د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

٥١ميليارده ډالراو په اداري زکام اخته اداره

محمدحسن حقيار 15.06.2008 18:47

دپاريس په غونډه کې چې دغبرګولي په ٢٣ پيل شوه او دنړۍ د٦٧ هېوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو او د١٧ نړيوالو موسسو استازيو پکې برخه اخېستې وه نړيوالې ټولنې دافغان دولت غږ ته لبيک وويلې او ددوى له اټکل ( ١٥ ميلياردو) څخه ډېرې( څه باندې ٢٠ ميليارده ډالره ) مرستې يې ورسره نوې اعلان کړې . په دې غونډه کې نړيوالو وښوده چې لا هم افغانستان دوى ته اهميت لري او لايې هم هېر کړى ندى .
دادافغانستان په اړه لومړنۍ ستره نړيواله اقتصادي غونډه نه ده ،بلکې تردې وړاندې دوه مهمې نورې غونډې هم ترسره شوي چې يوه يې دجاپان په پلازمينې توکيو او بله يې په لندن کې وه چې هلته هم نړيوالو دافغانستان دبيارغونې له بهير سره دميلياردونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه او ترډېره حده يې خپله ژمنه ترسره هم کړه خو هغه چې دنړيوالو پرغاړې پاتې دي او تراوسه يې افغان دولت ته ندي سپارلي لامل يې دهغوى بې وفايي نه ، بلکې دادى چې له بده مرغه نړيوالې ټولنې په افغان دولت کې ددې مرستو دلګولو ظرفيت نه ليده
.نړيوالو ليدل چې افغان دولت خپله انکشافي بوديجه لګولى نشي او سلګونه ميليونه ډالرهرکال بېرته مصادره کېږي نو ددوى ميلياردونه ډالر به څنګه ولګوي ؟.
حکومت اوس اعلان وکړ چې د٥١ ميليارده ډالرو په لګښت به خپله ملي استراتيژي تطبيق کړي . دوى وايي چې ددې استراتيژۍ دتطبيق لپاره ورسره نړيوالودشل ميليارده ډالرو ژمنه اوس وکړه او٢٤ ميليارده پخواني پردوى پاتې او ٧ميليارده به دوى له کورنيو عوايدو څخه برابر کړي .
اوس چې يوځل بيا دولت د٥١ ميلياردو ډالرو موندلواعلان وکړ نو په کارده چې داځل دولت ژورګامونه واخلي او ددې مرستو دلګولو لپاره يوبريالى ،عملي کاري پلان جوړ کړي .
دولت بايد دلومړيتوبونو او يو متوازن انکشاف له مخې داسې ګټورې پروژې وټاکي چې روبنايي نه وي ،بلکې ، سترې او بنسټيزې وي چې هېواد مو ورسره پرپښو ودرېږي. دبېلګې په ډول دولت دې دپخوا په څېر دبرېښنا لپاره دجنراتورونو په پېرلو سلګونه ميليونه ډالر نه لګوي ، بلکې ددې پرځاى دې يودبرېښنا بند جوړکړي ، همدا اوس زموږ په هېواد کې دبرېښنا دبندونو دجوړولو لپاره ډېرې زمينې او مناسب ځايونه شته چې ځينې يې ان لا دغويي له کودتا وړاندې سروې شوي او سلګونه ميګاواټه برېښنا توليدوي .خواوسنيو چارواکيو په جنراتورونو سلګونه ميليونه ډالر ورکړل چې اوس يې سم نيم دبېلابېلولاملونو له مخې له کاره لوېدلي او کباړ شوي دي .
همدا راز زموږ ګران هېواد سلګونه ناسپړلي قيمتي کانونه لري چې ځينې يې سلګونه ميليونه ټنه حجم او ظرفيت لري چې په دوى کې دقيمتي ډبرو، نفتو ، ګازو، اوسپنې او مسو کانونه ډېر ديادونې وړدي او هريويې وېستنې ته چمتو او لسګونه زره هېوداوال بوختولى او په خېټه مړولى شي .
دکرني په برخه کې هم زموږ هېوادشاوخوا يونيم ميليون کيلومتره مربع دحاصل وړ لومړۍ درجه ځمکه اودهمدومره ځمکې دخړوبولو وړ اوبه او سيندونه لري چې يواځې کاري وسائط او وسايل غواړي او بس، چې که حکومت کروندګرو ته داوسائط چمتو کړي نو ټول به په خپلو کروندو کې دحلال رزق په کرلو بوخت شي او بيا به هيچاته هم دکوکنار کرلو پلمه په لاس ورنشي .
که حکومت غواړي چې په ولس کې خپل بايللى باور څه ناڅه ترلاسه کړي ( که څه هم داکار ترډېره بريده ناشونى ښکاري ) نوترهرڅه لومړى بايددوى ته کار ومومي ، دلوږې او تندې له ساري ناروغۍ !! څخه چې اوس په ډېره بېړه دخپرېدو په حال کې ده او له تدريجي مړينې څخه دې يې وژغوري. حکومت تراوسه په دې اړه ډېر چانسونه او ډېرې مرستې ضايع کړي خو اوس هم لا وخت شته او ددې کارلپاره ښه زمينه برابره ده .

