل : ته بايد داسې کار وکړې چې مونږ هيڅ پرې بدنام نشو، او له داسې يو ې لارې کار واخيستل شي ،چې بنده بشر ته پته ونه لګيږي . مير ګل ورته وويل : د داسې چارې ترسره کولو لپاره ډيرې لارې شته خو يوه لاره، چې ما ډير ځوانان په همدې کار سره دمرګ ترکومې رسولي او ډيرې کورنۍ مې په وير اخته کړي، هغه داسې لاره ده، چې تاسو به هم په خپله ورته حيران پاتې شئ . دوی ورته په خندا شول داخو ډيره اعلي خبره ده ،داکبر مشر زوی پيرجان ميرګل په شاه وټپوه او ورته ويې ويل: ياره بده بلا سړی يي ! داسې کسان خو دخدای تل ژوندي لري .چې دخلکو مشکل پرې حل کيږي . مير ګل ورته وويل : هيله کوم داخو زمونږ دنده ده ،چې د غريبو خلکو ستونزې ور هوارې کړو ، پدې جريان کې پرې پيرجان بيا غږ وکړ ياره! ميرګل ته ووايه ! له دغې ناوړه بلا څځه به څنګه خلاصون ومومو ؟ مير ګل : داخو ډيره وړه ستونزه ده ،چې تاسو ماته دحل لپاره راوړي ده . خو ......... پير جان غږ پرې وکړ وايه کنه !(خو) څه مانالري خبره بشپړه کړه ، ميرګل : دغه کار لکونو پيسو ته ضرورت لري . نوره موخوښه ده، پير جان : ته غم مه کوه چې هر څومره غواړي امر کوه ، ميرګل : سمه ده خوګورئ د غني ګل دوژنې لپاره ډير وخت پکار دی ،دومره ژر نشي کيدای دغه کار دسترګودرپ خبره نه ده . پيرجان : داخو ښه خبره ده چې هر کار په اختياط اوصبر سره وشي پايلې يې ښې وې . مير ګل :هو ګرانه همدغه خبره ما هم درته کوله ، تاسو بې غمه شئ ! زه سر له ننه همدغه کار پيل کوم . له پټې معاملې وروسته داکبر کورنۍ غړې ترې وخوځيدل، مازديګر مهال غني ګل د توی پرغاړه په ميرګل سترګې ولګيدې، هغه ورته د هرکلي غږ وکړ ،راځه پيره ! هسې مې په ټول کلي له تاسره طبعه جوړه ده، ګني خلک خو ډير دي غني ګل مسکۍ شو، او ورته ويي ويل: مننه ګرانه پر ماهم ګران يې ځکه درسره کينم ،په خبرو خبرو کې ميرګل ورته وويل:مونږ اوتاسې هم ځوانانو يو خلکو ډير څه وکړل خو يو کار چې زه زياته مينه ورسره لرم اوپرې اخته يم ، اوته يې نه کوې! هغه څه دي ، ته پوهيږې ؟ غني ګل : نه والله راته وايه ؟ هغه يوې بلې نوي پاچاهۍ جوړول دي . غني ګل: هغه څنګه ؟ هغه دچرسو اوځينو نورو منشياتو استعمالول دي، چې سړی ترې سخت خوند اخلي . غني ګل ياره ته خونن عجيبه خبرې کوې دغه کار خو زما پلاراونېکه هم نه دی کړی ،زمونږ کورنۍ دپوره نوم خاونده ده داکار خوزه نه کوم په دې سره خو دسړې ژوند او کورنۍ تباه کيږي . ميرګل: ته والله هسې پرې اخته يې ځوان بايد دځوانۍ په مرحله کې له هرڅه خوند واخلي سړۍ چې زوړ شي بيا نو هيڅ ډول مستي خوند نه کوي ،تا ددغې شي خوند نه دی څکلی ،که يې وڅکې بيا به ټول عمر راته دعاګانې