د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سـوېلي اسيا د رسنيو کمېسيون خبرتيا

حفيظ الله غښتلى 09.06.2008 01:01

د سـوېلي اسيا د رسنيو کمېسيون - افغانستان
کميسيون رسانه هاى اسيايى جنوبى – افغانستان
South Asia Media Commission - Afghanistan
د عبدالصمد روحاني د شهادت په اړه د جنوبي اسيا د رسنيو د خپلواک کمېسيون مطبوعاتي اعلاميه

د سوېلي اسيا د رسينو کمېسيون – افغانستان څانګه په افغانستان کې د ازادو رسنيو د ملاتړ او د خبريالانو د دفاع او د هغوى د حقوقو لپاره کار کوي، ځکه نو د نننۍ پېښې په اړه دغه مطبوعاتي اعلاميه خپروي.
نن د غبرګولي ١٩مه نېټه په هلمند کې د بي بي سي او پژواک خبري اژانس خبريال جسد لښکرګاه ښار ته څېرمه په بولان سيمه کې وموندل شو، بولان سيمه د لښکرګاه ښار په ٣ کيلو مترۍ کې پرته ده. ارواښاد عبدالصمد روحاني په بې رحمانه توګه وژل شوى، لومړى هڅه شوې چې د ده سر غوڅ شي او بيا په مرميو وېشتل شوى دى. روحاني تېر مازيګر له خپل کوره بې درکه شوى و.
د سوېلي اسيا د رسنيو کمېسيون دغه انساني ضد پېښه په کلکه غندي او په حکومت غږ کوي چې د پېښې په اړه دې چټک او کارنده تحقيقات وکړي او د پېښې عاملين دې د قانون منګولو ته وسپاري.
د سويلي اسيا رسنيو کمېسيون د افغانستان څانګې مرستيال ښاغلي ضياء بوميا د ارواښاد عبدالصمد روحاني د شهادت په اړه وويل:
دغه قتل يو ستر جنايت دى، هر چا چې کړى په هر مفهوم چې شوى دا بشري ضد کار دى، له حکومت څخه غواړو چې د پېښې په اړه تحقيقات وکړي او عاملين يې دې د قانون منګولو ته وسپاري.
بوميا زياته کړه: موږ په حکومت غږ کوو چې د خبريالانو د خونديتوب لپاره دې بيړني او کاري اقدامات وکړي، تر څو هغوى وکړى شي خلکو ته معلومات ورکړي.
همدا ډول ده په وسله والو جنګي ډلو غږ وکړ چې خبريالان په هېڅ سياسي کړۍ پورې تړلى نه دى، بلکې په بې پرې توګه خلکو ته معلومات ورکوي، نو ځکه بايد څوک پر خبريالانو لاس پورته نه کړي.
عبدالصمد روحاني له تېرو څو کلونو راهيسې په هلمند کې د خبريال په توګه کار کاوه، لومړى يې له پژواک خبري اژانس سره کار پيل کړ او له تېرو دوو کلونو راهيسې يې له بي بي سي سره کار پيل کړى. ارواښاد روحاني پخوا هم ګوښل شوى و، وسله والو جنګياليو له ارواښاد روحاني څخه ټليفونونه وړي وو او د مرګ ګواښونه يې ورته کړي وو، خو له بده مرغه دغه ګواښونه حکومت او د خبريالانو د دفاع ارګانونو جدي ونه ګڼل، او د پېښې په مخنيوي کې پاتې راغلل. د سويلي اسيا د رسنيو کمېسيون د خبريالانو د دفاع په ارګانونو او حکومت غږ کوي چې د خبريالانو د دفاع لپاره جدي اقدامات وکړي.

حفيظ الله غښتلى
د سويلي اسيا د رسنيو کمېسيون - افغانستان
عمومي منشي