د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مور د ورځې په مناسبت د افغانانو د علمي او فرهنگي مرکز د مبارکۍ پيغام

15.06.2008 23:05

دامورده چې په يولاس ځانگو اوبل جهان زنگوي
بهترين وصميمانه ترين تبريکات  خويش را به ناسبت روزخسته مادر به همه  مادران  رنجديده افغان  تقديم ميداريم

دهيوادپياوړو قهرمانوميندواوخويندو!
 تاسو اوستاسو په وسيله  ټولو افغانی ميندوته دنړۍ په هرگوټ کې چي ياست دموردورځي په مناسبت دزړه له کومي مبارکی  اودرناوی وړاندې کوو،تاسوټولوباغيرته ميندوته دلوي څښتن له دربارنه دهوسا اوبسيا ژوندغوښتنه کوو.
زموږدهيوادپه تاريخ کې دموردورځې په مناسبت دشانداره غونډوجوړول  اوددې  درنې ورځی لمانځل اوږدتاريخ نلري . له نيکه مرغه دڅولسېزوراپدې خواددې چي نږدې نيمه پېړۍ هر کال دجوزا دمياشتي پر ۲۴ نېټه دمورد ورځی په وياړ او درناوي  دهيوادپه ټولوولايتونو کښي دموردمقام په وياړ درنې غونډې جوړېدې  . متاسفانه کله چې تنظيموته واک ته ورسېدل بياتر ۲۰۰۱ کال پوري ددې ورځی لمانځل هم  منع شول او هيچا دښځې دحق او آزادۍ ،دمور دمقام  اودرناوي خبره پرخوله هم نشوه راوړلاي . رښتيا خودادي  چي ددغې ورځې لمانځنه له هغې لومړۍ ورځې بيا تر ننه پوري تشريفاتي بڼه درلوده .کله چې به هغه وخت هم چارواکو دښځو دحقوقواوهغوی ته په ټولنيز ژوندکې دنارينه سره دبرابرفعال  گډون خبرې کولې ښځي به حيراني پاته شوې چې نن دا چارواکي څه وايي او په عمل کې څه کوي ؟په هر حال هغه وخت تر اوسنيو حالاتوډ ير ښه وو. ددې ټولو ناخوالوسره بيا هم ددې ورځي لمانځنه يومثبت اوگټورکار و،ځکه پدې ورځ دهغوي دروا حقوقو خبري کېدې اودمورمقام ته ددرناوی پر اړتيا ټينگار کېده.
که دبشري ټولنوتاريخ ته نظرواچووداسي ولس به ونه موندل شي چې ترنوروانسانانومورته دقدرپه سترگه ونه گوري . مورهغه سترموجوددی چې حتا حيوانان هم هغې ته  دقدرپه سترگه گوري اودهغې نه ملاتړکوي . ځکه نوهرکال دنړئ په ټولوهيوادونوکې يوه ورځ دموردورځی په نامه نومول شوې اوپدې ورځ دهغې د هغو زحمتونو اوتلاښونو قدرداني کيږي کوم چې هغه يې د خپل ماشوم دلويولو اوروزلو په لارکې ګالي  دي .
د۲۰۰۱ کال راپدې خوا چې  په افغانستان کې دطالبانو رژيم نسکوراو ښاغلی کرزي ته دولتي واک  وسپارل شو،دښځودحق خبري  يوځل بيا راپورته شوې اوداسي ښودل کېږې چې گواکې ښځوته حق ورکړه شوی اويا ورکول کيږي . مگر متاسفانه همدااوس هم زموږ دهيواد دپوره نيمايي يعنې ښځو اونړيوالي ټولني دغولوني لپاره هرچېرې اوهره ورځ دښځو دحقوقوددفاع ، هغوی ته دهيواد په سياسي ،اقتصادي ،اجتماعي او فرهنگي ژوند چارو کي  دفعال گډون  دامکاناتو دبرابرولوتبليغات  کيږي  مگر په عمل کي زموږ ميندي او خويندي تر هر چازيات په ډيرو بدو شرايطو کي  ژوند کوي اوڅوک ئې ږغ نه اوری  .
حقيقت خو دادی دبهرنيوځواکونواونړيوالوسازمانوپه شتون کې دښځوحقه حقوق په يوه اوبل نامه ترپښو لاندي کيږي . پد ې اووکلونوکي  داسي کوټلي قانونی هيڅ  ندي پورته  شوی چي دهغو په پايلو کي دافغانی ښځو انساني اواسلامي حقوق  اوآزادي  تظمين شوې واي ،اوهم هغوي دمنځنيو پيړيو،جنگسالارواو زرمندانو دوحشي منگولو څخه  نجات موندلی واي  .
ښځې زموږ دټولنې  نيمايې جوړه وې مگر تر اوسه دغه نيمايې ته چا ددوي  حق ندۍ ورکړی او نه هم په ډيروځايوکې دانسان په ستر گه ورته کتل شوي .له بدمرغه دهيواد په گوټ گوټ کې زموږ زيات شمير ميندي او خويندي دجنسی ستم لاندي دژوند له  ټولومشکلاتوسره يو ځاي شپې او ورځی سبا کوي .له يوې خوا پدغو ربړېدونکو شرايطو کښي خپل ماشوم روزي  اودبلې خوا ډيرې ميندي دهغوي لپاره دخوړو،کالودپيداکېدو اودرملې مسوليت هم پر غاړه لري ،همدا  اوس په سلهاو زره افغاني ميرمن دخوړو هيڅ شئ نلري .
