دسنځلې مجلې د ادارې د خواخوږۍ پیغام
18.06.2008 17:23
په ډیره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې څو ورځې مخکې په هلمند ولایت کې د بي بي سي راډیو او پژواک خبري اژانس خبریال ښاغلی عبدالصمدروحاني د هیواد د دښمنانو له خوا په شهادت رسیدلی، عبدالصمد روحاني زړور خبریال و چې تل یې د مظلومو هلمندیانو غږ د نړیوالو تر غوږرسولی ، نوموري له رښتیا پرته بله هیڅ گناه نه درلوده د هیواد په دغه حساسو تاریخي شیبو کې چې پښتانه له هر لوري ټکول کیږي د روحاني وژنه په افغانستان کې د ژورنالیزم ډگرته نه جبرانیدونکې ضایعه ده د سنڅلې مجلې اداره په داسې حال کې د روحاني وژنه چې له هری خوا، او هر چا له خوا وي او په هره موخه وي په کلکه غندي او ځان د روحاني له کورنۍ سره په دغه درانه غم کې شریک گڼي٠
د سنځلې مجلې مسول مدیر
احمدالله ارچیوال
امریکا، نیویارک
د سنځلې مجلې مسول مدیر
احمدالله ارچیوال
امریکا، نیویارک