د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښاغلي ((کمال)) بې کماله څرګندونې

ا. څرګندوى 09.06.2008 15:48
څو ورځې دمخه د پاکستان د سند ايالت د کراچۍ ښار ناظم اعلى (ښاروال) ښاغلي ((مصطفى کمال)) له يوې پاکستانۍ رسنۍ سره داسې څرګندونې وکړې چې هېڅکله هم له يوه متمدن او عاقل انسان سره نه ښايي. هغه ټول پښتانه (( ترهګر، مفسد، وحشي او د القاعدې غړي وبلل)) او څرګنده يې کړه چې ((دوى غواړي د پاکستان د کراچۍ ښار اشغال کړي)). ښاغلي کمال په دې ډول وغوښتل د کراچۍ پخواني تاوتريخوالي ته چې د ښار د بېلابېلو اوسېدونکو، سنديانو ، پښتنو، مهاجرو، بلوڅو او نورو قومي ډلو ترمنځ د ګڼو عواملو له امله وخت پر وخت پېښېده او لا پېښېږي، بله بڼه ورکړي او په دې ډول خپله بې کفايتي پټه کړي. ځينو فاشيستانو، متعصبو او بې کفايته واکمنو ته القاعده او طالبان داسې يوه وسيله ده چې هر وخت پرې خپله بې کفايتي پاکولاى شي. نو اوس چې د پاکستان په شان يوه بې ثباته او ګڼ قوميزه ټولنه کې هر فساد خپور شي، واکمن يې سمدلاسه له القاعدې او طالبانو سره وتړي، که څه هم دا فساد په ټولنه کې د سياسي او حکومتي ډلو د بې غوريو او يا هم د ځينو وسلوالو داړه مارانو له خوا رامنځته شوى وي، خو حکومت او ځينې مغرض اشخاص يې ژر طالبانو ته منسوب کړي، طالبان او القاعده هم تش په دې خاطر چې په مطبوعاتو کې يې سياسي او نظامي حضور مطرح شي پردي مړي پر ځان را اړوي او د هرې وړ او ناوړې پېښې مسئوليت پر غاړه اخلي، دا چې طالبان يا القاعده څه وايي او څه کوي دا د هغوى خپل کار دى خو دا چې ځينې اشخاص او ډلې يو بشپړ قوم او ملت په طالبانو او يا هم القاعدې پورې تړي دا خبره د غور،تامل، دقت او تحليل وړ ده، په تېره بيا دا چې پاکستاني چارواکي د خاصو غرضونو له مخې يوه مذهبي افراطي ډله په يو قوم پورې تړي او هغه ته يې منسوبوي دا نو بيا له هغه قوم سره يوه ډېره لويه جفا ده.
ټولو ته معلومه ده چې طالبان او القاعده چا راټوکولي، څه کوي او څه يې وکړل او چاته يې ډېر زيات زيان واړاوه؟ که عادلانه قضاوت وکړو طالبان او القاعده هغه ډله ده چې تر ټولو زيات زيان يې پښتنو ته واړاوه او اړوي يې، تراوسه طالبانو د لروبرو پښتنو د اولادونو پرمخ په سلګونو ښوونځي تړلي او که د دواړو غاړو پښتانه ماشومان حساب کړو نو لږ تر لږه دوه مليونه ماشومان د دوى له لاسه ښوونځيو ته نه شي تللاى، ايا دا دوستي ده؟ او دوستي همداسې وي؟ که دې تراژيدۍ ته څوک دوستي وايي، نو دا دوستي دې دوى ته مبارک وي او که څوک ورته دښمني وايي نو بيا خو دې دښمنۍ ته راودانګي او پښتنو سره دې له دې تراژيک حالته په راوتو کې مرسته وکړي. حقيقت دا دى چې د پښتنو پر وړاندې د سيمې د هېوادونو د ځينو خاصو کړيو او سياستوالو له خوا يوه ژوره توطيه روانه ده چې دا ډول څرګندونې ددې توطيې يوه برخه ده، له ښاغلي کمال څخه که وپوښتل شي چې د القاعدې زيات او مهم غړي تراوسه پورې چېرته نيول شوي دي؟ نو څه به ووايي؟. لږ تر لږه دې د پرويز مشرف ارقامو ته مراجعه وکړي، هغه په خپله اعتراف کوي چې موږ تراوسه پورې د القاعدې (٧٥٠) تنه مهم غړي امريکايانو ته په لاس ورکړي، دا به کمال صاحب ته معلومه وي چې ددې شمېر اکثره برخه، په کراچۍ، اسلام اباد، پېنډۍ، فيصل اباد او د پاکستان په نورو مهمو ښارونو کې نيول شوې او بيا پر امريکايانو پلورل شوي دي، دا چې دوى جنګ ولې په لروبرو پښتون مېشتو سيمو کې متمرکز کړى، دې کې د پښتنو د دښمنانو چل دى؛ هم به د پښتنو سيمه ورانه ويجاړه شي ، هم به د پښتنو سرونه غوڅ شي او هم به له نړيوالې ټولنې سره د ټکر له امله په نړۍ کې بدنام شي. عجيبه خبره خو داده چې جنګ د پښتنو په سيمه کې روان ساتل شوى خو د القاعدې د مشرتابه غړي بيا په ناپښتون مېشته لويو ښارونو کې نيول کېږي. له ښاغلي کمال څخه که وپوښتل شي چې رمزي يوسف، ابو زبيده، رمزي بن الشيبي، خالد شيخ محمد، ياسر الجزيرى، توفيق اتش خالد او د القاعدې نور په سلګونو مهم غړي چېرته نيول شوي او چېرې يې پر امريکايانو مړي او ژوندي پلورل شوي دي؟ نو دى به څه ووايي؟. که کمال صاحب کې واقعاً د عدالت کمال وي نو دې پوښتنو ته بايد سم ځواب ووايي.
ايا همدا پاکستان او د هغوى استخباراتي سازمانونه نه وو چې هم يې د طالبانو او القاعدې په جوړولو او ځواکمنۍ کې اساسي ونډه لرله او هم يې بيا د له منځه وړلو او کمزورۍ لپاره له امريکايانو سره لاس يو کړ او ډېره پانګه يې ترې ترلاسه کړه او يا بيا هم همدا کړۍ د طالبانو او القاعدې د تقويې لپاره کار نه کوي؟ له يوې خوا له امريکايانو پيسې اخلي او له بلې خوا ورته د طالبانو او القاعدې پواسطه جنګ ګرموي، جنګ يې هم په پښتنو سيمو کې متمرکز کړى چې ټول زيان يې همدې قوم ته واوړي. نو ښاغلى کمال صاحب! کوم جنګ او لوبه چې تاسو او ستاسو استخباراتي کړيو پيل کړې او ټول سود او ګټه يې تاسو ته درځي او زيان يې پښتنو ته، نو مهرباني وکړئ د ملامتۍ مسئوليت هم پر ځان ومنئ، د خپل بام واورې د بل پر بام مه اچوئ، اوس د کمپيوټر زمانه ده، هر څه ښکاره کېږي، ډېر ژر به هم پښتانه او هم نړيواله ټولنه پوه شي چې د چا په اوړو کې شګه ده؟ څوک اوبه خړوي او کبان په کې نيسي؟ څوک ظالم دى څوک مظلوم دى؟ څوک منافق دى څوک صادق دى؟ څوک ترهګر دى او څوک د ترهګرۍ قربانيان دي؟