داډالر باد ندي راوړي ،بلکې داحسان تردرانه بار لاندې يې د افغان ملت غاړه ماته ده .دا له دولت سره دملت امانت دى او بايد په ساتنه او لګولو کې يې ډېر دقت او ډېر پام وکړي . داپيسې بايد دهغو نورو ميلياردونو ډالروپه څېر دمحدودوکورنيو او بهرنيو چارواکيو او زورواکيو په جېبونو کې ونه لوېږي او نه بايد بېرته داروپا ، دوبۍ او امريکا په بانکونوکې په شخصي حسابونو ذخيره شي .
باور دى چې افغان دولت په يواځې ځان په مناسبه توګه او وړ ځاى کې ددې پيسو دلګولواهليت نلري ځکه دوى تل غوښه په پيشو ساتلې ده .پدې اداره کې داداري فساد، بيروکراسۍ ، رشوت او اختلاس ايډز ورځ په ورځ خپرېږي ،ددې ايډز مخنيوى سياسي تقوى ،دقاطعيت سپيڅلتيااو دکلک هوډرياضت غواړي چې له بده مرغه اکثره موجوده چارواکي له دې ټولواوصافو بې برخې دي نو له نړيوالې ټولنې مو غوښتنه داده چې ددې پيسو لګول په کلکه وڅاري .او پرېنږدي چې دپخوا په څېرڅو ميليون ډالريزې پروژې يواځې دکاغذ پرمخ ډيزاين ، تطبيق او مصرف يې تېر شي .
دناامنيو يو لامل اوزګارتيا ده ،حشرات په کنډوالو کې ډېرې ځالې کوي نو که خلک بوخت، په ګېډه ماړه او دکورونو خاوندان شي نو هيڅوک هم روغ سر ته داغ نه ورکوي .
نړيواله ټولنه که په افغانستان کې امن او سوکالي غواړي نولومړى شرط يې دادى چې بايد ترهرڅه لومړى دافغان ولس زړه خپل کړي اوددوى دزړه دخپلولوڅو لارې چارې مو ورته پورته په ګوته کړې دي .
دوى هرو مرو خبر دي چې په افغانستان کې يوه ډېره سوروه او تنوره مافيا موجوده ده چې ريښې يې د امريکا او اروپا په شمول په ټوله نړۍ کې هم شته دي . دا مافيا افغانانو ته ترهرڅه ډېره خطرناکه ،دې مافيادافغان دولت او ددې ولس پر شارګ خوله ښخه کړې او وينې يې زبيښي . په کار ده چې نړيواله ټولنه او په دولت کې ځينې موجود زړه سوانده چارواکي نور له دې اوږده ژمني خوب څخه راويښ شي او په ګډه ددې څوسري ښامار سرونه غوڅ کړي ،که نه ددې ٥١ ميليارده ډالرو نصف العشر(شلمه برخه) به هم دافغان ولس په درد ونه لګېږي .
دا ددولت لپاره وروستى چانس دى او دا هيله هم شته چې ښايي داځل لږه توجه هم وکړي ځکه چې کرزى به له دې چانس څخه د خپل ټاکنيز کمپاين لپاره هم ګټه اخلي ، څه ناڅه دجړ تار په سر پسې به ګرځي اود ګوزڼ وهلي ملت په مرۍ کې به دواکسين يو څاڅکى واچوي . که دولت داځل پدې چانس او پروسه کې هم ناکام شو نوبيا يې دتاريخ دحافظې کندې ته ټيل وهل شوى وبولئ .