د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د خواخوږي کلتوري ټولنې د خواشينۍ پيغام

دخواخوږي ادبي او کلتوري ټولنې مشر 10.06.2008 01:14

په ډېرخفګان سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د بي بي سي راډيو او پژواک خبري اژانس خبريال، ليکوال او شاعر ښآغلى عبدالصمد روحاني د هېواد دمعنوي او مادي دښمنانو له لاسه په ګوليو، غلبېل، غلبېل شويدى.

د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولنې ټول غړي د نوموړي وژنه په کلکه غندي او د پېښې عاملين دهېواد او هېوادوالو دښمنان بولي.

همداشان دارواښآد روحاني کورنۍ، خپلوانو، دوستانو، اړوندو ادارو او نورو خواخوږيو سره په دغه ستر غم کې ځانونه شريک بولي او نوموړي ته دلوى څښتن (ج)له دربار څخه فردوس جنت او قاتلين يې په دې نړۍ او هغې نړۍ مختوري غواړي. همدغسې د ارواښاد کورنۍ ته د جميل صبر غوښتونکي دي.


دخواخوږي ادبي او کلتوري ټولنې مشر
الحاج غرزى خواخوږى