افغاني مېرمن دمختلفو تعصوبونو او تبعيضونو پر اساس  په ټولنه  کي دمساوې او برابر حق ددرلودلو څخه محرومه پاته شوېده ،ښځه اوپيغله دتعليم،تحصيل،کار اونارينه سره دگډ اوبرابرکاردحق او حتا دسرنويشت دټاکلو، خپلي ارادې اوعقيدي دبيانولو څخه محرومې گڼل کيږي .
زموږ په هيوادکې دعنعنو او عقيدوڅخه  په ناوړه توگه  گټه اخيستنې سره افغانې ښځې تر بل هر هيواد دژوند له ټولو سياسي ،اجتماعې ،فرهنگې آزاديو اوحقوقوڅخه محرومي دي او په ټولنيز ژوند کښي دښځو ومقام او ارزښت ته په ټيټه سترگه کتل کيږي .تر اوسه ښځه دڅلوروديوالو بندي او لکه غلام په بدوکې ورکول کيږي  جرم نارينه کوي مگر دجزادروند پېټۍ  دخواري او بيچاره ښځي ملا ماتوي اوټول عمر په خواريو اوتهديدکي شپې سباه کوي .
همدا اوس چي هر لوری  دښځو اوميندو مقام ته ددرناوي خبري کيږي اواوسنۍ دولت دخپلو لاسته راوړنو يوه لويه بېلگه دښځو دحقوقو اوآزاديوتظمين بولي  بياهم  دافغاني ښځوپه مقابل کي زورزياتی ،پر پېغلو او وړو انجونوبې شماره جنسی تجاوزونه ،دوسله والوکسانولخواپه زور ودونه اوپه بدوکې دښځواو پېغلوورکول، ځان وژنه ،له ښوونځيودماشوموانجونوراگرځول ، دکارپه ځايوکه دښځوتوهين اوله هغوي نه ناوړه استفاده ، په تلويزيون کې دښځوراڅرگنديدواوسندروويلوسره مخالفت اونورهغه څه دي چي زموږ غيرتی ميندي اوخويندي هره ورځ  ازاروی   .
ددغوغير عادلانه کړونو او رخوردونو په مقابل کي افغانيمېرمني  چوپه خوله ندي پاته شوې او دنړۍ دنورو ښځو په شان يې دخپل روا اوانسانې حق غوښته کړې او پدي لارکښي يې قربانۍ ورکړې  افغاني ښځې دمبارزو او قهرمانيو لوي او روښانه تاريخ لري هيڅ څوک نشي کولاي پر هغه سترگي پټي کړې .نازو انا  ،زرغونه انا ،لويه ادې،سلطان رضيه ،گوهر بيگم ،آمنه فدوي ، ملالۍ جويا،اونوري  په سلهاوقهرمانې ښځودژوند تاريخ ئې  ژوندی او څرگند مثالونه دي .
زموږ په عقيده يوازي جشنونه ،په پارلمان  اوڅو دولتي اداروکې په نمايشي بڼه ښځو ته دمحدوي ونډې ورکول دهيواد دنيم نفوس ( ښځينه اتباعو) درد نشي دواکولای .زموږ د هيواد په اوسنيو شرايطو کې د ميندو د اقتصادي، سياسي او ټولنيزو ستوزمنو شرايطو اوهغوکړاوونوته جدي پاملرنه اړينه مسله ده کوم  چې همدااوس افغانی مېرمنې  ورسره لاس او گرېوان دي . لازمه ده دقانون پر بنسټ دښځودحقوقو د مسلې  داساسی حل  اودهغوي سره دهر ډول جنسي ،عقيدوی تعصب  دلمنځه وړلو په منظورداسلام دپاک دين ، زموږدټولنې دسپيڅلو غير افراطي عنعنو په نظر کې نيولوسره  دافغاني غيرتی ميندو اوخويندو په وړاندي دهر ډول  تبعيض،تعصب ،جنسي ستم  اوتيری غير قانونې اعلان  اوعاملينوته ئې سخته جزاورکه شي .
هغه څوک چي په رښتيا دهيواد دودانولواوافغانانو دسوکالۍ سره علاقه لري، دبنسټپالو اډيالوژي گانو، عقيدواو ښځوسره په يوه اوبله بهانه دتعصب نه ډک برخوردونو،نظرياتواوکړنو پر ضد مبارزه  هغوي ټولوملي اوانساني دنده گڼل کيږي .افغاناني (ښځی)بايد دمنځنيو پېړيو له بنسټپاله تعصوبونواو خرافاتو له تورو زندانونه  راوايستل شي او ديوې باشرفه ،سپيڅلي ،افغاني او مسلماني  ښځينه اتباع په توگه دهيواد په بيا جوړونه کښي  دنارينه و سره يوځاي اوږه پر اوږه  دهغوي  دفعا ل گډون  زمينه برابره شي  . دا ددوي  ملي، انساني ، اخلاقي او اسلامې حق دې . دوي ته دغه حق او آزادۍ نه ورکول  ستر بشرې جرم او دبشر پرحقوقو بربنډ تيرۍ دی .         
پدې هيله چي دپاريس په کنفرانس کي د۵۱،۴ ميليارده ډالرو وعده سومرستوکي دافغاني ميرمنو ونډه جلا اوددوي دژوند دښه کېدو په لاره کي مصرف شي .

دافغانانو علمي اوفرهنگي مرکزدمشرتابه جرگې په استازيتوب
حبيب الله غمخور