د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

”د کونسلګرۍ چارواکي له پښتو او پښتنو سره کرکه لري

هالنډ افغاني کلتوري ټولنه 11.06.2008 23:40

د 2008 م کال د جون مياشتې له 8 نېټې تر 11 نېټې پورې، د افغانستان ټولواک ښاغلی حامد کرزي نيدرلند ته رسمي سفر کړی ؤ او د نيدرلند له لوړپوړو چارواکو او د نيدرلند له ملکې بياترېکس سره يې رسمې ليدنې کتنې تر سره کړې. داسې ويل کېدل، چې ښاغلی حامد کرزی به په بهر کې له هالند-مېشتو افغانانو سره هم وګوري، خو له خواشيني سره باید ياده شي، چې د افغانستان ستميانو د افغانستان په ټولو چارو کې لکه چنګاښدانه رېښې ځغلولې دي او له افغانستان او افغانانو سره په هر ډول چې وي خپله کرکه څرګندوي، خپل مضريت تر سره کوي او د افغانستان غميزه تلپاتې کوي.

په نيدرلند کې د افغانستان کونسلګري هم د ستميانو په يو تبليغاتي او سازماني مرکز اوښتی دی، چې د افغانستان او پښتنو په اړه منحرف او درواغجن پروپاګند کوي، چې د حامد کرزي پټ راتګ او په پټه تګ د دغو مغرضو چارواکو کړو ته په نېغه ښودنه کوي. د افغانستان کونسلګري په نيدرلند کې په تنظيمي لومو کې ښکېل دی، چې نه د افغانستان استازيتوب کوي او نه هم د کرزي د دولت. دلته په نيدرلند کې د افغانستان د کونسلګرۍ چارواکي د ملي جبهې وفادار غړي دي، د افغانستان او سولې دوښمنان دي او په لوی لاس پښتو، پښتانه او افغاني هويت تخريبوي او بهرنيو ته افغاني-ضد سپارښتونه کوي.

په نيدرلند کې د افغانستان کونسلګري د نيدرلند له پوليسو سره نېغې اړيکي لري او د افغانانو په اړه له کينې او ضرره ډک مالومات ورکوي او د افغانانو په حقوقي ستونځو کې له افغانانو نه دفاع نه کوي، مګر هڅه کوي چې افغانان په ستونځو کې ښکېل شي او يا په زور له هالنده واېستل شي. د کونسلګرۍ چارواکي په بډو اخيستلو اخته دي او د پيسو په بدل کې حتی بهرنيو وګړو باندې هم افغاني پاسپورتونه خرڅوي. په کونسلګري کې يې ګڼ شمېر چاپي رسمي پاڼې يوازې په فارسي جوړې کړې دي، چې له پښتو سره نېغه تربګني ده. دغه فارسي پاڼې چې لګښت به يې له 10 سېنټو ډېرې نه وي مګر د سلهاوو اېورو په بدل کې په افغانانو پلورل کېږي، چې افغاني رسمي پاڼې د نيدرلند د بهرنيو چارو د وزارت د رسمي پاڼو په پرتله څو ځله ګرانې دي او دا هم جوته نه ده چې دغه پيسې چېرې ځي او د چا جېب ته لوېږي.

په بهر کې د ديپلوماتيکو موسسو دنده ده چې د خپل هېواد کلتوري او ملي ورځې ولمانځي، چې د افغانستان له کلتور او تاريخه نور بهرني هېوادونه خبر کړي، چې دغه هېوادونه د يو او بل په کلتوري ارزښتونو خبر شي، خو په نيدرلند کې د افغانستان کونسلګري يوازې د جمعيت ګوند پېژني او د احمد شاه مسعود د مړينې ورځ، چې د جمعيت يادون او د مسعود د مړينې د ورځ لمانځل د دوی بنسټيزې هڅې دې، چې دغه پېښې د رباني- مسعود د واکمني ناورين ته ښودنه کوي او په هېوادپالو افغانانو کې زاړه غمونه تازه کوي او د خلکو په پرهارونو لکه د مالګې شنل ګڼل کېږي او افغانانو ته روحي او رواني تکليفونه پيدا کوي.

په نيدرلند کې د افغانستان په کونسلګري کې د پښتوويل خو د زغم وړ نه دی، مګر پښتو ليکل بيا کفر ګڼل کېږي، چې ډېر خلک په وار وار د خپلو ستونځو د حلولو لپاره کونسلګرۍ ته ځي، ځکه چې د هغوی پښتو غوښتليکونه نه منل کېږي او چې په فارسي ليکل شوی غوښتنليک يې ومنل شي، نو د فارسي په املا او انشا بيا ځورول کېږي، پرته له دې اړ دی چې د کونسلګرۍ چارواکي ته په سلهاوو اېورو ورکړي، چې عريضه په فارسي ورته وليکي او يا هم پاڼه ورته ډکه کړي، نو درنو هېوادوالو د افغانستان کونسلګري په نيدرلند کې کومه ديپلوماتيکه مرجعه نه بلکې د سوداګري يو مرکز دی.

په نيدرلند کې د افغانستان د کونسلګرۍ چارواکي له پښتو او پښتنو سره کرکه لري او موږ هم له دوی سره کرکه لرو، ځکه چې زموږ هويت او ژبه تخريبوي. له ښاغلي حامد کرزي سره د ليدلو په برخه کې هم د کونسلګرۍ ستميانو هڅه وکړه چې د افغانستان ريښتيني وګړي، پېژندل شوي اشخاص او په تېره بيا پښتانه له ښاغلي حامد کرزي سره ونه ګوري، خو دغه ليدنـــــې ته يې يــــــو شمېر غوړه مالان او د کونسلګرۍ اجنټان ورغوښتي ول، چې د قونسل او سفير ستاينه ورته وکړي او ستميان په دې وتوانېدل چې د دې مخنيوی وکړي، چې ښاغلی حامد کرزی د دوی له افغاني ضد کړنو او له افغانانو سره د دوی د ملي ضد چلند څخه خبر شي او په نيددرلند کې د افغانانو د ستونځو په اړه مالومات تر لاسه نه کړي.

په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه وړانديز کوي، چې د افغانستان لوستي خلک او پېژندل شوي اشخاص د په نيدرلند کې د ستميانو د کونسلګرۍ د نا جايزو او افغاني ضد هلو ځلو په اړه غبرګون وښيي او په نيدرلند کې د افغانستان د کونسلګرۍ د چارواکو له کړو خپل هېوادوال خبر کړي، چې د افغانستان په ديپلوماتيکو موسسؤ کې نوښت رامنځ ته شي او د پښتو او پښتنو سره کرکې ته د پای ټکی کېښودل شي، چې په افغانانو کې زغم ، ورورولي او يووالی رامنځ ته شي او افغاني ټولنيز ژوند پياوړې شي.

په درنښت