د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په شاتو کې زهر

سمسورخان « ظفر زی اهتمام » 19.06.2008 02:53

د تاریخ په اوږدو کې ترکومه چې مو په یاد دي د څلویښتمې لسیزې را پدیخوا بیا تر نن پورې په راډیو او نورو رسنیو کې موږ تل له ګاونډیو هیوادونو سره کله د دوستۍ او کله د تربګنۍ سینې ډبولي دي،څرنګه چې لیدل شوي دي نه مو په دوستۍ کې چندان مزه وه او نه په دښمنۍ کې کوم غوڅ عمل ؤ
لکه دا شعر: په آخرت کې به مجنون ته وایم ٭ زه هم عاشق وم خو مزه مې نه وه .
نو زموږ دمشرانو هم تل مزه نه وه خو د هیواد ځینو مشرانو به چې کله یوه نره خبره و کړه د ولسونو احساسات به ورسره وپاریدل په اوسنۍ وخت کې خو عام وګړي او ولوسونه د ګاونډیو له لاس وهنې څخه تر پوزې را رسېدلي دي اشاری او قوماندې ته تیار دي. څه موده وړاندې چې ولسمشر حامدکرزي ۲۰۰۸ام م کال د جون د دولسمې نېټې د پاریس له کنفرانس څخه وروسته په یو مطبوعاتی کنفراس کې په زغرده له یو ګاونډي هیواد څخه دطرحه ګروبيابيا تیري ته اشاره او له خپلوسرحداتواوخلکوددفاع خبره وکړه یوځل بیا یې ولس په احساساتو راوست او د شهیدسردارمحمدداود قومانده یې خلکو ته وریاده کړه ...چې د داخلي ملاتړپرته ، دصوبه سرحد قومي مشرانو اودعوامي نېشنل ګوند استازو یې هم ننګه اوکلک ملاتړوکړ.
د ولس د غبرګون څخه داسې باور ترلاسه کېږي چې ټول افغانان سپین ږیري تقاعُد شوي افسران،پخواني مجاهدین او عوام دې ته چمتو دي چې د اړتیا په صورت کې د خپلې خاورې ټول دښمنان،تروریستان،ویره اچونکي،او هغوي چې د ډیورنډ د پولې له پورې غاړې څخه زموږ په خاوره کې په بمي چاودنو او ځان مرګو بریدونو زموږ بې ګناهه هیواد وال په وینو کې لمبوي،ښوونځي سوزوي او بیا یې مسوولیت له هماغه ځايه څخه په غاړه اخلي په هماغه سيموکې وزپي همدارنګه دڅولسیزوراپدیخواپه دغوشومو او کرغېړنو ګړوکې ځینې افغانان هم د څوکۍ،پیسو اویانورو غولوونکو وعدو په ورکولو له ځان سره شریک او تېر باسي چې دا کسان په نطامي کمپونواومدرسوکی دځانمرګۍ او ترورپه روحیه پخوا غرب روزلي ؤ(کوهي مه کينه دبل سړي په لار کې ٭ چېرې ستا به دکوهی په غاړه لارشي) . افغانان د چا نېکي او بدي نه هېر وي د زمانې د جبر له مخې یو وخت داسې هم راغی چې يوشمېر افغانان د پردي یرغل د ځپلو له پاره د ډیورنډله کرښې پورې غاړې،کډوالۍ ته مجبور شول په هغه زمانه کې د هغې سیمې اوعوامو له دوی سره ښه سلوک او مرستې ګړي دي خو دولت او نظامیانو دغرب په مرستو اوملاټر افعانان د دوې خاورې او ګرمو اوبوته د تیري کوونکو د پلان د شنډولو له پاره د سپر په توګه،په داسی تربګنیزه او ځانمرګيزه روحیه روزلي وو چې لاتر اوسه دیوبل وینو ته تږي دي زغم،له هیواد او یوبل سره مینه،ملی یووالی،رښتینې پخلاینه او نورې ښېګڼې یې په تن کې ناشوني توکي دي د دوستۍ په شاتو کې یې ورته د دښمنۍ دومره زهر ورګډ ګړي چې له رګونو څخه ویستل یې ناممکن برېښي کیدای شي همدالامل وي چې کله اوسنی دولت له مخالفینو سره د پخلاینی او ملي یووالي خبرې را پورته ګړي په دولت کې په نورو تیرو وسله والو ډلو ټپلو تبه راځي خپلې څوکۍ او شتون په خطر کې ګڼي او په مخالفینو دجرمونو تورونه لګوي پرته لدې چې فکر وکړي چې دوی ټول په یوه کښتۍ کې سپاره ؤ او چلوونکي يې همدا په دولتي قدرت کې شریک کسان ؤ نو په کوم انصاف او قضاوت ځان ته قدرت اونورو ته محاکمه غواړي اوپه دې حساس وخت کې په لوی لاس د خلکو پام خپلو تیرو ګړو ته را اړ وي او له دې خبرو څخه ګاونډیو ته د لاس وهنی پیاوړی فـــُرصت په لاس ورکوي . په هر صورت اوس وخت د دی راغلی چې له هیواد څخه د دفاع او سیالی خبره توده ده د هغو او دغو ټولو افغانانو ديّن دی چې له ټولو ګټو او دښمنیو تېر شي او یواځې د هیواد ګټې د افغاني غیرت تیر برم بیا ژوندی ګړي د پردیو د غولوونکې وعدې او قوماندې پر ځای د هیواد له سرحداتو څخه د پردي تېري په مقابل کې کلکه ساتنه وکړي او خپل سرحدات ټینګ کړي کله چې له بهر څخه دلته مرګوني وسلې او بمونه راتېر نه شي او افغانان په خپلوکې روغه جوړه او وحدت وکړي سوله پخپله راځي هېوادوال د جنګونو پرځای په بیا رغاونه او کار اخته کېږي د بهرنیو ځواکونو او په اصطلاح سوله ساتو پوځونو د شتون او اړتیا هېڅ پوښتنه نه ي‎پيداکېږي او هغوی په خپله مخه درومي، په هېواد کې د آزادې سیالۍ له مخې د بهرنیانوسره دقرادادونو،پانګې اچونې چارو ته زمینه برابریږی په دی صورت کې هر څوک افغانان د څوکۍ اودولت دارۍ او بهرنیان د قرادادونو د سیالۍ له پاره نیکو او ښو کړو وړو ته په خپله مجبوریږي پس زموږمکلفیت دی چې بایدارومرو له نفاق څخه لاس واخلو لومړی ملی یووالی او پخلاینه ومنو،او بیا د ولس واکۍ په فضا کې آزادې سیالۍته چمتو شو،ترڅو مغرضه ګاونډیانو ته یو ځل بیا زموږ تېر بّرم وریاد شي :

