د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بې تورې او بې ډاله انسان

بې تورې او بې ډاله انسان 10.06.2008 15:07

شك نه شته چې ژورناليست يو فرد دى ،خو كار يې ټولنيز دى،كله چې د ټولنې ياټولنيز نوم اخيستل كيږي نو طبعي ده چې دلته به خبره په ټولنه او د هغې په وګړو پورې تړاو پيدا كوي،هغه انسان چې له ټولنې او خلكو ګوښه وي په حقيقت كې يا ډېر عالي انسان دى او يا هم د ټولنې له پاره تر ټولو مضر انسان دى،مګر داسې انسان چې له يوې خوا د خلكو د هيلو هېنداره وي او له بلې خوا خپل ځان د همدې خلكو د هيلو په هېنداره كې لټوي د ټولنې تر ټولو غوره انسان دى،ژورناليست همدا ډول انسان ته وايي چې له يوې خوا خپل ځان له ټولنې نه شي بيلولى او له بلې خوا د خلكو د هيلو،غوښتنو او اړتياوو ژباړن وي،دا كوم ډول ځواك نه لري چې د ضرورت پر وخت كې ترې استفاده وكړي مګر هغه څه چې دده وسله او ځواك دى هغه يوازې قلم او مايك دي،ژورناليست يو داسې انسان ده چې د مظلوم او ظالم ترمنځ د حساب وركونې زمينه برابروي،ژورناليست د خلكو او دولت ترمنځ د روابطود ساتلو د يو پل حيثيت لري.
دا بې تورې او بې وسلې انسان د هر انسان په درد شريك دى همدا لامل دى چې په ټولنه كې د يو منلي او ټولنيز انسان په عنوان ژوند كوي،خو شته داسې كسان چې دا بې وسلې انسان د ټوپكو په مرميو وژني،ګناه يې داده چې د مظلوم د زړه غږ را پورته كوي او د ظالم له كړنو پرده پورته كوي،په ډېرې خواشينۍ سره مو واوريدل چې د بي بي سي راډيو خبريال ځوان،متدين،په دين ،خاوره او اولس مين صمد روحاني په ډېره بې رحمۍ سره په شهادت ورسول شو،د ارواښاد روحاني په زړه كې پرته د اسلامي،ملي او وجداني مينې او جذبې بل څه نه وو پراته ،نه چا د هغه ددې اسلامي او ملي جذبو درناوى وكړ او نه هم چا هغه ته د يو بې پارې انسان په سترګه وكتل ،برخلاف يې دده په سينه كې پراته ايماني او ملي جذبه په مردكيو شهيده كړه،نوموړي خو كومې وسلوالې ډلې نه درلودې او نه هم يو داسې څوك وو چې د نورو ګټو ته خنډ او مانع وو،هغه د يو انسان ،مسلمان او افغان په عنوان د خلكو او خاورې خدمت په ځان پور ګاڼه،خو دده د دا ډول احساساتو ځواب يوازې او يوازې د ټوپك په ګولو وركړ شو،ايا دې خلكو چې دده و ژنې طرحه يې جوړه كړي وه دده د بوډۍ مور ،دده مينې او عاطفې ته سترګې په لار لور او دده هغه ميرمنې چې له ده پرته يې بل چاته د اميدونو او هيلوسترګې نه اوښتې په پام كې نيولي وې،اوس به څوك د هغې كوچنى لور ته دده مينه او عاطفه وركړي ،اوس به څوك دده بوډۍ مورته دده ناز او درنښت وركړي او اوس به څوك دده درنې ميرمنې د وير او درد له ټغر څخه را پورته كړي،تاسو يوازې روحاني نه بلكې د هغې بوډۍ مور،دهغې ماشومه او معصومه لور او د هغې ميرمنې وژلي ،نه پوهيږم چې په دې سينو كې اوسپنې پراتې دي او كه د غوښې زړونه،دا لوى او عظيم جنايت چې هر چا ترسره كړى وي د بخښلو وړ نه دى،نو همدې ټكي ته په پام سره لازم دادي چې عاملين يې ژر تر ژره پيدا او دخپل عمل په سزا ورسيږي،پوهيږم چې د ارواښاد روحاني په شهادت سره د هغه لارويان دا لار نه خوشي كوي او په دې لار كې به هرومرو دا ډول سرښندنې او قربانى وركوي،خو هغه څه چې انسان زوروي له يوې خوا ددې بې تورې او بې ډاله انسان په بې رحمۍ سره په شهادت رسول دي او له بلې خوا د نوموړي تر شاه د خپلې معصومي لور،بوډۍ مور خو دده له پاره د نړۍ تر هر شي لوړه هستي او دده د درنو ميرمنو پاتي كيدل دي،مونږ د لوى څښتن (ج) په لوى دربار كې لاسونه لپه كوو چې اې لويه خدايه ته ددې لوى او سپيڅلي انسان روح ته په جنت الفردوس كې ځاى وركړې دده بوډۍ مور كومه چې دده په مينه ژوندۍ وه او دده درنې ميرمنې كومو چې دده په لورې د هيلو او اميدونو سترګې نيولي وې د جميل صبر په درملو تداوي كړې او دده بې وروره لور دملالې په څېر ددې هيواد له پاره د وياړ شمله وګرځوې.امين يارب العلمين،روح يې ښاد او بركت يې په نورو.

د همدې دعا دقبليدو په هيله ،