افغان ادبي ټولنه او ښخي کولتوري ټولنه د چارشنبې په ورځ د جون په اتلسمه د قتيل خوږياڼي په درنښت غونډه کوي
12.06.2008 16:59افغان ادبي ټولنې او خښي کولتوري ټولنې په گډه پتيلې ده چې د چارشنبې په ورځ د جون په اتلسمه دپاکستان په وخت د مازيگر پنځه بجې د ايران د کولتوري مرکز د امام خميني په هال کښې د ښاغلي عبدالروف قتيل خوږياڼي د شخصيت د درنښت غونډه وکړي ، ليکوال او خواخوږي به يې په مطبوعاتي ، ښوونيز او فرهنگي هلوځلو ليکنې او ويناوې کوي .
اړيکې : Scprd@scprd.com