د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالصمد روحاني د پاريس د کنفرانس قرباني شو

حبيب الله غمخور 12.06.2008 01:00

دا ياران لكه ګلونه د بهار دي
د خزان په دود رژيږي درېغه درېغه

زموږ  دهيواددښمنان يو وژنی چي سل پرې خوار شي

له ۲۰۰۱ کال نه راپدې خوا دافغانستان په اړوند دمختلفو اجنداو په لرو سره څو نړيوال کنفرانسونه جوړ شوه . ددې کنفرانسو لړئ له جاپان څخه پيل داده تر پاريس پوري راورسېدل . په نورو ټولوکنفرانسو کې  له افغا نستان سره ۲۵ مليارډه ډالره مرسته وشوه ،داچي دامرستی څومره دافغان  ولس په گټه اودافغا نستان درښتيانۍ بياجوړونې په لارکښي مصرف شوې اوڅومره بيرته دوباره دمعاش،سفر خرڅ  اونورونومونو له افغانستان څخه ووتلې اوس زما دليکنې موخه نده ، خودجون پر ۹ مه په کابل کښي پر بهرنيو مرستو دکنترول اونظارت يوسازمان (IWA) چي مرکز ئي په کابل کښي دی په خپل خپاره شوی رپوټ کي دې مسلې ته گوته نيولې چي له ۲۰۰۱ م کال نه بياتر اوسه د۲۵ ميليارډو ډالروڅخه يوازي  ۱۵ ميليارده ډالره مصرف شوي ، دا پداسي حال کي چې دافغانستان دولت دپاريس په کنفرانس کي چي دجون پر ۱۲ نېټه  به داير شي د افغا نستان حکومتی چارواکي  وايي چې  د بيا رغنيزو او پرمختيايي پروژو د پلي کولو په موخه به د پاريس په غونډه کې له نړيوالې ټولنې څخه ۵۰ مليارده ډالره مرسته وغواړي،ددې لپاره چي خبره گډه وډه نشي دغه ۵۰ ميليارډه ډالره دپخوانيو ۲۵ ميليارډو ډالروسره حسابېږي  . سره لدې چي پورته يادسوی سازمان (IWA) په خپل رپوټ کي داهم وايي چي په دهروسلو ډالرومرسته شوو پيسونه يوازي ۲۰ ډالره افغانانولاسته رسېږي ،د۱۵ او ۳۰ په سلوکي دمرسته شوي پيسې دمرسته کوونکو سازمانوپر امنيتي چارو لگېږي او۸۵ په سلوکې وسايل او انساني  نيروله بهرنه راوړل کېږي پدې اساس دافغان کارگرانو لپاره ددغو مرستو په مټ  دکارځاي هم نه پيداکيږي .
زه پدې باوريم که په افغانستان کي بنيادي تغيرات رانه سي  اودبهرنيو مرستودلگښت اواستفادې په برخه کې يوه روښانه اورڼه تگلاره جوړه نسی ،پر لگښت  ئې  دجدي اوبې پرې دکنترول  نوی ميکانيزم جوړ نشي اوهمدا ډول دمرستو زياته برخه په افغانستان کي دزراعتي اوصنعتي پروژو،ترانسپورتی چارو،تعليم اوتربيې په برخه کي  پکار ونه لوېږي ،همدا حالت به دوام ولري،  که په سلهاوو ميليارډونه ډالره مرسته  نوره هم وشي .
له بلې خوا اساسی اوزموږ لپاره تر هر څه زيات حياتي مسله په افغانستان کي دټيکاو اودايمی سولي مسله ده ،ددې لپاره اړينه برېښي په افغانستان کي دجگړې داساسي عاملينوپټن ځايونه اوروزنتونونه په نښه شي او هر چيري چي وي له منځه ولاړي شي .دټولومعلوماتو له مخې دترهگروسرچينه په پاکستان اوځينې ئي په ايران کښي دي دغه ځايونه بايد په نښه  شي . اوبله ډيره مهمه خبره داده چې دسولي دراوستولپاره ،دملي تفاهم او افغا نستان دملي وسله والو قواوپياوړتياته جد پاملرنه وشي . تر څو په افغانستان کي دايمی سوله رانشي دافغانستان دبيا ۍوژونې کار به له يولړ ستونزو سره مخامخ وي ،زماخبره داسي تعبير نشي چي يوازي اويوازي بايدپر جگړه زورواچول شي بلکي هدف مي دادي چي دسولي راوستلوتر څنگ دخلکو لپاره دسالم کار اوپه افگانستان کي دزراعتي اوصنعتي توليداتوپراختيااوښوونيزوکاروته هم اړينه پاملرنه وشي . اوکه داوسنی پاليسۍ اوکړنوپه دوام هر څومره پيسې او عسکر افغانستان ته راشي  زمور دهيوادوالوهيڅ کوم درد به دوا نشي  اونه به گټوري  پايلي ولري .
نه پوهېږوچي ولي دپاريس دکنفرانس لپاره دومره تبليغات کيږي ؟؟؟ تير کنفرانسونه هم دافغانستان سره داقتصادي اوپوځي مرستو په خاطر جوړېدل ،يوازي به يوه اونۍ وړاندي خبر خپور شوچي پدغه هيوادکي دافغانستان په اړوند نړيوال کنفرانس جوړېږي  اوبيابه  دکنفرانس په ورځ په ډله ايزه رسنېو کي دهغه دکار اوپايلو په هکله کوم خبرونه خپاره شول  .مگر داځل يوه مياشت کيږي چې دافغانستان دولتي  مطبوعات اويوشمير نور يوازي دپاريس دکنفرانس  خبري کوي ،پدې هکله دجمهورریيس لخوا کابل ته له ولاياتودبزگرانو په نامه يوشمير خکل راوغوتل سوه اودوې ورځي له هغوي سره دمشوري په نامه غونډي جوړي شوې ، دمدني ټولنو په نامه جوړ سو سازمانوهم  خپل نظر اوخپلي گټي لټوي اويو شمر سياسي سازمانوهم يواوبل ځاي غونډي  جوړې کړې .زما په گډون ډير خلک يوازي پدې  خبره ځانته قناعت ورکوی چي داټوله غوغاپه دوه دليله روانه  ده :
لومړۍ  يوکال دولسمشری  ټاکنوته پاته دی ځکه ولسمشر کرزی  غواړي پدې  ډ ول څرگنده کړی چي گويا په کومو ستونزواومنډو ترړوهغه  بهرنيانوته له افغانستان سره دمرسته کولو په خاطر قناعت ورکوي .
