د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلمن ادبي،کلتوري مجلې دخواشینۍ پیغام

بلال شينوارى 10.06.2008 12:47


ځیني وخت انسان نشي کولای دیوچا دژوندانه ټول اړخونه اوکړه وړه په یوځل بیان اوخلکوته ښکاره کړي.عبدالصمدروحاني هم یوله همداسې کسانوڅخه ؤچې سړی نشي کولای په یووار دهغه ټول خویونه اوټولې ځانګړنې وستايي ،په هرحال روحاني یوزړور،باتور،اودټولو انساني اصولوپابند ځوان ؤ،دهغه مړینه دټول پښتون ولس اوبیادرسنیوپه ډګرکې یوه ستر ضایعه.خدای خبرولې داسلام اوبشریت دښمنانوپداسې یوتنکي ځوان خپل زړونه تش کړل چې تراوسه یې هیچاته هم په بدنظرنه وکتلي بلکه تل یې دخپل هېواداوخپلوخلکو دخدمت لپاره مټې رابډ وهلې وې.اوس پکار ده چې افغان دولت اوپه افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه ددغې پېښې به اړه جدي پلټنې وکړي اوتورن کسان دقانون منګلوته وسپاري.
دلمن ادبي،کلتوري مجلې مشرتابه دمرحوم روحاني له کورنۍ اوخپلوانوسره پدغه غم کې ځان شریک بولي اوارواښادته دلوی خدای (ج) له دربارڅخه دمغفرت اوجنت غوښتنه کوي.الله پاک دې دارواښادکورنۍ له نوروغمونوڅخه وساتي.
انالله واناالیه راجعون
دلمن ادبي،کلتوي مجلې اداره