د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بېنوا ويبپاڼې په باب د بېنوا فرهنګي ټولنې پرېكړه

د بېنوا فرهنګي ټولنې اداره 12.06.2008 19:05

 

بېنوا فرهنګي ټولنه
Benawa cultural society, Kandahar Afghanistan

نېټه: ۱۱ جون ۲۰۰۸
د لوى او بخښونكي خداى په نامه


د بېنوا ويبپاڼې په باب د بېنوا فرهنګي ټولنې پرېكړه
بېنوا ويبپاڼه چې د بېنوا فرهنګي ټولنې د برېښنايي خپرني ارګان په توګه د ۲۰۰۴ كال د جولاى په مياشت كې د افغانستان د ملي او فرهنګي ارزښتونو د بيا رغونې او بډاينې په موخه را منځته شوې وه، په دې وروستيو كې د يو لړ ستونزو او داسې ليكنو د خپرولو له امله چې د بېنوا ټولنې له پاليسۍ سره په ټكر كې راغلې او يو شمېر لوستونكو يې د كاركوونكو پر ملي دريځ شك وښود، د بېنوا فرهنګي ټولنې د مشرتابه جرګه ګۍ تر يو لړ هلو ځلو او سلا مشورو وروسته هم و نه توانېده چې بېنوا ويبپاڼه د خپلې ټاكل شوې پاليسۍ چوكاټ ته بېرته برابره كړي.
تر هغه وروسته چې خالد هادي حيدري د بېنوا ويبپاڼې د مرستيال محمد عمر واحديار او د بېنوا ټولنې د نورو غړو پر مخ بېنوا پاڼې ته د ننوتلو كوډونه (شيفرونه) بند كړل، بالاخره د بېنوا ټولنې د مشرتابه جرګه ګۍ د پښتو ژبې او ادب له ځينو مخورو مشرانو او ليكوالانو سره تر سلا مشورو وروسته پرېكړه وكړه، تر هغه وخته چې بېنوا ويبپاڼه بېرته خپل ملي دريځ ته راګرځي او د بېنوا ټولنې د امتياز په توګه نوموړي ټولنې ته سپارل كيږي، د روان ۱۳۷۸ كال د حمل له ۲۷ مې نېټې څخه چې د ۲۰۰۸كال د اپريل له پنځلسم تاريخ سره سمون خوري، د بېنوا ويبپاڼې او پكښې د خپرو شويو مضامينو مسوليت د بېنوا فرهنګي ټولنې پر غاړه نه، بلكې يوازې په ښاغلي خالد هادي حيدري پورې اړه لري.


په درنښت
د بېنوا فرهنګي ټولنې په استازيتوب
عبدالاحمد محمديار
كندهار_افغانستان
۲۲/ ۳/ ۱۳۸۷