د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزي د افغان ملت د زړه خبرې وکړې

سرلوڅ مرادزی 19.06.2008 01:56

خبریالانو ته د جون په ۱۵ مه ، په افغانستان کې د تروریستي بریدونه په اړه چې د پاکستان د ځینو پوځي او استخباراتي کړیو په ملاتړ ترسره کیږي ، د ولسمشر کرزي څرګندونې د هېواد په دننه ، سیمه او نړیواله کچه له پراخ غبرګون سره مخ شوې .
په ریښتیا سره ولسمشر کرزي په روستیو کالو کې ، د هېواد د بل هر مشر په پرتله په سپینو او صفا ټکو کې د افغانستان په اړه ، د پاکستاني واکمنانو د تيري کوونکې ستراتېژۍ څخه پرده پورته کړه . دا څرګندونې د هېواد په دننه او هم په لره پښتونخوا کې د بریښنا پڅېر د یو ملي غورځنګ په بڼه په پراختیا او سمبالتیا دي .
هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل : « که چیری د کعبې امام هم په افغانستان کې حکومت جوړ کړي ، پاکستان يي نه پریږدي او پر ضد به يي جهاد کوي » د هغه دا خبره رسوي چې پاکستان په هيڅ بڼه چمتو نه دئ چې افغانستان کې دې امنیت او ثبات راشي . پاکستان په هره بیه افغانستان کې د ورانۍ او ویجاړۍ پسې مټې رانغښتې دي .
دا چې د پاکستان دولت د بیت الله محسود او نورو سره د سولې تړون لاسلیکوي ، او محسود په پاکستاني د جهاد پر ځای په افغانستان کې د جهاد لپاره ښکاره اعلان کوي او د پاکستان دولت دده ددې اعلان په اړه هیڅ غبرګون نه ښۍ او یا دا چې د پاکستاني طالبانو ویاند ملاعمر د ننګرهار ولایت په مارکو سیمه کې د روستي ځانمرګي برید پړه پر غاړه اخلي خو پاکستان د هغه د څرګندونو او تروریستي برید په وړاندې چوپ پاتې کیږي او بیا هم کوم غبرګون نه څرګندوي ، په ډاګه کوي چې د پاکستاني طالبانو او د پاکستاني دولت ترمنځ د سولې تړون په حقیقت کې د افغان ملت په وړاندې د يوې بلې توطيي او په هېواد کې د نویو تروریستي بریدونو ، بې امنیو ، ګډوډیو او ویجاړیو لپاره چمتو شوئ دئ .
لکه څنګه چې رسنۍ په ګوته کوي ددې تړون نه روسته د افغان ملت په وړاندې تروریستي بریدونه څو ځلې زیات شوي دي . د کندهار ولایت د زندان او د ننګرهار ولایت د مارکو په سیمه کې روستۍ تروریستي پېښې يي روښانه بېلګې دي .
په حقیقت کې د محسود ، پاکستاني ملاعمر او نورو په نوم پاکستاني طالبان هسې یو نوم او ماسک دئ . ددغو کسانو په شا کې د ای ایس ای جنرالان دي چې د افغاستان په وړاندې تروریستي جګړه مخې ته بیايي . د پاکستان ای ایس ای نه یوازې د افغانستان پرضد تروریستي ورانوونکې جګړه کوي بلکې لکه څنګه چې افغان ولسمشر وايي :« دغه کسان د کوزې پښتونخوا مشران وژني ، ښوونځي يي سوځوي او دهمدغو کارونو لپاره جنګیالي هم افغانستان ته رالیږي .»
محسود ، پاکستاني ملاعمر او نور پاکستاني طالبان ، په اسلام اباد ، لاهور او پنجاب کې ښوونځي نه سوځوي او پنجابي مشران نه وژني ، د پنجابي دولت سره چې د سندیانو ، بلوڅو او پښتنو پر ملي حقوقو يي خېټه اچولې د جهاد او جګړې اعلان نه کوي ، هلته د سولې تړون لاسلیکوي خو دا جهاد بیا د افغان ملت او د لرې پښتونخوا لپاره خوندې ساتې او دلته د ټوپک نه پرته په بله ژبه خبره نه کوي !
په دې توګه د هېواد د مشر دا خبره چې « دا د افغانانو دنده او مسولیت دئ چې د خپل ځان تر څنګ له خپلو پاکستاني پښتنو وروڼوڅخه هم دفاع وکړي » ریښتینولي پېداکوي .
