د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شهید عبدالصمد روحانی په یاد غونډه

د افغانستان ټول ژورنالستان 11.06.2008 19:08

انا لله و انا الیه راجعون

وخت: پنجشنبه، د سهار له ٩:٠٠ څخه تر ١١:٠٠ بجور پورې، د جوزا ٢٤مه.

ځاى: کابل ښار، زرنګار پارک


د افغانستان ټولې رسنۍ و د هغوى کارکوونکي، د مدني ټولنې موسسې او د هغوى غړي، فرهنګيان، فرهنګپال، د افغانستان پارلمان او روڼ اندي غواړي چې د ارواښاد عبدالصمد روحاني د درناوي په خاطر د پنجشنبه ورځ د سهار له ٩ بجو څخه تر ١١ بجو پورې په کابل ښار زرنګار پارک کې راغونډ شي، ارواښاد ته دعا وکړي، له عکسونو او انځورونو سره يې د ګلو ګډۍ کېږي.

له ټولو دوستانو او مينه والو څخه هيله کېږي چې په دغو مراسمو کې برخه واخلي، ارواښاد ته د دعا لاس پورته کړي او په دې توګه د عبدالصمد روحاني وژل وغندي.

له ټولو راډیو ګانو، ټلویزیونو، او کیبلي شبکو څخه هیله کېږي چې په دې اړه د پنجشنبي په ورځ په ۵ بجو د ۲ دقیقو لپاره خپلي خپروني ودروي او د شهید روحاني له کورنۍ او د ژورنالستانو سره خپله همغږۍ وښیی.

همدارنګه له ټولو چاپي خپرونو څخه هیله کوي چې د شنبي په ورځ د خپل اخبار یو مخ تور او یا د ورباندی د شهید روحاني تصویر خپور کړي.  انټرنیټ پاڼو څخه هم هیله کېږي چې خپل لومړي تور او په دغه ډول دغه عمل و غندي.

له ټولو رسنیو څخه هیله کېږي چې دغه اعلامیه او خبرتیا په خپلو راډیو ګانو، ټلویزیونونو، او خپرونو کې نشر ته وسپاري ترڅو د افغانستان ولس خبر او دغه ناځوانمردانه عمل وغندي.

بلوونکی:
د افغانستان ټول ژورنالستان، لیکوالان، د مدني ټولني بنسټونه، د افغانستان پارلمان او د شهید روحاني ملګری او دوستان