د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلمن مجلې پرله پسې شپږمه ګڼه چاپ شوه

بلال شينوارى 11.06.2008 19:39


د (( لمن)) ادبي، كلتوري مهالنۍ مجلې پرله پسې شپږمه ګڼه په ښكلي ډيزاين، او رنګه پښتۍ له چاپ راووته .
په دغه تازه ګڼه کې دلوستونکودعلاقې وړ بېلابېل ادبي اوکلتوري موضوعات خپاره شوي دي.
په لمن كې د ښاغلو محمد عارف غروال،عبدالغفورلېوال،میرویس جلالزي ، نذیراحمدسهار ،حیات الله ګهیځ، او داسې نورو ليكنې راغلي دي.
د(( لمن)) د امتياز څښتن او مسول مدير فضل غني حقمل او مرستيال يې محمد آصف شينوارى دى.
لمن په ۱۲مخونوکې له کابل څخه خپرېږي اولوستونکي کولای شي دغه مجله دانټرنټ له لارې هم وګوري .
درانه ليکوال او لوستونکي کولاى شي چې په (( لمن)) کې د خپلو ليکنو او مطالبو د خپرېدو لپاره په لاندې پته اړیکې ټینګې کړي :
برېښناليك:
laman_kabul@yahoo.com
وېب پاڼه :
www.tolafghan.com/laman