دوهم داچي ټول نړيوال سازمانونه ،دونردولتونه اونړيوال بانک دافغانستان ددولتي ادارې دفساددکحي دلوړېدو، هيروئينواوکوکناروکاروبار اندېښمن کړی دي ،لار ځني ورکه ده چي ددغه دولت سره مرسته وکړي اوکنه ؟؟؟
له يوې خوادپاريس دکنفرانس په اړوند دافغان دولت په خرپ تبليغات پيل سوه ،کابل ته دامريکاد جمهور ریيس خانمی لورابوش  په ناڅاپي  ډول کابل ته سفروکړ ،اوله بلي خوادولت دمخالفينو لخوا هم پسله هگه چي پاکستاني چارواکوله طالبانوسره روگه جوړه وکړه اوه هغوي سره ئې داومنل چي په پاکستان کي په چا کارمه لری په افغانستان  کي چ هر څه کوي  ،دلته زموږ په پاکه خاوره کي دځان وژنواوسړک دغاړو عملياتو زوراخيست ،په غزني ،فراه اوهلمند کي دخرپ اوترپ دوسله والو عمياتوپه پايلوکي ديوې ،دوولسواليو نيولو ددي معنادرلوده  چي دايران اوپاکستان دڅارگرو اداروپه مشوره ددولت مخالفينوپه خلو دغو کړنوسره  دپاريس دکنفرانس په درشل ځان مطرح کاوه ،په دغه ډول عملياتو ئي ښودل چې دوي يعني ددولت اودهغوي  بهرنيو ملاتړومخالفين پر حالاتو تاثير ښندلاي شي .
چي ډيره ئي اوږده نکړوځوانيمرگ شهيد روحاني صاحب دبې بي سي راډيواوپژواک خبري اژانس همکار پدغوشرايطوکي چې دپاريس کنفرانس جوړېږي  دداسي  ډول ځان ښودنو(مطرح) کېدو، دسياسي دښمنيو اوسياليوقرباني شو.دهغه  وژل  يوسياسي ږيست اوافغان دولتي چارواکوته يوسر خوږئ شو.
ولي دوي دا کارپه هلمند کي وکړ داهم دپاملرنې وړ خبره ده ؟؟؟او ولې ئې دبې بي سي  دراډيو خبرنگار په نښه اوشهادت ورساوه ؟؟؟ داهغه پوښتنې دي چې دهر هوښيا راوسياسي سړی په فکرکي گرځي اوراگرځی .
دافغانستان دکورنيو چارو وزارت   خبره چي دا وژنه  له پخوانه پلان شوې وه ،ددې خبري دثبوت بېلگه گرځېداي شي ،له هغې ورځي چي اعلان وشو دافغانستان په اړوندپه پاريس کي نړيوال کنفرانس  جوړېږي اوپدي کنفرانس کي به دافغانستان دراتلونکي اوله دې هيوداسره دنورومرستو په اړه خبري کيږي ،پاکستان اوياهم بل  کوم هيوادخپلوډلوته دادنده ورسپارلې وي  چي داسي يوکاروکړی تر څو په ټوله نړی کې دبحث اواندېښنې وړ وگرځي . فکر کيږي دافغانانو دملي غرورڅخه په استفادې سره ئې هلمند اوپه هلمند کي دانگليسي  راډيوسره همکارداچي هر څوک واي په نښه کړ.  خواوس ددي لعنتی نښي  قرباني  پر هلمند ،هلمندوالو اوټول افغانستان  مين ،غښتلی اودپاک زړه خاوند ځوانيمرگ عبدالصمد روحاني شو.
حفیظ الله خالد داتريش دپلازمېني وينا له ښارنه ليکی  : حرفوی جنایت کارانو ځکه   مرحوم روحاني  په نښه کړ چی هغه د هلمند د کړیدلو خلکو آواز د نړي خلکو ته رساوه  او دنیا ته د واقعیتونو رسول د دی حرفوی جنایتکارانو په نظر لوی جرم دی .
ټولی نړی ولېده چي دارواښاد روحاني پر مړينه څومره خلک خفه شول اوټولو له يوه سره پردولتي چارواکو اوبهرنيو ځواکونو انتقاد وکړچي  دوي په افغانستان  کي دامنيت په راوستلو کي پاته راغلی دي . تر کومه ځايه چي ما دا دري ورځي څېړنه کړېده په نړۍ کي مي داسي هيواد پيدا نکړ چې ددې غمجنې پېښی خبر دې نه وي نشر کړی . داغمجن  خبر دنړی په ټولو ژبواوپنځو وچوکښي  دجون پر نهمه  خپور شواوتر اسه دهغه په هکله تودې تبصيرې کيږي . زه ددې پېښي  ټول انعکاسات  دلته نشم  راوړلاي يوازي دبېلگې په توگه  د څوافغانانو اوټولنيزوسازمانولنډنظرونه ددي لپاره ليکم چي لوستونکی پري پوه شي چي دروحاني په شهادت رسېدل يوه عادي پېښه نه وه اودوي (ددولت اوبهرنيانو)مخالفين پرې وهېدل چي دامسله به څومره ژورانعکاسات ولري .
زبيربابکرخېل  وايي باور مې نه کېده، هغه به کوم د ډبرين زړه خاوند و، چې د ټوپک شپېلۍ يې روحاني ته نيوه، هغه روحاني چې د ټېلېفوني ځواب لومړۍ خبره به يې (( جار )) وه . ر ښتيا هم روحاني (( جار )) شو، له خپل مسلکه، له خپل هېواده، له خپلې پښتو او ... .
په افغانستان کې د جنوبي آسیا د خبریالانو د ټولني ( سفما) مشر حلیم فدایې د افغان ژورنالیست عبدالصمدروحاني مړینه په شدیدو  ټکو کې وغندله او  روحاني یې یو باتور او پیاوړی ژورنالیست په ګوتو کړ چې پر وینا یې تشه به یې د مطبوعاتو په کورنۍ کې محسوسه وي. ښاغلي فدایې ویلي چې شهید روحاني د خپلواکۍ او د وینا آزادۍ ته په ډیروسختو حالاتوکې په هلمند ولایت  کې کار کاوه چې د بی رحمه انسانانو له خوا په ډیر نا ځوان مردانه توګه په شهادت ورسول شو. په افغانستان کې د سفما ټولني په استازي توب حلیم فدایې د روحاني کورنۍ، ملګرو، او خپلوانو ته د زغم غوښتنه کړي او له افغان حکومت څخه یې مطالبه کړي چې د هغه قاتلین د هرو مرو د قانون منګولو ته حواله کړي  .
