د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دځوانیمرګ روحاني په ویرڅوکرښې!

بلال شينوارى 09.06.2008 19:28

دیکشنبې ورځ وه چې خپل ګران دوست فضل غني حقمل راته دعبدالصمد روحاني دوژل کیدو وویل. خدای شته ډېر ورباندی ودردیدم که څه هم ما له عبدالصمد روحانی سره له نږدې نه پېژندل خوهغه یو ډیرتکړه اوزړور ژورنالیست وه.
زه نه پوهیږم چې دانسان اوبشریت دښمنانوولې ځوانمیرګ روحاني داسې په ګولیو غلبیل غلبیل کړ پداسې حال کې چې هغه نه له چاسره کومه شخصي دښمني درلوده اونه یې چاته دخپل سپېڅلي قلم په څوکه زیان رسولی وه.
په هرصورت زه دمرحوم روحاني له کورنی اوخپلوانو سره پدغه غم کې ځان شریک بولم اوهغه ته دلوی خدای له دربارڅخه دجنت غوښتنه کوم.
دغه راز له دولت څخه هم زما غوښتنه داده چې د ځوانمیرګ روحاني دوژنې په اړه جدي پلټنې وکړي او تورن کسان دقانون منګلوته وسپاري.
په درنښت
مومن اکبرصدیق/کابل