په بلجيم کې د افغانانو کلتوري بهير د خواشينۍ پيغام
10.06.2008 00:11دځوانیمرګ شهیدعبدالصمدروحانی دشهادت لامله په بلجیم هیوادکی دافغانانوکلتوری بهیر دخواشینۍ پیغام
په ډیری خواشینۍ مو خبرترلاسه کړ چه په وطن مین ځوان اوخواریکښ خبریال عبدالصمد روحانی دافغانیت ، اسلامیت اوانسانیت ددښمنانو لخوا په شهادت ورسید .دده شهادت ټول افغان ولس دغم پر ټغر کښیناوه. قالوانالله واناالیه راجعون
پرون د2008 کال دجون دمیاشتی نهمه نیټه په بلجیم هیوادکی افغان ادبی بهیرمشرتابه جرګې ددی هیوادپه پلازمېنه ـ بروسل ښارکی خپله بیړنۍ غونډه وکړه.
دې غونډې ته دبرو پښتنو ځینی کلتوری څېرې اوکلتورپال هم رابلل شوی وه.
دغونډې لومړۍ برخه شهیدروحانی ته ځانګړې شوې وه . چه په ترڅ کې یی دخدایبخښلی ناځوانه وژنه وغندل شوه اویادونه وشوه چه دروحانی شهید نشتوالۍ به دهیواددخبریالۍ په برخه کې تلپاتې تشه رامنځته کړی ، ځکه ده داسې سترې ځانګړنې درلودلې چه له نورو یی توپیراوه.دده په ځانګړنوکې یی دخبرلنډوالۍ ، دخبر صحت، دخبرپوره والۍ ، دخبرپرخپل وخت لیږد ،دخبردپوهیدولوړه کچه او ترټولوعلاوه په خبرکې دده بې پرېوالۍ یادولی شو. دده بله ځانګړنه دده زړورتیا وه چه په هرډول ګرانواوسختو امنیتی حالاتوکې به دپیښې په ځای کې حاضراوپه امانتدارۍ سره به یی رپوټونه برابرول. ددې په څنګ کې دښو ټولنیزو اخلاقوخاونداوډیربی آزاره اوبیضرره انسان وو.هغه دده خپله خبرچه مچ به یی لاهم نه وی آزارکړۍ ، خوپه ډیر افسوس چه دانسانیت غلیمانوونه شوزغملای اوپه ډیره ناځوانۍ سره یی په شهادت وروساوه اوټول ولس یی بی روحانی کړ.
په بلجیم کې دافغان کلتوری بهیرټول غړی اومېشت افغانان پداسې حال کې چه دلوی څښتن (ج) څخه شهیدعبدالصمدروحانی تهدفردوس جنت غوښتنه کوی ، پدې سترغم کې ځانونه دشهیدروحانی ددرنې کورنۍ اوټولو وطنوالوسره شریک ګڼی او دوی ټولوته دجمیل صبراوزغم غوښتنه کوی.
همدارنګه له افغان دولت څخه په کلکه غوښتنه کوو چه ددې سترشهیددشهادت دعاملینوپه موندنه کی خپل ټول امکانات پکارواچوی که نه نوډیرې پوښتنې به راوزیږوی.
همدارنګه لدی وروسته دې هرکال دغه د جوزا نولسمه نیټه په هیوادکې دآزادواورښتینوژورنالستانوسره دزورزیاتی دتورې ورځې په توګه ددولت په کچه یادونه وشی.
روح دی ښاداودښمنان دی مختوری وی.
په افغانی درنښت
په بلجیم کی دافغانانوکلتوری بهیر مشرتابه جرګه
دمشرتابه جرګې په استازیتوت
پوهنیارسیدحضرت
بروسل ښار ـ بلجیم