په کابل کې دخبريالانو خپلواکې ټولنې، د خبريالانو د ملاتړ کمېټې او د سويلي اسيا د خبريالانو ټولنې او له هېواده بهر د بې پولې خبريالانو ټولنې له حکومت نه وغوښتل چې د دغې وژنې کلکه پلټنه وکړي .
په کابل کې د يوناما دفتر هم دغه وژنه غندلې ده .
په هلمند کې د بي بي سي د خبريال عبدالصمد روحاني د وژل کېدو د خبر له خپرېدو سره سم په افغانستان کې دننه او بهر گڼ شمېر دولتي او نړيوالو ادارو، د خبريالانو ټولنو، فرهنگي کړيو او ليکوالو په دې اړه غبرگونونه وښودل . دخبريالانو د ملاتړ کمېټې مشر ضيا بوميا هم ټينگار وکړ چې د خداى بښلي روحاني مړينه دې کمه ونه  گڼل شي، بلکې حکومت او طالبان دواړه چې د هغه له وژلو بې خبرې ښيي بايد په دې اړه خبريالانو او هيوادوالو ته ډاډ ورکړي .د خبريالانو ملي ټولنې هم په يوه خبري غونډه کې د ځوان خبريال صمد روحاني وژل وغندل او له حکومت او نړيوالې ټولنې يې په دې اړه د پلټنو د تر سره کېدو خبره وکړه .
د بې پولې خبريالانو ټولنې هم په يوه خبرپاڼه کې د بي بي سي د خبريال وژل کېدل غندلي او دايې د بيان د ازادۍ پر مخ يو گوزار بللى دى .
په کابل کې د ملگرو ملتونو د استازي دفتر يوناما هم د خداى بښلي روحاني په مړينه خواشيني ښودلې او له حکومت نه يې غوښتي چې په دې اړه ژورې پلټنې وکړي .
په هرات، پکتيا، پکتيکا، ننگرهار، کنړ، لغمان، خوست او کندز ولايتونو کې هم د خبريالانو ټولنو، فرهنگيانو او ليکوالو د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې دغه وژنه غندلې او له حکومت نه يې غوښتنه کړې چې په دې اړه ژورې پلټنې وکړي .
 دهندوستان په وتلی پوهنتون کي دپښتو ژبې استاد فروفيسور خالق رشيدليکي : روحاني!ستا ناځوانمردانه وژنه دهغه تورلاس یوه توره کړنه ده چې پرهغه باندې هره ورځ زموږ د لسګونو بچیانو وینې تویېږي ، هغه لاسونه چې دانسانی ژوند اوتاریخ پرمخ به کله هم سپینه رڼا پرې ونه لویږي ، هغه لاسونه چې یوازې دقاتل پربدن باندې نښتي اودهغه دناوړې ارادې ناوړه ملتیاورسره ده .هغه لاسونه چې دایمان ترلستوڼې راوځي او ستاغوندې مومن وینه تویوي .هغه لاسونه چې دتش په نامه انسانیت په نامه له یوې اوبلې خوا زموږ دکورپرلور راغزیدلي ،هغه زموږ د روحانیت او(روحاني) بي ګناه وینې تویوي اوهغه یې قاتل دی . . .
په هلمند کي خپلواکو ژورنالستانو د احتجاجي غونډي پريکړه ليک په يوه ماده کي راغلي : لکه څنګه چي د ښارله منځه څخه ديو ژورنالست نيول او ايستل او بيا په قتل رسول د ادارې کامله بې کفايتي ښئي . ټول ژورنالستان او فرهنګپال دا غوښتنه  کوي چي نومړې قضيه دي په جديت او دقت  وڅيړل سي  . 
يو بل هيواد وال ليکی :خو هرهغه څوک چې دداډول کرغيړنو عملونو په ترسره کولوغواړي په افغانستان کې دبيان دازادۍ او رښتيا ويلو مخه ډب کړي بايد وپوهيږي چې دا کار به نه يوازې دا چې سلګونه نقشبنديان او روحانيان راوزيږوي بلکې ددې عمل ترسره کوونکي به په ټولنه کې رسوا او مخ توري کړي .
ډاکټر عطاالله زيارمل  وايي  : په دې نړۍ کې شرمښانو ته ورته داسې انسانان هم پيدا کېږي - د انسان کلمه ورته راوړل هم له انصاف څخه لرې خبره ده -، چې د روحاني ځوانيمرګ په څېر داسې بې ازاره او په خپلو خلکو مين ځوان له خپل ژوند څخه نيمه خوا کوي.
اوښاغلي پتيال صاحب ليکی : زموږ په ټولنه كي تر سړيو وګړي ډېر دي او ځكه نو په داسي يوه خوني چاپېريال كي د آرام ساه اخيستل، لږ نوكى ګران كار دئ  . شهيد روحاني په دغسي يوه چاپېريال كي ضايع سو، بويه پر وير يې اوښكي توى كړو، خو د يادوني په ډول وايم چي په لروبر كي مي د ګران او خواږه ملګري عبدالله احسان هغه خبره چي: سركاره!  قاتل را وښيه كنې په خداى چي تا وواژه، وليدله، نو يو لږ څه درد راغلى، ځكه ګران احسان ته وايم چي وروركه! په هلمند كي سركار چېري و، ولاړ سه له طالبانو وپوښته چي روحاني چا وواژه؟؟؟ ځكه طالبان خواران د شهيد روحاني وژنه غندي، نوكېداى سي چي په اړه دي يې پلټنه هم وكړي.؟؟؟
احمدشاه پاڅون صاحب بيا دخپل زړه جوش داسي بيانوي:
اخر انسان يم دومره حق خو د ويلو لرم
چي ماته ستا تر قدمونو لاندي خوب نه راځي
 دا هغه بيت دى چي هر وخت په هر ځاى کي په هر بانډار کي به د خداى بخښلي پر ژبه څرخيدى 
او په پاى  کي دخداى بخښلي قاتلانو ته يو بيت ډالۍ کوم :
په تاسو کي خو ستر خلک وي ستري سرمايې
په موږ کي خو د سر سړي د دار لپاره وي
درنو لوستونکو!