لا تر اوســه یې ماغـــزه په کرار نه دي ٭ چـــا چې ما سره وهــلی سر په سنګ دی
لا په خوب کې په لړزه پرېوزي له کټه ٭ چې د چا تر غوږ زما د تورې شړنګ دی

په هرې تاریکۍ پسې روښنا يې شته فقط حرکت په کار دی. ځینی خلک وایی هېواد په خبرو نه جوړېږي،خبری آسانې دي .
که خبرې آسانې دي عمل ترخبرو ډېر آسانه دی ډیر کسان به مو لیدلي وي چې د \" هو یا نه \" پر ځای سر خوزوي ځکه \" هو یا نه \" د زړه په زور ویل کېږي ژبه مغز او ټول حواس په کار لوېږي،خو د سر ډیکه لدې ډېر آسانه دی ...
۱۹ کاله مخکې هېواد د سره ښاماراوبيادهغوي د ګوډاګی دولت له شره وژغورل شو او ورپسی د نوروغمیزواويکه تازو حکومتونو کمپله یوه په بلې پسې ور ټوله شوه بياانتخابي، ګـډ او څو ګونديزدولت هم جوړ شوخو هیواد ته تر اوسه سوله رانغله،غربي نړۍ او دنیا هم دلته سوله او آرامي نه غوښته، مګر اوس د هغوی لوری او سیاست هم بدل شوی او غواړي د افغانانو د روا پریکنده عمل کلک ملاتړ وکړي افغاني طالبان اوټول مخالفين به دهغوی دغوښتنوپه صورت کې ډير ژر خپلې وسلې پر مځکه کېږدي، موږ ته هم لدې چانس څخه په ګټـې غوڅ عمل(ډيکه) په کار ده د سولی بیړۍ خپله حرکت پيل کړی او ساحل ته رسیږي .(انشأالله)