کوې او ددنيا ټول غمونه به دلرې شي . زه په تاپه پوهيږم هره ورځ دخپل پلار او ورور د کسات داخېستلو په فکر کې وې، دا سودا ډيره مه کوه ليونۍ به دې کړي، هر کار په صبر کيږي، ما ځکه درته وويل : چې ته لږ غوندې هر مازديګر دم ترې پورته کوه ، ټوله شپه به دارامه وي . دميرګل له دې خبرو سره دغني ګل فکر بدل شو، غني ګل : ته ښه خبره کوې خو دغه کار سړی بايد په اختياط سره وکړي ډير نه ځکه چې سړی له ژونده باسي مير ګل: هو زه همداسې وايم ته ونيسه يو دم چې خوند درکړې !غني ګل : راکړه
! هغې په سېګرټ باندې شونډې کيښودې يو څو دم يې ښه سينې ته کش کړ بس هماغه ورځ وه چې غنې ګل به هر ورځ له ميرګل سره دتوی پرغاړه سېګرټ واهه . غني ګل دوخت په تيريدو سره دميرګل له لاسه دې حالت ته ورسيد، چې باالاخر نورو سختو نشو ته يې لاره پيدا کړه، او دبيلابيلو ناوړه نشو په استعمال روږدی شو ،هغه دپلاراومنځوي ورور دکسات داخيستو فکر يې له مغزو ووت او په يوه بله لاره سر شو ، کله به چې کورته راتله دکورنۍ له هرغړي سره به يې جنجال ؤ اوهر ورځ به ددوی په کور شوراوزوږ ؤ .مشر ورور يې څوځلې عقلي اواعصابي طبيبانو او دمعتادينو روغتون ته يې دتداوی لپاره بوتلو، خو کله به چې دوا لږ غوندې تاثير ورباندې وکړ او مير ګل به هڅه کوله ،چې ددواپه جريان کې پرې بيا هم د چرسو سېګرټ ووهي اوياپرې الکولي مشروبات وڅښي. دوخت په تيريدوسره دغني ګل حالات پسې خرابيدل ، وروسته يې مشر ورور اودکورنۍ غړي ديته اړ شول ،چې غني ګل په کورکې په زولنو وتړي ځکه دوی يې نورو په پر ډيرو دواګانو او نصيحتو نو ستړی کړل ، همداسې يې وکړل، چې د کورپه يو ه خونه کې يې په ځنځيرونو وتړه غني ګل چې په نشه يې توکو ډير سخت معتاد ؤ او هر ورځ به يې نارې سورې وهلې ،چې ما څه جرم کړی !ما ازاد کړي! روغ سړي يم، چې په ځنځيرونه مو تړلي يم . غني ګل چې نورو خپل اعصاب له لاسه ورکړي ؤ يو ه شپه پدې بريالی شو، چې خپل لاسونه يې له ځنځيره خلاص کړل او همدغه ځنځير يې دخونې په يوه تير پورې وتړه ،او وروسته يې مرۍ ته يې مرۍ واچؤ اوخپل ځان يې په خپله زندۍ کړ، او دغني ګل دځان وژنې اوازې دتربورانو ترغوږو نو ور ورسيدې ، او د ميرګل سره يې دمعاملې دوروستي خلاصون په پايله کې هغه مهال وليدل ،چې ده په خپل ورغوي کې دچرسو يوه اندازه اومه مواد پخول اودشنو لوګيو په ولکه کې راګيرؤ،په ګوتي يې په زوره زوره موښل ، پد ې وخت کې داکبر دکورنۍ يوه تن غړي له ورايه غږ پرې وکړ ،چې ميرګله ! افرين شه کار وشو .ده مخ ورواړؤ او په ځواب کې يې داڅوجملې ورته وويل :ګوره په لپه کې سپرغۍ به منئ دغه سپرغۍ چې هرکورته ما ليږدولي په درنه غم مې اخته کړيدي .