تاسوگورۍ ! داتصادفي نده چي داپېښه په هغه ورځ وشي کوم چي دتښتېدوپه ورځ ئي لورابوش کابل ته راځي اودشهيد دمړي دپيدا کېدونه يوه  ورځ وروسته  ښاغلی کرزی هالنډته په سفر روانېږي .ددولت مخالفين دپاريس دکنفرانس اوهم دهالنډسره اسلام ته سپکاوی په اړوند مخالفت لري . ځکه نوداچاته دمنلو وړند چي  ووايي ، دارواښاد روحانی مرگ يوسياسي  مرگ نه وو اويا داچه هغه دسياسي حوادثو قرباني نشو.
طبعې ده چي دروحاني صاحب  مرگ  به دپاريس دکنفرانس پر فضا هم تاثير ولري اودکرزی صاحب  هغه  دخوښی فضاچي گويا دادی نړيوالو يوځل بيادده سره دمرستو وعده کوي  يوڅه پيکه کړه . له بلې خواپه کنفرانس کي دامسله چي گوياپه  افغانستان کي  اوس سوله دجدی گواښ سره مخامخ نده نشي مطرح کېدلاي اودافغانستان دولتي هيئت ته به هر گړئ داگوته نيول کيږي چي گوری په ملک کي موڅه حال دی  .
هر وخت چي ښاغلي کرزی يوخواته روان شوی اويادافغانستان په اړوند داډول يوه لويه خبره مطرح شويده دلته په وطن کي  يوه پېښه سوېده .زه نه غواړو هغه ټولي پېښي په تکرار دلته يوځل بياوليکم ،گران لوستونکی کولاي سي دهغه وخت  مطبوعاتي خپرونوآرشيف ته مراجعه  وکړي  ،دازماخبره به ئي ورپياد سي  اودابه ومني چي رښتيا هم داسي پېښي شوي دي .
دارواښاد روحاني صاحب  تر شهادت وروسته  داسي معلومه شول چي هغه يوازي يو دبي بي سي راډيو دپښتو ،فارسي اوانگرېزی څانگو اوپژواک خبري اژانس  سره ورځنۍ همکاري  نه درلوده بلکي ډير گړندی  ليکوال اودملي نظر خاوند يوفعال ځوان وو،هغه دزياتو ويب پاڼو اوپه افغانستان کي  له چاپي رسنيوسره په مستعار نومونو همکاري  درلوده اودهيواددروانو حالاتو په اړوندیي په  ليکنو کې خپل نظرتر هيوادوالوپوري رسا وه.  دا پدې معناده چې هغه له خپل  هيواد او هيوالوسره مينه درلوده  اودافغانستان له کورنيو اوبهرنيودښمنانول سترگونه هم پټ او پنا نه و؛ زموږ دهيواددښمنان يو وژنی چي سل پرې خوار شي .
دروحاني صاحب دشهادت په اړوند نظرياتو کي يو بل څه چې ډير جالب  اوپه زړه پوري وه هغه  دا چي  دده دهمکارانواوټولو هغوچي هغه ئې پېژندی  په ليکنوکښي  دروحاني صاحب سره ددوي  مسلکي مينه ،محبت  له ورايه څرگندېري . کله چي مادروحاني صاحب  په اړوند دهغه دمسلکي همکارانو او مينه والوليکنې ولوستلې هرې يوې ئې  په خپل وار وژړولم ، ځکه دومره له سوز اوانساني احساس نه ډکي ليکنې يي  کړې وي چي په ،رښتيا سره ئې دمسلکي ملگرتوب  مينه اوخواخوږي  پکښي انځور کړې وه .
ددوي دغه  ډول  وطنی مينه پاک احساس اوداډول تلاښونه ددي ښکارندوي دي چې که خداي کول داملت به ډير ژربريالي اوله دغو ستونزونه خلاص شي .که يوڅوک دا ټول پيغامونه اوليکنې ولولې ، دابه ورته څرگنده شي چې ددېرش کلنې جگړې په کړېدلو شرايطو کي  دافغاني مور پر پاکه لمن داسي باتوره  ځوانان رالويږي چي ټول ملت پري وياړلاي شي . اوبيله دينه چي دتوکيو،لندن ،برلين ،بخاريست اوياپاريس کنفرانس دوي ته څه ورکړي دقلم اومغز په مټ اوافغانی همت ئي ددې ويجاړ هيواد بياجوړنې ته ملاتړلې اومټی رانغښتي دي . ولېږي ،ژوبلېږي ،وژل کيږي ،خوتسليمېږي نه اوپر مخ درومي .
وياړپداسي غيرتي اوسرښندونکو شاه زلمو!
