د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روحانې چا وواژه دو لت او که طالبانو

سیدرحمن فقیرزی 17.06.2008 17:18
هلمند ولایت د هیواد په کچه هغه سیمه د ه چې د دو لت او طالبانو تر مینځ د جګړې تود ډګر پیژندل شو ې او ډیرې مهال عام وګړې هم ددغو جکړوبلهاریان شوې د ي چې دمرګ ژوبلې د ور اوښتو ترڅنګ یې له یو ځای څخه بل ځای ته کډن کړې او دژوندانه له خورا ګڼو ستونزو کړاونو او شواخونونو سره مخ کړې دې په داسې یو ولایت کې چې د ددې ولایت د عامو استو ګنو ژوند له ګواښ سره مخ وې نو د هغو کسا نو ژوند خو هرومرو له ګوا ښو نو او ننګونو سره مخ دی چې د عامو وګړو له دا ډول ستونزو څخه پلو پورته کوې او تر نورو خلکو پورې یې رسوې خو دولت او مخالفه غاړه باید ددغو سر په لاس کسانو د امنیت په ساتلو کې ډیر څه وکړې ځکه چې همدغه کسان چې په نړې کې دخبریالانو په نوم یادیږې ښکیلو خواوو ته د یو پله په توګه کارورکوې او دهغوې د سوبو لاسته راوړنواو نوروفعالیتونو په اړه ټولنه او نړې خبروې .هوکې له همداډول خبریا لانو څخه چې خپل ژوند یې خپلې ټولنې ته د چوپړ په نیت له ګوا ښ سره مخ کړی و یو هم خدای بښلې عبدالصمد روحانې و چې دغه چو پړورته د سر په بیه پریوت شهید روحانې هغه څوک چې تل یې په خپل رپوټونو کې د خبرې انډول په پام کې ساتلو سره د خلکود ستونزو او دښکیلو غاړودجګړو انځور تر خلکو رساوه نوموړې یو سانسور نه مننوکې خبریال وچې کله ناکله به د دولتې چارواکو ترفشار لاندې هم راته ښه مې په یاد دې چې یوه ورځ د هلمند پخوانې والې ښاغلې اسدالله وفا د بې بې سې راډیو له یو ویاند سره په خپلو خبروکې چې له لندنه ورسره ږغږیده په هلمند کې شته ستونزې هومره نه بللې څومره چې خدای بښلې روحانې په خپل رپوټ کې سره دخلکو له غږ ه رانغښتې وې نوموړې هغه په کار پوه خبریال و چې له هلمند ولایت څخه یې یواځې د جنګ جګړو رپوتونه نه ورکول بلکې دیو خبریال په توګه یې د هلمندې ټولنې بیلابیلو ستونزوته کتنې کولې د شهید روحانې وروستې رپوټ د هلمندې ما شومانو دستونزو په اړه و چې له ورایه دده عاطفه پکې څرګنده وه او د خلکو په خوله یې د هلمند د خونړې سیند پر ځاې ما شوما نو ته د سمو لوبغالواو تفریحې پارکونو جوړول غوښتل را با شم دې ته چې درو حانې پر خولې باندې چا د برغولې ایښودلو هڅه وکړه او په خپلې دې هڅه کې بریالې شول دولت او که طالبانو . کله چې د خدای بښلې روحانې مړې وموندل شو نو طالبانو سم د واره د نوموړې له وژنې څخه نټه وکړه او دولت خو ځان سپین چرګ باله چې ګواکې په دا ډول کارونو کې دولتې ځواکونه لاس نه لرې او د بې بې سې په یو څه ټینګار سره یې خپلې پلټنې پیل کړې چې د نو رو پېښو اپوټه[برعکس] یې ددې پښې عاملین ډیر ژر په ګوته کړل او له دې پرته چې د قانون منګلو ته یې را وکاږې د شهید روحانې په و ژنه کې طالبان پړه وبلل خو په هلمندکې د هغو مېشتوخبریالانو اوفرهنګنپالودپلټنو په پایله کې چې ددولت د ناسمې او تش په نامه پلټنې څخه تر پوزې رسیدلې ول دا جوته شوه چې د خدای بښلې روحانې په وژنه کې ددولتې ملیشو لاس و یادو شویو کسانو په هغه ځای کې چې د رو حانې مړې پکې وموندل شو د سګریټو پاته شونې او ددولتې ځواکونو د رنجر ډوله موټر دټایرونوپلونه لیدلې او دې پایلې ته رسیدلې ول چې بې له دولتې سرتیرو نور څوک هلته نه ول تللې خو ددولت لخواپه دې هکله هیڅ ونه ویل شول یواځې دولت ندی چې طالبان د لاسپوڅې په توګه کاروې بلکې ځینې مهال خو دا سې هم شوې چې عامو وګړو هم په شخصې تربګنیو کې ترې ورته کار اخستې یاد شوې هلمند مېشتې خبریالان ښایې ځکه چوپه خوله وې چې په دې ویریږې که چیرې دوې خپل غږ جګ کړې نو دوی به هم په مرموزډول د خدای بښلې روحانې له برخلیک سره مخ شې دولت ته په کار ده چې په هلمند کې له میشتو امنیتې چارواکو څخه د شهید روحانې د وژنې په اړه کلکې او جدې پلټنې وکړې او وژونکې یې د قانون منګلوته وسپارې