د پنجاب واکمنان د پاکستان د جوړېدو له ورځې راهېسي ، د لرو برو افغانانو پر وړاندې د تاریخي دښمن پتوګه چلن لري ، که پاکستان کې حکومتونه هرڅونه تغیر را تغیر شي ، خو د لروبرو افغانانو په اړه د پاکستان یرغلګره پالېسي بدلون نه مومي !
موږ په روستیو میاشتو کې ولېدل ، پاکستان کې پوځي رژیم په اصطلاح خپل ځای د پيپلز ګوند په مشرۍ ملکې رژیم ته پریښود ، خو د پيپلز حکومت دا څووم ځل دئ چې له افغانانو سره په دښمنۍ کې د پاکستاني دولت د پوځي او ایستخباراتي کړیو څخه شا ته نه پاتې کیږي .
د پيپلز حکومت د ذوالفقارعلي بوټو په مشرۍ په ۱۹۷۰ ومو کالو کې د شهید سردار محمد داود د حکومت په مهال د افغان ملت په وړاندې په پاکستان کې تروریستي ډلې ټپلې جوړې کړې ، دا ډلې يي لومړئ په پاکستان کې وروزلې او بیايي افغانستان ته د ورانۍ او ویجاړۍ لپاره راواستولې . بل وار ، د بېڼظير بوټو د حکومت په مهال د هغې د کورنیو چارو وزیر نصرالله بابر پلاس د طالبانو تش په نوم غورځنګ جوړ شواو د افغانانو د سپکاوۍ او وراکاوۍ لپاره يي پر افغانستان واکمن کړ، او دا ځل بیا کله چې په پاکستان کې د دوی حکومت راغئ له تروریستانو سره يي د سولې تړون لاسلیک کړ او دا دئ افغانستان ته يي د وژلو ورانولو او لوټولو لپاره رااستوي .
د افغان ولسمشر دا خبره چې موږ ته نور زغم نه دئ پاتې ، موږ دا حق ځان ته خوندئ ساتو ، دښمن په هغه ځای کې چې زموږ پر ضد روزل کیږي او رااستول کیږي تعقیب کړو او مخکې له دې چې دښمن زموږ په کور کې موږ ووژني باید دښمن د هغه په ځای کې له منځه یوسو .
که پاکستان موږ په بمونو او راکټونو ولي ، نو له افغانانو څخه دې هم دا هیله نه لري چې په ګلانو يي بدرګه کړي . د بمونو او راکټونو ځواب په بمونو او راکټونو باید ورکړل شي . کږه خوله په څوک سمیږي .
نن افغان ملت ویښ شوئ او د پنجابي دښمن پټې او ښکاره توطيي له بل هر وخته ښه پېژني .
افغان ملت ټول په یوه خوله او یو زړه د پاکستاني تیري په وړاندې د ولسمشر کرزي د څرګندونو او اقدامونو څخه ملاتړ کوي .
ددې ترڅنګ افغان دولت ته لاندې وړاندیزونه کیږي :
ــ د هېواد د ملي ګټو په اړه باید روښانه دریځ ولري ، د هېواد د امنیت او ثبات په شان د مهمو چارو څخه باید څنګځن تېر نه شي او داسې چارې په زړورتوب سره مطرح شي .
ــ د پاکستان له خوا په افغانستان کې د تروریستي بریدونو موضوع باید د ملګرو ملتو د امنیت په شورا کې مطرح شي .
ــ افغان دولت باید په افغانستان کې د پاکستان له خوا د تروریستي بریدونو په اړوند ، له ایساف او ناټو څخه د روښانه دریځ او وړو اقدامونو غوښتنه وکړي .
ــ افغان دولت د اسلامي کنفرانس له لارې هم باید ، د پاکستان پر دولت فشار راوړي چې په افغان خاوره خپل تروریستي بریدونه بند کړي .
ــ د افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت باید له اوږده خوبه ویښ شي ، په بهر کې خپلو ټولو سفارتونو ته دنده وسپاري چې د مطبوعاتي کانفرانسونو او نورو ممکنه لارو څخه نړیوالو ته ، د تروریزم په اړه د پاکستان له دوه مخې سیاست او په افغانستان کې د هغه دولت د تروریستي بریدونو په اړوند معلومات ورکړي او د افغان او لري پښتونخوا پر مظلوم ملت د پنجابي یرغلګرو له توطیو او بریدونو څخه پرده پورته کړي .