دډله ايزو رسنيودخبر له مخي  دروحاني دمرگ پړه تر اوسه هيچاپر غاړه نده اخيستې . دطالبانو ځايي وياند قاری یوسف احمدي  ویلي چې د بی بی سی راډیو د پښتو څانګي خبریال عبدالصمد روحاني د دوي ملګرو ندی وژلی . دولت او طالبانو د روحاني د وژنې غندنه کړې ده . عجبه ده نو چادابېگناه ځوان ځوانيمرگ کړ؟؟؟
سوال دلته پيدا کيږي چي  هغه خودکومي شخصی دښمنۍ له امله ندی وژل شوی . که داسي واي هغوي بيا دا کارنه کاوه چي ښارته نږدې دبولان په هديره کي ئي دهغه جسدپداسي حال کي چي لا ئي دعزير احمد تسل په وينا لاسونه اوپښې تړلي وه غورځولی واي . که شخصی دښمني واي  نو بايد دهغه  جسد ئي دهغوي دکورمخته يالا اقل دهغه په کلي کښي غورځولی واي . داکاملا يو سياسي قتل دی .تر ډيره بريده خلک پر طالبانوشکمن دي  ،ډيرله ښاغلي روايت كندهارى سره هم نظره دي ،هغه  وايي : دا چي  شهيد روحاني د نامعلوموكسانو لخوا وژل سوى دئ او په اړه يې د طالبانو ښاغلي وياند بېخبري ښوولې او آن دغه وژنه يې غندلې، دا هسي ساده خبره نه ده، بلكي له دې څخه د مكارو دښمنانو بل د مكارۍ اوټګۍ مخ څرګندېږي ،هر هغه كار چي په ولس كي غندلى او ترټلى وي، هغه هيڅكله هم طالبانو پر ځان نه دئ تاوان كړى،بلكي لا يې د دې ساده افغان وګړو د تېرايستلو لپاره هغه كارغندلى ،چي په دې ډول غواړي ځانونه د اسلام ټېكه داران او د دې وطن رښتيني ناميان ثابت كاندي،تاسو وګورئ! هر هغه كار چي په هغه كي د ولسي خلكو مرګ ژوبله شامله وي، هغه طالبه ډله په ځان پوري نه تړي، په داسي حال كي چي له پوره شواهدو سره به هغه نارواعمل د دغي خونكاري ډلي له لوري سر ته رسېدلى وي.ما چي كله د شهيد روحاني په باب د طالبانو د وياند دغه د سپيناوي خبري واروېدې، نو يو ځل بيا مي د دغو سپينو ملائكو ټګۍ ته پام سو. زه نه پوهېږم چي زموږ ساده وګړو ولي طالبان او ملايان د دين ستني بلل يا يې بولي، چي ټولي نړۍ ته يې د اسلام داسي څېره ور وړاندي كړې ده چي په ليدلو سره يې د غير مسلمانانو له اسلامه خوا تورېږي . زه ښاغلي يوسف احمدي ته دا ويل غواړم چي : آ زما سپېركى  طالبه! ستا قربان سم، ستا تر سر دي سپېلنى سم، ستا تر دا كُرمكو سترګو دي په زرځله واري سم، ستا تر دا شل متره پاج لنګوټې دي وګرځم، داسي مه كوه، ولي د دې ساده وګړو په سترګوكي خاوري وردوړوې، ولي لا دامظلو ملت د اور په بټۍ كي لولپه كوې، پرېږده چي د روحاني غوندي نور افغانان لږه د آرام ساه واخلي، ته راسه پر خپل كوركښېنه، تورلېنګيان دي ولاكه په درد وخوري  ..زما په فکر دغه خطاب چي ښاغلي روايت کندهاري صاحب  قاری یوسف احمدي  ته کړی ښه به داواي چي دطالبانو مشرتابه ته ئي کړې واي ،دادهغوي اودهغوي دبهرنيوملاتړو کار اوصلاحيت دي  چي په افغانستان کي څه ډول کارونه سرته ورسوي نه دملايوسف احمدی .
يوافغان  ليکی : دولت او طالبانو د روحاني د وژنې غندنه کړې ده خو يواځې دا غندنه کفايت نه کوي. دولت خو هسې هم مسوول دى چې د ټولو وگړيو او په ځانگړې توگه د ژورنالستانو او پوهانو د ژوند او حقوقو د ساتنې لپاره د خپلو ټولو وسايلو څخه کار واخلي. خو د دې تر څنگ طالبان دا دعوه لري چې د هلمند په شاوخوا نوي فيصده برخه د دوى واک دى. که چېرې د دوى دا دعوه سمه وي او دوى د "روحاني" په وژنه کې لاس هم نلري نو بيا د دوى مسووليت جوړېږي چې د خپل نوي فيصده واک څخه کار واخلي او د هغه قاتلان په هماغه ډول زر تر زره ونيسي او محاکمه يې کړي څنگه چې دوى وخت په وخت د دوى په وېنا د دولت او بهرنيو ځواکونو جاسوسان نيسي او وژني يې .BBC
دلته دسړی هغه دلراوبر دمسول ښاغلي عبدالله احسان سوال جگ سترگوته ودرېږي اوپرځاي ئي بولي  ،هغه  سوال کړي وايي :
سرکاره ! قاتل راوښيه ، کنې په خدای چي تا وواژه !
روحاني چا وواژه؟
سرکاره زموږ عبدالصمد روحاني چا وواژه؟
د  آی ايس آی په امر  مړ ، که  امريکا وواژه؟
دلته خو ته يې ، يا طالب ، برتانيا ، مافـــــيا؟
قاتل راوښيه ، کنې په خدای چي تا وواژه !
بلې ! داسوال اوس دنړی دټولوپر ژبه دی  چي روحاني چا په شهادت ورساوه ؟
يو شمير څېړونکی له دغوموسيسونه چي ښاغلي روحاني ورسره کار کاوه اوددوي همکارو هم گيله لري وايي :
دوي پدې ښه پوهېږي چي خبرنگارله لويه سره له دريو خوا وله گواښ سره مخامخ دي :
اول  : ددولت مخالفين تل خبرنگاران  په مرگ گواښوي ،ځينې ئې وژلې هم دي . تير کال په همدې هلمندکي په همدې لاره اجمل نقشبندي خپل سروخوړ . داسي ډيري نورپېښي هم دهيوادپه مختلفوسيموکي ترسره شوي دي اودايمل  پسرلي اونورو په وينا روحاني صاحب  ته هم څو ځله دمرگ گواښ سوی دي ،حتاپدي گواښ کي دملا عبدالصمد په نامه  ديوچانوم هم  اخيستل کيږي .
دوهم : په دولت کي ديوشمر  ددولتی چارواکي هم له ژورناليستانو اوخبرنگارانوسره جوړندي ،ځکه دا دوي دي چې هرڅه راسپړی افغان ولس اونړيوال سازمانونه پرې خبروي . دبېلگې په توگه که همدا دډل ايزو رسنيو پياوړي اوسرپرلاس خبرلوڅ اوژورناليستان نه واي  پدغو روانوناخوالوبه موږ اوتاسو له کومي لاري خبرېداي؟  په افغانستان کي چي دولتي اداره ترغاښو په اداري فساد کي غرقه ده اوددولتي مافيا بڼه ئي غوره کړېده يوازي  همدا ژورناليستان اوخبرنگاران دي چي دخلکواوله افغانستان سره مرتندويه ټولنو اوهيوادو دولتي چارواکوغوږوته هر څه رسوی اودوي رسواکوی  .  له همدي امله ډير زيات شواهد شته چي يوشمير دولتي چارواکي اودهېروئينو سوداگر اوکښتگر وهم په خپل وار له ژورنا ليستا نو سره ناروابرخوردونه  کړي دي ،همدا په حقيقت کي ددموکراسی تر نامه لاندي  پر ټولو مطبوعاتوداسي سانسور شته په کوم کښي چي يوه چارواکي،دزور خاند اويادکوم تنظيم مشرته پکښي گوته نيول شوي وي هغه په مختلفو بڼو ترگواښ اوتهديد لاندي  راځي ،ان تر دې کرښي چي دځينو ويب پاڼومسولين  چي په هغوکي دچارواکودمزاج اوخوښي پر خلاف کوم مطلب نشرته سپارل کېږي ،سره لدي چي مسوليت ئي دليکوال پر غاړه دي په شکل دشکالومجبرېږي چي نشر شوی مطلب ايسته کړي اويا ليکوال دوي ته ورپه گوته کړي، پداسي حال کي دچي دويب سايټ ،سول دا صاحيت هم نلري ،دگه مرموزاوتر پردې شاته استخباراتی اوله دولتي ياوسلې دامکاناونه په استفادې سره سانسورته دوي دموکراسی وايي  . ژورناليستان  بېگناه زنداني شوی او وژل شوی دي ،دبې سرحده ژورنا ليستا نوټولنې  اودژورناليستانونورونړيوالوسازمانو،دبشردحقوقو نړيوال سازمان کلنيو راپورونه ته مراجعه وکړی هر څه به درته څرگندسي .
دريم : په افغانستان کي بهرني ځواکونه هم کله ناکله خبرنگاران  دخپلو کړنو په مقابل کي گواښ بولي اونه غواړي  ژورناليستان پدې  ياهغه تيروتنه خبر سي .تاسوئي ونۍ چي په اوسنيو شرايطو کي ژورناليستان داسي مسايل راسپړې  چي دولتونه اويادولتي چاروکي نه غواړي  په هغونورخلک خبر سي . ډير زيات  وخت داي پېښه شوېده چي دڅارگريو ادارې له خبرنگارانواوژورناليستان څخه معلوماتونه ترلاسه کړي ،اويا خبرنگار داسي يو معلومات  راسپړی چي دڅارگری  ادارې لپاره په هغه باندي پوهېدل ډير وخت نسي اوياکله هم ناشونۍ وي  . داعلت دی چي دڅارگرۍ ادادرې تلاښ کوي په ژورناليستانو اوخبرنگارنوکي خپل سړې ولري  . په افغانستان  کي داوسنيو جرياناتو اوڅواړخيزو تيروتنوپه وړاندي همدا يو څودگوتوپه شمير ژورناليستان  ،خبرنگاران اوليکوال  ولا دي ،دانور (سياسي دلي ،تنظيمونه ،جبهې اونهادونه ) يوازي هغه وخت ږغ پورته کوي چي ددوي پکښي گټه وي اويا غواړي پدې يا هغه مسله کي ځان مطرح کړي یعني هغه دچا خبره  دبازار په نرخ ډوډۍ خوري .
ځکه نوبايد بهرنی موسسې  دخپلو ټولو کارمندانو اوپه ځانگړې توگه دژورناليستانو اوخبرنگارانو امنيت ساتلوته جدي پاملرنه وکړی . پسله هغه چې روحانی  تنهاپدې خاطر چي  له بې بې سي سره همکاری لرل څوځله دمخالفينو لخوا گواښول شوی دي ،بيانو ولي دهغه امنيت  ساتلوته پاملرنه نه کېدل؟ . دهغه دمرگ داستان چي ډيرگډوډ اوسوالونو راپيداکونکۍ دی ،دډيرولپاره پدي خبره نده معما چي چا ئي  دوژنې پړه پر غاړه نده اخيستې،هر څوک پدې پوهېږي  داځوان ژورناليست اوخبرنگارچا اودکومي گناه په خاطر په شهادت ورساوه؟ دامعما نده بلکه معما داده چي پسله دومره گواښونو بيا هم  يوه ټوله  شپه اوکرئ ورځ هغه لادرکه و،دبې بې سي راډيودخپلو ټولو بې پايه امکاناتوپه لرولوسره پداسي حال کي چ تر اوه زره زيات انگليسي پوځ هلته پروت دي  دهغه سالمه پلټنه ونکړه دوي هغه وخت خبر سول کله چي يو ځوان  داحمد بارکزی  په نوم دوي ته په تلفون کي داسي  وايي : ستاسو د خبرونو دڅانګې تکړه خبريال عبد الصمد روحاني تېره ورځ ورک شوی و ، د هغه مړی دلښکرګاه او چانجير سيمو ترمينځ د بولان د هديرسره نژدې د نويو نمرو په ودانيو کې پروت دی ، خپلوانو ته يي خبر ورکړی . احمد بارکزى – لښکرگاه، افغانستان
دخبره مادبې بې سي دهغې پاڼې راخيستې چي دروحاني په وياړ پرانيستل شوې ده .
دغه ليک ددې ښکارندوي دی چي بي بي سي راډيواداره  له خپلو خبرنگارانوسره دومداره اړېکي نلري . پداسي حل کي چي دافغانستان په شرايطو کي دبي بي سي په شان دزياتو امکاناتو لرونکې راډيو هره لحظه بايددخپل همکارانو له ژوند څخه خبره وي اوهم ئي دعاجلو ناوړه پيښوپه وخت کي داسي تخنيکی  امکانات ورته برابر کړی وي  تر څو وکولاي شي په عاجله توگه  وچاته دځان په هکله دځاني خطرسگنال ولېږلاي شي . دجگړې په شرايطوکښې  دخبرنگارانوساتنه اوددې لپاره  چي ضايع نشي هغوي تر تخنيکی کنترول لاندي نيول ډيره اړينه خبره ده .غير له هغه به هيڅوک زړه ښه نکړی چې له بهرنيو او دولتي راډيو گانواوخبري رسنيو سره کاروکړی . له همدې  امله  که دارواښاد روحاني په شهادت رسول دافغان دولت دمخالفينولپاره دپاريس  کنفرانس ته ډالی وه، نودبې بې سي راډيو نړيوالي ادارې  لخوا دخپلوکارمندانوسره داډول سطحي برخورد هم ډير افغانان مايوسه کړه .
په بې بې سي  په هغه ځانگړې پاڼه کي چي شهيد روحاني صاحب ته ډالی شوېده دروحاني صاحب دهمکارانو دځينو ليکل شوو خاطروڅخه دروحاني صاحب دمرگ اوپه شهادت رسولوپلان دپلي کېدو په اړوند چي  په ماهرانه  ډول ترسره شواوله وړاندې ورته پلان جوړ شوى و دمختلف نظرونوله ويلونه وروسته  له ډيروسره دا سوال پيدا کېږی چې روحانی له کوره ايستل شوی اوکه له بل کوم ځاي نه تښتول شوی دی ؟؟؟
متاسفانه يوځاي هم دهغه دمړينې  په اړوند دقيق اوکره معلومات نشته ،اونه هم چادامسله چې روحاني څنگه په شهادت ورسېد،اوله کومه ځايه قتل گاه  ته بيول شوی  روښانه کړېده . يوازي دخواخوږی په پيغامو اوليکنو کي پدې هکله لږ څه ليکل شوی اوهغه هم مختلف دي .له همدې امله دلوستونکو سره سوال دی چې روحاني له کومه ځايه برمته  شوی ،څنگه اودچالخوا په شهادت ورسېد؟؟؟
دبېلگې په توگه دافغانستان دکورنيو چارو وزارت وايي  : دغه وژنه ماهرانه ترسره شوې او ښه له وړاندې ورته پلان جوړ شوى دى . همداډول دحاجي حبيب الرحمن ابراهيمي  په نامه يو څوک بيا په خپله خاطره کي ليکې : ديکشنبې په ورځ چې زه دکابل دامنيه قوماندانۍ څخه راووتلم نو داسوشيتيت پريس خبريال اميرشاه راته ټليفون وکړ چې ستاسو همکار په هلمند کې تښتول شوى، زه له دې پېښې نه وم خبر،ماورته ويل چې زه دفتر ته نيږدې يم اوپوښتنه به وکړم اوبيا به درته ووايم ، ما له خپلو ملګرو پوښتنه وکړه اودوي راته ويل چې روحاني تير مازديګر له کوره وتلى اوتراوسه يې درک نه دي معلوم .  سم معلومات يې رانه کړل چې ما اميرشاه ته اطمينان ورکړى واي درې ساعته لاتير نه وو چې تير مازديګر يوناڅاپه په دفتر کې غږ شو چې دروحاني جسد پيداشونو زما پرسترګو توره شپه اوداوښکوبارن شو.
مگر دپژواک خبري ژانس  يوهمکار جاويد هميم ، د ځوانيمرګ روحاني ملګرى او ايديتر چي په کابل کښي کارکوي بيا داډول ليکی : زموږ د کندهار خبريال بشير احمد نادم راته زنګ وواهه، چې زموږ د هلمند ازاد خبريال عبدالصمد روحاني له پرون راهيسې نادرکه دى ، ورور يې راته زنګ وهلى و، چې پژواک خو به کومې ولسوالۍ ته نه وي لېږلى  . دنادم  دغه پيغام مې ډېر ژر د پژواک له رييس دانش کړوخېل سره شريک کړ،هغه هم اندېښمن شو، ژرمودهغه د ورور او د هلمند داطلاعاتو او کولتور د رييس جان ګل خان چې د روحاني له نږدې ملګرو څخه و، ټېلېفون نمرې پيدا کړې او دانش صاحب ورسره په تماس کې شو. د مازيګر ۵ بجې او ۳۴دقيقې وې چې له کندهاره بيا دنادم ټېلېفون راغى (( هميم صاحب روحاني په شهادت رسول شوى .)) مگر دوي پدې هکله چي ولي روحاني لادرکه شو ،هيڅ ندي کړی يوازي ئي دهغه د ورور اودهلمند داطلاعاتو او کولتور د رييس جان ګل خان ته دد لپاره چي ددې خبري سپيناوی وکړی  په تليفون اکتفا کړېده ،اوداهم دوهمه ورځ چي دوي خبرېږي . افسوس !
په يوبل خبرکي بيا داسي راغلی :د پژواک خبري اژانس اودBBC راډيو سيمه يز خبريال عبدالصمد(روحاني) د روان کال دغبرګولي په ۱۸ نېټه مازديګر دناڅرګندو وسله والو له لورې تښتول شوی و چې د غبرګولي په ۱۹ نېټه یې مړې په داسې حال کې دهلمند پلازمينې لښکرګاه ته څيرمه وموندل شو چې په ټټر درې ډزه ویشتل شوی و. عبدالصمد روحاني دجوزاپه ۱۸  د هلمند له ګرشک سیمې څخه وتښتول شو او بیا یې دجوزاپر ۱۹ مړی دبولان هدیرې ته نژدې وموندل شو. 
دلراوبر ويب پاڼه پدې هکله خبر داسي نشروی :له هلمند څخه ازاد خبريال عزيز الله شفيع لراوبرويبپاڼي ته په يو تليفوني تماس کښي د نوموړي دکورنۍ له خولې وويل چي : نوموړی پرون د نامعلومو کسانو له خوا دکورڅخه و ايستل سو او جسد يې نن د هلمند په بولان کښي موندل سوئ دئ .عزيز الله شفيع زياته کړه چي دنوموړی پر سر په ۳ مرميو په داسي حال کي ويشتل سوی دی چي پښې اولاسونه يې ورته تړل سوي وو،نوموړی وايي چي دځوانيمرګ روحاني جسديې مخي ته پروت دی اودوی هيڅ نه پو هيږي  چي داکاربه دچا له خوا ترسره سوئ وي ؟ دا معنا چي ځوانانودهغه مړئ پيداکړی ،ځکه  دوي پسي گرځېدل ،دولتي ادارې هم دهمدي ځوانانولخوا خبري   اودبې بې سي اداره پسله څوساعتوچي مړی دولتي چارواکي له هغه ځايه اخلي خبرېږي .
دبې بې سي راډيو په پښتو ويب پاڼه کي  دجون په ۸ مه دروحاني دمرگ خبر پدې بڼه خپورکړ : ارواښاد روحاني د شنبې په مازديگر د هلمند له مرکز لښکر گاه څخه لا درکه شو اوديکشنبې په مازديگر يې مړى د لښکر گاه په لوېديځ پنځه کيلومترۍ د بولان په هديره کې وموندل شو . لومړني رپوټونه وايي چې ارواښاد روحاني په ډز و ېشتل شوى او له نښو نښانو څخه داسې ښکاري چې تېره شپه دې وژل شوى وي .تر اوسه د نوموړي د وژنې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې .خو ده وړاندې ويلي و،چې په بيا بيا ورته د نا معلوموکسانو لخوا دمرگ گواښونه شوي . که هرڅوک داخبر دقيق اوپه سړه سينه ولولي پوهېږي  چي دا اداره دخپلو کارمدانو په وړاندي څومره عادي برخورد کوی ؟ دوي دامني چي غه ته څو ځله دمرگ گواش شوی و،خودائي ندي ويلي چې دوي پدې هکله څه کړی ؟اوولی ئې دهغه دژونددژغورلولپاره احتياطی تدابير نه وه نيولي ؟
دبې بې سي راډيو پياوړی ژورناليست ايمل پسرلۍ صاحب  هم ليکی : . . . د ٢٠٠٦ کال دوبى و . په لښکرگاه کې يې کور ته وسله وال کسان ورغلي و . دى په کور نه و . ښځمنو وسله والو کسانو ته ويلي وو چې روحاني نشته . دهغوى زړۀ ته نه لويدل چې زړۀ ور روحاني به ولې په کور نه وي . روحاني رښتيا په کور نه و . کابل ته راغلى و . ما په يوه او بله پلمه ايساراوۀ . دۀ ويل کور ته ځم . (( په کابل کې څه نه کيږي غواړم کار وکړم . ))
په لښکر گاه کي د روحاني نيږدي ملګري عزيز احمد تسل  دخداي بخښلي  عبدالصمد روحاني  دمړينه داسي انځوروي : ارواښاد دغبرګولي په اتلسمه نيټه د لښكرګاه ښار دزړه نه  تري تم شو، دځواني مر ګ ګناه  يواځي دا وه چي په هلمند كې يي د بې ٰبي سي خبريالي كوله ، مرحم  مازديګر د انګريزي ژبي زدكړي كورس ته تللي وو خو كله چي د كورس نه كورته ستنيږي د خپلې سپنې كورولا موټر سره يو ځاي لا دركه شوي وو،ټوله شپه يې كورنۍ په تمه وه چي  اوس به راشي اوس به راشي خو د روحاني دمرګ ملايكه لا ده وخته   راغلي وه  شپه تيره شوه سهار شو  چې لا يي درك معالوم نه شو په دغه ور ځ به چې دروحاني هر ملګري دده دتليفون شمير ه ډايل كړه  دهغه لوري ځواب به داو(( دغه لمبرچي تاسو داير كړي داوس لپاره لاس رسي نه ورته كيږي.))
كرۍ ورځ د روحاني په لټه كې وو هغه ووچې ويرجن مازيګر  پيل شو ا و په همدغه ور ځ پنځه بجې د مرحم مړي  دلښكرګانه  نيږدي يو كليو متر اخواته دبولان دسيمي په يوه هديره كې ومندل شو .ساه يي ختلي وو خو لا يي نرى  ډنګر لاسونه كلك تړلي وو   پښي يي لاهم  تړي وي ددغه وحشي انسانانو  په زړه كې درحم ټوټه هم نه وو هر څومره زورونه   چې  يي وهلي وو ځكه مرګ ريښتا سړي بيره وي  خو لا يې پښې نه ووې خلاصې شووې د نازكو لنګيو پوستكې ېي اوښتې وو، ددغه ځاي د انځو ر له مخي  چې دخداي بخښلي مړ جسد پكې پروت وو په دغه ځاي كې غيرتمن روحاني دډبرزړو اوبې رحمه انسانانو سره شايد ډير ې خبري كړي وي  ځكه  شاخوا ورته د شپږو سګريټو څوي پلتر پراته وو  داسي معالوميدل چي د زياتي ناستي نه پس يي   دده په ككري كې  څلور مرمي كاركړي وي  غاړه يي هم  ورته ټپې كړي وه خداي خبر چي هغه يي په څه شي وهلي وو .
دپورته په تفصيل ليکلو نه مي موخه له چاسره ددعوې پيل ندی،يوازي غواړم دولتي چارواکي  اوبهرنئ موسيسې پدې پوه کړم چي که تاسو زموږ دهيواد له نخبه ځوانانوسره چي په دولتي اوبهرنيومطبو عاتي اونوروموسيسو کي کارکوي دا ډول  بې مسوليته چلند کوی ښه به داوي چي دوي له تاسو سره له کارنه لاس واخلي . ټولي هغه بهرنۍ مطبوعاتي موسيسې ،راډيوگاني اوټلويزيونونه چي په افغانستان  کي ئې افغان ژورناليستان اوخبرنگاران  استخدام کړی  بايد دهغوي دامنيت  اوساتنې مسوليت پرغاړه لري اوداوسنيو تخنيکي امکاناتوڅخه په استفادې سره بايد له هغوي سره هرساعته اودوامدار اړيکي موجودې وي اوهمدا دول دوي بايد پداسي وسايلو سمبال شي تر څودخطر دمتوجه کېدوپه وخت کي امنيتی ارگانوته خبر عاجل خبر ورکړاي سي .
له ټولو وطنپرستو روڼ اندو ،ژورناليستانو ،خبرنگارانو اوسياسي څېړونکو نه مي هيله داده چي دوي خپل ژوند اودځان امنيت ته جدي پاملرنه وکړی .دافغانستان لپاره پدې لعنتي شرايطو کښي چې بېړۍ په بحرکي توفاني شو ېده اوټول له يوه سره وارخطادي چې څه به پېښېږي ،تر څوچي دابېړۍ  دهمدې توفاني بحر دساحل غاړي ته رسېږي ،دداسي کسانو ژوندي پاته کېدل تر هر څه زمور لپاره مهم دي . پدي باور لرم چي يوه ورځ به  داکسان متوجه شي چي ترڅودبل نوکر اودبل په هدايت  خپل دوطندار وژنواوهيوادورانولوته دوام ورکړی ؟ اخير دوي هم بايد سوچ وکړی، اوپدي  بايد ټولي سياسي اوتنظيمي  لي پوه شي چې دوسلې داستعمال په زورحکومت ترلاسه کول اوپر افغان ولس حکومت کول ناشونۍ کاردی .
غواړم ديوه هيوادوال پدې خبرودادغم داستان پاي ته ورسوم ، چي وايي : ترکله به موږ افغانان په لمبوکې سوځو؟ ترکله به موږ بې وزلي اوجهالت ګالو؟موږ افغانان به کله هوښيارېږو؟ .ترکله به د ټوپک په شپېلۍ خپلې وينې تويوو؟ د وطن دا عاقل دوښمنان به  تر کله ځوانان وژني  او تر کله به مېندې دغم په ټغرکېنوي ؟
دې خدای لپاره خپل وطن مه ورانوئ .  ومن الله التوفيق